د کرهڼې باغچې د نړی په نورو هيوادونو کې  (دوهمه برخه )

لیکنه: توریالی ازاد

 په هالينډ کې (Netherlands) ـ په هالينډ کې د کرهڼې د باغچو ډبره په  کال1883 کې کيښودل شوه ،کله چې د هالينډ د دولتې ادارو خلک د کرهڼې د باغونو په ارزښت باندې پوه شول  نوله همدي کبله  يي په 1900 کال کې د لويو ښارونو مشرانو فيصله وکړه چې د دولتې کارکونکو فاميلونو ته بايد د کرهڼې د باغچو د جوړولو لپاره  ټوټې ځمکې په اختيار کې ورکړل شې ، د لومړي نړيوال جنگ په وختونو کې د کرهنې د باغچو خاوندانو وغوښتل چې د کرهڼې باغچې بايد د کرهڼې د باغچو د خاوندانو لخوا رهبري شې .

 په کال 1928 کې د کرهڼې باغچې په ملې سطحه رامنځ ته شوی (Het  Alge meen verbond van volkstuindersverenigingen ) . تر  کال 1950 پورې په هالينډ کې د کرهڼې په باغچو کې يواځې  خوراکې ټوکې توليد کيدل او وروسته بيا داستراحت او تفريح لپاره هم ورڅخه کار اخيستل کيده . چې داټول بيا خلکو پورې اړه لري  چې څه رقم خپل ژوند اختياره وي  او وروسته بيا خلکو د کرهڼې په باغونو کې د سامانونو لپاره کوټي ،د نباتاتو د روزني خونې او د اوړی  د استراحت لپاره د کوټو د جوړولو اجازه  پيدا کړله  او په اوسنيو  وختونو کې 240000  د کرهڼې باغچې په ټول هالينډ وجود لرې .

  په ناروی کې  (Norway) ـ  په ناروی کې تر اوسه پورې 13 د کرهڼې د  باغونو لوي ساحي  وجود لري  چې 2000 د کرهڼې باغچې پکي جوړي شوي دی ، ډير پخواني د کرهڼې د باغچو باغ د( Etterstad kolonihager   ) په نوم چې په 1908 کال کې جوړ شوې دی  او ډير لويي د کرهڼې باغ په اوسلو کې دې چې د Solvang kolonihager )) په نوم سره ياديږي  او 600 د کرهڼې باغچې لري  چې ځنگل او د Sognsvann)) په نوم سيند ته نيژدي قرار لری  .

 په فليپين کې (Philippines )ـ  په کال 2003 کې د لمړي ځل لپاره د کرهڼې باغچې په فيليپين کې د (Cagayan de Oro City ) په ښار کې چې د ( Mindanao ) په شمال کې قرار لرې د اروپا د اتحاد په مالي مرسته  د يوی پروژې  په ډول جوړی شوې ، چې په دغه پروژه کې د جرمنی سفارت او د جرمنی نورو شخصي کمپنيو اساسي رول درلوده . ددغه ډول باغونو تغداد 5 ته رسيده او ددي ملک پايتخت مانيلا په اړونده مختليفو ښارونو کې  قرار لري  چې دغه ټول باغونه اوس په خپلو پښو ولاړ باغونه گڼل کيږي .

 چې له دي جملې څخه يو د کرهڼې باغ  55 غريبو فاميلونو ته په اختيار کې ورکړل شوې دی ، چې اوس دغه فاميلونه په قانوني ډول کرهڼې باغچو ته لاس رسي لري او د ضرورت وړ خوراکې ټوکي توليده وي . په همدی ډول

 څلور نور د کرهڼې  دلويو باغونو له جملي  څخه دوه د کرهڼې باغونه د دولتي مکتب په ساحه کې قرار لري  او په

 نموړو باغونو کې اوس 36غريبې  کورنې د اجتماغي خدمتونو د پر مخبيولو په خاطر کار او فغاليت کوي  

يعني  (Assed Based Community Development ) ، د صحت د ښه والي مکتبونه ،د کيمياوي موادو څخه د خلاصي  او زراغتي مکتبونه  په مينډاناو کې ( Helth Promoting School Ecological Sanitation and SchoolGardens in Mindanao ) کې قرار لري . دلته اکثره کارکونکي د غريبو کورنيو څخه دي لکه ددي ساحي پوري اړونده د ډيپوگانو د کثافتونو ټولونکې  په دغه ساحه کې کار کوي ، ددي پوري اړونده باغونو کې سبزيجات ، يوکلن واښه  او د گرمسير  ميوي  روزل کيږي .

 

او په دي نورو باغونو کې د کوچنيو حيواناتو لپاره ځايونه ، د ماهيانو لپاره  د اوبو ډنډونه شته دي کوم چې د باغ کارکونکو لپاره د پروتينو لمړني زيرمي گڼل کيږي .  د کرهڼې په هر باغ کې د کمپوست لپاره ځايونه شته  کومچې د زراغتي بيکاره موادو څخه د کمپوست په جوړولوکې ورڅخه کار اخستل کيږي ، بيکاره خوراکې مواد زخيره کوي  چې وروسته بيا په عضوي سرو باندي بدليږي .

او په همدي توگه ښاري کثافتونه معينو ځايونو ته وړل کيږي د لږ وخت او تصفي څخه وروسته  له دي څخه هم عضوي سري جوړيږي . او ديته ورته دښار او مکتبونود تشنابونو چټلي اوبه د تصفي لپاره تصفيه خانو ته وړي چې دغه بيا د ميتيازو د صحي تصفي (So-called urine – diverling Ecological Sanitation ) په نوم يادولايي شو.  او همدي ته ورته د تصفيي ځايونه د دنمارک د کرهڼې په باغونو کې وجود لري .

 په پورتگال کې  (Portugal )ـ د کرهڼې باغچې  د ليزابون څنډي ته قرار لري  . دلته د کرهڼې باغچې په خپل سري ، بي پلانه  او په موقتي ډول سره جوړيږي  دلته اکثره وخت ځمکې د کورنو د جوړلولو  لپاره په خدمت کې ورکول کيږي .

 

 په روسيه کې (Russia )ـ په روسيه کې دکرهڼې باغونه د داچې په نوم سره شهرت لرې او دغه ډول باغونو د ستر پيتر  ( Peter the great ) په وختونو کې رواج پيداکړ او د روسي په ډيرو کمو ځايونوکې وجود درلوده، دغه ډول باغونه د څار (Tsar ) لخوا ډيره  ښه تحفه وه ، داچه (Dacha ) د يوڅه ورکړي په مفهوم سره ده،

د بيداري پيړی (Age of Enlightenment ) په وختونو کې د روسی ارستوکراتانو(Russin aristocracy )لخوا د کرهڼې د باغچو څخه د اجتماعي او کلتوري خدماتو لپاره ورڅخه کار اخستل کيده . د صنعتې انقلاب څخه وروسته د نوري اروپا په شان د خلکو اندازه په ښارونو کې زياته شوه او ددي سره سم د ښار خلک  د هوا د ککړتيا او د خوراکې موادو د کمښت سره مخامخ شول له همدي کبله ښاری خلکو هيله درلودله چې څنگه  د ښاری تنگ ژوند څخه ځانونه خلاص کړی  .

د 19 پيړی په اخير کې شتمنو او غريبوخلکو لپاره  د کرهڼې باغچې(داچې ) په اوړی کې په زړه پوری  ځايونه وه .

په کال 1917 کې د کارگرې انقلاب څخه وروسته اکثره داچې ملي شولي او له دي جملي څخه اکثره د کرهڼې

 باغچې  د کارگرانو لپاره  د اوړې په تفريحي ځايونو باندي تبديلې شوې . د ښه کيفيت د کرهڼې باغچې د کمونيستې پارټي  د کار او فعاليت لپاره په خدمت کې ورکړل شوې ، يو سلسه يي د کلتوري او علمي خدمتونو لپاره جداشوي  . د ستالين (Joseph Stalin ) په زړه پوري  داچه د ابخازي (Abchazien ) په گاگره (Gagra ) کې وه . او د يادوني وړ ده چې  په وروستيو وختونو کې د نوو د کرهڼې د باغونو جوړيدل کم شوي وو تر 1944کال پوري،که کوم چا به ډيره اړينه بلله چې د کرهڼې د باغچې خاوند شې نو بيا به يي د مربوطه گوندي  سازمان څخه اجازه اخستله  .

د دوهم نړيوال  جنگ د وختونو څخه وروسته  د کرهڼې د باغچو د جوړولو په وړاندې کو م  مشکل نه رامنځ ته کيدو او له همدي  کبله په شوروي اتحاد کې د داچو تعداد هم زيات شو ، د کرهڼې د نورو باغونو د جوړلولو لپاره زورواکانو خالي ځايونه ، چمنونه ،گدامونه ، په ديوالونو احاطه شوي  ځايونه  او يو تعداد د کرهڼې د باغچو کورونه  قبضه کړل . او په همدي ډول د لوړ منزله کورنو خلکو ډير کوشش کاوه چې ازاد طبيعت ته ځانونه نيژدي کړي او د وړياوو سبزيجاتو او ميوه جاتو د تر لاسه کولو  څخه برخمن شې . 

وروسته  په شوروي اتحاد کې مرکزي سينتراليزه او پلانيزه  زراغتې پروگرام  منځ ته راغي چې په همدي توگه په بازار کې تازه خوراکي ټوکي  زيات شول .  وروسته  د شوروي اتحاد  حکومت  بله لاره نه درلودله  بيدون له دي څخه چې خلکو ته د شخصې کرهڼې اجازه ورکړی  او دي کار بيدون د رسمې فيصلې څخه صورت و موند. 

د کرهڼې په هکله په 1955 کال کې د شوروي اتحاد د حقوق پوهانو لخوا په حقوقي ( قضائي ) قوانينو کې تغيرات راغلل  لکه  ” زراغتې  کارگ(Gardeners) ” ملگرتيا (Partnership) ” او هم د کرهڼې د باغونو کارکونکو يو سلسله امتيازات ترلاسه کړل  لکه ـ د ځمکو څخه دايمې استفاده  ، دولتې اوبو او برق ته لاس رسې پيدا کول . په 1958 کال کې د ځمکې څخه د سمې استفادې په خاطر د يو بل ډول اجتماعې سازمان د بنسټ ډبره کيښودل شوه  چې پخوا نوه ايښودل شوي لکه ـ ” د کرهڼې د باغچو دجوړونې کوپراتيف( Cooperative for- dacha consruktion) ”   چې د کرهڼې د باغونو خاوندان کولايي شې د حکومت څخه په ايجاره شوي ځمکه کې   د سامانونو د ساتلو لپاره يوه کوټه هم  جوړه کړي  .

کله چې شوروي اتحاد له منځه لاړ نو له دي سره جوخت اکثره ځمکې او داچې  شخصې شوې ، اوس روسيه يو داسې هيواد دې چې هلته اکثره د استراحت او تفريحې کورونه  شخصې دې  او هم اوس خلک کولايي شې چې د يوه کور پر ځاي  څوکورونه ولرې  ، د خلکو د ژوند د سطحې د لوړيدلو له کبله هر څوک کولايي شې چې په خپلو کورونو باندې ډيرې روپي مصرف کړې  او چې هر څنگه ئي زړه  غواړي همغسي ئي جوړ کړې ،او خلکو اوس  دخپلو داچو په ځايونو کې  داسي کورونه جوړکړي دي  چې هلته دايمي  پکې اوسيږې ، د ازاد بازارونو د رامنځ کيدلو له امله اوس هر سړي کولايي په خپلو ځمکو کې مختليف زراغتې مواد توليد کړې او په ازاد بازار کې يي په مناسب قيمت سره خرڅ کړې .

اوس په روسيه کې د ښارونو د لويددلو له کبله هر سړې کوشش کوې چې چې خپل زاړه کورونه خرڅ کړې  او يا داچې ورڅخه جوړې کړې .

د ښارونو څخه په لري پرتو سيمو کې د کورونو او داچو جوړول دا گټې لرې  لکه ـ د کرهڼې لوي باغونه ، کورونه او باغونه  د يو بل څخه په ليرې فاصيله کې قرار لرې او مصارف یی هم کم دې . 

او د بله طرفه منفي خواوي لرې  لکه ـ ډير ټيټ اجتماعي خدمتونه ، خراب امنيت ، بيکاره  ترانسپورت  ، د ډير وخت  او ډير مصارف  د ښارته د تگ او راتگ په وخت کي .     

   

سرپاڼه