په میوه لرونکو ونو کې دګل او میوه تویدنه

 

سریزه :
له وخت مخکې د میوې تویدل ډیر دلیلونه لري، دمیوې تویدل کیدای شی طبیعي یا کوم افت او یا هم چاپیریالي شرایطو پورې اړه ولري، د پلټنو او دقیقو ارزونو په وسیله کولای شو د میوو د تویدو علت روښانه کړو، د لازمو چارو په ترسره کولو سره کولای شو د میوو د غیرې طبیعي تویدنې څخه مخنیوی وکړو. دمیوې طبيعی تویدنه دودې په مختلفو مرحلوکې دیوشمیر تغیراتو په راتلو سره منځ ته راځي. 
دمڼې ، مالټې ونو میوې د دوبي په پیل کې د ګلاس په پرتله کمې تویږي، چې دا تویدنه د دونې د پاسه د ټول ټال تولید شویو میوو لپاره غذایی میوادو د نه چمتوالي له نتیجي څخه منځ ته راځي. دزیات ګل تولید اوپراخه ګرده اچونه ددې سبب کیږي چې د ونې له توان نه زیاتې میوې تولید شي، ونې دانرژې زیرمه کولو لپاره یو شمیر اضافي میوې تویوي،
دچاپیریال ناوړه عوامل لکه یخني، تودوخه او په ناڅاپي ډول د لندبل تغیر دنارسیدلو میوو د تویدو سبب کیږي.
دخاورې شرایطو دغذایې عناصرو کمښت او نامنظمې اوبه لګونې ترسره کول هم د ونو د میوو د تویدو سبب کیږي.
دغذایې عناصرو د کمښت تشخیص که چیرې څو عنصرونه کم وي ستونزمن بریښي ، د پاڼې تجزیه کولای شی د عنصر د کمښت په تشخیص کې مرسته وکړي. ځینې وختونه د سخت بادونه او بوټي وژونکي درمل ((Herbicides هم دونې د میوو د تویدو سبب ګرځي.


له ونو څخه دنارسیدلو پاڼو او میوو دتویدلو عوامل:
تل په میوه لرونک ونو باندې د تشکل شویو ګلانو دتعداد په پسرلي کې او د میوې شمیر دپخوالي په مرحله کې سره زیات توپیر لري. دبڼو د روزونکو لپاره په هغه کال چې ونو لږې میوې نیولې وي د کوچنیو یا پخوالو ته نږدې میوو تویدل د ناراحتی سبب ګرځي. په هغه کلونوکې چې زیات ګل تولید شوی وي یو یا دوه سلنه ګل په میوو باندې اوړي او دخوښې محصول د ټولووخت کې په لاس راځي.له ونو څخه له حد څخه د زیاتې میوې تویدل په یوشمیر عواملو پورې اړه لري چې دا عوامل دټولولو وخت کې د محصول مقدار ټاکي. ټولې مېوې په زیاتره شرایطو کې له ګل وروسته نه تویږي. 
له ونو څخه دوه یا دری ځله میوې تویږي. کله چې کوچینۍ میوه له ونې څخه تویږي لومړي دمیوې هغه کوچینې ساقه چې میوه ورپورې تړلې ده هغه وصلونکی دیوال دحجرو طبقو د وصل نقطه کې تغیرات منځ ته راځي اوله هغو طبقو میوه بیلیږي.چې دا تغیرات د هورمونو لخوا کنترولیږي. دا هورمونو په خپله د یوشمیر عواملو لاندې فعالیت ترسره کوي. 
القاح: له ګل وروسته لومړی ځل پرته له ځنډه د میوې تویدل دګلانو د نه القاح کیدو له امله منځ ته راځي. چې دا تویدل څو اونۍ دوام مومي چې د بوټې په ډول پوره اړه لري. ددې تویدنې له بشپړیدو وروسته کیدای شی څوځله نور هم په کمه اندازه میوه تویدنه ترسره شي. 
بڼ روزونکي کولای شی دګرده افشانی لپاره مناسب بوټي او د شاتو د مچیو صندقونه په خپلو باغونو کې ځای پرځای کړي تر څو په ښه ډول ګرده افشاني ترسره او دا لومړي ډول میوه تویدنه راکمه کړي.
دمیوو دوهم ځل تویدنه هغه وخت منځ ته راځي چې کوچینۍ میوې تقریبا د یو سانتي متر په اندازه قطر ولري، هرځومره چې د ګلانو شمیر د ونې په پرتله زیات وي په لومړی مرحله کې لږ سلنه میوه تویدنه ترسره کیږي او وروسته په دوهم ځل تویدنه کې لوړه سلنه میوې تویږي. بڼ لرونکې دوهمه تویدنه کولای شی په لاندې ډول سره راکمه کړي.
1. . تل په کافی ډول د لندبل برابرول: په خاص ډول په تودو ورځو اودګرمو بادونو د موجودیت په صورت کې چې په چټکۍ سره د خاوري لندبل ضایع کوي.
2. د نبات ریښې ته د تاوان رسول څخه مخنیوي، چې دکرنیزو وسایلو یا د ولاړو اوبو پواسطه چې ریښه پکې ورستیږي.
3. دنبات لپاره د کافی اندازی غذایی عناصرو برابرول: خصوصا د نایتروجن کافی اندازه چې په دې برخه کې دنبات د څانګو سلامتوالی د پوهاوي غوره لاره ده.
4. له حد زیاد د کیمیاوي سرې لګښت څخه باید مخنیوی وشي.


دټولولو ترمخه تویدنه:
داتویدنه چې دمیوې د ودې په اصلي مرحله کې پیښیږی په چاپیریالي شرایطو ( اوبه او هوا) پورې اړه لري. کله چې میوه نه وي رسیدلې د تویدنې طبقه د میوې او نښتې ساقې ترمنځ جوړیږي او میوه له ونې څخه تویږي. ځینې چاپیریالي فکتورونه ددا ډول تویدنې سبب ګرځي:
1. وچ او تود اړوي له پخوالي مخکې تویدنه منځ ته راوړي.
2. دژمي په لومړیو کې د اوږدې مودې لپاره لاندې اقلیمي شرایط چې مخکې له ټولولو د میوې د تویدو سبب ګرځي. فکرکیږي چې دا تویدنه په عمومي ډول د میوو ترمنځ د شته سیالي چې د اوبو او غذایی موادو په نا انډول ډول ویش سره منځ ته راځي. دمحلولونو او مصنوعی هورمونو پاشل ددې تویدنې مخنیوی کوي. ځکه دنباتي هورمونو ګډوډي په ونوکې د تویدنې طبقه( د میوې ساقې د وصل نقطه کې) منځ ته راوړي او داتعادل کیدای شی د هورموني موادو اغیزه وي.



 

 سرپاڼه