دلوړو زده کړو وزرات

د کابل پوهنتون

دکرنې پوهنځۍ

د اګرانومي څانګه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

په کرنه کښې نوبتي کښت او د هغې ارښتونه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

جوړونه اوسمون : نــــــــــثاراحــــمد نـــــثار

لارښــوداســـتـــاد:پوهندوی ګل محـــــمد آژیر

دسمــــیناراســـتاد:پوهنمل رحیمه جان نـوری

تحـــــــصیلی کال :                                                                               ۱۳۸۸ ﻫ ل

 

 

:سریزه

پوهیږو چه له یوی خوا دنړی  د وګړو شمیر په زیاتیدو دی او له بلی خوا په نړی کی دځمکی پر مخ اودننه زیرمی مخ  په  لږیدو دی ددی لپاره چه دنړی وګړوته دهغوی دژوند اساسی او لومړنی اړتیاوی برابری شوی وی نو باید دنړی دطبیعی او غیر طبیعی زیرمو او شتمنیو څخه په سمه توګه کار واخیستل شی ، خاوری دملتونو په تیره بیا دهیواد ډیرو مهمو اوار زښتناکو شتمنیو اوزیرمو څخه شمیرل کیږی ، دهغوی ساتنه او دهغی څخه سمه استفاده کول حتمی او ضروری ګڼل کیږی ، همدارنګه دمحصولاتو په کمیت اوکیفیت باندی مرضونه  ، آفتونه ، اوبه اوداسی نور ضروری فکتورونه زیات تآثیرلری ، چه ددی ټولو په نظر کی نیولو سره زراعتی تناوب د محصصولاتو دکمیت او کیفیت په لوړوالی کی غوره رول لری .چه مقصد له زراعتی تناوب څخه دادی چه که چیری په پر له پسی توګه په یوه ځمکه کی نبات ونه کرل شی اوهمدارنګه دیادولو وړده  چه ددی په زریعه مونږ زیاتی لاس ته راوړنی لرو

همدارنګه  زراعتی تناوب زیاتی ګټی لری چه له هغی جملی څخه : دحاصل زیاتوالی دامکان تر حده دمرضونو او آفتونو کنترول ، دځمکی  دښیرازی لوړوالی او داوبه لګولو داوبو او تخنیکی وساییلو څخه په ښه توګه استفاده کیږی او داسی نوری ګټی لری چه دټولو ذکرکول دلته ضروری نه بریښی  ، نو مادا ښه وپتیله چه خپل سمینار دزراعتی تناوب په کرنه کی تر عنوان لاندی ترتیب او تنظیم کړم خدای (ج) دوکړی چه دکرنی دسکتور دکار کوونکو داستفادی وړ وګر ځی .

 

دنوبتي كرنې تاريخچه

په كرنه كې د نوبتي كرنې يا زراعتي تناوب (Crop Rotation) پوښتنې د ډير پخوا څخه طرحه شوي د ميلاد نه تر مخه هم Cato ، وارو Varro او دي ويرجليس  Devergilius اوپلينس په كرنه کی د زراعتي تناوب (Crop Rotation ) څخه يادونه كړي ، دوي پدي ښه پوهيدل چه ورته نباتات يو بل پسي تر ډيره وخته پوري نه شو كرلي ځكه د ورته نباتاتو يو بل پسي كرل د حاصل د كموالې سبب كيږي .

 كالو ميلا (Calumella) د ميلاد په لومړي پيړي كې د زراعتي تناوب څخه د نباتي كرني د روڼ او روښانه ډول يادونه كړي او بلا خره ارت جونګ (Arth joung) دكارپه نتيجه كې د زراعتي تناوب څلور كلنه دوره په ګوته كړي اوس زراعتي تناوب په ټوله نړي كې با الخصوص په هغه هيوادونو كې چه زراعت پر مخ تللې دي يو پيژندل شوي او د تطبيق وړ سيستم دي او په فارمونو كې  د كار عمده قاعده جوړه وي د زراعتي تناوب څخه زمونږ هدف د يو داسي سيستم څخه دي چه په كوم كې د زياتو كلونو لپاره هم نباتي تركيب  اوهم نباتي تناسب په پام كې ونيول شي .

 په زراعتي تناوب كې نباتات په ټاكلې ترتيب كرل كيږي او مكمله ترتيب شوي دوره تعقبوي چه د نباتاتو دغه د بدلون مكمله دوره د نوبت (Rotation ) وائي .

د پريانسكوب (Preiansuykove) له نظره مخكې له مخكې دوخت او ساحي په اساس د نباتاتو ترتيب ته تناوب ويل كيږي .

د ويلسن (Vilson ) كلاسيكه نظر دادي چه كله په هركرنيز پلان كې نباتات يو بل پسي راشي زراعتي تناوب ورته وائي .خو په اوس وخت كې پرته د زراعت د پرمختللوهیوادوڅخه په نورو هيوادونو كې په لږه اندازه او يا په هيڅ ډول نه دي تطبيق شوي او زمونږ په ګران هيواد كې تر اوسه پوري خلك ئي د نامه سره اشنا نه دي .

زراعتي تناوب په حقيقت كې په ټوله نړي كې يو اقتصادي حل لاره ده خو دا هم يو طبعي خبره ده چه بايد پاملرنه ورته وشي چه داډول سيستم يواځي په هغه ځايونو كې د تطبيق وړ دي چې ښي زراعتي خاوري ولري او په زراعتي ساحو كې د تطبق وړ دي .

 

دنوبتي كرني پيژندنه او تعريفات

دنوبتي كرنې پيژندنه او تعريفات د مختلفو علماءوو له نظره :-

تعريف : دمختلفو نباتاتو كرل په پرله پسي توګه په يو زراعتي ساحه كې عبارت د زراعتي تناوب څخه دي .

پريانسكوب له نظره : ــــ مخكې له مخكې د وخت او ساحي په اساس دنباتاتو ټاكلې تركيب ته تناوب ويل كيږي .

ويلسن له نظره :ــــ د ويلسن كلاسيكه نظر دادي چه كله په هر كرنيز پلان كې نباتات يو بل پسي راشي زراعتي تناوب ورته وائي .

هغه نقطی چه با ید په زراعتی تناوب کی په نظر کی ونیول شی هماغه دعلمی اوفنی مهارتونو لرل دی  دمثال په توګه : که چیری زمونږ هدف دهرزه بوټو کنترول اودنباتی مرضونو او آفتو نو مخنیوی وی نو باید هغه نباتاتوته باید په زراعتی تناوب کی ځای  ورکړل شی چه له یوطرفه ښه مقاومت ولری او له بله طرفه دنبا ت سره مشترک مرضونه ونه لری .که چیرته هدف داوبو تنظیم اواستفاده وی هغه نباتات په کاردی چه اوږدی او عمیقی ریښی ولری او دآبیا ری اوبوته کم ضرورت ولری .

په هغه وخت کی چه کرونده دمزروعی نبا تاتو دکرلو پواسطه چه دهرزه ګیاوو څخه ډکه وی باید دهغی څخه وروسته بایدداسی نباتات وکرل شی چه هرزه ګیاوی کنترول کړی لکه علوفه ای نباتات  چه دخپلی سیوری پواسطه دهرزه بوټو دودی څخه مخنیوی کوی اویا چغندر اوکچالو چه دنرمولو اوخیشاوی په اساس چه دهغی دکښت لپاره ضروری دی هرزه ګیاوی ریشه کن کیږی .

اګر چه په زراعتی تناوب کی اصلی هدفونه دیو ټاکلی هدف په اساس ټاکل کیږی یعنی په زرا عتی تناوب کی ددوه مشیمه ای ننباتاتو ته(legumes) لکه : رشقه ،شفتله ،با قلی ، لوبیا ،ساییبین او نوروته ځای ورکول دیو خاص اهمیت اوارزښت لرونکی دی . ځکه لګیومی نباتات ځمکه غنی او پر باروره کوی  یعنی په ریښو کی دغدو مو جودیت چه نایتروجن تولیدوی .مثلا : غله جات  لکه   وربشی ، غنم ، جوار ، وریجی . غله جات دغذایې موادو یعنی نایتروجن څخه چه دنباتاتو دغذایې موادوغوره برخه تشکیلوی استفاده کوی .  (۶)

 له هغه ځایه چه زراعتی تناوبونه دآفاتو دژوند ددوران له منځه وړی ، په همدی توګه دهغوی دجمعیت په کموالی کی مهم رول لری . داوو لسیزوپه حدودو کی دوربشو متداوم کښت پدی محصول کی دریښی دخوسا کیدو سبب وګر ځیده چه دهغوی فعالیت یې هم تر تآ ثیر لاندی راوستلو ، کوم وخت چه وربشی په زراعتی تناوب کی دیو علوفه ای نبات سره علا وه شوی دمرضونو دزیا توالی او تو سعی څخه مخنیوی وشو .

دیوزراعتی تناوب منځ ته راوړل په هغه ځای کی چه مختلف نباتات کرل شوی وی دهرزه ګیاهوو دموجودیت مشکل له منځه وړی . دمثال په توګه  په یوه ځمکه کی چه هرزه بوټی دمزروعی نباتاتو سره په زیاته اندازه موجودوی دشفتلی کرل وروسته دغنمو دپی در پی کرلو څخه چه په زیاته اندازه هرزه ګیاه وی ولری کموی . (۳)

 

                              دنوبتي كرنې عمده برخي

دنوبتي كرنې عمده برخي په لاندي څلورو برخوويشل شوي دي .

۱- دنباتاتو تركيب .

۲- د نباتاتو تناسب.

۳- دنباتاتو ترتيب.

۴- د نباتاتو دوره .

۱- دنباتاتو تركيب : د نباتاتو دتركيب څخه مطلب په زراعتي تناوب كې د برخي لرونكو نباتاتو دډول څخه دي .

۲- دنباتاتو تناسب : دنباتاتو تناسب يو نسبي عدد دي چې معمولا په كرنيزو ساحو كې دسلو (۱۰۰) په حساب وركول كيږي .

۳- د نباتاتو ترتيب : د نباتاتو د ترتيب څخه په زراعتي تناوب كې مطلب دادي چې ايا كوم نبات په كوم نبات پسي كرل كيږي .

۴- دنباتاتو دوره : دنباتاتو د دوري څخه مطلب د هغه وخت څخه عبارت دي چه په زراعتي تناوب كې ورته ځاي وركول كيږي نبات د خپل تناسب او ترتيب په اساس مكمله يودوره تكميله كوي او خپل اصلي اولنې حالت ته بيرته راګرځي .

 په اوبه ییز کښت کی دزراعتی تناوب د تعینولومرحلې  : 

په واضح توګه دزراعتی تناوب دتعین مر حلی په یوه مزرعه کی په ترتیب سره په لاندی توګه سره دی :

  1. دداسی محصولاتو تعین کول چه دهغی دکښت امکان داقلیمی عواملو له نظره  ،دخاوری خصوصیات ،آفات اوامراضو له نظره ښه او اجتماعی او اقتصادی عوامل په منطقه کی وجود ولری .
  2. دمحصولاتو تعینول چه دهغی کښت دنظر وړ  مزرعه کی داوبه لګولو داوبو له کبله ، انسانی قوه ماشین آلات ، دمحصول دمصرف په ارتباط او نو ر زراعتی عوامل ممکن وی..
  3. دمجموعه محصولاتو تعین چه دځمکی څخه دګتی اخیستنی ،دګیاوودبقایاوو اثر ،داوبه لګولو اوبو ته ضرورت دانسانی قوی اوماشین آلا تو توضیع ، دخاوری دفر سایش کنترول ، هرزه بوټی ، مرضونه او آفتونه اوهمدارنګه دخاوری دباروری ساتنه یو دبل سره ساز ګاری ولری اویا په ممکنه توګه یو دبله وی .
  4. دمزرعی دداسی ساحی تعینول چه دهغی تر کر لاندی راوستل د اوبه لګولو اوبه انسانی قوه او ماشین آلات استعمال پکی ممکن وی .
  5. دځمکی قطعه بندی دکا لانه تنا وب دواحد په حیث .(۲)

 

په كرنه كې د نوبتي كښت ارزښتونه 

۱-   دخاوري په ښيرازي كې د زراعتي تناوب ارزښت  

دخاوري ښيرازي : په يو فارم كې ټول هغه فعاليتونه چې د يو فارم په دننه كې دخاوري حاصلخيزي لوړه كړي او د نوموړي فارم د طبعي او ځانګړو شرايطواو امكاناتو په پام كې نيولو سره هغه په اقتصادي توګه پلان كړي د خاوري د ښيرازي په نوم ياديږي .

دخاوري فعلې ښيرازي په حقيقت كې د زرو كلونو د تعاملونو نتيجه ده په دغه تعامل كې دخاورو تشكيلوونكوقوی ، نباتي فرش او اقليمي شرايط مهم رول لري .

او په نتيجه كې داوږد وخت په تيردو سره په خاورو كې د نباتي توليد امكانات برابر شوي دي دخاوري اداري په لومړي وختونو كې يواځي دخاوري په طبعي زيرمو تكيه كوله دزرګونوکلونو په جريان كې په خاورو كې د نباتاتو لپاره د زيرمه شوو غذائي موادو زيرمي د ډيرو كلونو لپاره د انسانانو اړتياوي پوره كړي دي .

دورځي نه بلې ورځ ته د زياتيدونكې نفوس دغه حالت بدل او زياتي ستونزي رامنځته شوي په دي ترتيب د ځمكې او خاوري د زيات استعمال او لوړ توليد په وجه د خاورو توليدي توان هم تغير وخوړ په لومړيو وختونو كې كله به چې د خاوري توليدي توان كم شو هغه خاوره به ئي پريښودله او نوي ځمكې او خاوري به ئي  انتخابولې خو وروسته دنورو فوليكې – ۴ كلاسيكه زراعتي تناوب څخه نه يواځي داچه دوي نبات دخاوري د ښيرازي ساتلو په منظور انتخاب كړ بلكې ددي سره د حيواناتو تربيه او ساتنه هم پيل شوه او د فارم په بيولوژيكې واحد كې سره يواځي شو او له بلې خوا ئي په خاورو كې دنايتروجن او كاربن تناسب برابر كړ .

پس په لوړ او غټ مقدار بازارو ته د عرضه كيدونكې نباتي توليد تر څنګ په زراعتي تناوب كې حيوانې تغذيوي نباتاتو هم خاص ارزښت پيداكړ يعني د يو ی خوا ئي په حيوانې تغذيه كې مرسته وكړه او په همدي وخت كې د بل نبات لپاره ښه مخكينې كښت  هم وګرځيده .

په پراخه ساحو كې د زراعتي تناوب تطبق نه يواځي دا چه ورسره د خاوري ښيرازي ښه شوه او د انكشاف امكانات ئي برابر شول بلكې په غير مستقيم شكل ورسره دفارمونو په اقتصاد كې هم اغيزمنه نتيجي لاسته راغلي د مثال په ډول په زراعتي تناوب كې كله چه داسي ليګومې نباتات وكرل شي د خاوري د ښيرازي تر څنګ د خاوري په سمون كې هم مرسته كوي .

په زراعتي تناوب كې مختلف نباتات يو بل پسي كرل  دخاوري په ښيرازي باندي غوره اغيزي لري چه پدي وخت د تخريب اغيزي كمي وي .

دخاوري فزيكې حالت ښائي غوره وګرځي او وخت څخه وخته نورهم ښه شي د زراعتي تناوب د تطبق اود خاوري په ښيرازي باندي د هغوي د اغيزو په اړوند په نړيواله سطحه مختلفي نظریي موجودي دي  . د امريكایې ليكونکو په اساس كه د ټول توليد زيادت په سلو كې سل په نظر كې ونيسو نو د هرزه ګياوو او افاتو مخيوي به (۱۱) برخي ، د ورایټیو منظم حالت (۱۴)  برخي ، درست ډول د بوټو د شمير ترتيب او اګرو تخيك به (۵.۱۳) برخي ، د كيماوي سرو استعمال او د خاوري سمون (۳۹.۰) برخي ، او زراعتي تناوب (۵.۲۲) په ټول توليد برخه لري خو متاسفانه په نړيوالو ليكونوكې ټول مختلف زراعتي تناوب نظرونه د منلووړ ندي او دا ځكه چې زياتره وختونو كې يواځي محلي يا سيميز بڼه لري او په دي ترتيب بايد تل نوي او نوي ارزيابي وشي تر څو د زراعتي تناوب په مراعاتولو سره د خاوري ښيرازي په خپل حالت وساتل شي .

 

۲-د بيولوژيكې او اګروتخيكې شرايطو له نظره د زراعتي تناوب ارزښت :ـــ

   دزراعتي تناوب په دي برخه کې د نباتاتو د اوبو اوغذائي موادو اړتياوي د خاوري د عضوي موادو زيرمي د زيان رسونكو افتونو او ناروغيو ، هرزه ګياوو او د خاروي ساتنه زيات رول لري د اوبو له نظره د ټولو نباتاتو اړتياوي يوډول نه وي پدي برخه كې داسی نباتات وجودلری چه  په کمه اندازه اوبه  ، یا ډيري اوبه او يا حتي دايمي اوبه څښونكې وي . د زراعتي نباتاتود غذائي موادو اړتياوي په حقيقت كې په زراعتي تناوب كې د نباتاتو ځاي ټاكې ځنې نباتات  كمو غذائي موادو ته اړتياوي لري خو ځيني نور بيا زيات يا په بل  عبارت ځيني نباتات ځمكه زياته خواره وي او ځيني نور ئي بيا كمه خواره وي خو ځيني ښائي چه خاوره حاصلخيزه كړي طبعي ده چه په خوارو ځمكوكې نن ورځ د خاورو ښيرازي د كيماوي سري او زراعتي تناوب په مراعات كولو سره سمولې شو خو د پاملرنې وړ ټكی دا دي چې هر نباتي ګروپ په بيل بيل شكل د خاوري ښيرازي اغيزمنه کوي او د نباتاتو دغه نوعه خواص هرومرو د زراعتي تناوب ترتيب او يو بل پسي د كرلو په وخت كې بايد په پام كې ونيسو ځكه نباتات نه يواځي دا چې د حاصل سره يو اندازه غذائي مواد له خاورو څخه لري كوي بلكې د خپلو ريښو سره يوه اندازه غذائي مواد د ضرورت ټاكلو پر وخت كې د پام لرني وړ دي خو ترټولو ښه به داوي چه د هر نبات د غذائي موادو اړتياوي جلا وسنجول شي .

 دخاوري دعضوي موادو زيرمي هم د زراعتي تناوب د جوړيدو له مخي ارزښتناكه ټكی دي .او دا په خاص ډول د زراعتي تناوب په وخت كې د نظر وړ دي د مثال په ډول د ځمكې خواروونكې نباتاتو څخه په خاورو كې بيرته كم عضوي مواد او خرابه پاتي شوني پاتي كيږي .

خاوره حاصلخيزه ګرځونكې نباتات چې زيات عضوي مواد لري او همدارنګه د كاربن او نايتروجن تناسب ئي هم په زړه پوري وي په خاوره كې بيرته پريږدي داهم يو منلې خبره ده چه د هماغو خاورو د ښيرازي قوه چه پكې د حيواني تغذئي لپاره څوكلن ليګومي نباتات كرل كيږي د حيوانې فارمونو سره اړيكې لري چه دا خپله د حيواناتو د فارمونو د انكشاف لپاره زمينه برابره وي اوورسره يوځاي كيداي شی دزيات مقدار حيوانې سره هم توليد شي په ښو خاورو كې د نباتي توليد دمناسبه شرايطو له لاري چه ورسره يوځاي د حيواناتو فارمونه جوړ او انكشاف ومومي چه بيا دا بيرته د خاوري د حاصلخيزي په برخه كې اغيزمن رول لري او د خاوري د حاصلخيزي په رامنځته كيدو كې د نباتاتو ارزښت خورا زيات دي. .

پس ويلي شو چه د ښه بيولوژيكې او اګروتخنيكې شرايطو په برابرولو سره زراعتي تناوب په ښه ډول سره ترسره كولې شو .

د زراعتي تناوب لپاره په اګروتخنيكې سيستم كې لاندي ټكې د پاملرني وړ دي .

الف- په زراعتي تناوب كې بايد دنباتاتو بدلون په داسي ډول وي چه د خاوري فزيكې جوړښت په خپل حال پاتي او ياکه ممكنه وي ښه شي

ب- په زراعتي تناوب كې بايد داسي نبات انتخاب شي چه مخكيني كښت ورته غوره وي كه چيري مخكيني كښت ورته غوره نه وي نو د خاوري په حاصلخيزي باندي ډير بد تاثير كوي .

ج- دزراعتي تناوب د جوړيدو په وخت كې بايد توجه وشي چه هرزه ګياه زياتونكې كرنيز نباتاتو پسي هرزه ګياه كمونكې كرنيز نباتاتو ته نوبت وركړل شي ددي په تطبق سره كولي شو چه د خاوري اداره په درست ډول وساتو .

د- بايد زراعتي تناوب د افتو ، حيواني زيان رسوونكو او د ناروغيو په مقابل كې ساتنه رامځته كړي .

 

۳- په خاوره كې د عضوي موادو د ذخيره كيدو او د حاصلخيزي په لوړوالې كې د زراعتي تناوب ارزښت :

ددي  پرځاي چه زراعتی تناوب د خاوري د حاصلخيزي د ضعيفه كيدو سبب شي بلکه  زراعتي تناوب دخاوري حاصلخيزي ساتي او د خاوري د عضوي موادو د ساتلو سبب ګرځي .

عضوي مواد د ځمكې ساتني يو اساس ګڼل كيږي باالخصوص د خاوري په حاصلخيزي كې عمده رول لري چه د نباتاتود پاتيشونواو په خاوره كې د موجوده نباتاتو څخه منځته راځي چه ددي څخه وروسته په خاوره كې د ځينو كيماوي تعاملاتو او مايكرو سكوپي ژونديواجسامو په واسطه د نوموړو پاتيشونو خوساكيدنه او تجزيه صورت نيسي چه د خاوري د حاصلخيزي او د نباتاتو لپاره د استفادي وړ ګرځي او هغه نباتات چه د ليګومي كورنې پوري تړلې دي كه چيري ورته په زراعتي تناوب كې ځاي وركړل شي په خاوره كې  د نوموړو موادو د زياتوالې سبب ګرځي او نوموړي مواد په خاوره كې د خنثی كيدو څخه وروسته ډير ضروري عناصر د نباتاتو لپاره اماده كوي                    او د خاوري فزيكې خصوصيت د عضوي موادو په شتوالې كې زياتيږي (د اوبو ساتلو قدرت ، د جذبولو قدرت ، د هوا جريان ) او همدارنګه عضوي مواد دخاوري مقاومت د باد او اوبو په مقابل كې زياتوي .

او د ځمكې د حرارت درجه لوړه وي په دي معنا چه په خاوره كې د عضوي موادو د شتوالې په صورت كې خاوره تور رنګ اختياره وي چه نوموړي حالت په خاوره كې د لمر د وړانګو د جذبولو قابيلت زياتوي او لاسته راغلې تجزيه شوي مواد خاوره نرموي چې په دي صورت كې دژورو او كلكوخاورو د نرميدو سبب ګرځي او پاتي دي نوي چه عضوي مواد د مفيده بكترياوود زياتوالې او رشد سبب ګرځي  .

همدارنګه په خاوره كې د نايتروجن د مقدار د زياتوالې سبب هم ګرځي مثلا كله چه د ليګومي  نباتاتود كورنې څخه كوم يوته په زراعتي تناوب كې ځاي وركړل شي دا نباتات د ازادي هوا نايتروجن د بكترياوو په واسطه په هغه ساختمان ( Nodule ) چه په ريښه كې موقيت لري د ازادي هوا نايتروجن نصبوي وروسته نوموړي ساختمان چه په ريښه كې موقيت لري د ازادي هوا نايتروجن د نبات د استفادي وړ ګرځوي او هغه بكتريا چه نايتروجن  د ازادي هوا څخه اخلې په نوموړو نباتاتو كې یې شتوالې حتمي دي .

رشقه ، خوږه شفتله هغه نباتات دي چه يو زياته اندازه نايتروجن په خاوره كې نصبوي او وروسته د نبات لپاره په خاوره كې عضوي مواد تهيه كوي د ليګومي  نباتاتوپه كرلو سره په خاوره كې يو ارزانه او اقتصادي نايتروجن زمونږ لاسته راځي . 

۴-  دخاوري په ساتنه كې د زراعتي تناوب ارزښت :

زراعتي تناوب د خاوري په ساتنه كې مهم رول لري دا ځكه چه ديو پرلپسي نبات د كرلو په صورت كې د خاوري د حلصلخيزي ساتل ډير ښه تنظيم او زياتي پانګې ته اړتيا لري همدارنګه تناوبي كرنه د نباتي افتونو د كنترول د خاوري د مختلفو برخو څخه د ضروري عناصرو او د اوبو د استعمال اود نباتاتو د ريښو ژوروالي د تغير لپاره ضروری ګڼل كيږي . د تناوبي كرنې مقصد زياتره وختونه د خراب او ناوړه خواصو په مقابل كې خنډ اچول او د هغوي د منځه وړل دي د مثال په ډول په نوبتي كرنه کی د مورغو او كبلو شاملول دا مقصد لري چه د باد اوبو په واسطه د خاوري سټركچر د خرابيدو څخه مخنيوي وشي ترڅو د خاوري د تخريب دكميدو سبب وګرځي كله چه تناوبې كرنه د خاوري د تخريب د مخنيوي په مقصد صورت ونيسي .   

نو دا بايد په پام كې ولرو چه لنډ تناوبونه په چټكو تغيراتو سره د اوږدو تناوبونو په نسبت ښه دي سربيره پردي په لنډو تناوبونو كې د ناروغيو، حشرو ، هرزه بوټو او داسي نورو ناوړه خواصو د زياتي ودي څخه هم مخنيوي كيږي چه د هغي په نتيجه كې د اصلي نباتاتو حاصلات زياتيږي او د خاوري تخريب كميږي .

د  كرنيز تناوب د اغيزمنوالي دمعلومولو په وخت كې په زړه پوري حالت دادي چه هغه نباتات چه زيات او په زړه پـوري حاصلات وركوي دخاوري تخريب پكې كم دي .

په لاندی جدول کی دخاوری پر تخریب باندی دتنباکو اوکبلو دلنډ او او ږدو تنا وبو نو اغیزی سره مقایسه شویدی  په دی جدول کی لیدل کیږی چه دلنډ یا الف تناوب څخه چه دچټکو تغیراتو سره اجرأکیږی د خاوری ضا یعات داوږده یا  ب  تنا وب په نسبت کم دی . دالف تناوب څخه دخاوری اوسط کلنی ضایعات ۱۲ټنه او دب تناوب څخه ۷۵ او ۱۴ ټنه دی . سر بیره پر دی په لنډوتناوبونو کی دناروغیو ، حشرو ، هرزه بوټو اوداسی نو رو ناوړه خواصو دزیاتی ودی څخه هم مخنیوی کیږی چه دهغو په نتیجه کی داصلی نباتاتو حاصلات زیاتیږی او دخاوری تخریب کمیږی .

 

دتنباکو او مورغو دلنډواواوږدو تناوبو نو څخه دخاوری ضایعات :

د(الف) تناوب              دخاوری ضایعات                 د(ب) تناوب            دخاوری ضایعات

دتنباکولومړی نبات               ۱۸                          دتنبا کولومړی نبات                    ۱۸

دمورغولومړی نبات              ۱۵                           دتنباکو دوهم نبا ت                     ۴۵

دمورغودوهم نبات                ۳                            دمورغولومړی نبات                    ۱۵

ددری کالو ټوله                   ۳۶                            مورغو دوهم نبا ت                      ۳

کلنی اوسط                       ۱۲                           دمورغو څلو رم نبا ت                     ۳

                                                                    دشپږو کا لوټو له                        ۸۷

                                                                      کلنی اوسط                         ۱۴،۷۵

 

 هغه تناوبونه چې په زړه پوری حاصلات ورکوی دخاوری تخریب پکښې کم وی چې په لاندی ګراف کې دتمباکو اومورغوپه تناوب کې دخاوری پرتخریب باندی دځمکې دسلوپ اغیز ی ښودل شوی دی :(۱)

۵- دناروغيواوآفاتو په كنترول كې دزراعتي تناوب ارزښت :

ځيني ناروغي يو لړ نباتات په ناروغي اخته كوي چه د نوموړو ناروغيو اغيزي سره ورتوالې لري كله چه يوډول نباتات په پرلپسي توګه وكرل شي د ناروغيو د حملي لپاره زمينه برابره وي ترڅو يو لړ نباتات د ناروغيو په واسطه زيانمن شي پدي توګه د حاصلاتو كچه په پراخه توګه راټيټوي د زراعتي تناوب په مراعات كولو سره كولاي شو د زياتو امراضو او د ناروغيو څخه مخنيوي وكړو يعني هغه امراض چه د هغوي له  منځه وړل په كيمياوي او بيولوژيكې ميتودونو سره امكان نه لري مثلا :

هغه خاوره چه د فيوزاريم ويلټ ( Fusarium wilt ) ناروغي په واسطه اخته شوي وي نوموړي ځمكه دكښت څخه بي غير پريښودل كيږي چه هغي ته شدياره ويل كيږي چه پدي سره په نوموړي ساحه د مرض د پراختيا مخه نيول كيږي د ځمكې پريښودل غير د كر څخه دا هم يو ډول نوبتي كرنه ده .

د نباتاتو كښت په نوبتي ډول او د ځمكې پريښودل غير د كښت څخه د نوبت  په اساس د زراعتي تناوب د اساساتو څخه شميرل كيږي  .

اګرچه دمرضونو اوګیاه وودآ فا تو عوامل دګیا وو په پا تیشونو ، عضوی موادو او یا د یو خاص محصول په پا تیشونو باندی خپل ژو ند ته دوام ورکړی . بلکه د مر ضونو بعضی عوامل اجباری پرازیت بلل کیږی اودخپل ژوند ددوام لپازه میزبان یا کوربه ته اړ تیا لری .په مجموعی توګه دمرضونو دبعضی عواملو رشد اوتوسعه او همدارنګه دګیا ه وو د آفاتو عوامل رشد اوتوسعه دکوربه یا میزبان په نشتوالی کی کمتر اویا حتی دغه عوامل بیخی له مینځه ځی . دمثال په توګه که چیری چغندر د۴یا ۵ کلو نو لپاره په یوه ځمکه کی ونه کرل شی  .دهغی ځمکې نیماتودتقریباً کنترول کیږی دپنبی دریښی خوساکیدل هم دڅوکلونولپاره په یوه ځمکه کې دهغه په نه کرلوسره اوهمدارنګه دهغودپاتی شونیوپه دفن کولوسره کنترول کیږی  په ډیرووختونوکې دآفاتواومرضونودژونددوران دځمکې څخه دکوربه یامیزبان په لری کولو اوحذف کولوسره دڅوکلونولپاره اومقاوم نباتات کرل دامراضو اوآفاتوپه مقابل کې  هم ددی دټیټوالی لامل ګرځې  همدارنګه توصیه کیږی چې دنباتاتودکښت څخه دآفاتواوامراضودزیاتوالی دمخنیوی به خاطرپه یوه ځمکه کې بایدکمترله څلوروکلونوڅخه دهغې دکښت څخه مخنیوی وشې .

 

۶- دحشراتو په كنترول كې د زراعتي تناوب ارزښت

ځيني حشرات يو لړ نباتات تر حملي لاندي راولي چه د نوموړو حشراتو اغيزي سره ورتوالي لري كله چې نباتات په پرلپسي توګه وكرل شي د حشراتو لپاره د حملي زيات زمينه برابروي يو لړ نباتات چه د حشراتو پواسطه زيانمن شي او پدي توګه د حاصلاتو كچه په پراخه توګه راټيټوي چه د زراعتي تناوب په مراعات کولو سره كولاي شو دا زيانونه له منځه يوسو .

ددي غوره مثال په فرانسه كې دغنمودايمې كښت وه چې ورسره ( (Graminis ophiobolus حشره زياته شوه او د غنمو دكښت مخه یې ونيوله خو كله چه زراعتي تناوب مراعات شو اود دوه همي كښت څخه  شړشم وكرل شول دغه ستونزه لري شوه .

 

۷- دهرزه ګياووپه كنترول كې د زراعتي تناوب ارزښت : 

ځيني هرزه ګياوي يو لړ كرنيز نباتات په مستقيم او غير مستقيم ډول تراغيزولاندي راولي مثلا ځيني هرزه ګياوي د اصلي نباتاتو سره د غذائي موادو په اخستلو كې رقابت كوي او ځني نوري هرزه ګياوي په اصلي نبات باندي د پرازيټ په ډول ژوند كوي .

لكه زيړپيچك . ددي لپاره چې د نوموړو هرزه ګياوو مخنيوي وكړو پد ي وخت كې بايد زياته توجه وشي چې هرزه ګياه زياتونكې كرنيز نباتاتو پسي بایدهرزه ګياه كموونكې نباتاتو ته ځاي وركړل شي تر څو د نوبتي كرنې په مراعت كولو سره مضره هرزه ګياوئي له منځه يوسواو په نتيجه كې لوړ حاصل تر لاسه كړو .

بعضی هرزه بوټی یا ګیاه وی دیو خاصو نباتاتو دودی اوکښت سره سازګاری لری  لدی کبله بهتره ده چه هغه نبا تات چه دهرزه بوټو دنوع له کبله مشترک دی په یو بل پسی دتنا وب په حیث صورت ونه نیسی ، په مجموعی توګه هرزه بوټی دمحصولا تو یا نورو نبا تاتو په قسم دمنې ، پسر لنی یخ دوست او پسرلنی ګرمی دوست  باندی تقسیم شویدی . دهرزه بوټو هره ډله دمحصولاتو په هماغه ډله پوری ښه توسعه پیداکوی . دیو پسرلنی محصول کرل وروسته د منی محصول څخه یو مناسب فرصت دمنی دهرزه دبوټو دکنترول لپاره دیودوران په اوږدو کی (منی اوزمی )منځ ته راوړی . دیو پسر لنی ګرمی دوسته محصول کرل وروسته دپسر لنی یخ دوست محصول څخه دمنی هرزه بوټو او پسرلنی هرزه بوټو او پسرلنی یخ دوست هرزه بوټو مناسب فرصت بلل کیږی .

پسر لنی ګرمی دوست هرزه بوټی ممکن دیوپسرلنی یخ دوست محصول یا دمنی دمحصول په کرلو سره کنترو ل کړو .

همدا رنګه دپوششی بوټو په کرلو سره او همدارنګه دهغوبوټو په کرلوسره چه دځمکی په مخ وده کوی (رشد رویشی ) او هرزه بوټوسره درقابت زیات توان ولری دتناوب په حیث راوړل کیدای شی  چه د بعضی هرزه بوټو دودی او نموڅخه مخنیوی  وکړی . در قابت دتوان ترتیب دهرزه بوټو سره په بعضی زراعتی محصو لا تو کی په لاندی توګه سره بیا نیږی :

وربشی<   جودر   <   غنم   < یولاف  <   کتان

همدارنګه په زراعتی تناوب کی دزراعتی عملیاتو او علف کش څخه هم استفاده کولای شو بلکه بعضی علف کش په خاوره کی تر زیاتی مودی پوری پا تی کیږی پس  بایدتوجه وشی چه محصول دعلف کش دبقا یا وو څخه ضرر ونه وینی .   (۴)

 

۸- د زراعتي تناوب په مراعات كولو سره خاوره د خستوالې څخه ساتلی شو :

كه په يو خاوره كې د اوږد وخت  لپاره يو ډول نباتات وكرل شي پدي وخت كې كيداي شي اول يا اخير خاوره خسته شي او بي حاصله وګرځي ددي تر څنګ امكان لري چه دي همدي نبات او د خاوري مايكرو اورګانیزمونو كې ځيني مزاحمتونه وليدل شي دا هم له امكانه لري نده چه ځني نباتات يو ډول داسي مواد له ځانه خارجوي چه  په خاوروكې د نورو نباتاتو د توليد امكان محدودوي .

د زراعتي تناوب په تطبق سره دغه انډول د خاوري خستوالې لري كوي .

۹- د واريد شوي زيان كمول :

كه چيرته د هواحالت يا محيطي شرايط نامساعد شي ، امراض او حشرات منځته راشي او يا په ناڅاپي ډول په ماركيټ كې د محصول قيمت كم شي د مختلفو نباتاتو شته والي دا زيانونه او خطرونه تر يو حده كموي او د حساري سبب ګرځي .

 په زراعتي تناوب باندی اغيزه لرونكې طبعي عوامل : 

هغه طبعي عوامل  چه د زراعتي تناوب په متاثره كيدو كې مهم رول لري په لاندي توګه خلاصه شوي دي :

۱- اقليمي عوامل .

۲- موقعیتي عوامل .

۳- دخاوري د چاپيريال عوامل .

 

۱- اقليمي عوامل : هر څوموه چې اقليمي شرايط مساعد وي زياتو نباتاتو ته كولاي شو په زراعتي تناوب كې ځاي وركړو چه پدي وخت كې د نباتاتو توپير ډوله كښت هم ګټور تمام شي كه څه هم په يو فارم كې د زياتو نباتاتو كښت زيات توپير ډوله لګښت غواړي خو بيا هم ددي امكان موجود دي چه د يو ټاكلي فارم اقتصادي حالت په پام كې نيولو سره درست ، مناسب او اقتصادي زراعتي تناوب ترتيب او مراعات شي .

 

۲- موقعیتي عوامل : د زراعتي تناوب په ترتيب او تنظيم كې دساحي (موقعتي )عوامل ستره برخه لري په هموارو برخو كې ځينو خاصو نقطو ته ضرورت نه وي چې د زراعتي تناوب د جوړښت او ترتيب په وخت كې توجه وكړو خو كله چه سيمي ناهمواره وي ، غونډي او يا لوړي  ژوري ولري دا يروژن یعنی تخريب ته پكې باید زياته توجه داسي نباتاتو ته وګرځول شي كوم چې زياتي ريښي لري او خاوره د جال په څير وګنډي تر څو چه تر ډيري ژوري برخي پوري د تخريب مخنيوي وكړي . 

0-    د خاوري د چاپيريال عوامل :په مختليفو خاورو كې د هغوي د طبعي چاپيريال له مخي بايد د زراعتي تناوب بيل بيل جوړښت په نظر كې ونيول شي د خاوري ډول د زراعتي تناوب تركيب ټاكې هرڅومره چه د خاوري نوعيت كمزوري وي په هماغه اندازه پكې كم نبات كرلي شو په ښو خاورو كې د هر ډول نباتاتو كښت ممكن په بري سره ترسره شي پدي  وخت كې د ځمكې اوبه په خاصه توګه د پاملرني وړدي .

 كه د ځمكې د اوبو سطحه لوړه وي پكې هغه نباتات چه ژوري ريښي غزه وي نه شو كرلاي

 د خاوري د كيمياوي تركيب تر څنګ دخاوري ميخانيكي تركيب او جوړښت هم دپاملرني وړدي دمثال په توګه  :

 په شګلنو خاورو كي تر ټولو كلكو او كلي خاورو په نسبت بايد په زراعتي تناوب كې بل ډول نبات انتخاب شي .

په شګلنو خاورو كې د باد د تخريب په واسطه ( Deflotion ) د مخنيوي په خاطر بايد د ځمكې مخ په دوامدار شكل پوښل شوي وي خو په كلې خاورو كې بيا دا خطر موجود نه وي .

  پایله

ددی لپاره چه دزراعتی تناوب عملیه موپه کرنه کی په ښه توګه  سره  سرته رسولی وی نوبا ید  د نو بتی کرنی عمده برخی په نظر کی ونیول شی چه   عبارت دی له   : دنباتاتو کرنه ، دنباتاتو تناسب ، دنباتاتو ترتیب او دنبا تاتودوره . همدارنګه باید دزرا عتی تنا وب  دتعین مرحلی په نطر  کی ونیول شی .

هغه نقطی چه په زراعتی تناوب کی باید ورته توجه وشی  هماغه دعلمی او فنی مهارتونه لرل دی دمثال په توګه : که چیرته زمونږ ځانګړی هدف دهرزه بوټو کنترول اودنباتی مرضونو او آفتونو مخنیوی می ، باید هغه نباتاتوته په زراعتی تنا وب کی ځای ور کړشی چه له یو طرفه ښه مقاومت ولری اوله بله طرفه دنبات سره مشترک مرضونه ونه   لری . که چیرته  هدف داوبو تنظیم او استفاده وی هغه نباتات په کاردی  چه  اوږدی او ژوری ریښی ولری اودآبیاری اوبوته کم ضرورت ولری .

له هغه ځا یه چه زراعتی تناوبونه دآفا تو دژوند ددوران له منځه وړی په همدی تو ګه دهغوی دجمعیت په کموالی کی مهم رول لری .او دا هم باید په نظر کی ولرو کوم وخت  چه مونږ زراعتی تناوب په کرونده کی سرته رسوو نو با ید دیو ټاکلی هدف لپاره مو رسولی وی  تر څو په ښه توګه سره خپل هدف ته رسیدلی وو او با ید دزراعتی تنا وب په وخت کی په کرونده کی مخنکښینی  کرونده او نباتات په نظر کی ونیول شی  اوهمدارنګه باید دوروستنی کښت دوران او مدت ته زیاته توجه وشی

 په پای کی دغه  معلومات  چه زما دزراعتی  تناوب په کرونده کی تر عنوان لاندی  ترتیب اوتنظیم کړی دی خدای (ج) دوکړی چه دکرنی دسکتور دکارکوونکواودکرنی دپوهنځی دمــــــــــــحـــــــــــــــــــــصلـــــــــــــــــــــینو  داســــــــــــــــــــــتـــــــــــــــــفـــــــــــــــــادی وړ وګـــــــرځــــــی .

 

 

اخځونه

  1. ایوبی،عبدالغنی .۱۳۶۱ﻫ  ل دخاوری ساتنه . دلوړو ذده کړو وزارت ،دکرنی پوهنځی ،دکابل پوهنتون ،ژباړه ص ص ۱۵۰ـــ۱۵۲.
  2. خوجه پور ،محمدرضا ۱۳۸۳ﻫ ل اصول ومبانی زراعت . دا نشګاه صنعتی اصفهان.ص ص.۳۴۹ــ۳۶۱.
  3. صافی ، ذکرالله .۱۳۸۶ﻫ ل اساسات تولید نبا تات مزروعی د کابل پو هنتون ،دزراعت پو هنځی.ص ص۲۰ــ۲۲.
  4. عوض ،کوچکی او جواد  خلقانی . ۱۳۷۴ﻫ ل . شناخت مبانی تولید محصولات زراعی .انتشارات دانشګاه فردوسی مشهد .ص ص ۳۰۹ــ۳۱۴.
    1. www.4sharad .com
    2. www.pdfgeni.com
    3. www.cuil.com

 

 

 

 

 سرپاڼه