کاجو   Cashew Nut  

 

ترتيب کوونکي : محمدرسول  الکوزۍ

د سيمنار استاد: پوهنيار مسعود سيد

لارښود استـــــاد :    پوهنيار مسعود سيد

کال :١٣٨٦

 

سريزه  

دا چي افغانستان يو کرنيز او زراعتي هيواد دي چي د خپل موقيعت  او ښه اقليمي شرايطو په درلودلو سره د نباتاتو په زړه پوري ودي او توليد لپاره د لوړو او ژورو سطحو په شتوالي د مختلفو اقليمونو درلودونکي دي . چي په همدي اساس د زياتو سبزيجاتو او ميوه جاتو اصلي ټاټوبي ښودل شويدي هغه ميوه جات چي د خپلي ودي او توليد لپاره ګرم وديز موسم ته ضرورت لري. د هيواد ځيني سيمي د ګرمي وديز اقليم لرونکي دي . چي د دي ډول خدا داد غوره شرائيطو په لرلو سره په بيلا بيلو ولاياتو کي بيلابيلي ميوي روزل کيږي نو همدا علت دي چي د هيواد پنځه ايتا فيصده وګړي د زراعت په شغل مصروف يد . نو دي څخه معلوميږي چي د هيواد اقتصاد په بشپړه توګه په زراعت پوري اړه لري. او ميوه جات د هيواد د زراعتي توليداتو يوه ستره برخه تشکليلوي چي هر کال محتلفي ميوي په زيات مقدار سره بهرينو او ګاونډيو هيوادو ته صادريږي چي په مقابل کښي يو څه اندازه اسعار لاس ته راځي او د ګران هيواد د خلکو اقتصاد پياوړتيا لامل ګرځي. خو متاسفانه زمونږ هيواد د دوه لسيزو جګړو له امله خورا زيانمن شوي دي . چي د زراعتي توليداتو او محصولاتو کچه ئي خورا ښکته راغلي ده . نو د ميوو د روزلو په هکله د علمي معلوماتو پهوړاند کولو سره کيداي شي چي د باغ لرونکو کلني حاصلات د کميت او کيفيت څو ځلي زيات او په زراعتي محصولاتو کښي د ليد وړ زياتوالي رامنځ ته شي څرنګه چي مخکي مو ياده کړه چي افغانستان کښي تر اوسه پوري به دقيق ډول معلوم نه دي چي د افغانستان په کومو ساحاتو کښي کرل کيږي او يا د امکان لري جي د هيواد په ځينو سيمو کښي په وحشي ډول موجود وي خو ولي کوم ښکاره د کر ځايونه ئي په افغانستان کښي لا تر اوسه نه دي معلوم شوي. خو ګران وطن افغانستان د خپلو ښو اقليمي شرايطو په لرلو سره کولي شي چي همدي نبات د کرلو لپاره خپله حاصلخيزه غيژه خلاصه کړي . چون دا نبات زيات اقتصادي، طبي او غذائي ارزښتونه لري نو دګرانو زراعتي پوهانو څخه هيله کوو چي ترڅو زمونږ په ګران هيواد افغانستان کښي د هغي کرلو ته خاصه پاملرنه وکړي.

په پاي کښي دا هم بايد د ياده ونه باسم که څنګه چي د لوړو زده کړو وزارت د قانو په عملي کولو سره هر کال د کرني د پوهنځي محصلين په دي   چي دوه علمي سيمنارونه چي يو ئي په لومړي سيمستر او بل ئي په دوهم سيمسټر کښي وړاند او د هغه څڅه دفاع وکړيز نو ماته هم د قانو سهر سم د کابل پوهنتون  د کرني د پوهنځي د هارتيکلچر د څانګي لخوا د ( کيشونټ ) نبات په هکله موصوع راکړل شوه چون دا ميوه په افغانستان کښي لا تر ديه دمه نه کرل کيږي نو خو بيا هم ما کوښښـ وکړ ه چي د موصوع په هکله علمي مواد راټول او د پوهنتو ن محصلينو د سيمنارونو په علمي ذخيره کښي لا زياتوالي راشي . خوښ يم په اخر کښي د موضوع د ترتيب او تنظيم په اړوند د محترم لارښود استاد ( مسعود ) څخه ډيهر مننه کوم چي زما سره د موصوع د ترتيب او تنظيم په اړه نه هيرودونک لارښووني او مرستي کړي .

همدارنګه د محترم ورور حبيب الرحمن دفتاڼي څخه يو نړي مننه کوم چي زما سره د سيمنار د ټايپ په برخه کښي مرسته کړي يوه نړيي مننه کوم. يو ځل بيا د ګران او قدرمن استاد څخه د زړه له تله مننه کوم او کور وداني ورته وايم او د لوي خداي ج  د دربار څخه د اوږد عمر لپاره لاسونه پورته کوم

 

په درنښت

محمد رسول ( الکوزي )

 

 

Cashew Nut 

Cashew Nut چي علمي نوم ئي Anacardium occidentatl L. دي او فاميلي ئي Anacardiaceae  ده .

منشه او تقيسم ئي :     

Cashew  چي د H- کاجو په نامه ياديږي د ګرمي منطقي نبات دي چي ډيره منځيني ميوه ده او يا دا چي د ډيرو پيسو راوړونکو ميوه ده ( Dollar earning Fruit) ده داسي ګمان کيږي چي د دي ميوي اصليت يا منشا د برازيل څخه وي چي د پرتګاليانو پواسطه ٤٠٠ کاله مخکي هندوستان ته يوړول شوه يا معرفي شوه چي د Parangi ondi او يا Portogusenut   په نامه په Kerala   کښي ياديږي  .

په هندوستان کښي د هغي ښي توليدونکي ساحي عبارت دي له کيرالا، ګوا، اوريسا، ماما، رستا، ترايبورا او داسي نور چي تقريباً ٦٠٠٠٠٠٠ هکټاره ځمکه پوري کرل کيږي . او کلنۍ توليد ئي ٢٥٠٫٠٠٠ مټريک ټنه دي . دا د عرض البلد په شمال درجو ٢٧ شمال او ٢٨ جنوب طرف کښي نمو کوي چي په هر هيواد کي جدا نوم لري په وينزويلا کښي Merey  او په هسپانيه ژبه کښي ورته Maranon وائي چي د Moranha په نامه منطقه کښي د اول ځل لپاره پيدا شو .

 

بوتانيکي مشخصات :

             دا يو کوچني او تل شنو پاټو لرونکي ونه ده او ارتفاع ئي د ١٠ څخه تر ١٢ مټرو پوري رسيږي او تنه ئي لوړه ده او غير منظم شکل لري د پاڼو شکل مارپيچ، بيضوي شکل او چرم مانند شکل لري. چي طول يي ٢٢ مټره دي او عرض ٢ څخه تر ١٥ سانتي مټرو پوري رسيږي. او ګلان ئي خوشه ئي شکل لري چي د ٢٦ سانتي مټرو په اوږدوالي سره توليديږي.

او واړه شين رنګي او وروسته بيا سور شکل غوره کوي. ګلان ئي نازک ګلبرګان لري او تيري څوکي لرونکي دي او د دي ګلان طول د ٧ څخه تر ١٥ ملي مټرو پوري رسيږي . او ميوه بيضوي او ناک مانند شکل لري. بلارډ په مرکزي امريکا کښي Marancon په نوم پيږندل شوي ده او د پخيدو په وخت کي ژيړه سره ته مايل شکل غوره کوي چي د ٥ څخه تر ١١ سانتي مټرو پوري طول لري. او حقيقي ميوه ګرد شکل لري او د ميوي په پاي کي کاذبي خوشي توليدي اوپه حقيقت کي اول دغه خوشي نمو کوي او وروسته د ګل پر ساقه او ميوي باندي توسعيه پيدا کوي اود ميوي په داخل کي يو خسته موجوده ده چي د کيشتو نټ په نوم ياديږي .

او تخم د دوؤ پوښونو په وسيله چي د زهري شيري درلودونکي دي پوښ شوي دي . او بغضي خلک د کيشونټ د ميوي سره حساسيت لري او کاذب ميوه په خام شکل سره خوړل کيږي .

 

 استعمال :

       تخم چي منبع د کيشونټ ده چي د ميوي د سولولو يا کباب په واسطه لاس ته راځي چي د مغز حاصل ئي خوراکي غوړي دي . بهرني پوښ ئي همدارنګه يو قسم غوړي توليدوي د ( کاوډنال) په نامه ياديږي چي د واټرپروف يا د اوبو نه وتلو به حيث تري کار اخيستل کيږي. ذخيري لپاره د لاک او د ټايپ لاسټر په کارخانه جاتو کښي استعماليږي او تشنابونو کښي د تختو د کارکولو لپاره استعمالو . او د پوستکي څخه ئي چي کومه شيره لاس ته راځي  هغه نه پاکيدونکي رنګ منځ ته راوړي . او په پوستکي همدارنګه يو زيړ رنګي ژاوله ده او عربي رنګه ده چي په اوبو کي د حل قابليت لري او د حشراتو دفع کولو لپاره څخه کار اخيستل کيږي او د ماهيانو د جالونو د            لپاره ور څخه کار اخيستل کيږي . ترڅو نور حشرات ورڅخه لري لاړ شي. د کيشونټ مغز او د پوستکي غوړي چي مهم بخش د صادراتو تشکيلوي . د کشيو ڼت څخه جوس هم لاس ته راځي چي تقريباً ښه منبع د ويټامين سي دي چي تقريباً ٥ فيصده اوبه ، ٢٥ فيصده پروټين، ٤٥ فيصده شحم، ٢٦فيصده کاربوهايډريټ ١٫٥ فيصده اضافي مواد، ٢٫٥ فيصده منرالي مواد. Fe، P فاسفورس، cu کلسيم او ويټامين B1 مهم منبع ده . پوستکي تقريباً  ٥٠ فيصده غوړي لري ولي د کيشونټ غوښين ځاي تقريباً ٨٨ فيصده اوبه ، ٠٫٢ فيصده پروټين او ٠٫١ فيصده شحم لري .

 

د کرلو ځايونه :

 همدرانګه دا نباتات په نورو ساحو کښي يا ملکونو کښي لکه انډونيشيا د ملايان ، د سريلانکا کولدامان خو په تجارتي  لحاظ په هندوستان کي ډير شهرت لري . په اوسط ډول هندوستان ٤١٨٫٠٠٠ هکټاره ځمکه کري . چي کلني توليد ئي ١٨٤٫٠٠٠ ټنه دي . چي هندوستان تقريباًُ  ٢٦ فيصده کيشونټ د ټولي نړي توليدوي . موزابيک ٣٧فيصده او تانزانيا ٢٤ فيصده. تقريباً  ٩٠ فيصده د بين الملي تجارت د مغز د کيشونټ او د کيشونټ د پوستکي د غوړو د هندوستان په واسطه تحيه کيږي . کيرالا چي کلني توليد ئي ٢٤٠٠٠ ټنه دي چي په هندوستان کښي مرکندي توليدوي په جنوب د هند کښي په بحري ساحو کښي جګو ځايونو او هغه ځايونه چي ډير باران لري د کرلو قابليت لری

اقليم او خاوره :

په هغه ځايونو کښي چي هوائي ګرمه او يا مرطوب اقليم ولري خصوصاً په غربي ساحل کښي کرل ډيره ښه نتجه ورکوي . د کيشونټ نبات صريحاً د ګرمو مناطقو نبات دي يا په ګرمو منطقو کښي کرل کيږي د خشکي يا وچکالي په مقابل کښي ډير حساس دي ولي د يخي هوا او د شبنم په مقابل کښي يوه اندازه حساس دي . د اوړي د وچکالي په مقابل کي ژوند نشي کولي خو برعکس د ودي قابليت لري چي ګل تشکيل او ميوه د اوړي په اوږد موسم کښي توليد کړي خو د ميوي ګل  لږ څه وروسته د خپل ټاکلي وخت څخه زرغونيږي يا باران ته انتظار کوي او په لوي پيمانه د تيز شمال په مقابل کښي حساسيت لري.

درجه د حرارت پکي ډيره مهمه ده ولي متوسطه ګرم اقليم ورته ډيره مناسب دي . که چيرته هوا ډيره يخه شي نو باعث د زخمي کيدو د نبات کيږي . د او د بحر د سطحي څخه تقريباً ٧٥٠ مټره جګ کرل کيږي يا ښه نمو کوي .کلني ورښت ته چي ضرورت لري ٨٠ -٣٧٥ سانتي مټره پوري دي . په شرقي ساحل او شګلني ځمکه کښي ښه نمو کوي او کلني ورښت ورته ١٥ سانتي مټر/ کال دي . او به عربي ساحل کښي ٣٠٠ – ٣٧٣ سانتي مټر ضرورت لر ي . لمر خوښونکي ونه ده  وريځي او ډير بارانونه په حاصلاتوکي کمبود راولي . ډير مناسب او قابليت د دي لري چي په کم اب او کم عمق او يا غير قابل نقوذ خاوره کښي لکه د غربي ساحل په شګلنو پټو کي او په ژور لوم خاوره کښي ښه حاصل ورکوي . خلاصه  دا چي په لوم او ريګي  لوم خاوره کي چي ٦٫٣ – ٧٫٣ پوري پي ايچ  ولري او ښه زهکشي شوي وي او باران ورښت اندازه ئي د ١٢٥ – ٢٥٠ سانتي مټر پوري وي او بحر ته نږدي وي په ژمي کښي درجه د حرارت ١٥ سانتي ګراد او په اوړي کښي ٣٢ – ٣٨ سانتي ګراد او  رطوبت ٨٠ فيصده وي په هغه ژمي کښي چي شبنم کم وي دا محيط ورته ډيره په زړه پوري دي .

 

د خپريدلو لاري يا تکثير :

 د کيشونټ نبات زياتره د تخم په زريعه تکثير يا خپريږي او په Situ  کښي کرل کيږي او په Hole  يا کنده کښي دري داني کرل کيږي . بدني تکثير يا خپرونه ئي Inarching، Grafting، Air-layering،  پواسطه کولي شو . د Layring   لپاره بهترين وخت د فبروري او اپريل مياشت کښي ده . متوسط تخمونه به انتخابوو چي په کيلو کښي بايد ١٢٠ داني تخم وي او تخم د هغي نبات څخه اخلو چي با قاعده هر کال ميوه نيسي او زړه ونه وي . او په يخ او وچ ځاي کښي ذخيره کوو . او کرل دسمبر په مياشت کښي په Seed bed  کښي کرو. تخمونه امکان لري چي په Poly thene  بکسونو کښي ورکرل شي تر څو د مرغيو يا الوتنکو او حيواناتو پواسطه متضرر نشي . او بايد په جدي توګه حفاظت صورت ونيسي . دا نبات په ډير بطي توګه نمو کوي يا زرغونيږي او امکان لري چي د کرلو نه ١٥ ورځي وروسته زرغون شي او يا څه ځنډ وروسته زرغون شي .هغه تخمونه چي په هوا کښي تبادله صورت نيسي په تيزي سره نمو يا زرغونيزي او د نبات ئي ډير ګڼ وي د ژوند دوران به ئئ ډير کامل وي نظر هغه تخم چي په کمي فاصلي يا غلظت سره کرل شوي ښه نمو کوي . او په ٣٠ ورځو کي مکمل جرمنيشن  صورت نيسي اړو کله چي ١٢ سانتي مټر ته ورسيږي  په Pits  کښي باغونه ته وړل کيږي  او کيښنول کيږي په اوړي کښي په مئ مياشت کښي او بل   کښي انتقالوو او يکه کاري نظر د بوټي اندازي ته کوو .

بډنګ، Air-layring ، Approch- grafting  د نبات د بدني نمو يا خپريدو لپاره په کار وړو او کټه ئي داده چي عين نبات به په لاس راشي . شاخچي چي کله د ځمکي سره په ټکر کښي شي نو نوي ريښي تشکيلوي چي ريښي نوي تشکيلوي شوي  ١٠٠PPM (IBA ) کښي د ٢٤ ساعتو لپاره کيږدو ترڅو چي ښي ريښي تشکيل کړي په قوريه کښي  اير ليرينګ کولي شي د فيبروري څخه د اپريل پوري د کړلو نرمي ساقو والا مناسب دي د بدني نمو لپاره . ولي په کوم ځايونو کښي رطوبت کم وي    ښه نتجه ورکوي .

 

للون :

 وروسته د کرلو نه هر قسم عمليات پکي اجرا کولي شي ولي د پستونور ميد دوه يادري کلونو لپاره نشو ورپريښودلي اوهمدارنګه سلسله واره يکه کاري پکي کولي شو د اوبو علاوه کول نامعلوم  دي .

١٥ کيلو ګرامه (F,Y,M)، ١ کيلو ګرام (SP)، ١٥٠ کيلو ګرامه PS، ١٫٥ کيلوګرامه cake، د يو نبات لپاره مخکي د کرلو څخه ضروري ده . د يو نبات چي د نمو کاملي مرحلي ته رسيدلي وي . ٢٥٠ gw، ١٢٥ ګرامه p2o5  ، ١٢٥ ګرامه k2o  د ښه حاصل لپاره په کال کـښي تقسيموو او ورکوو. خواږه الوګان جينجز دوهمي نبات په قسم د کيشونټ په منځ کښي کرلي شو . ليکن کله  چي ميوه ونيسي نو په هغه وخت کښي بايد دوهم نبات  ونه کرل شي .

 

شاخبري :

 په کيشونټ کي په زياته پيمانه شاخه بري صورت نه نيسي. ولي قوانين داسي دي هغه ښکتني او نوي شاخچي چپ په زياته پيمانه اوبه لري لمه منځه وړو هغه شاخونه چي خپل ژوند له لاسه ور کړي وي او هغه شاخونه چي وچ شوي وي  او يا مريض وي هغه د وني څخه لري کوو.  او دا کار په سلسله واره توګه کوو ترڅو شاخچي زياتي د لاسه ور نه کړو خصوصاً ( Die- back) يعني د فرعي شاخچو سرونه به نه پريکوو. او يا به ځنګلونو کښي د اور ليږيدو په اساست کم کړو

 

د ميوي لاس ته راوړل :

 د ميوي بوټي په دريم کال کـښي په ميوه نيولو شروع کوي . او د مکملي ميوي لاس ته راوړلو لپاره لس کالو ته ضرورت لري او د ٣٠ څخه تر ٤٠ کلونو پوري په هغو خاورو کي چي ژوري زهکشي شوي خاورو کښي ښه وده کوي تر ٧٠ کلونو پوري حاصل ورکوي  او د ګلانو توليد په شروع د نومبر د مياشتي  څخه تر فبروري پوري وي او د ميوي پخوالي د مارچ  څخه تر مي مياشتي پوري وي .  او د ګرده افشاني څخه دوه مياشتي وروسته  ميوه تياروي د ګل کولو څخه دري يا څلور هفتي  وروسته  پوستکي مکمل تشکيل کوي . کله چي ميوه پخه شي په دوه طريقو لاس ته راوړو يوه داچي ميوه په هغ ړوخت کي لاس ته راوړو تر څو په مکمله توګه پخه شي پريږدو چي ځمکي ته راوليږي بيا ئي ټولوو په وچه هوا البته په مرطوب هوا کښي بايد روزانه توله شي او لمر ته واچول شي تر څو وچه شي بيا جمع شي .

 

ډولونه يا Cultivars:

هغه مهم ډولونه چي په هندوستان کښي کرل کيږي .

  • BPP1 – Hybride             17 Kg/ Tree
  • BPP2                             17 Kg/ Tree
  •  BPP3                            16 Kg/ Tree
  •  BPP4                             12.5Kg/ Tree
  • ULLAL-1                       19 Kg/ Tree
  • ULLAL-2                       118 Kg/Tree
  • Unengural-1                     123 Kg/ Tree
  • Uengural-2                        24 Kg/ Tree

 

د ريبلو وخت :

 لکه څرنګه چي په کيشونټ نبات کښي کګلانپهمختلفومراحلوکښي ګل کيږي نو همدرانګه ميوه هم پهمحتلفو وختونو کښي د لاس ته راوړلو لپاره اماده کيږي نو همداغلطه ده چي د لاس ته راوړو مرحله د زيات وخت لپاره جريان پيدا کړي يا د دوو مياشتو څخه زيات وخت نيسي.  خو دا ډير بهترينه طريقه او لاره ده چي کله ميوه ځمکي ته راوليږي نو بايدهر ورځ ميوه ټوله شي . يو نبات کولي شي چي د ١٠ څخه تر ٧٥ کيلوګرامه پوري حاصل ورکړي يوه ونه کولي شي چي د د ٣٠ څخه تر ٣٥ کيلوګرامه خالص جوس توليد کړي چي تقريباً ٦٥ فيصده مايع ويټامين سي هم لري او قندي مواد هم لري. او هغه نباتات چي ښه وده ئي کړي وي ٢٫٥ټنه په يوه هکټارځمکه کي حاصل ورکوي . او همدارنګه د ٤٫٦ ټنو کيشو نټ څخه يو ټن خالص مغز لاس ته راځي .

 

بازاري ارزښت:                                           

کيشوڼت د تنزانيا او مورا بيک څخه هندوستان ته صادريږي او هلته د لاسونو پواسطه عمليات پري اجرا کيږي تر څو پوست تري جلا شي. د ماتولو څخه مخکي د لاسونو پواسطه ورستيږي چي دي سره غوړين موادو کښـي زياتوالي راځي . وروسته د پوښ يا پوستکي لري کولو څخه خارجي قشر ليري کوو او د هوا د ماشين په زريعه مغز راټولو او نورو ملکونو ته انتقالوو.

 

د حشراتو پواسطه ککړيدل او مرضونه ئي:

  هغه حشره چي ريښه او ساقه کښي منځ ته راځي او باعث د مړيني د نبات کيږي عبارت له Plocaederus ferrigineas and Batocera rofomacotata  څخه دي يو قسم سوري يا خاليګاه پکي منځ ته راځي ددي لپاره مالوچ په کيروزين او کوالقلي دمحلول شريکوو (٧:٢) او يا ٠٫٢ فيصده کاربوريل د ترکو ( د تازه نودو لپاره ) د دي مرض د لمنځ وړلو لپاره استعماليږي د شنو پاڼو جوړونکي لکه Cuterpillars او Durk bronn thrips چي دا باعث د منځه وړلو د پاڼو او ګل کيږي چي ٠٫٠٥ فيصده Endosnifen په واسطه د منځه وړلو شو . Die-back يا  Corticum salminicolor چي باعث د وچيدو د ونو څانګو د پاسني برخي څخه تر لاندي نقطي پوري د منځه وړي چي يو فيصد Boodeuax محلول پواسطه دوو ځله په جون او اکټوبر کښي ورکوو.

 

د نبات خصوصيات:

      په ډير اساني سره ځان په ځمکه کښي ټنګ ساتي او خپرونه ئي يا انتقال ئي د خلکو او حيواناتو پواسطه صورت نيسي  وحشي او اهلي دواړه نباتات د عرض البلد په شمال ٣١ درجو ا وجنوب هم ٣١ درجو کښي ښه وده او توافق لري . او د غوښيني برخي څخه ئي مختلف انواع د مشروباتو جوړو ولي په زياته پيمانه د خوراک لپاره استعماليږي او زياتره ئي په نا پاخه شوي ډول لاس  ته راوړل کيږي . او د ميوي په اخر کي يو ګردي شکله ساختمان شته چي په اخر د ميوي کښي چي د کرنل منبع ده او د خوراک لپاره استعمالیږي.

 

د کيشونټ تجارتي ارزښت:

      ديناوي تجارت کله چي د جنرال فوډکارپوريشن اداره جوړه شوه نو د زياتره هيوادونو څخه دا ميوه هندوستان ته انتقاليدله . او هلته ئي پروسيس صورت نيولو او همدارنګه په با قاعده توګه د دي د تجارت څه واړه مرکزونه په امريکا او هاليند کښي په ١٩٤١ کال کښي منځ ته راغلل او هندوستان يواځيني هيواد دي چي د کيشونټ توليد پکي ډير پرمخ تللي شکل لري چي تقريباً هر کال ٢٠٫٠٠٠ ټنه خالص کيشونټ مغز توليدوي . او نن ورځي د نړيوال تجارتي بازارونو کي د خورا مشهورو تجارتي توکي په حيث پيږندل شوي . د نړي ٢ بيليونه ډالره په تجارت کښي رول لري . په خام شکل هم بازارونو ته وړاندي کيږي او هلته مارکيټنک بيا صورت نيسي او همدارنګه په پروسيس شکل هم بازار ته وړاندي کيږي . نړيوال ورته د مار نوم ورکوي او وائي لکه څرنګه چي غذا مهمه ده همدا شاني د دي کرل مهم دي .

 

طبيعي او غذائي اهميت :

د کيشو نټ بهترينه او خوندوره غذائي ماده ده . سټنډرډغذائي مواد لري او د انساني صحت لپاره ډير مفيده غذا ده . د کيشونټ  مغز يا Kernel  د پروتين، شحم، کاربوهايدريټ او ويټامينونه لري چي د منبع منرالونه، کلسيم، منګنيزيم، فاسفورس پوتاشيم سوديم او نور منرالي مواد لري. چي د کم خوني او عصبي ناروغيو لپاره پکار وړل کيږي او د انسان د بدن لپاره ډير مفيد دي ځکه صفر فيصده کلسټرول لري .

کيشونټ د شحم د نظره ډيره پوره او قوي غذا ده چي ٤٧ فيصده د کيشونټ مغز جوړوي او د انسان وزن زياتوي بايد په مناسبه طريقه وخوړل شي خوراک انسان دمه کوي او خوب ورولي.

 

 

 

جنس متاع:

             د کيشو نټ مغز بايد د باوري منابعيو څخه لاس ته راوړو او تحارتي شکل ئي ته راوړو هم په حام او هم په پروسيس شوي شکل پروسيس په کمپنيو کښي په مختلفو شکلونو لکه د پوستکي ليري کول سولول په واسطه او همداسي نور.........

په تجارتي شکل کله چي وغواړو نور ملکونو ته وليږدو همهغه ملک پخپله د دي لپاره يو شخص چارت لري چي د ميوي په رابطه ټول معلومات لري او هغه اخيستونکي ته ورکول کيږي ترڅو ميوي د ټولو حصوصياتو څخه خبر شي د هندوستان هيواد ډيره ميوه صادروي او هغه کمپني چي دغه ورقه ورکوي د Cochin په نوم ياديږي چي دا د کيشونټ د انتقال لپاره په هندوستان کښي يو کونسل دي . انتقال ئي په باقاعده شکل د هندوستان د هيواد څخه د دنيا کونج کونج ته انتقاليږي . عمده بندرونه يا ځايونه چي ميوه تري انتقاليږي عبارت دي ..

له کوچين منالوري شيني مدراس بمبي په کانتينرونو کښي د هندوستان څخه امريکا، د هند څخه انګلستان د هند څخه استراليا او دهند څخه چاپان او همدارنګه سنګاپور ته انتقاليږي . دا ځکه چي هندوستان لوي توليدونکي هيواد د کيشو نټ دي او په زياته پيمانه بحر ملکونو ته انتقاليږي دمغز غټ مارکيټونه ئي په امريکا روسيه انګلستان هاليند استراليا کاناډا جرمني هانګ کانګ سينګاپور نيوزرليند بهترينه کوالټي او بهترينه مزه مغز لري .

 

پايله او وړانديزونه:

 

١- کله څرنګه چي کيشونټ يو قيمتي ميوه ده او روزنه ئي په هغه سيمه کښي چي ګرمي وي په بري سره ميوه تليد کولاي شي.  او يا هم مرطوب اقليم ولري او د بحر د سطحي څخه ٧٥٠ مټره لوړوالي ولري.  له بده مرغه چي زمونږ هيواد د دغه شان اعلمي شرائيط نه لري خو کيداي شي چي د هيواد په سهيل او هم په ختيځ زون کښي وروزل شي . نو زمونږ دد دغه زون بڼوالان بايد د کيشونټ باغونه احداث او د هيواد اقتصاد د پياوړتيا کښي برخه واخلي.

٢- لکه څرنګه مو چي مخکښي يادړونه وکړه چي کيشونټ يو قيمتي ميوه ده او روزنه ئي د نورو ميوو پرتله زياتي ګټي لري بل داچي دخشکي په مقابل کښي ډير حساس دي خو بايد وويل شي چي د يخي هوا او شبنم په مقابل کي يو اندازه حساس ده نو بڼوالان  ئي د د کښت لپاره ذکر شوي شرائيط نظر کي ونسي.

٣- د لوز او ښۀ جنيسين لرونکو  ميوو د توليد لپاره بايد په باغونو کښي په زړه پوري زراغتي عمليات لکه منظم ابياري د باغ پاي بيل او نو شاخه بري د ستاړه وهني څخه مخنيوي د هرزه بوټو کنټرول د ناروغيو او که افتونه مخنيوي کول . او معين مقدار حيواني او کيمياوي سري  وکارول شي .

٤- لکه څنګه چي پخوانيو نظرياتو له محي په باغونو کي پتاشيم لرونکي سري استعمال نه لري او تر اوسه پوري هم دا نظر موجود دي او حال دا چي وني په زياته پيمانه پوتاشيم له خاوري څخه اخلي او په مصرف ئي رسوي او پوتاشيم لرونکي سره د ميوي په نيولو کي غټيدو او د ميوي د کيفيت په ښۀ کيدو کښي ځانګړي رول لري نو

٥- څرنګه چي د کيشونټ د کرني لپاره مناسب  پي ايچ ٧٫٣ – ٦٫٣ پوري ده له بده مرغه چي زمونږ د ګران هيواد کښي د دي روزنه يو اندازه ګرانه بريښي خو کيداي شي چ د هيواد په ځينو ګرمو منطقو کي لکه سهيلي برخه او ختيځ زون کي وشي. د يادوني وړ ده چي د يد نبات روزنه زياته پاملرنه ته اړتيا لري.

ماخذونه

 

 لومړی سر