دانګورو پیوند

ترتيب کننده گان اشخاص فنی دیپارتمنت زراعت ومالداری دفتراریا پروژهTAFFB

سريزه : 

انګوردافغانستان دملي اقتصادپه پياوړتيااودخلکوپه خوړوکې ستره ونډه لري.په١٣٧٧کال کې دافغانستان ٧٠٥٠٠هکتاره ځمکه کې انګورروزل کيدل چې دهغوې ديوکلن توليداندازه ٥٠٥٠٠ټنه اټکل شوىده.سره ددې چې په افغانستان کې تراوسه پورې دانګورود روزنې اودانګورودمحصوﻻتودسمون اوساتنې لپاره د کرنې عصري ټکنالوجي په ډاډمنه توګه په کارلويدلى نه ده مګر بياهم پورتني ارقام داحقيقت څرګندوي چې انګورپه افغانستان کې په پراخه تجارتي پيمانه روزل کيږي.

دافغانستان دانګوروټول ډولونه دوينفيراپه سپيشزپورې اړه لري.افغانستان دنوموړوانګورويوله اصلي ټاټوبوڅخه ګڼل کيږي چې ورکې دنوموړوانګورود روزنې لپاره اقليمي شرايط په زړه پورې دي يوله دى اقليمي شرايطوڅخه هم اوږد،توداووچ دوبى او نسبتًاسوړژمې دى چې البته دوينفيراانګورهم کټمټ داسې اقليمي شرايطوکې په زړه پورې وده کوي .

دامريکاپه متحده ايالتونودکلفورنياپه ايالت کې په منځنې توګه په يوهکټارکې(١٠ټنه)تازه انګور،دازاربايجان په جمهوريت کې(٩.٤ټنه)اوپه افغانستان کې په اعظمي توګه په يوهکټارکې (٦ټنه) تازه انګورتوليديږي.سره ددې چې دافغانستان اقليمي شرايط د انګورودروزنې لپاره په زړه پورې دى مګرپه يوهکټارکې يي د تازه انګوروتوليددکلفورنيااوازاربايجان په پرتله په ترتيب سره په سلوکې (٤٠او٣٤)برخې لږدى.چې علتونه ئي په ﻻندې ډول دي:

١- په افغانستان کې دانګوروتاکونه په منو(چيلو)روزل کيږي.

٢- دتاکونوداړتياوړحيواني اوکيمياوي سرې نه استعماليږي.

٣- دانګورودافتونومخنيوى په ډاډمنه توګه سرته نه رسيږي.

٤- په خپل وخت اوکافي اندازه اوبه ورته نه رسيږي.

٥- دافغانستان دغوره ډولونوڅخه په ټول هيواد کې په ستره پيمانه ګټه نه اخيستل کيږي.

٦- بين المللي مارکيټونوته دتازه انګورودليږدولوعصري ټرانسپورت نشته.

٧- دانګورودمحصوﻻتو دسمون اوساتنې طريقې او ټيکنالوژى ډيرې نيمګړتياوې لري.

دافغانستان په درې لسيزوجنګونوکې دهيوادډيرې مادي اومعنوي شتمنې ترخاوروﻻندې شوې، هيوادپه کنډوالوبدل شو،ډيروانسانانو خپل خوږژوند لهﻻسه ورکړ،ډيرې ميندې بورې شوې،اوډيرخلک معيوب شول،دنوموړي جنګ ناوړه اغيزې دهيوادپه هراقتصادي سکټورباندې خپلې وړانګې خپرې کړې کرنيزوچاروهم لکه د هيوادداقتصادبرخوپشان زيات زيانونه وزغمل په کرنيزوچارو کې دميووباغونه چې دجنګ پناه ځايونه ئي تشکيلول ترټولونورو کرنيزونباتاتوډيرزيانونه وليدل.

دانګوروباغونه دجنګ لپاره پناه ځايونه جوړکړي وو نوله دې امله يي دجنګ په زياته پيمانه زيان وليدلو.

دهيوادپه ځينې وﻻيتونوکې دانګوروباغونه دجنګ په لومړي خط کې پراته وه نوله دې امله ئي بې ساري تاوانونه په برخه شول.

 

تاريخچه :

 دانګورودروزنې تاريخ دبشري ټولنې له تاريخ سره سمون لري له ميلادڅخه٢٤٤٠کاله پخوادمصرپه څلورمه امپراطورې کې دعيسى(ع )دوخت په ليکونواوثبتونوکې دانګورودروزنې شکلونه ليدل شوي دي.انګوردلومړي ځل لپاره په منځنى آسيااوتورې بحيرې اوکسپين بحيروجنوب اوترمنځ سيمواوښايي افغانستان کې پيداشوي وي. نوموړې سيمې يوازې دvitis vinifera-L انګورو اصلي اومورنې ټاټوبى بلل کيږي.دانګورونوموړي سپيشزد 

 ا مريکابراعظم له کشفيدوپخوادنړىدټولوکرنيزوانګوروډولونه تشکيلوي اونن ورځ هم دنړى د ټولوکرنيزوانګوروپه ١٠٠کې ٩٠برخې برابروي وروسته بيا انګورله نوموړوسيموڅخه دنړى نوروبرخوته خپاره شوي دي.داسې څرگنديږي چې له ميلادڅخه ٤٠٠کاله پخوافونشيانو((Phoeniciansدمشروباتودانګوروډولونه لومړى يونان،بياروم اوپه پاى کې دفرانسى جنوبي سيموته وړيوي په دويمه عيسوى پيړى کې دروم خلکوجرمني ته انګوريوړل اود همدې پيړې په لومړيووختونوکې دمميزواوتازه خوراک وړانګوروډولونه دمد يترانى دبحيرې دختيځوڅنډوڅخه دشمالي افريقې هيوادونوته يوړل شول.

نن ورځ په ټوله نړى کې له١٠١٢١٠٠٠هکټاره څخه په زياته ساحه کې انګورروزل کيږي.

په افغانستان کې دانګورودروزنې لومړې تاريخچه چاته معلومه نه ده.

څنگه چې افغانستان دوينفيراVitis viniferaاصلي ټاټوبې دهيوادوله ډلې څخه ګڼل کيږي نوښائي دانګوروروزنه له ډيرو پخوازمانوڅخه په افغانستان کې رواج موندلې وي. 

دپيونداساسات:

په پيوندسره دبوټوتکثيرله لرغونى وخت څخه رواج لرى.په پيوندسره دژوند يوموجوداتوتکثيرځانله دنباتاتوخاصيت دى اوحيوانات له دې ډول څخه محروم دي.بايدوويلى شي چه پيوندد ټولونباتاتود پا ره دتکثيرمطلوبه طريقه نه ده اوحتى ځينې بوټي په دى طريقه د تکثيرقدرت نه لري.که څه هم پيوندپه افغانستان کې معمول دى مګرﻻتراوسه پورى له دى طريقى څخه په پوره اندازه استفاده شوې نه ده.

دمثال په ډول په خارجي هيوادونوکې دانګورو،غوزانواوپستۍ پيوندخورامعمول دى

 اما دافغانستان يوزيات شميرمالياران له دى حقيقت څخهﻻتراوسه بى خبره پاتى دي.کومې ونې چې له تخم څخه زرغونيږي خپل جنس نه ورکوي له دى کبله پيونددونوداصلي جنس دساتلودپاره يو ضروري طريقه ده.کله کله افغاني مالياران دونوپه پيوند کولوکې بى پروائۍ څخه کاراخلي اوپه نتيجه کې دونودحاصلاتوکيفيت او کميت دواړه دقناعت وړنه وي.

کچيرته دبادامويوه اندازه زړي واخلونوپه هغه کې حتمًايوڅودانې ترخه زړي موجودوي.ددى خبرې دليل دادى چې په زياتوباغونو کې بې پيونده ونۍ ياپه پيوندي ونوکې يوه ياڅوبى پيونده څانگۍ موجودې وي چې هغه ترخه زړي منځ ته راوړي.

دپيوندتکثيريوه داسې طريقه ده چې دهغې په ذريعه دپيوندبوټي(Scion) اونيله بوټي (Root stock) ښه خواص په يوه ونه کې په غيرزوجي ډول راټوليدلې شي. ديوزيات شميرپه زړه پورى حاصل ورکوونکى بوټودپاره داسې نيله بوټى شته چې هغه دنامساعدوشرايطولکه مټينواولندوخاورو، دخاورودامراضواوحشراتوسره مقاومت لري.

دونودمختلفوانواعولپاره داسې نيله بوټى هم شته چې هغه دونوپه قد،دميوى په غټوالى اوکيفيت باندى مستقيمه اغيزه لري.

 

زخه پيوند(Budding) : 

دانګورود تاکوله نودوڅخه جوړې شوې قلمې په اسانى سره نيلې توليدولې شي نوله دې کبله انګورپه عمومي توگه دقلمې پواسطه ډيريږي.په عادي شرايطوکې دانګورود زخې پيوندته اړتيانشته اود زخې پيوندپواسطه انګورنه ډيريږي.په افغانستان کې دزخې پيوندپواسطه دانګوروډيرونه رواج نه لري دانګوروتاکې يوازې دځينې ضرورتونوله مخې دزخې ياښاخ پيوند پواسطه ډيريږي.

داضرورتونه دفايلوکسراحشرې اونيمتودي چينجيوپه مقابل کې د مقاومت لرونکونيله بوټواستعمال تشکيلوي ځکه چې دوينفيرا انګورټول ډولونه دنوموړود ووآفتونوپه مقابل کې حساسيت لري.

سره د دې چې تراوسه پورې په افغانستان کې دانګورونيلوته دفايلو کسراحشرې اونيمتودي چينجيانوپه هکله معلومات نشته مګرښائي په راتلونکي کې نوموړي آفتونه پيداشي.چې بياهم مجبوريوپه نوموړوشرايطوکې انګوردزخې ياښاخ پيوندپواسطه ډيرکړو.

کله کله داسې هم کيداىشې چې دانګورويوياڅوډولونه په بازاراو مارکيټ کې دخلکوتقاضالهﻻسه ورکړي پدې حالت کې کيدلې شي چې دانګوروپه پخواجوړشووباغونوکې دنوموړوانګوروډولونه په نورود خوښې وړډولونه سره بدل شي.

نوپداسې شرايطوکې پرته له دې چې انګورود نوواوخوښې وړ ډولونوڅخه نوي باغونه جوړشي.چې داکارډيرې اوږدې مودې ته اړتيا لري.

دهغې په ځاى په زړوډولونوباندې نوي اودخوښې وړانګورپيوند يدلې شي.

ددې ډول پرابلم رامنځ ته کيدل په افغانستان کې هم امکان لري نو ځکه بايد زمونږ خلک هم دانګورو په زخې او ښاخ پيوندولو باندې بلد شي. اودهغوى په هکله معلومات تر لاسه کړاى شي .

 

نيله بوټې(Root stock) :

دانګورونيله بوټې هم بايددقلمې پواسطه لومړې په بوزغلي کې توليد شي .ځکه چې دانګوروټول نيله بوټي تقريبًايادوه رګه دي اويادوينفيراپه سپيشزپورې اړه نه لري. دنوموړونيله بوټوقلمې په اسانې سره نيلې نه توليدوي نوله دې کبله که چيرې دهغوى قلمې مستقيمًا دانګوروپه اصلي باغ ځاى کې وکرل شي ښائي دهغوى يوشميرنيلې توليد نکړي اووچې شي او په نتيجه کې ناغه توب منځ ته راوړي. ترهرڅه لومړې بايددنيله بوټودډيرونې لپاره دخوښې اوغوښتنې وړنيله بوټي غوره شي.له هغه وروسته بيا په نوموړي نيله بوټي کې دقلمولپاره نسبتًا قوى نودې غوره شي.

دنيله بوټي دتوليدلپاره بايد دقلمواوږدوالى له٤١څخه تر٤٦سانتي متروپورې واوسي اودخښولوپه وخت کې دپيوندبوټي دقلموپه پرتله دځمکى له سطحې څخه لوړې پاتې شي ځکه چې دپيوندولو لپاره بايددپيوند بوټي تنه له ٧څخه تر١٠سانتي متروپورې دځمکې له سطحې څخه لوړه وي.له خښولوڅخه مخکې بايددهرې قلمې په څوکه کې يوازې يوه زخه پريخودل شي اونورې ټولې له مينځه يوړل شي.خوپه راتلونکې کې له نيله بوټي څخه بيخچې توليد نه شي ځکه که چيرې بيخچې توليدشي نوبيائي له پيوند بوټي سره توپيرنه کيږي.له قلموڅخه پهﻻس راغلي نيله بوټي بايدقوي وي او په اصلي باغ ځاى کې د خښولوپه وخت کې د خاورې له دايمي سطحې څخه دخښ شوونيله بوټوتنې له ٧څخه تر١٠سانتي مترو پورې لوړه وي. دنيله بوټي دتنې نوموړى اوږدوالې دزخې دپيوند دوصل کيدوله نقطې څخه دنيلودتوليدمخنيوى کوي.له خښولووروسته بايدټول نيله بوټي ترسستوخاوروﻻندې پټ شي. ترڅودنيله بوټي دتنې پيوند شوې ټپ ونه سوځوي.

پيوندبوټې(Scion) : 

ترهرڅه لومړى بايد دپيوند بوټي لپاره لومړى دانګوروخوښ اودغوښتنې وړډول غوره شي.

دپيوند زخولپاره بايدله٥١څخه تر٦١سانتي متروپورې اوږدې نودې غوره شي ترڅورسيدلې زخې ورځينې پهﻻس راشي.

دپيوند له پاره زخې دجاري وده ييزموسم له نوده ګيوڅخه اخيستل کيږي.پوره رسيدلې نوده اوزخه بايد روښانه نصواري رنګ ولري.

له کوموتاکوڅخه چې دزخوله پاره نوده ګې اخيستل کيږي بايدچې هيڅ ډول ناروغې ونه لري.

دزخې پيوندله پاره بايدتازه نوده ګۍ غوڅې شي اونوده ګۍ اوزخې له وچيدو څخه وژغورل شي.

کيدلې شي چې هغوى په اوبوکې وساتل شي اوپه پلاستيکى کڅوړوکې خوندي شي.که چيرى دزخولپاره نوده ګۍ په پلاستيکى کڅوړوکې ونغښتل شي اوبيا دسانتيګراد په مثبت يوه درجه کې کيښودل شي نودڅومياشتوله پاره زيرمه کيدلې شي.

زخه پيوندهم دپسرلي په لومړيووختونواوهم ددوبي په آخرکې تر سره کيد لې شي.

که چيرې زخه پيونددپسرلي په لومړيووختونوکې اجراکيږي نو بايد زخې داستراحت دد ودې په وخت کې واخيستل اوبياپه يخچال کې دسانتيګرادپه مثبت يوه درجه نودوخه کې دپيوندولوتروخته پورې وساتل شي.

په عمومي توگه دانګوروزخه پيونددسنبلې په اخراودميزان دمياشتې په لومړيو ورځوکې اجراکيږي.

دزخې پيوندعمليه:

دانګوروتاکونه دکروندې پيوند(Field budding)اوټوټه پيوند(Chip budding) په طريقوسره پيونديږي.

لومړى بايد ٣يا ٥ سانتي مترودځمکې له سطحې څخه لوړدنيله بوټي په تنه باندې چيرې چې ټوټه پيوندايښودل کيږي يوهواراو ښوى ځاى غوره شي وروسته بياپه تنه کې د ٤٥ درجوپه زاويه يو ژورټپ جوړيږي اوبياله ٢څخه تر٢.٥سانتي متروپورې لومړى ټپ څخه لوړټپ پيل کيږي  اوترهغه وخته پورې غوڅيږي څوله لومړي ټپ سره وصل شي اوپه پاى کې زخه دپيوند لپاره له نودې څخه جلاکيږي. دپيوندبوټي زخه دنيله بوټي په جوړشوي ټپ کې ايښودل کيږي او له هغې وروسته دپيوندپه ربړسره په نيله بوټي پورې کلکه تړل  کيږي.په انګوروکې دزخې پيوندعمليي مختلف پړاوونه ښکاري:

الف:په نيله بوټي کې دزخې پيوندلپاره ځاى جوړوونه.

ب  :په نيله بوټي کې د زخې پيوندولولوڅ شوى ځاى.

ج  :له نودې څخه دزخې غوڅوونه اوغوڅه شوې زخه.

د   :په نيله بوټي کې دزخې ايښود نه.

هـ  :په پيوندشوي ځاى د خاورې واچول شي.

و   :دپيوند شوي نيله بوټي نودې له بيخه غوڅې شي.

ز   :نيله بوټې پيوندځاى ته نژدې بايدغوڅ شي.

ح   :دپيوند شوي نيله بوټي سره داسپالټ کاغذ.

کله چې دټوټه پيوندعمليه بشپړه شوه نوبيادنيله بوټي په پيوندشوې   نقطې باندې د ١٥څخه تر ٢٠سانتي متروپه پيړوالي سره سستې خاورې اچول کيږي . په دى وخت کې په پيوندشووانساجوکې کالس (Callus) توليديږي اودزخې اونيله بوټي تر منځ ديوځاى

کيدوانساج مينځ ته راځي. که چيرې دپيوندبوټي زخې شنې اوخامې وي نوکالس نه توليديږي. نوموړې خاورې دژمي داستراحت په وخت کې پيوند شوې زخه له سړوڅخه ژغوري.

 

په پسرلي کې دزخې پيوندساتنه:

کله چې په پسرلي کې دپيوند شوي نيله بوټي لومړىزخې په وده پيل وکړ نوبايدله پيوندشوې نقطې څخه خاورې بېرته ټولې اوهغه لوڅه شي.کوښښ دې وشي چې له خاوروڅخه دپيوندشوې نقطې لوڅول ونه ځنډيږي.ځکه چې بيا پيوندشوې زخه په خاوروکې دننه په وده پيل کوي اوپه نتيجه کې ئي دژوبليدوامکان ډيريږي.

اودنيله بوټي ټولې نودې له بيخه غوڅيږي.داکارپيوندشوې زخې ته ددې زمينه برابروي چې په وده پيل وکړي.

وروسته له دې چې زخې وده پيل کړه دربړونو هغه ټوټې چې زخه ئي له نيله بوټي سره تړلې وي هم بايدغوڅې اولرې شي.

کله چې زخې په وده ښه پيل وکړنونيله بوټې لږڅه له پيوستون څخه لوړ بايد غوڅ شي.

په دى وخت کې د٥څخه تر٧سانتي متره پيړاسپالټ شوې کاغذ بايددپيوند شوي نيله بوټي تر څنګ ودرول شي.

داکارد دى سبب گرځي چې له پيوند شوې زخې څخه توليدشوې نوده ګې دتکيي دلرګي تر څنګ ديوې تنې په ډول نيغه وده وکړي اودحشروله تاوان رسولوڅخه وژغورل شي.

په همدې ترتيب نوموړې پيړ کاغذ نوې توليد شوې نوده ګې دپسرلي له سړواو ماتيدو څخه ژغوري.

ددې لپاره چې له پيوندشووزخوڅخه نوې توليد شوې نيله بوټي له هرډول ناوړه پيښو څخه وژغورل شي بايد په اوونۍ کې يو ځل له نژدې څخه دهغوى څارنه اوکتنه وشي.

په عمومي توګه له هرې پيوندشوې زخې څخه يواځې يوه نوده ګې وده کوي.

کله چې نوې نوده ګې له اسپالټ شوي پيړ کاغذڅخه لوړه شوه نو بايددتکيي له لر ګي سره جووته سسته وتړل شي چې د تاکې نيغه اومستقيمه تنه ترې په لاس ردشي.

 

ښاخ پيوند (Grafting) :

په انګوروکې ښاخ پيوندهم دانګورودورايټې يا ډول دبدلولواوهم د فالوکسراحشرو،نيمتودونو،تندې اوسړوپه مقابل کې دمقاومت لرونکونيله بوټوڅخه دګټې اخيستنې لپاره استعماليږي. 

 دښاخ پيوندډولونه: 

ښاخ پيوندمختلف ډولونه لري اوپه حقيقت کې دهغوى ډولونه دنيله بوټي په پنډوالي پورى اړه لري.

دښاخ پيوندمختلف ډولونه دلته لاندې بيا نيږي:

١- درز ښاخ پيوند (Cleft grafting)

٢- ژب ښاخ پيوند (Whip grafting)

٣- کړم ښاخ پيوند(Notch grafting)

٤-پوستکې ښاخ پيوند(Bark grafting)

 

١- درزښاخ پيوند(Cleft grafting):

درزښاخ پيونددانګورود تاکوپه هغونيله بوټوکې اجراکيږي چې دهغوى دتنوپنډوالى ٢.٥٤ سانتي متره اوسي.

داډول ښاخ پيونددانګورودډولونودبدلولوله پاره هم استعماليږي.

لومړې دنيله بوټي تنه دځمکى له سطحې څخه لږڅه لوړه اره کيږي اوبياپه نوموړې غوڅه شوې سطحه کې دمخصوص سامان په واسطـه درزجوړيږي.

وروسته بيادپيوندبوټي دوه فانه ډوله نودې چې يوه زخه ولري جوړيږي .

اوله هغې وروستـه دنيله بوټي په جوړشوي درزکې ايښودل کيږي

چې وروستـه بيا ټول ټپونه دموم پواسطه پټيږي .

 

٢- ژب ښاخ پيوند(Whip grafting) :

هغه خاورې چې دPhylloxero حشره لري نوبيادژب ښاخ پيوندپه اساس په مقاومونيله بوټوپيوند کيږي.

داډول ښاخ پيوندپه داسې نيله بوټو باندې ترسره کيږي چې دهغوى دتنوپنډوالى ٢.٢٥سانتي متره اوياله هغه څخه لږوي.

ژب ښاخ پيونددانګورودتاک داستراحت ددورې په وخت کې اجراکيږي.

اوپه عمومي ډول دنيله بوټي اوپيوندبوټي په يوکلنې نودې سره ښاخ پيونديږي.که چيرې دنيله بوټي پنډوالې ١.٤ سانتي متره وي نوژب ښاخ پيوندښه نتيجه ورکوي

دژب ښاخ پيوند لپاره دنيله بوټي اوپيوندبوټي څخه غوڅې شوې سطحې بايددهغوى پنډوالي له ١.٥څخه تر٤ځلې پورې اوږدې وي

دمثال په ډول که چيرې دنيله بوټي پنډوالى ١.٥سانتي متره وي نو بايد چې دژب ښاخ پيوندله پاره هغه له ٢.٢٥څخه تر٦سانتي مترو پورې ريونده اوږدغوڅ شي.

کله چې نيله بوټي غوره شول نوبيادواړه د١٥څخه تر٢٥درجو زاويي په ريونده والي سره غوڅ شي نوهغه ته لنډژب ښاخ  پيوند وايي.

دغوڅوشووسطحواوږدوالې په پيوند بوټي اونيله بوټي کې يوشان وي.يواځينې توپير چې دغوڅولو له مخې دنيله بوټي او پيوند بوټي تر منځ موجوددى هغه دادى چې دنيله بوټي دڅوکۍ خواته او دپيوند بوټي بيخ خواته ريونده غوڅيږي.

وروسته له دې چې دنيله بوټي او پيوندبوټي هوار ريونده غوڅ شول نوبيا په دواړو کې ژبې جوړيږي.

په دواړو کې دژبې اوږدوالې داصلي غوڅې شوې سطحې د اوږدوالي نژدې څلورمه برخه تشکيلوي.

وروسته له هغې په لږڅه کږولو سره وازيږي اوبيا په احتياط سره يودبل په ژبوسره کلک يوځاى کيږي اوبيا دربړ په ټوټودواړه سره کلک تړل کيږي.

 

دژب پيونددتيارولوطريقه:

الف:نيله بوټي اوپيوندبوټي ريونده غوڅ شوي دي.

ب:په نيله بوټي اوپيوندبوټي کې ژبې جوړې اووازې شوې دي.

ج:دژب ښاخ پيوند تکميل اوتړل شوې دى.

د :دژب ښاخ پيوندشوى نيله بوټي اوپيوندبوټي دکلس دتشکيليدو څخه وروسته ښــــکاري.

څرنګه چې له يوې خوا دښاخ پيوند اکثره ډولونه دانګورود تاکونو داستراحت د دورې په وخت کې سرته رسيږي .

اوله بلې خواپه پسرلي کې مستقيمًا په بوزغلي کې دهغوى کرل دسړوله امله د تاواني کيدلوخطررامينځ ته کوي نوله دې کبله لومړى بايدهغوى په تاوده ځاى کې وساتل شي.

کله چې دنيله بوټي اوپيوند بوټي ښاخ پيوند شي نوبيا هغوى په لرګين صندوق کې چې دارې لنده بوره ولري ځاى پرځاى کيږي اوبيا نوموړي لرګين صندوقونه په تودوخونوکې ساتل کيږي.

په دې وخت کې نوموړى ښاخ پيوند شوې نيله بوټى دکوچنيونيلو په توليد پيل کوي اوپه ښاخ پيوندشوونقطو کې هغوې کالس(Callus)توليدوي اونيله بوټى اوپيوند بوټى سره يوځاى په وده پيل کوي.

ښاخ پيوند شوې نيله بوټي بايد په شګويا دارې په بوره کې نيغ ودرول شي.اوکه چيرې دشنې خونې دتودوخې درجه دسانتي ګراد ٢٤ يا ٢٩ درجې وي نودهغوى زخمونه په چټکۍ سره کالس (Callus) توليدوي اوجوړيږي.

 

٣- پوستکې ښاخ پيوند (Bark grafting):

پوستکي ښاخ پيوند (Bark grafting) له هغو ښاخ پيوندونو څخه دى چې دتاک دودې په جريان (دجوزاد مياشتې په پيل) کې ترسره کيږي ددې ‌ډول ښاخ پيوند مناسب وخت له يوه کال څخه بل کال ته تغير مومي اودانګوروپه ډول پورې هم اړه لري.

دپوستکي دښاخ پيوند په وخت کې بايد دتاک دتنې پوستکى په اسانې سره له تنې څخه جلا شي .

کله چې دتاکې تنه غوڅه شي نو له هغې وروسته دتاکې مړ او سست پو ستکى دهغه له تنې څخه جلا کيږي.

دتاکې دغوڅې شوې تنې په دوواړخونو کې د٦ سانتي مترو په اوږدوالي پوستکى جلاکيږي مګرپوستکى په بيخ کې تنې پورې نښتې پا تې کيږي.

دنيله بوټي يوه زخه لرونکى ټوټه چې د هغې دوه وې خواوې نرۍ شوې وي دتاکې دتنې او جلاشوي پوستکي تر منځ ايښودل کيږي اوپوستکى بيرته دنيله بوټي په ټوټې ورميخيږي اوزخمونه ئي په سپين ﻻټکس (Latex) موم سره پو ښل کيږي.

دپوستکي ښاخ پيوند دچاودلي ښاخ پيوند اوکړم ښاخ پيوند په پرتله دلږ اهميت وړدى ځکه چې دهغوى غوندې په موفقه توګه يي ښاخ پيوند نه زر غونيږي.

دښاخ پيوندنورډولونه لکه شين ښاخ پيوند (Green grafting)، فاني ښاخ پيوند (Wedge grafting) ،دژبې دڅنګ ښاخ پيوند (Side whip grafting) هم شته دي چې دهغوى په واسطه هم انګور ډيريدلې شي مګر د مخکې بيان شوو پيوندوپه اندازه رواج نه لري.

 

٤- کړم ښاخ پيوند (Notch grafting) :

 کړم ښاخ پيوند (Notch grafting) له پاره دپيوند بوټي زخه رونکې ټوټې ته داسې شکل ورکول کيږي چې څو په نيله بوټي کې د( ٧ اوو) عدد په شکل جوړ شوې کړم کې جوته ولګيږي.

لومړى دنيله بوټي تنه اره کيږي او بيا له هغې وروسته دهغه په دوو څنګونو کې د ٢.٥٤ څخه تر ٣.٨١ سانتي مترو اوږده کړمونه يا کندې جوړيږي.

چې دکړمونو دپا سنيو برخوپراخوالى دپيوند بوټي په پنډوالي پورې اړه لري.

دنيله بوټي دکړم دبيخ اوسرتر منځ ريونده والى له ٧٠ څخه تر٩٠ درجو زاويه لري.

کله چې دپيوند بوټي فاني ډوله ټوټې دنيله بوټي په کړم کې ځاى پر ځاى شي نو ورباندې يوپلن سرى ميخ ميخيږي څوپيوند بوټى په نيله بوټي پورى کلک ونيسي.

  

نتيجه گيري :

دانګورود تاکونواصلاح دپيوند پواسطه دانګورو دميوې داستعماله مخې دلوړاوښه کيفيت لرونکى حاصل دتوليد لپاره سرته رسيږي.په همدې ترتيب تاکونه دافتونو په تېره بيا دنيمتودونو او فالوکسرا حشرې ،وچکالي،دمالګينو خاورو اوداسې نورو ناوړه پديدو په مقابل کې دمقاومت په ﻻس راوړلولپاره پيونديږي.

داچې دافغانستان اقليمي شرايط دانګوردروزنې لپاره خورامساعده اوپه زړه پورى دده همدا راز دښه مارکيټ اواقتصادي ارزښت لرونکى دي نو پدې توگه داډيره اړينه بريښي چې دهارټيکلچر متخصصين دانګورودباغونو ،ترويج اوهمداراز دپيوند پواسطه دهغوى داصلاح لپاره کوټلي گامونه واخلي تر څودگران هيواد بزگره طبقه ديته وهڅول شي ترڅودانګوروپه کرلوﻻس پورى کړي.

 

سپارښتنې :

١- ددى لپاره چې په افغانستان کې دانګورو روزنه عملي بڼه وره کړي اوپه يوه هکتاره کې دانګوروتوليد اندازه د نړۍ له نوروهيوادونوسره سيالي وکړاى شي بايد دهغوى دروزنې ، سمون اوساتنې لپاره عصري کرنيزه ټکنالوژي په کارواچول شي.ددې هدف ته درسيدو لپاره فني کادرونه اوعلمي کتابونوته اړتيا احساسيږي.

٢- بايد دانګوروداسې ډولونه انتخاب اووکرل شي چې ميوه ئي زړه وړونکې ظاهري بڼه اورنګ ولري.

دخوړوخوندئي ښه وي اودانتقال اوساتنې په وخت کې خپل کيفيت وساتلې شي .

٣- ددې لپاره چې انګورودښه کيفيت اوخوندميوه موتوليدکړې وي اوپه داخلي اوخارجي مارکيټونوکې مثبته سيالي وکوﻻى شي دې هدف ته درسيدولپاره غوره ﻻردتاکونودپيوند کولوطريقه ده.

  

اخيستنې :

١- حمزه خيل-نورګل- دنباتاتودتـــــکثيرﻻرې- کابل پوهنتون  کال ١٣٥٩ صفحه ١٢٣-١٢٥ 

٢- شيرزاد- بازمحمد - په افغانستان کې دانګوروروزنه   کابل پوهنتون  کال ١٣٧٧ صفحه ٦٩-٧٥  

٣- شيرزاد- بازمحمد- دافغانستان پاڼه ريژې ميوې-کابل پوهنتونکال ١٣٦١

٤- قلم- محمدزرين - باغباني خصوصي (درخت کارى)ازانتشارات مجتمع آموزش عالى بيرجند- کال ١٣٦٨صفحه١٤٢-١٤٣

vine grafting

سرپاڼه