په کرنه کښې د بوران ارزښت

 

ســـــريــــــزه

انسانانو د ژوند لومړنى او اساسي ضرورت خواړه دي او نور مواد په دوهمه درجه کې ارزښت لري.انسانان او حيوانات په مستقيم او يا غير مستقيم ډول  په نباتاتو باندې ژوند کوي او خپل غذايي مواد د نباتاتو څخه اخلي.همدارنګه نباتات هم د خپل ژوند د دوام او بقا لپاره غذ ا ته ضرورت لري.چې د غذايي موادو د اهميت او ارزښت له مخې  عناصر په دوه لويو ګروپونو ويشل شوي دي.چې يو يي زيات لګښته ضروري عناصر(Macro elements)او دوهم ګروپ يي لږ لګښته ضروري عناصر(Micro elements) دى.چې په زيات لګښته ضروري عناصرو کې نايتروجن ،فاسفورس ،پوتاشيم ،کلشيم ،مګنيشيم او سلفر شامل دي.او په لږ لګښته ضروري عناصرو کې اوسپنه ،منګانيز ،بوران ،جست ،مولبدينيم او مس شامل دي.دلته نظريي مختلفې دي ځينى علما اوسپنه زيات لګښته ضروري عنصر بولي او ځينې نور بيا کوبالت او کلورين د لږ لګښته ضروري عناصرو په توګه شماري.

   نباتات خپل ټول غذايي مواد د درې لارو څخه اخلي او دا لارې د هوا،اوبو او خاورې څخه عبارت دي.

1-نباتات دهواڅخه د خپلو پاڼو د لارې د کاربندا‌‌ى اکسايد او اکسيجن ماليکولونه جذبوي او د ضيايي ترکيب او تنفس لپاره يي استعمالوي.

2-نباتات د اوبو د اکسيجن او هايدروجن څخه د خپلو عضوي مرکبونو په جوړيدو کې برخه اخلي.او نباتات معمولاَ اوبه د خپلو ريښو د لارې جذبوي.

3-د پورته ذکر شوي درې عناصرو پرته نور ټول غذايي عناصر نباتات د خپلو ريښو د لارې د خاورو څخه د ايونونو په څير جذبوي.نايتروجن د نايتريت ، نايترايت او امونيم په څير اوفاسفورس د مونو او دا‌ى هايدروفاسفيتونو په څير او همدارنګه پوتاشيم، کلشيم، مګنيشيم، سلفر، اوسپنه، منګانيز، بوران، جست، مس ،مولبدينيم او کلورين د ايونونو په څير جذبوي.

نباتي غذا د نباتاتو په کميت او کيفيت دواړو باندې تاثير کوي. يعنې کوم نباتات چې ښه تغذيه شوي وي نو د هغوۍ حاصل زيات او ښه کيفيت لري او کوم نباتات چې ښه نه وي تغذيه شوي نو د هغوۍ کيفيت او کميت دواړه خراب وي. نو ددې په خاطر چې نباتات په مناسبه اندازه وده او نمو وکړي او د ښه کميت او کيفيت لرونکى حاصل ترې لاس ته راشي لازمه ده چې د نباتاتو تغذيي ته پوره توجه وشي او په نبات او خاوره کې د غذايي عناصرو اړتيا معلومه شي.دا چې زمونږ په هيواد کې په اوسني شرايطو کې د خاورې د ټيسټ کولو لابراتوارونه نشته او يا کم دي نو بايد د غذايي موادو د کموالي او يا زياتوالي علايم وپيژنواو د هغې له مخې نباتاتو ته غذايي عناصر سپارښت شي.مونږ بايد د زيات مصرفه غذايي عناصرو تر څنګ لږ مصرفه غذايي عناصرو ته زياته توجه وکړوتر څو ددې عناصرو کمبود رامنځته نشي او نه بايد زيات استعمال شي.ځکه زيات استعمال يي د زهريت سبب ګرځي. او په کمه اندازه د نبات د مناسبې دوې لپاره ضروري دي.بوران هم د لږ لګښته غذايي عناصرو د جملى څخه دى چې د نبات په ميتابوليکي فعاليتونو اود انرژي تبادله کوونکو موادو په ساتلو او دکاربوهايدريت په انتقال کې مهم رول لري.او همدارنګه د نبات په ګل نيولو او تخم توليدولو کې هم ډير تاثير لري.

نو پدې اساس ما هم د کرنې د پوهنځي داګرانومي ډيپارټمنټ په موافقه دا لازمه وګڼله چې خپل سمينار)دنباتاتو په وده د بوران اغيزې(تر عنوان لاندې سمينار ترتيب او ارايه کړم الله ج دې وکړي چې ګرانو محصيلينو ورونو ته په زړه پورې وي. په اخر کې د محترم استاذ محبوب الله (ننګ)څخه ډيره مننه کوم چې زما سره يي د سمينار په برابرولو او ترتيب کې ډيره همکاري کړى ده د لوى خداى څخه ورته اجر عظيم غواړم.        

  په درنښت

محمد يونس (ناصح)

 

د بوران پيدايښت او تاريخچه

دبوران مرکبات په عربي کې د بوراق(Buraq) او د فارسي د بوراه(Burah) او د ترکي د بور(Bor) په نومونو د زرګونو کلونو لپاره پيژندل شوى ؤ.او په پخواني مصر کې په ناتران(Natron) سره پيژندل شوى ؤکوم چې د بوريت او نورې مالګې يي لرلى.د بوراکس ښيښه يي پوخ(Glaze) 300م کال کې په چين کې استعماليده او په پخواني روم کې د بوراکس مرکبات د ښيښې په جوړولو کې استعماليده مګر دا عنصر د نورو مرکباتوڅخه په (1808)م کال کې جدا شو.

ترکيه او د امريکا متحده ايالات د نړۍ د بوران زيات توليدونکي هيوادونه دي چې ترکيه د نړۍ(63%) د بوران منابع لري. بوران په طبيعي ډول په ازاد شکل نه پيدا کيږي مګر د بوراکس،بوريک اسيد،کوليمينايټ،کرنايټ،الکسايټ او د بوريت په شکلونو په ترکيبي ډول پيدا کيږي.

بوريک اسيد اکثره وخت داورغورځوونکود اوبو په چينو کې پيدا کيږي.الکسايټ د بوريت منرال دى چې په طبيعي ډول(Fiber optic) تار ډوله معلوميږي.په اقتصادي ډول يي مهمې منابع د کاليفورنياد Mojave desert اود مرکزي او غربي ترکيي برخې دي.

د بوران انتي بيوتيک مرکبات بورومايسين دى چې دStreptomyce

څخه جلا شوى دى.په 1989م کال کې د بوران په غذايي ارزښت باندې د متحده ايالاتود زراعت په ډيپارټمنټ کې بحث او خبرې وشوى.

د متحده ايالاتود صحت قومي ادارې رانقل کړي دي چې انسان بايد په عادي حالت کې په غذايي رژيم کې 2.1-4.3mg/kg د بدن وزن بوران واخلي.

بوران د(1910) م کال څخه را په ديخوا دنباتاتود يو ضروري عنصر په توګه ثابت شوى دى او ددې د ضرورت راپور د وارنګستن او سانر او لپسن پواسطه ورکړل شوى دى.

د بوران معرفي کيدنه

بوران د کيميا د نظره په A111 ګروپ کې قرار لري.اتومي نمبر يي 5 او اتومي وزن يي 10.02 دى .ولانس يي 3 او ايوني شعاع يي 0.23A ده.الکترونيګيټيويټي يي 2 او د جذب حالت يي BO3 دى.په جامد شکل پيدا کيږي چې کثافت يي  2.34g cm-3 د ويلى کيدو ټکى يي د2076C دى او د جوش ټکې يي  39270C او دوه ايزوتوپونه لري.

                په عمومي ډول د Micronutrients د نوم څخه دا په ډاګه کيږي چې دې غذايي عناصرو ته نبات په کمه اندازه ضرورت لري.لکه Zn, Cu, Fe, Mn, د کيتون لرونکي دي او BاوMo د انيون لرونکي دي. پداسى حال کې چې وروستني دوه عناصر دBO3اوMoO4 په شکل نباتات د خاورې دمحلول څخه اخلي.دا واضح خبره ده چې ددې عناصرو د کمبود اوزهريت په منځ کې ډيره کمه اندازه موجوده ده. بعضى نباتات د Cl, Co, Si او V څخه هم استفاده کوي.

په زراعت کې د بوران ارزښت

  • بوران د کم مصرفه غذايي عناصرود جملې څخه دى کوم چې د نبات په تغذيه کې مهم رول لوبوي.
  • يواځې بوران د لږ لګښته غذايي عناصرو د جملى څخه غيرفلزي عنصر دى چې د نباتاتو د ودې اوتوليد لپاره ضروري دى.
  • د بوران د کموالې او زياتوالې په منځ کې اندازه د نبات او خاورې په سستم کې ډيره کمه ده.
  • دوه مشيمه نباتات نظر يو مشيمه نباتاتو ته د بوران زيات ضرورت لري.
  • د بوران ټوله اندازه په خاوره کې د نبات لپاره په Available نه وي موجوده.

دکم مصرفه غذايي عناصرو ستونزې

مشخص وجوهات دي چې د کم مصرفه غذايي عناصرو په موجوديت باندې په خاوره او د نبات په جذب کې تاثير کوي.

  1. د لوړ حاصل لرونکو نباتاتود ورايټيو معرفي کول.
  2. د عضوي سرو د استعمال کمول.
  3. دLeaching اوErosion پواسطه د کم مصرفه غذايي عناصرو ضايع کيدل.
  4. دمالګين کيدو او سوډيمې کيدو مشکل.
  5. د خاورو Calcareous طبيعت.
  6. د مشخصو عناصرو خپلمنځي اړيکې.
  7. د خاورې لوړ PH بغير د Mo څخه.

دخاورې او نبات په سستم کې د کم مصرفه غذايي عناصرو اندازې

لږ لګښته غذايي عناصر

                     خاوره

Plants… ugg-1….

B

0.1--------0.7

3--------60

Mo

0.07-------0.2

1--------10

Zn

0.5--------1.0

5------100

Cu

<0.02---- >1.0

2---------5

Fe

2.5--------4.5

10-----100

Mn

<1.8----- >1.8

5------500

 

په خاوره او نبات کې د بوران حالت

تورمالين Tourmaline او بوروسليکيټ کمپلکس د بوران هغه منرالونه دي چې په زياترو خاورو کې پيدا کيږي.د خاورې د ټول بوران زياته اندازه په تورمالين مرکب کې ده.چې دا يو غيرمنحل منرال دى او ددې منرال څخه د بوران ازاديدل ډير بطي دي.

  1. په خاوره کې د بوران مجموعي مقدار اندازه 20---200mg/kg ده چې ددې زياته اندازه نباتاتو ته Unavailable وي.او په Availableحالت کې(دګرمواوبومحلول)کې يي اندازه 0.4—5mg/kg او يا د بوران مجموعي اندازه په خاوره کې د 20—200Lb/Acre او يا هم  

100PPM—10ده.

د بوران هغه شکلونه چرې نبات تهAvailable وي پدې کې عضوي بوريت،د کلشيم او سوډيم پيچلي مرکبات او همدارنګه مختلف عضوي مرکبات چې د نباتاتو او زره بيني موجوداتو د تجزيي څخه لاس ته راغلي وي.د بوران Availabilityد PH په زياتيدو سره کميږي. دا اکثره په Calcareous soils کې په کمه اندازه موجود وي.نباتاتو ته د بوران جذب د ګرمو اوبو د محلول په ليول او د HCl د لاس ته راتلونکو خاورو پورې اړه لري.

د بوران زهري حالت د خاورې په ټسټ کې په لاندې جدول کې ښودل شوى دى.نباتات شايدبوران په يوځائ ډول د بوريک اسيد په شکل جذب کړي مګر دا پروسه سمه معلومه نده.

Nutrient content mg/kg

کم مصرفه عناصر

کمه اندازه

متوسطه

زياته

زهري

دګـــــــــرمــــــــــــــــــــــــــــــــــو اوبومـــــــــــــــــــحلول

B

<0.5

0.5—1.0

>1.0

>5

دHCl دستخـــــــــــــــــــراج پواســــــــــــــــــــطه

B

0.5

0.5--1

>1

 

Source: Adapted from Johnson &Fixen (1990:269)

 

په نباتاتو کې د بوران دندې

v   بوران د انساجود مناسبى ودى او انکشاف لپاره يو ضروري عنصر دى.

v   بوران د نباتي حجرو دوام او مقاومت زياتوي او همدارنګه د نباتاتو په تکثري مرحله کې برخه اخلي.

v   دحجروي غشاَ د لارې دکاربوهايدريت انتقال اسانوي.

v   دنورو نباتي غذاګانو په حل کيدو او ميتابوليزم تاثير کوي.

v   د بوران کموالې په نباتاتو کې د نشايستې اوشکرى په توليد تاثير کوي.

v   د بوران غير کافي اندازه په نبات کې د نيوکليک اسيد ميتابوليزم ګډوډوي.

v   د شکرې او نشايستې په منځ کې توازن ساتي.

v   دګرده افشانۍ اودتخم دتوليدلپاره ضروري عنصر دى.

v   دنارمل حجروي ويش،دنايتروجن ميتابوليزم اود پروتين جوړيدولپاره مهم دى.

v   دحجروي ديوال دصحيح جوړيدو لپاره ډير مهم دى.

v   د حجروي غشاد ښې وظيفې لپاره ضروري دى او همدارنګه د پوتاشيم په انتقال کې چې د  حجرې دداخلي اوبوبيلانس او کنترول وظيفه په غاړه لري رول لوبوي.

v   بوران ښايي د لګنين د جوړيدو لپاره ضروري وي.

v   بوران ښايي دATP په جوړيدو کې مهم رول ولوبوي.

v   کلوروپلاستونه  په زياته اندازه بوران لري.

 

په خاوره کې د بوران شکلونه

  1. منرالي بوران.........................…...................Mineral boron
  2. په خارجي سطحه جذب شوى بوران...............Observed boron
  3. په عضوي ډول مغلق بوران.......Organically Complex boron
  4.  په اوبو کې حليدونکى بوران................Water soluble boron

په خاوره او نبات کې د بوران غلظت

د بوران غلظت په لاندې جدول کې ښودل شوى دى.

 

کمه اندازه

متوسطه

زياته

زهري

خاوره

Ugg-1

<0.5

0.5—1.0

>1.0

>5.0

نبات

Ugg-1

<15

11--100

100-200

>200

Source: Rashid et al. (1996).

 

هغه فکتورونه چې د بوران په موجوديت تاثير کوي

  1. PH:لوړ PH د بوران موجوديت کموي او ټيټ PH د بوران موجوديت زياتوي.
  2. Leaching condition: دمينځلو حالت:دغټوزراتولرونکى

        او زيات اورښت شايدددې سبب شي چې په موقتي ډول په خاوره کې د بوران کموالى رامنځته کړي.

  1. کم عضوي مواد: عضوي مواد د بدن او نورو غذايي عناصرو ساتونکي دي.
  2. کم رطوبت:د بوران اخيستنه داوبوپه جذب پورې اړه لري.نوځکه وچکالي د بوران جذب کموي.همدا رنګه د بوران کموالى د ريښووده هم کموي چه په نتيجه کى په نبا ت باندي دبوران فشار دوه چنده کيږي.
  3. دخاورى دCa:Bبلانس:بعضى عملياتودا ښودلى ده چه په خاوره کى د کلسيم زياته اندازه چې د خاورې PH پورې اړه نلري د بوران د بوران اخيستل کمولى شي.که څه هم په زياتو حالاتو کې د خاورې د Ca زياته اندازه د خاورې د لوړ PH سره يوځاى وي او د PH تاثير پرې زيات وي.په بعضى حالاتو کې د بوران د زهريت په صورت کې د هغې د لرى کولو لپاره د منحلCa استعمال د بوران زهريت ختموي.
  4. دK:B بلانس:د پوتاشيم زياته اندازه بعضى وخت د جوارو حاصل کموي که چيرته بوران محدود وي.
  5. دZn:B او P بلانس:په وربشو باندې تجربو ښودلى ده چې د Zn په استعمال سره د بوران راټوليدنه کميږي.او د فاسفورس زياته اندازه استعمال د بوران راټوليدنه زياتوي.
  6. دنايتروجن فشار:دنايتروجن کمه اندازه شتوالى د نبات قوت کموي پداسې حال کې چې ددې قابل به نه وي چې نور غذايي مواد واخلي .دا کار شايد د بوران په اخيستنه هم تاثير وکړي.

هغه حالات چې د بوران کموالى رامنځته کوي

  • وچ موسم.
  • د رڼا زيات شدت.
  • د اسيدي خاورو قلوي کيدل.
  • داوبخور په اوبو کې په زياته اندازه کلسيم.
  • په دوامداره توګه د هغه نباتاتو کرل چې د خاورى څخه بوران کموي.
  • هغه ساحى چې د زيات اورښت لپاره برابرى وي.

 

د بوران د کموالي علايم

بوران نبات ته Immobileعنصر دى نوپدى خاطرد بوران د کموالي نښې لومړى د نبات په لومړنۍ وده ايزه برخه کې ښکاره کيږي.کوچنۍ پاڼى خپل شکل ته تغير ورکوي غونجيږي،پيړيږي او تور رنګه ابي شين رنګ غوره کوي او شايد د پاڼو د رګونو په منځ کې غيرعادي chlorosis رامنځته کړي.پاڼى او تنى يي ژر ماتيدونکى او کړسنده ګرځي او د تبخير مخنيوى کوي .که د بوران کموالى دوام پيدا کړي د نبات پورتنۍ وده ايزه برخه مړه کيږي اودګلانواو ميوؤ جوړيدل خرابيږي او نه جوړيږي.ميوې يي ډيرې کوچنۍ پاتې کيږي او کيفيت يي خرابيږي.اوهمدارنګه ريښې يي سريښناکه معلوميږي پيړيږي او د Necrotic نښى پکى ليدل کيږي .يعنى انساج يي مړه کيږي اود ريښو انکشاف يي متاثره کيږي.دنبات تنې چاودلې معلوميږي.

په چغندرو کې د بوران د کموالي نښه Crown & heart rotده.ځوانى پاڼى يي تاويږي او د ودې مخه يي نيول کيږي او نصواري رنګه يا تور رنګه ګرځي په نتيجه کې داخلي پاڼى متاثره کيږي او وده ايزه برخه مړه کيږي.زړى پانى کړسنده او Chlorosis پکې رامنځته کيږي. داغ لرونکې سطحه پکې انکشاف کوي او کارک ډوله جوړښت پکى منځته راځي.لکه په ټماټر،ګلپي،ستروس او مڼو کې.د شوتلوپورتنۍ پاڼى سور رنګه معلوميږي.او په رشقه کې په ځوانو پاڼو کېChlorosis رامنځته کيږي.په رشقه او شوتلو دواړو کې پورتنى بند لنډوي او نوى وده کوونکې پاڼې تاؤ راتاؤ وي.پنبه شايد وريښمينه وده ولري او دپورتنۍ برخې وده يي کمه وي.جوار شايد په پاڼو کې کومې نښې ونلري مګر د ګردى تيوب خپله وظيفه صحيح نشي اجرا کولاى دا ددې سبب ګرځي چې ګرده افشاني نشي او په نتيجه کې داسې وږي لاس ته راځي چې تشې دانې ولري.

        دبوران کموالي علايم په لاندې جدول کې ښودل شوي .

نباتات

مشخص علايم

رشقه

 

 

شوتله

 

 جوار

 

پنبه

 

 انګور

 

شړشم

 

ممپلي

 

 باجره

 

 

سائبين

 

 

 

چغندر

 

 

 لمرګلى

 

 تمباکو

 

غنم

پورتنۍ برخه يي زخمي کيږي،مړه کيږي او کم ګلان او کمزوري پلي لري او پورتنۍ برخه يي زيړيږي.

 

تنه ،رنګ او وده يي بيکاره وي،ګلان او تخمونه يي کميږي.او پاڼې يي تاويږي،مړاوې او کړسنده کيږي.

 

اوږدې او اوبلنې ليکې پکى راښکاره کيږي او بيا سپينيږي او وده کوونکى برخه يي مړه کيږي.

د چاودلي ځاى څخه يي تور رنګه مايع راوځي.د غوزې داخلي برخه يي بى رنګه کيږي او غوزه يي نيمه سپړيدلې وي.

 

دانګورو مرکزي ساقه يي له منځه ځي.

 

پاڼې يي خرابيږي اود تخمونو سرونه او يا يوه برخه يي توريږي.

 

دممپلو په مرکزي برخه کې توره خالي منځه ساحه ليدل کيږي.

 

پاڼې يي نرۍ او خړرنګه معلوميږي.او اوبلنى او شفافه ليکى پکې ليدل کيږي.اودتخم سرونه يي ډک نه وي.

 

په پاڼوکې يي داغونه رامنځته کيږي.پاڼى يي تاويږي او بيا دا نښې له منځه ځي.ګلان نه نيسي او ريښې يي وده نه کوي.

 

 

 

د چغندرو پاڼى زيړيږي يا وچيږي او د پاڼو  مرکزي رګ يي کلکيږي.داخلي انساج يي بې رنګه او نصواري کيږي.او د Crown برخه يي خوسا کيږي.

 

د لمرګلي پاڼى مړاوى کيږي.اودPeduncle دکمزوروالي له امله يي په غير عادي ډول څوکې راغونجيږي.

 

د تمباکو پاڼو غونجيږي اود پنډک شکل يي تغير کوي.

 

دغنموسرونه تاويږي.او په پاڼوکېChlorosis رامنځته کيږي.

 

د بوران د کموالي د علايمونومونه په لاندې ډول دي.

  • په چغندرو کېHeart rot
  • په مڼو کېDrough spot or Internal cork
  • په رشقه کې Yellow top
  • په ټيپرو کې Brown rot heart or Water core
  • په تمباکو کې Top sickness

  

 دبوران کمبود سره د نباتاتو حساسيت

د بوران سره د مختلفو نباتاتو حساسيت فرق کوي چې په لاندې ډول ښودل شوي دي.

د بوران د کموالي سره د نباتاتو حساسيت

کم حساسيت لرونکي نباتات

متوسط حساسيت لرونکي نباتات

زيات حساسيت لرونکي نباتات

وربشى،باجره،لوبيا

سائبين،ستروس،غنم،

سنډ،سټرابري،

جوار،

ګدن،نخود،

وريجې،

کچالو

کرم،مولۍ ،ګازرې،

پالک،ګيلاس،پنبه،

خواږه کچالو،انګور

تمباکو،ممپلي،ټماټر،

کاهو،زيتون،  شفتالو،

ناک.

رشقه ، مڼه

شوتله ، ګلپي

مثور،

ګلاب

چغندر،

ټيپر

لمرګلى

Source:Lucas & Knezek(1972:267).Keren and Binghan(1985:262)

 

د بوران د کمبود اصلاح

بوراکس او سوډيم تترابوريت عامې استعماليدونکى سرې دي.او همدارنګه بوريک اسيد هم په خاوره او هم د پاڼوپه سطحه دSprayپه ډول استعماليږي.

په ډيرو ځايونو کې چې د ډبرو سکاره سوځي نو يوه زياته اندازه بوران هوا ته ازاديږي.او کله چې باران شروع شي دا بوران بيا ځمکى ته راښکته کيږي دبوران د سمون لپاره بايد کيمياوي بوران لرونکى سرې خاورو ته واچول شي.بوراکس(Na2B4O7.10H2O)د بوران ښه کيمياوي سره ده.بوراکس چې د سوديم بوريت څخه عبارت دى په سلو کې 10.6برخې بوران لري.او ډيره استعماليږي.څرنګه چې نوموړى سره د اوبو پواسطه د خاورى څخه مينځل کيږي .نو کله کله بيا  نوموړى سرې سره شيشه ئي مواد يوځاى کوي تر څو چې خپل حليدل کم کړي.او د نبات د زياتې ګټې سبب شي.او همدارنګه بوريک اسيد د محلول په ډول د بوران د لږوالي په وکې د پاڼو په سر شيندل کيږي.سوډيم بوريت هغه سره ده چې په سلو کې 14.28برخې بوران او سالبور په سلو کې 20.5برخې بوران لري.

  1. لدوګايټ(Mg2FeBO5)، رنايت(Na2B4O7.4H2O) ،کولمنايت(Ca2B6O11.5H2O) ، الکسايت(NaCaB5O9.8H2O) ،                مګنيزيم بوريت (Mg3(BO3)2) ،او تورمالين(H4NaMg3B3Al6Si166O31) دبوران د منرالونو جملې څخه دي.

د بوران نارمل استعمال2Kg B/h  دى.د بوران د کموالي او زهريت په منځ کې اندازه ډيره کمه ده نو په زيات دوز سره د بوران استعمال په اسانۍ سره د نباتاتو وده زيانمنولاى شي.نو پدې خاطر چې د بوران مناسب دوز استعمال شي او په منظم ډول تقسيم شي زياتې توجه ته اړتيا لري.

د بوران هغه سرې چې په زياته اندازه استعماليږي.

منبع ئي

فارمول ئي

دبوران %

Borax

Na2B4O7.10H2O

11

Boric acid

H3BO3

17

Sodium tetra borate

Na2B4O7.5H2O

Na2B4O7

14

20

Solubor

Na2B4O7

20

Colemanite

Na2B6O11.5H2O

20

Source: Murphy &Walsh (1972)

 

 د بوران د استعمال سپارښت شوې اندازه

دپاشان(Broadcast) په ډول د بوران اندازه 1-3Lb/acre ده.او په قطارونو کې د بوران اندازه نده سپارښت شوې.او په پاڼو باندې د  دبوران  استعمال سپارښت شوى دى.  0.10-0.25Lb/acre

دلاندې څو دلايلو په اساس د بوران استعمال د Broadcastطريقې ته ترجيح ورکړل شوى ده.

  1. دقطارونو په منځ کې د بوران استعمال د ناانډولۍ خطر زيات لري.
  2. بوران په خاوره کې غيرمتحرک دى اود Broadcast په ډول يي نبات ته رسول ډير مؤثر دي.
  3. Broadcast په ډول دبوران استعمال د پاڼود بوران د استعمال په خلاف په فصل کې يي يو ځل استعمال هم کفايت کوي.چې په مناسبه اندازه بوران نبات ته ورسيږي.

 

نباتات

په يوهکتار کې د بوران اندازه په کيلوګرام

غلجات

0.5—1.0

ګني

0.5—2.0

پنبه

0.5—02.

علوفه ئي نباتات

1.0—4.0

ستروس

1.0—2.0

مڼه

1.0—2.0

لمرګلى

1.0—3.0

کچالو

0.5—1.0

چغندر

1.0—3.0

ټماټر

1.0—1.5

پالک

1.0—2.0

پياز

1.0—2.0

گلپي

1.0—2.0

ټيپر

1.0—3.0

مولۍ

1.0—2.0

Source: Shorrocks (unknown year).

 

په خاوره کې د بوران استعمال

تکرارونه

اندازه ئي پونډ په يو ايکړ ځمکه کې

خالص بوران

د20% سرې

يوکال وروسته

1

5

دوه کاله وروسته

2

10

څلور کاله وروسته

4

20

دبوران استعمال د Drip Irrigation د لارې ښه نتيجه ورکوي.د ښه سستم په معلومولو کې د بوران مساويانه ويش ډير مهم دى.د Drip Irrigation د لارې د سرې د اخيستلو موثريت او د نبات حساسيت يوه پيچلې مساله ده.دهقانانو د بوران ډيرکم مقدار د Drip Irrigation د لارې استعمال کړى دى.بغير ددې څخه چې د انګورو تاکونه زخمي شي.او ښه نتيجه يي ورکړى ده.دانګورو د تاکونو لپاره دDrip Irr دلارې بوران د0.5Solubor Lb/acre څخه زيات نه استعماليږي.او د 2-4 ځلو پورې په کال د پسرلي او اوړي اولو وختونو کې استعماليږي. او د يواستعمال اوبل استعمال تر منځ بايد دوه اوونۍ وخت ولري. ددې لپاره چې د زهريت مخه يي ونيسو په فصل کې بايد2Lb/acre سالوبوراوياهم0.4Lbخالص بوران څخه زيات استعمال نکړو.

په پاڼوباندې د سپرى په ډول دبوران استعمال:پدې کې 2-3Lb/acre دمنحل بوران سپرى چې 20%بوران ولري استعماليږي.غلظت ئي بايدد2Lb/100galin څخه زيات نه وي.پدې کېWetting agent بايد استعمال شي.لومړى استعمال بايددغوټۍ کولو څخه2يا3 اوونۍ مخکې استعمال شي.

دبوران زهريت

په کرنه کې د بوران دضروري مقدار او زياتوالي تر منځ توپيرډيرکم دى او ژر کيداى شي چې د بوران د تغذئي په وخت کې د بوران د زياتوالي اغيزې هم وليدل شي.د مثال په ډول د بوران د قلت په اثرد زياتو کلونو لپاره د بوران سرې استعمال کړو ښايي بوران ته اړ نباتات هم د بوران زياتوالى وښايي.د باطله موادو څخه دجوړ شوي Compost استعمال هم ښايي په نباتاتو کې د بوران زياتوالې رامنځته کړي.دا ډول کمپوست او دنصواري کاربن ايرې ډير بوران لري .نو په همدې دليل د کمپوست د استعمال په وخت کې زيات احتياط پکار دى .د هغو سيمو په کارخانو کې چې نصواري کاربن د اور بلولو لپاره استعمالوي هلته په نباتاتو ناست ګرد هم زيات بوران لري.او دا ښايي زيان رامنځته کړي.په کرنيزو نباتاتو کې د بوران دزياتوالي علايم د پاڼو په څوکو او څنډو کې ليدل کيږي.او په هغې کې Necrosis رامنځته کوي او په عمومي ډول د زړو پاڼو په څوکواو څنډو کېChlorosis رامنځته کيږي.د پاڼو څوکې نصواري کيږي چې بيا په چټکۍ سره د متاثره انساجود مړينى سبب ګرځي.او پهArid region کې د بوران زياتوالى ډير ليدل کيږي .چې مالګينې سوډيمي خاورې ددې يو مثال دى.دسمندرونو د څنډو رسوبي خاورو کې هم د بوران زهريت زيات ليدل کيږي او هم په هغه خاورو کې چې په زيات بوران لرونکو اوبو سره خړوبيږي د بوران زياتوالى ليدل کيږي.او که په بى پروائي سره د بوران لرونکې سرې استعمال شي د بوران دزياتوالي سبب ګرځي.په نبات کې دبوران د زهريت بحراني ليول په حساسو نباتاتو کې د10-50PPM پورې دى.لکه کوچنۍ دانې لرونکي نباتات اوGarden bean .او په مقاومو نباتاتو کې يي د زهريت اندازه200PPM پورې ده.لکه په چغندرو،بادرنګو او مخروطيانو کې.د ميوه جاتو،سبزيجاتو او زينتي نباتاتود کښت او کر په وخت کې د بوران لرونکو اوبو سره د خړوبولو په وخت کې هم د بوران د زياتوالي ډير زيانونه کتلائ شو.هغه اوبه چې0.5PPM څخه زيات بوران ولري نو لازمه ده چې ابياري ئي په ډير احتياط سره وشي.خو د 2PPMڅخه زيات بوران لرونکې اوبه  دخړوبولولپاره د استعمال وړنه دي.

په وښو ډوله بوټو کى د بوران ضرر د وښو ريبلو سره کميږي.په وچو کرنيزو ځمکو کې کيدائ شي د بوران زياتوالى محاسبه شي.خو په زياتو باران لرونکو سيمو کې د سرو استعمال په وخت کى دا حالت مطالعه کوؤ.

لکه څرنګه چې بوران د Transpiration دلارې انتقاليږي. نو د پاڼو په څوکو،اړخونو او زړو پاڼو کې ډير زيرمه کيږي.په همدې دليل زيانمنه اغيزې هم لومړى په همدې برخوکې د مطالعې وړ دي.د اندازې نه زيات بوران په صورت کې د پاڼو منځنۍ برخو کې Chlorosis او که تجمع سريع وي.مستقيماً Necrosis رامنځته کيږي.يعنې تت رنګه او يا روښانه نصواري رنګه ټکي ليدل کيږي چې دغه ټکي وروسته يو ځاى کيږي او وچيږي،پاڼې يي غونجې او څوکې يي راتاويږي.په اکثره نباتاتو کې دا نښې ورته وي.خوداد نبات د پاڼې مارفولوژي او د بوران غلظت او ځينى ميتابوليکي تعاملاتوپورې تړلى وي.په ځينو نباتاتو کې خاصې نښې د100-1000PPM  اندازو کې ښودل شوي دي.

د بوران د زهريت سببونه

«         وچې ساحى چيرته چې په طبيعي ډول سره په زياته اندازه بوران رامنځته کيږي.لکه سليني سوډيمي خاورې.

«         د بوران لرونکو اوبو پواسطه په منظم ډول اوبخور.

«         هغه خاورې چې دسمندر دترسباتوڅخه لاس ته راغلې وي.

«         دچټلو اوبو پواسطه اوبخور کومې چې په زياته اندازه بوران ولري.

«         د بوران لرونکو خاورو په بې احتياطۍ سره استعمال.

 

دزيات بوران لرونکو خاورو اصلاح

کولاى شو چې د بوران زياتوالى د Leaching پواسطه اصلاح کړو.د چونېLime استعمال اود منحله Caاستعمال دا ښودلې ده چې د بوران د زهريت اندازه په موثر ډول کمه کړي.او ددې راپور هم ورکړل شوى دى.چې د بوران د زهريت ختمولو لپاره د زيات N استعمال هم مفيد واقع کيږي.

په حيواناتو باندې د بوران اغيزې

بوران يو لږ لګښته منرال دى چې د نباتاتو لپاره ضروري دى.د اوسنۍ تجربوپه اساسبوران د انسانانو او حيواناتو لپاره هم ضروري دى اودا

زيات کم مصرفه غذائي عناصر د Ca, Mg او Vit D په شمول.

په غذائي رژيم کې د بوران اخيستل د 1-2mg د ورځې ضروري دي.او د هډوکو اوکلسيم په ميتابوليزم کې رول لري او ددې يي ښودلې ده چې د منرالونو په ميتابوليزم کې رول لري.داسې معلوميږي چې بوران د انرژي د مفيديت او د هډوکو د ثبات او انکشاف لپاره ضروري دى.او دانزايمونو ميتابوليکي فعاليتونه زياتوي.لکهSteriod hormones ميتابوليزم او تاثيرات هغه وخت زيات روښانه وي چې نور غذائي عناصر کم وي .

بوران لرونکې مرکبات د هډوکو دسوري کيدو او سوځيدو ضد طاقت لري او همدارنګه د پړن کيدو ضد توان هم په حيواناتو کې لري.

کموالې يي:په هغه حيواناتو کې چې د Vit D کمبود وي د بوران په کم اخيستلو سره د کلسيم په ضايعاتو کې زياتوالى راځي.بوران د وينى د شکرې (ګلوکوز) ،شحم او انسولين په استعمال کې مداخله کوي.او د هډوکو په انکشاف کې کموالې رامنځته کوي.په انسانانو کې دبوران د کموالي کوم سند نشته مګر دقيقو مطالعاتو داسې ښودلې ده .چې په ورځني غذائي رژيم کې د بوران کموالې د حيواناتو پشان د وينى په ګلوکوز او شحم کې تغيرات راولي.د بوران پوره اندازه د هغه کلسيم د فيصدۍ اندازه پوره کوي کوم چې د ادرار دلارې ضايع کيږي. په متحده ايالاتو کې ځوانان په غذا کې 1mg/day بوران اخلي.

د بوران غذايي منابع

په ورځنې غذا کې د بوران منبع د څښلو اوبه دي کوم چې د جغرافيوي موقعيتونو له مخې مختلفې وي.شيدې او نور لبنيات ،جوس او نور مشروبات او همدارنګه ميوه جات ،سبزيجات،ليګيومي او چغزي زيات بوران لري.او يو مشيمه يي نباتات لکه دانه باب او غله جات د دې  په نسبت کم بوران لري.د چرګ او ماهي غوښې په کمه اندازه بوران لري.

 

لنــډيـــــــز

دنبات دغدائي موادو د اهميت او اوزښت له مخې غذائي عناصر په دوه لويو ګروپونو ويشل شوي دي.چې يو ګروپ  ئيMacro elements

او بل ګروپ ئي Microelements دى.چې بوران د لږ لګښته ضروري عناصرو د جملى څخه دى.ترکيه،او امريکا د نړۍ د بوران توليدونکي هيوادونه دي.چې ترکيه د نړې63% د بوران منابع لري.بوران د 1910م کال څخه راپديخوا د نباتاتو د يو ضروري عنصر په توګه وپيژندل شو.

په خاوره کې د بوران مجموعي مقدار20 نه تر200mg/kg چې زياته اندازه ئي نباتاتو ته Unavailableده او په Available حالت کې ئي اندازه0.4-5mg/kg ده.دبوران موجوديت دPH په زياتيدو سره زياتيږي.بوران دانساجو د مناسبې ودې،دنباتي حجرو دوام اومقاومت،د کاربوهايدريت انتقال،ګرده افشاني او د تخم توليد،دنارمل حجروي ويش،دلګنين په جوړيدو ،دATPپه جوړيدواودحجروي غشا دښې وظيفې لپاره مهم دى.په خاوره کې د بوران  شکلونه :منرالي بوران،په خارجي سطحه جذب شوى بوران،عضوي مغلق بوران او په اوبو کې حليدونکى بوران.د بوران د کموالي علايم د نبات په پورتنۍ برخه کې ليدل کيږي لکه:پاڼى بدشکله کيږي.،غونجيږي،پيړيږي او په پاڼو کې Chlorosis رامنځته کوي او پاڼى ژر ماتيږي او د ګلانو او ميوؤ جوړيدل خرابيږي.ريښې يي سريښناکه وي او د نبات تنې چوي.د بوران د کمبود د اصلاح لپاره مونږ بوراکس او بوريک اسيد استعمالوؤ.د بوران نارمل استعمال 2Kg B/hدى.په خاوره کې د بوران استعمال د Drip Irrigationدلارې ښه نتيجه ورکوي.او په پاڼو باندې بوران د سپرى په ډول هم استعماليږي.د بوران د زهريت علايم د پاڼو په څنډو او څوکې کې Necrosis رامنځته کيدل دي او په زړو پاڼو کې Chlorosis ليدل کيږي.په وچو سيمو کې د بوران زياتوالې زيات ليدل کيږي .د بوران زهريت د چونى او Ca په استعمال او د N په استعمال سره اصلاح کيږي.بوران د حيواناتود انرژي د مفيديت او د هډوکو د ثبات لپاره ضروري دى.دانزايمونوميتابوليکي فعاليتونه زياتوي.بوران د وينى د شکرې ،شحم او انسولين په استعمال کې مداخله کوي.يوځوان بايد په ورځ کې په غذا کې يو ملي ګرام بوران واخلي.دوه مشيمه نباتات د يو مشيمه نباتاتو په نسبت زيات بوران لري.

 

ســپـارښـتنې

  1. دولت بايدهڅه وکړي چې د ملک په مختلفو برخو کې دخاورې او نبات د تجزئي لابراتوارونه جوړکړي.تر څو د هیواد په ټولو برخو کې د عناصرود کمبود مشکلات رفع شي.
  2. دولت بايد د مختلفو عناصرو د سرو د فابريکو په جوړولو کې اقدام وکړي تر څو زمونږ د هيواد بزګران د هيواد د خپلې سرې څخه استفاده وکړي.او ورته اقتصادي تمام شي.
  3. دزراعت وزارت بايدد عناصرو د اهميت او ارزښت په باره کې مختلف علمي سمينارونه جوړ کړي.تر څو خلک ددې په اهميت پوهه شي اودنباتاتو ودې غذائي اړتياته توجه وکړي.او د ښه کميت اوکيفيت حاصلاتو خاوندان شي.
  4. غيردولتي ادارې او موسسات هم بايد د لابراتوارونو په جوړولو او يا هم د سرو فابريکو په جوړولو کې هڅه وکړي.چې پدې سره به هم دوۍ ته فايده ورسيږي اوهم به عاموبزګرانو ته سهولت وي.
  5. دا چې په خاوره کې د مختلفو عناصرو کموالې او زياتوالې علايم مختلف دي نو بزګران بايد په نباتاتو کې د مختلفو علايمو په ليدلو سره د زراعت د متخصصينو سره تماس ونيسي تر څو د نباتاتو پرابلم حل او زيات اوحاصلات تر لاسه شي.
  6. دا چې د عناصرو د قلت يا زهريت علايم د مختلفو ناروغيو د علايمو سره ورته والى لري نو متخصصين بايد دتشخيص په وخت کې دې ته زيات متوجه وي.

 

 مــاخــــــذونه

  1. توره کى م.ط “دخاورى حاصلخيزي اود نباتاتو تغذيه”             

 ننګرهار پوهنتون کال:1384هـ ش.265-267مخ.

  1. ثمين  ع “دکيمياوي سرود استعمال لارښود” کال 1376هـ ش.96مخ.
  2. ثمين ع او زغرد   م .ع.”دخاورې کيميا او د نباتاتو تغذيه “    کابل پوهنتون . کال 1360هـ ش. 333-336مخ.
    1. A. Rashid.”Soil Science” Islamabad 2005
      Page: 352—356.
    2. “Micronutrient in crop production” Agriculture University Peshawar 2005.
    3. Internet website: http:/www.google.com From Wikipedia the free encyclopedia.
    4. Internet website: http:/www.google.com. The role of boron in plant growth.

 Internet website: http:/www.google.com.Boron in plant structure and function.

 

د بوران د کمبود نښې په انګور باندې

سرپاڼه