دحیواناتو انتروتوکسيميا ناروغي

 

تعريف :(Definition)

انتروتوکسيميا د کولمو د مخاطي غشا يوه حاد کلوستريديائي انفکشني ناروغي ده چي  په دي کي فعال توکسينونه توليديږي او دغه تو کسينونه د کولمو د مخاطي غشاء د لار ي جذبيږي او يوه وژونکي Systemic  ناروغي منځته راوړي . پخپله د Enterotoxaemia  اصطلاح د لاندي دريو کليمو څخه جوړه شويده چي Entero  په معنا د (Intestine ) يعني کولمو ، Tox په معني د زهرو او Emia په معني د ويني سره ده يا په بل عبارت Enterotoxaemia په معني د کولمو زهر په وينه کي (Intestinal toxin in the blood ) ده.

نوموړي ناروغي په ټولو عمرونو کي پسونه ، اوزي ، انسانان خصوصآ کوچني وريان په دي زيات اخته کوي . پدى ناروغي هغه وخت څاروي اخته کيږي چي تغذيوي حالت ئي ښه وي  يعني ښه اوزيات خوراک لکه شيدي ، تازه واښه او دانه باب ورته مهيا وي .

مترادف نومونه  Synonames :

د Enterotoxaemia مترادف نومونه عبارت دي له :

  • Pulpy Kidney Disease
  • Overeating Disease
  • Apoplexy
  • Milk colic
  • Hemorrhagic Bacterial Enteritis
  • Lamb dysentery
  • Sudden Death

او محلي مترادف نومونه ئي عبارت دي له :

 نس ناستي ، ريخک ، ليونتوب او چړي .

 

تاريخچه ) :(History

تحقيقاتو ښودلي ده چي نوموړي ناروغي د لومړي ځل لپاره په 1936  م کال کي د يو عالم په واسطه چي د Gill  په نوم ياديده په وريانو کي د مطالعى لاندي ونيوله او نوموړي ناروغي ئي د پښتورګو د نرموالي            ( Pulpy Kidney ) په نوم ياده کړه  . همدارنګه هغه راپورونه چي 1927 م کال کي وکړل شوي دي د کشاورزي زيلاند په نوم عالم په خپل کتاب کي داسي ليکلي دي چي په نوموړي ناروغي د اخته څارويو د کولمو د محتوياتو شيري زهري خاصيت درلوده .په همدي ترتيب دوه نورو علماو چي Montgmerie او Rowlands  نوميدل په 1931 م کال کي د Wales  په منطقه کي د نوموړي ناروغي په باره کي تحقيقات وکړل هغوي هم وښودله چي نوموړي ناروغي د اخته څارويو د کولمو محتويات د زهرو خاصيت لري

 Bennetts په 1932 م کال کي په غربي استراليا کي په پسونو کي د يوي ناروغي په باره کي معلومات وړاندي کړل چي نوموړي ناروغي ئي د Enterotoxaemia په نوم ونوموله ځکه چي نوموړي عالم د ناروغه څارويو په کولمو کي د يو ميکروب توکسين وښوده يو شمير ئي ددي ميکروبونو څخه (Clostridium Perfringens type D) Bacillus Ovitoxicus په نوم ياد کړل. چي ددي ډول انترتوکسيميا په باره کي وروسته  د انګلستان ، سکاتلند ، ايرلند ، فرانسه ، المان ، يوکوسلاويا ، تونس ، فنليند، پيرو ، ترکيه او متحده ايالاتو څخه راپور ورکړل شو .

 په 1910 م کال کي د Wing په واسطه نوموړي ناروغي په متحده ايالاتو کي د لوموړي ځل لپاره د کرنل تجربوي دستګاه په مجله کې د(Apoplexy in winter fed lambs)  تر عنوان لاندي وه نشر شوه .

 بالاخره په 1916 م کال کي د کلورادو په تجربوي ورکشاپ کي په چاغو وريانو کي ئي يو ډول ناروغي  چي د پرخورى ( Overeating )  په نوم ياديده تر مطالعي لاندي ونيوله . دغه ناروغي بالخصوص د کلوراډو د ايالات په San Luis Valley  دره کي کله چي وريانو  د نخودو د کښت څخه واښه وخوړل په حاد شکل سره پکي نوموړي ناروغي وليدل شوه .

 وروسته دغه ناروغي د شمالي کلورادو په چاغو او غوښينو وريانو کي هغه وخت وليدل شوه چي د مشنګو او اوربشو د فصلونو څخه تغذيه کيده خپره شوه . بالاخره په کال 1925 م کي   NewsomاوCross    د دي ناروغي اصلي علت د دانه بابو زيات خوراک وباله .

د Bennetts  د راپور په دوام په کال 1938  م کي Newsom او Thorp کلورادياي محقيقنو د انتروتوکسيميا د ناروغى په باره کي راپور ورکړ چي د کولمو د عصاري د 256 نمونو څخه 45%ئي زهري وي چي دپرخوري څخه لاسته راغلي وي حال دا چي د مړو څارويو د کولمو د شيري د    87 نمونو څخه يواځي دوه ئي زهري وي .ددي کال اخرکي 70% د کولمو د عصاري لاسته راغلي چي د پر خوري په نتيجه کي زهري شوي وي دغه زهري عصاري د Clostridium Perfringens  دD  ټايپ د انتي سيروم په واسطه خنثى شوي .

انتروتوکسيما د شيدو په واسطه د ګيډي درد (Milk colic) په شيدو خوړونکو وريانو کي د Boughton او Hardy پواسطه د تيکزاس په ورکشــــاپ کي په 1936م کال کي ، او د پوښـــتورګو د نرمـــوالي            (Pulpy kidney) په کال 1939م کي د Shaw او د هغه د همکارانو پواسطه د Oregon څخه راپور ورکړ شو . د تيکزاس او اوريګون محقيقينو د Clostridium perfringens Type D يي هم د کلمو د محتوياتو څخه تجريد کړ .

 

د ناروغي عامل)  :(Etiology 

د Enterotoxaemia عامل په دوه ګروپونو ويشل کيږي چي يو يي اصلي عامل او دوهم  مساعد کوونکي عوامل دي چي په لاندي ډول ذکر کيږي:

الف : اصلي عامل :

 د Enterotoxaemia عامل د کلوستروديوم د جنس دClostridium Perfringens  باکتريا ده چي عموماَ د زهرو د توليد له امله خپل ميزبان (اخته حيوان ) د منځه وړي چي ددي مکروب اصلي مخزن خاوره او د ټولو ګرمه وينه لرونکو څارويو کولمي دي چي په انسان کي د کولمو د ګاز لرونکي پړسوب باعث ګرځي او په حيواناتو کي د مختلفو امراضو عامل دي چي ددي مکروبونو د مختلفو ټايپونو د توکسينونو له امله منځ ته راځي.

نوموړي عامل د لومړي ځل لپاره په کال1892م کي د Nuttallاو Welchپواسطه د مريضي موادو څخه تجريد او د  Cl.Welchii په نوم ياد کړ همدارنګه Dallingپه کال 1896م کي Cl.Welchii په باره کي معلومات ورکړل او نوموړي اوګانيزم يي د پسونو او وريو څخه چي په اسهال او د کولمو په التهاب)  (Lamb dysentry and Enteritis باندي اخته وو تجريد کړه او د Cl.Perfringens Type D پنوم يي ياد کړه .

Wilsdom په کال 1931م کي Cl.Perfringens په A,C او D ټايپونو باندي تقسيم کړل او داخبره يي ثابته کړه چي دغه ټايپونه هر يو يي ځانته او مشخصي ناروغي توليدوي يعني د A ټايپ يي په پسونو ، وريو ، غواګانو او خوسکيانو کي د کولمو د وينه لرونکي التهاب (Hemorrhagic Enteritis) او په انسانانو کي د غذائي تسمم (Food poisoning) سبب ګرځي .

د Cټايپ يي په پسونو ، وريو ، کوټو او خوسکيو کي د Haemorrhagic Entritis , Struck , Entritis  او Peritonitis سبب ګرځي د C  ټايپ يي په هغو څارويو کي چي د يو کال څخه زيات عمر ولري ليدل کيږ ي.

همدارنګه نوموړي نوعه د ژمي په اخر او د پسرلي په سر کي پداسي څړځايونو کي چي ښه شنه واښه ولري اخته کيږي (حوت،حمل او ثور مياشتو کي ) .

د D ټايپ يي اساساَ په پسونو کي د Enterotoxaemia ، د کولمو د التهاب او د پښتورګو د نرموالي سبب ګرځي .

Bosworth په 1943م کال کي ددي باکتريا پنځم ټايپ چي په خوسکيو کي د کولمو د وينه لرونکي نکروتيک التهاب (Necrotic Hemorrhagic Entritis) سبب ګرځي نوموړي ټايپ يي تشخيص کړ او د E ټايپ په نوم يي ياد کړ .

همدارنګه په کال 1979 م کي ددي باکتريا شپږم ټايپ د Zeiseter او د هغه د ملګرو په وسيله د انسان د انتروتوکسيميائي ناروغي څخه تجريد او د F ټايپ پنوم يي ياد کړ .

د Cl.Perfringens ددغو شپږو نوعو څخه (A,B,C,D,E,F) يواځي دري ټايپونه B,C او D نوعي ئي دوترنري د نقطي نظره ډير د اهميت وړ دي .

د B ټايپ ئي په نوي زيږيدلي  وريانو کي د وينه لرونکي اسهال ( Lamb dysentery ) او په ميږو او اوزو کي د کولمو د هيموراجيک پړسوب سبب ګرځي نوموړي ناروغي علاوه د وريو څخه په کوټو ، د اس بچيو او ځوانو خوسکيو کي د کولمو د خونريزي سبب کيږي .

دC ټايپ ئي په حاد شکل سير کوي او په کولمو کي د خونريزي ، د پريتون پردي التهاب ( Peritonitis) او Gas gangrin سبب ګرځي .

دD  ټايپ چي د Pulpy kidney disease  په نوم هم ياديږي د نړي په ټولو برخو کي په حاد شکل خپريږي چي زياتره په پسونو او ځيني وختونه په اوزو او خوسکيو کي هم ليدل کيږي .

د D  ټايپ ئي په بالغو او زړو پسونو کي د انتروتوکسيميا سبب کيږي .

 همدارنګه د نوموړي ميکروب د مختلفو ټايپونو په واسطه تقريبآ 12 ډوله بيلا بيل توکسينونه توليديږي چي د ټولو عمده توکسينونو له جملي څخه د الفا ، بيتا ، ايپسيلون او يوتا توکسينونه دي او د همدي توکسينونو په وجه Cl. Perfringens په 6 تايپونو تقسيم شوي دي چي د A, B, C, D, E, F په تورو سره ښودل کيږي.

 د الفا توکسين ددي شپږو تايپونو په واسطه ترشح کيږي او د Haemolytic خواصو ، Leukocytosis ( د ليکوسايتونو ضد خواص ) ، د Endothelial رګونو د متضرره کيدلو او د عضلو ي حجراتو د غشاو د تخريب يا استحالي سبب ګرځئ د بيتا توکسين د کولمو مخاطي غشا‌ء نيکروزه کوي .

د ايپسيلون توکسين دProtoxin  په شکل سره جوړيږي ( پدي حالت کي دمسموميت خاصيت نه لري ) مګر په بدن کي د پاتي کيدلو په صورت کي يا د Trypsin انزايم د ترشح په صورت کي فعاليږي او زهري خاصيت پيدا کوي همدغه توکسين دپښتورګو قشري برخه نيکروزکوي او مغزي برخي ته ئي جذ بيږي او د مغزي برخي د رګونو د منځه تللو سبب کيږي.

همدارنګه د يوتا توکسين د ايپسيلون د توکسين په شان د Protoxin په شکل جوړيږي او د هغه عواملو په واسطه چي د ايپسيلون توکسين فعالوي فعاليږي او د کولمو د مخاطي غشاو د تخريب او نيکروز سبب کيږي .

ب:- مساعد کونکي عوامل)  :(Predisposing Factors

د يادوني وړ ده چي د انتروتوکسيميا د ناروغي عامل په طبيعي شکل د څارويو په کولمو کي موجود وي کله چي شرايط ورته برابر شي ناروغي منځته راوړي چي دغه زمينه برابرونکي شرايط په لاندي ډول دي .

¨       د زيات کاربو هايدريت لرونکو غذاي موادو په خوړو سره څاروي په دي ناروغي اخته کيږي دا ځکه چي هغه څاروي چي په حاد شکل پکي ناروغي سير کوي د هغوي په کولمو کي د نشايستي داني يا ګرانولونه ليدل کيږي .

¨       د غذاي رژيم ناڅاپي بدلون يعني د وچو  واښو څخه شنو ته يا دشنو څخه وچوته همدارنګه د جامد څخه مايع ته او بر عکس د مايع څخه جامد ته چي دا هم يو فکتور د ي چي د Cl.Perfringens د Dتايپ د واقع کيدو لپاره زمينه برابره وي .

¨       زيات خوړل ( Overeating) او د پروتيني غذاي مادي تغير نشايستي او کاربو هايدريت لرونکو خوراکي موادوته چي ددي په اثر د هاضمي جهاز تيزابي PH قلوي PH ته تغير کوي چي دغه تغير د PH  د Cl. Perfringens د D ټايپ ميکروبونو د تکثر او د زهر د توليد لپاره زمينه برابروي او د ترشح شوو زهري موادو جذب په وړو کولمو کي د انتروتوکسيميا د ناروغي علايم په څاروي کي ښکاره کوي. د Cl. Perfringens ميکروبونه په اسيدي محيط کي د تکثر زيات قدرت نلري.

 

مساعد کوونکي فکتورونه

مورفولوژي) Morphology :(

  1. Cl. Perfringens ګرام مثبته او ضخيمه بکتريا ده چي لرونکي دسپور او کپسول ده دغه بکتريا بي حرکته (Non Motile)   ، غيرهوازي (Anaerobic) او په کلچري محيطونو کي په يواځي توګه يا په دوه ګوني او ډير کم په لنډ ځنځيري شکلونو سره ليدل کيږي. د نوموړي بکتريا د سپور قطر ددي د باسيل د قطر څخه وړوکي دي ددي باسيل عرض د 1-1.5ميکرون  او طول ئي 2-4  ميکرون پوري وي البته ددي باسيل طول ئي د نمو او انکشاف په مختلفو مرحلو کي متغير وي همدارنګه د خپل محيط د حالاتو سره سم رشد او نمو کوي .

 

کلچري خواص Cultural Properties)  :

  1. Cl. Perfringens   يوه غيري هوازي بکتريا ده او دغه بکتريا په کمه اندازي سره د اکسيجن شتوالي هم نشي تحمل کولي. دغه بکتريا د
  2.  5.5-8 PH   کي د 20-30 سانتي ګراد حرارت کي نمو کولي شي دغه ميکروب Haemolytic خواص لري او په دوه ګوني شکل د ويني د حجراتو يه شاوخوا کي ليدل کيږي او د ويني د حجراتو د تخريب سبب ګرځي .نوموړي بکتريا د رشد او نمو په اولو مرحلو کي د Blood Agar  په وسط کي د نوموړي ميکروب برخي  د2-4ملي مترو پوري وي او په  تدريجي ډول په غيري منظم شکل سره لوئيږي. دغه بکتريا د پخي شوي غوښي په محيط کي يو سخت او شديد تخمرکونکي ګاز توليدوي چي سور ته ورته رنګ لري .

 

 

اخته کيدونکي ډولونه :

 د شخوند وهونکو څارويو د جملي څخه پسونه ، خوسکي او اوزي پد ي ناروغي اخته کيږي چي ددي جملي څخه په اوله درجه کي پسونه په دي ناروغي اخته کيږي ددي نه علاوه خوګان ، اسونه او انسان هم اخته کوي.

 

په خطرکي عمرونه :

په ټولو عمرونو کي حيوانات په دي ناروغي اخته کيږي په خاص ډول هغه څاروي چي د 2 ورځو څخه تر6 مياشتو پور ي عمرونه ولري همدارنګه په هغه څارويو  کي چي د شيدو خوړلو په حالت کي وي يعني 3 هفتي عمر ولري او يا تازه د شيدو څخه جلاشوي وي زياته معمول ده . هغه پسونه چي عمرونه ئي يو کال او يا د هغه څخه زيات وي نسبت څوانو او د يو کال څخه کم عمر لرونکوته زيات مقاومت لري .

 

جغرافياوي انتشار:(Epidemiology)  

Cl. Perfringens په خنثى محيط ، خاوره ، فضوله مواد ، اوبو، د انسان په کولمو او د ټولو ګرمه وينه لرونکو حيواناتو په کولموکي موجود وي کله چي شرايط ورته مساعد شي ناروغي منځته راوړي .هغه انتروتوکسيميا چي

دCl.Perfringens د Type- B پواسطه پيښيږي اکثره په Sporadic  شکل ښکاره کيږي په استثنا د Lamb dysentery کوم چه په پراخه توګه په برطانيه، يورپ او جنوبي افريقا کې واقع شوي ده د وريو په اخته ګروپونو کې د اخته کيدني اندازه (Morbidity) د 20-30%   پوري ده. د نوموړى ناروعى د خاصيتو نو د جملى څخه يو دادى چه دغه ناروغى کال په کال زيات خپريدو ته ميلان پيداکوي تر دي چه غټ وري چه عمرونه ئې د2-3هفتو پوري وي هم په ناروغى اخته کوي او د مړينى فيصدي ئې  100%ته رسيږي. د  Lamb dysentery  خپريدنه په يخه هوا(موسم) کې او بل په هغه فارمونو کې چي ميږي د بچيانو د زيږيدلو په وخت کې په کتلوي ډول يو د بل سره نږدى ساتل کيږي زيات وي .دHemorrhagic Enterotoxaemia ناروغى چه د  Cl.Perfringens  د C –Type پواسطه منځ ته راځي  ددي ناروغى په باره کې د امريکا او برطانيه د مختلفو ساحو څخه راپور ورکړل شوي دى . د پسونو د Struck ناروغى واقع کيدل د برطانيه په خاصو منطقو کې محدوده شوي ده نوموړي ناروغى د پسونو ټولى نوعي په ناروغى اخته کوي کله چه دا ناروغى په څارويو کې منځ ته راشى نو د مړيني فيصدي پکې زياته وى. د نوموړى ناروغى عامل د اخته څاروي د فضله موادو سره خارجيږي چه خاوره او څړځاى الوده کوې او کله چه نوموړى اورګانيزم د سالمو څارويو په واسطه وخوړل شى نو پدي ناروغى اخته کيږي .

پټه دوره :(Incubation Period)

څرنګه چه نوموړى ناروغى په چټکې سره سير کوى او پټه دوره ئې لنډه او تعينول ئې يو څه مشکل کاردي او کيداىشى په بعضى حالاتو کې سره فرق وکړى خو بيا هم امکان لري چه د 12-48 ساعتونو پوري وخت ونيسى .

 

د ناروغي انتقال (Transmission) :

څرنګه چي ددي ناروغي عامل په طبعي ډول د څارويو په کولمو کي موجود وي کله چي شرايط ورته برابر شي نوموړي عامل تکثر کوي او توکسين توليدوي او حيوان په ناروغي اخته کوي يعني هغه شرائط چي ددي مکروب وده تحريک کوي په لاندي ډول دي :

د دانه بابو زيات خوراک ، کاربوهايدريتونو زياتوالي او همدارنګه په شنو څړځايونو کي چي ښه واښه ولري د څارويو څرول او يا دفعتاً د څارويو په خوراکه کي بدلون يعني د جامد څخه مايع او يا د مايع څخه جامد ته او داسي نور .

دغه عارضه اکثره وخت د حوت ، حمل او ثور په مياشتو کي ليدل کيږي چي پدي وخت کي د Cl. Welchii د D ټايپ په ډيره چټګۍ سره نمو کوي او وروسته له هغه يو داسي زهر توليدوي که چيري جذب شي د څاروي د مړيني سبب ګرځي.

همدارنګه ددي ناروغي عامل په پخه شوي غوښه کي چي د اطاق په ازاده هوا کي ايښودل شوي وي ډيره ښه وده کوي او توکسين توليدوي چي دغه قسم انتروتوکسيميا په هغه کسانو کي ليدل کيږي چي په ليليو ، عسکري قشليو او ريستورانونو کي کار کوي او يا اوسيږي زيات ليدل کيږي او يا داچي د نوموړي ناروغي عامل د اخته حيوان د فضله موادو سره خارجيږي خاروه او څړځاي ککړوي کله چي نوموړي عامل د وښو او يا نور غذائي مواد چي پدي عامل ککړ وي او د سالمو څارويو پواسطه و خوړل شي نو نوموړي عامل د څارويو هضمي جهاز ته ځي او په څاروي کي ناروغي منځ ته راوړي .

 

د مرض منځ ته راتلل (Pathogenesis) :

په نورمالو حالاتو کي خوړل شوي Cl.Perfringens د D ټايپ بکترياوي په زيات شمير سره په Rumen او Abomasum کي له منځه ځي مګر ممکن يو شمير يي ژوندي پاتي شي او د وړو کولمو د Duodenum برخي ته ځان ورسوي او هلته تکثر وکړي او توکسين توليد کړي .

په کولمو کي د غذائي موادو د حرکت په صورت کيToxemia  نه واقع کيږي ځګه چي په کولمو کي دغذائي موادو دغه حرکت د باکترياؤ د پاتي کيدو څخه مخنيوي کوي او په نتيجه کي په کولمو کي د توکسين مقدار کميږي ليکن ناروغي ته د زمينه برابرؤنکو فکتورونو د موجوديت په صورت کي پورتني حالت منځ ته نه راځي .

نو ددي مساعد کوونکو فکتورونو د موجوديت په صورت کي دغه اورګانيزمونه تکثر کوي او د توکسين په توليد سره توکسيميا منځ ته راوړي.

يو د ناروغي منځته راوړونکو عواملو څخه دادي چي کله وړو کولمو ته په زياته اندازه د نشايستي داني (ګرانولونه) تير شي چي دغه حالت هغه وخت منځ ته راځي کله چي پسونو ته په زياته اندازه دانه باب ورکړل شي يا غذائي موادو کي ناڅاپي بدلون راشي او يا پاتي شوني غذائي مواد ورکړل شي .

همدارنګه د وړو کولمو او Abomasum د PH تغير د زيات خوړو يا د پروتيني غذائي مادي تغير د کاربوهايدريت او نشايسته لرونکو خوراکي موادو په اثر د هضمي جهاز تيزابي PH قلوي PH ته تغير کوي چي دغه تغير د PH د CL.perrfringens د D ټايپ مکروبونو د تکثر او د ذهرو د توليد لپاره زمينه برابروي چي يو ددغو ترشح شوو توکسينونو له جملي څخه د ايپسيلون توکسين دي چي د Trypsin انزايم د ترشح په اساس فعاليږي او د کولمو د مخاطي غشاء د نيکروز او تخريب په صورت کي په کولمو کي خونريزي منځ ته راځي دغه توکسين د پښتورګو د قشري برخي د نيکروز او د مغزي برخي د عروقو د تخريب سبب ګرځي او همدارنګه د کولمو د مخاطي غشاؤ د جذب قابليت زياتوي .

د ځيګر د زيات تحريک په اساس په وينه کي د قندي موادو اندازه زياتيږي همدارنګه د ايندوتيليوم د عروقو متضرره کيدل ، د زړه ، سږو او مغزو په پردو کي د فبريني مايعاتو جمع کيدلو سبب ګرځي .

او د انتر سيلولر (Intercellular) او Perivascular برخو د Oedema ، د ganglia په قاعده ، thalamus ، Internal capsul ، Substantia nigra او د Sub cortical د برخي سپين رنګي مادي او د Cerebullem برخو کي نيکروتيک محراقونه منځ ته راوړي .

څرنګه چي په نوموړي ناروغي کي توليد شوي توکسينونه د ويني د رګونو د جذب قابليت زياتوي او د ويني جريان ته داخليږي او په نتيجه کي د پښتورګو د پړسوب او التهاب باعث ګرځي په همدي وجه ورته د پښتورګو د نرموالي ناروغي وائي . 

کلينکي نښي (Clinical Symptoms) :

څرنګه چي د انترو توکسيميا ناروغي د Cl.Perfringens د مختلفو ټايپونو له امله په مختلفو څارويو کي منځ ته راځي نو پدي اساس ددي ناروغي کلنيکي نښي په دوه ګروپونو ويشل کيږي :

1- د انتروتوکسيميا د ناروغي عمومي کلينکي نښي : انتروتوکسيميا د هغه ناروغيو له جملي څخه ده چي پټه دوره يي ډيره لنډه ده د يو کال څخه کم عمر لرونکو وريانو کي ددي ناروغي سير ډير لنډ وي او کيداي شي کوم خاص علايم ونه ښائي او څاروي تلف شي په بالغو ميږو کي د ناروغي سير نسبتاً اوږد وي او کيداي شي د 24 ساعتونو پوري ژوندي پاتي شي .

په بالغو يعني زړو پسونوکي د مرګ  څخه څو ساعته مخکي لاندي علايم ليدل کيږي :

لکه خفګان (Depression) ، سرګرځيدنه ، بي حالي ، په حرکت کي ناتواني ، تشنجي حرکات ، شاطرف ته د سر تاويدل ، د ژبي بنديدل ، د خولي په اطرافو کي د ځګ موجوديت ، د خولي څخه د لاړو بهيدل ، د تنفس غير منظم والي ( سطحي اوسريع ) ، په اخره مرحله کي د ګيډي پړسيدل ، شاطرف ته د څټ تاويدل ، په ځمکه لويدل ، بي هوشي ، کوما او بالاخره مړينه چي د ناروغي د علايمو څخه دي ليدل کيږي .

هغه پسونه چي عمرونه يي يو کال يا د هغه څخه زيات وي نسبت ځوانو او د يو کال څخه کم عمر لرونکو پسونو ته زيات مقاومت لري پدي عمر لرونکو پسونو کي پو څه نور علايم هم ليدل کيږي چي عبارت دي له :

زړه دردي ، د وروستيو پښو  ازاد نيول ، د معايني په وخت په اړخونوکي د شديد درد احساس او په پښو باندي د ځمکي وهل ليدل کيږي .

د ناروغي په اخره کي حيوان په شديد ، بدبويه او شين رنګه اسهال اخته کيږي چي ممکن وينه هم ورسره وي په هغه صورت کي چي په ناروغي  کي اسهال ورسره وي د حيوان د ژوندي پاتي کيدو احتمال زيات وي .

د ناروغي د اسهال شکل چي د زړه درد ورسره يو ځاي وي د تاؤ شوو يا د سرو کولمو د ناروغي په نوم ياديږي . 

2- د انتروتو کسيميا د ناروغي کلينکي نښي د Cl.Perfringens د ټايپونو له مخي:

څرنګه چي د انتروتوکسيميا د ناروغي عامل مختلف ټايپونه لري په همدي اساس هر يو ټايپ يي په څارويو کي ځانته او مشخصي کلينکي نښي را منځته کوي چي ددي ټايپونو کلنيکي علايم په مختصر ډول لاندي ذکر کوو .

 

  • Cl.Perfringens type A:

دغه انتان په شيدو خوړونکو وريو کي ليدل کيږي چي فوق العاده وژونکي حاد شکل لري چي ددي د کلينکي علايمو په ليدلو سره څاروي کي  ژيړي ليدل کيږي چي د سريع تنفس او په ادرار کي د هيموګلوبين د مو جوديت سره يو ځاي وي .

په مقعد کي د حرارت درجه ئي 41.11c° وي .

 

  • Cl. Perfringens type B :

دا ناروغي په هغه وريو کي چي د يو څخه تر اوه (1-7) ورځي  عمر ولري د Acute او Sub acute په شکل پکى سيرکوي اکثره وريان مخکي له دي نه چي علايم ښکاره کړي د منځه ځي دا ناروغي د وريانو د اسهال (Lamb dysentery) په نوم هم ياديږي .

په اوزو ، خوسکيانو او د اسپو بچيانو کي هم ليدل کيږي چي کلنيکي نښي يي عبارت دي له :

وريان شيدي نه خوري ، د ډير وخت لپاره اوږده پراته وي ، د ګيډي درد او پيچش لري چي ځيني وختونه وينه هم ورسره ليدل کيږي .

 

  • Cl. Perfringens type C :

دا نوعه ناروغي د  يو انتان په شکل په ځوانو پسونو کي چي 10 اونۍ عمر ولري ليدل کيږي ځيني وختونه په هغو وريو کي چي 7-10 ورځي عمر ولري هم ليدل کيږي په څړ ځاي کي تلفات د 5-15% پوري دي دا پدي معني چي نوموړي انفکشن د ګيډي د درد او عصبي تکليفونو سبب ګرځي.

همدارنګه ځيني نور علايم لکه د ګيډي پړسوب ، د ملا د تير شخوالي او د سر او لکۍ جګ نيول (Opithotonus) ليدل کيږي .

که چيري ناروغي شديده وي نو حيوان د څو ساعتونو په موده کي د منځه ځي او که چيري ناروغي شديده نه وي نو په هغه صورت کي څاروي د څلورو ورڅو پوري ژوندي پاتي کيږي او په قلاره قلاره د 10-14 ورځو په موده کي صحتمند کيږي .

 

  • Cl. Perfringens type D:

دا نوعه ناروغي د Pulpy kidney Disease پنوم هم ياديږي په وريو او خوسکيانو کي د مرض سير په Per acute شکل وي .

په ناروغي اخته څاروي د څو دقيقو په دوران کي له منځه ځي ځيني وختونه د دوه نه تر دولس(2-12) ساعتونو په منځ کي څاروي له منځه ځي.

که چيري څاروي د څو دقيقو په دوران کي ژوند دلاسه ورنکړي نو په څارويو کي لاندي علايم ليدل کيږي :

د خولي څخه د لاړو بهيدل ، د تنفس د شمير زياتوالي ، د عضلاتو لړزه ، ستړيا ، بي اشتهائي ، عصبي تشنجات چي د ړوندوالي او بي تعادلۍ سره يو ځاي وي ليدل کيږي که چيرته په ناروغي د اخته څاروي سرته فشار ورکړل شي د نوموړي څاروي په وروستۍ برخه کي لړزه ليدل کيږي .

دا ناروغي په ځوانو پسونوکي تر 7 ورځو پوري دوام کوي او پدي موده کي اسهال ليدل کيږي چي غايطه مواد ئي تور يا خړ او د نيمه مايع په شکل ليدل کيږي همدارنګه د ملا د تير شخوالي ، د سر او لکۍ جګ نيول او بالاخره د مړيني باعث ګرځي .

څرنګه چي پدي ناروغي کي څاروي دايروي حرکت کوي نو په همدي سبب د Circling Disease په نوم هم ياديږي .

پدي ناروغي کي پټه دوره اوږده وي چي په بالغو پسونو کي تر 24ساعتونو پوري دوام کوي څاروي په عادي توګه قدم نشي وهلي او د ګلي څخه وروسته پاتي کيږي د ناروغي په شديدو حالاتو کي د ګيډي درد ، پړسوب او پيچش ليدل کيږي کچيري ناروغي په Sub acute شکل سير وکړي نو پدي صورت کي ناروغي د څو هفتو لپاره دوام کوي او لاندي کلنيکي نښي ښکاره کوي :

د تبي موجوديت ،دوامداره پيچش ، اسهال ، کمخوني او ډنګروالي ليدل کيږي .

نوموړي ناروغي په انسانانو کي د غذائي موادو د تسمم باعث ګرځي چي لاندي کلينکي نښي لري البته د ملثو غذائي موادو د خوړو څخه 8-22 ساعتو وروسته علايم ظاهريږي د ګيډي شديد درد ، اسهال ، دزړه بدوالي (Nausea) او په ناوړه توګه استفراق واقع کيږي .

  • Cl. Perfringens type E:

دا ناروغي د Acute enteritis په شکل رامځ ته کيږي او په سخوندرو او نوي زيږدلو وريو کي د Pericardium په برخه کي د خونريزي سبب ګرځي .

  • Cl. Perfringens type F :

ددي مکروب پواسطه په انسانانو کي د کولمو داخلي انتانات رامځ ته کيږي

 

د مرګ  نه وروسته تغيرات (Postmortem Changes) :

هغه پسونه چي ددي ناروغي د چټک سير له امله په ناڅاپي توګه مړه شوي وي ممکن د مړ شوي څاريو په جسد کي هيڅ پتالوژيکي تغيرات ونه ليدل شي او هغه څاروي چي د علايمو د ښکاره کيدو څخه وروسته مړه شوي وي لاندي پتالوژيکي تغيرات يا افتونه پکي ليدل کيږي .

په هغه صورت کي چي څاروي د انتروتوکسيميا په B او C ټايپونو اخته شوي وي او مړ شوي وي د هغوي د کولمو په مکوزائي او حتي سيروزي طبقو کي التهاب ، سور رنګه وينه لرونکي ليژن او السر چي تقريباً 2.5cm قطر لري ليدل کيږي ، غايطه مواد او د کولمو محتويات يي وينه لرونکي وي همدارنګه د ګيډي په خاليګاه کي د سيروزي مايع جمع کيدل اوپه Sub endocardial او Sub epicardial برخو کي خونريزي وجود لري.

او که چيري څاروي د Cl. Perfringens په C ټايپ اخته شوي وي پدي صورت کي د ګيډي د پردي التهاب (Peritonitis) هم موجود وي .

که چيرته څاروي د D ټايپ په اثر مړ شوي وي نو زيات مقدار شفاف د بوسو رنګ ته ورته مايع په پريکارديم کي ليدل کيږي او نقطوي خونريزي (Petechia)  او انتشاري خونريزي (Echymatic) د زړه په Epicardium ، Endocardium او همدارنګه د ګيډي په عضلاتو کي ليدل کيږي .

د کولمو التهاب ، د پوستکي چټکه خوساکيدنه او د ويښتانو تويئدنه چي دا ټول د انتروتوکسيميا په D ټايپ باندي دلالت کوي .

همدارنګه په Rumen او ابومازوم کي زيات مقدار نا هضم شوي دانه باب موجود وي هغه مشخص تغيرات چي پدي ناروغي کي ليدل کيږي د پښتورګو چټک پړسيدل ، د پښتورګو نرموالي او تخربيدل (Autolysis) څخه عبارت دي په همدي سبب دا ناروغي دkidney Disease Pulpy پنوم ياديږي .

 

تشخيص(Diagnosis)  :

 د نوموړي ناروغي تشخيص د کلنيکي نښو ، تاريخچي ، ناڅاپي مړيني ، د خوراکي د نوعي په پام کي نيولو له مخي کيږي مګر قطعي تشخيص د يو لړ لابراتواري ټسټونو پواسطه صورت نيسي يعني د هضمي جهاز د محتوياتو څخه خصوصاً د اليوم څخه محتويات اخيستل کيږي وروسته په مناسب وسط کي کلچر کيږي او په anaerobic شرايطو کي د 37c° حرارت لاندي د 24 ساعتونو لپاره ساتل کيږي او د ګرام په واسطه رنګ اميزي کيږي همدارنګه بيوشميکي او  فزيولوژيکي اوصاف يي مطالعه کيږي .

همدارنګه د مريضي موادو زرق کول تجربوي څاروي ته هم د ناروغي په تشخيص کي کومک کوي .

د هضمي جهاز په محتوياتو کي د ناروغي د عامل موجوديت د انتروتوکسيميا تشخيص په قطعي ډول نه يقيني کوي دا څکه چي د کلوستريديوم بکترياوي په عادي توګه د کلمو په محتوياتو کي وجود لري .

کچيري يو يا دوه قطري د ايودين محلول د کولمو د محتوياتو د يو کم مقدار سره علاوه شي نوپدي صورت کي د نشايستي ګرانولونه په آبي رنګ سره ليدل کيږي چي داهم ددي ناروغي د D ټايپ په تشخيص کي مرسته کوي .

د Cl. Perfringens د مختلفو توکسينونو د تجريد او پيژندلو لپاره د کولمو د محتوياتو څخه د اختصاصي ټسټونو پوسيله لکه: Antitoxin, Toxin Neutralization Test او نورو څخه استفاده کيږي.

د هضمي جهاز په محتوياتو کي د اختصاصي توکسينونو موجوديت د ناروغي په تشخيص کي مرسته کوي .

 

تفريقي تشخيص (Differential Diagnosis) :

د انترو توکسيميا تفريقي تشخيص بايد د لاندي ناروغيو سره وشي :

1- د وريو اسهال چي د E. coli او Salmonellae باکترياؤ پواسطه منځ ته راځي د نوموړي ناروغي سره ورته والي لري.

2- همدارنګه د D ټايپ انتروتوکسيميا بايد د Pasteurellosis او د Polio encphalomalacia ناروغيو سره بايد تفريقي تشخيص وشي.

3- په خوسکيانو کي د ليوني سپي ناروغي (Rabies) او Hypomagnesaemia ناروغيو سره بايد اشتباه نشي.

4- د عضلاتو التهاب سره ئي بايد تفريقي تشخيص وشي.

5- د ځيني Clostridial ناروغيو لکه Blackleg ، Anthrax ، Malignant oedema ، Gasgangren او همدارنګه د لاندي ناروغيو سره لکه Coccidiosis ، Listeriosis ، Botulism ، Grass tetani ، Coli Bacillosis او د نباتي او کيمياوي مسمويتونو سره يي بايد تفريقي تشخيص وشي.

 

عواقب (Prognosis) :

عواقب يي خراب او وژونکي دي حتي که درملنه ئي هم وشي بالخصوص په هغه صورت کي چي څاروي پريوځي .

 

درملنه (Treatment) :

څرنګه چي د نوموړي ناروغي سير ډير چټګ دي نو پدي اساس د درملني چانس يي کم وي مګر د ناروغي په لومړى مرحلو کي د مسهلو او د پراخه تاثير لرونکو انتي بيوتيکونو ورکول گټور تماميږي .

ددي ناروغي په درملنه کي بايد څاروي ته Hyper Immuno Serum د رګ   يا پوستګي لاندي تطبيق شي .

همدارنګه د ناروغي په شديدو حالاتو کي د پراخه تاثير لرونکو انتي بيوتيکونو استعمال خورا مؤثر دي لکه : د Penicillin تطبيق د خولي له لاري د دغي باکترياؤ د لازيات تکثر او د توکسينونو د توليد څخه مخنيوي کوي ددي ترڅنګ Tetracycline او Sulphonamid د D  ټايپ د انتروتوکسيميا د درملني لپاره مؤثر درمل دي .

څرنګه چي انتي سيروم د آس څخه لاسته راځي نو بعضي وختونه کله چي پسونه ناروغه وي او نوموړي انتي سيروم ورته ترزيق شي Anaphylactic Shock منځ ته راوړي پدي سبب داخبره ضروري ده چي څاروي تر 24 ساعتونو پوري د درملني په دوران کي تر نظر لاندي ونيول شي .

که چيري نفس تنګي (Dysponea) او د عضلاتو لړزه په څاروي کي وليدل شي بايد فوراً دهغه په درملنه اقدام وشي .

د يادوني وړ ده چي د Cl. Perfringens ټول ټايپونه د Penicillin G ، Tetracycline ، Chloramphenicol ، Furazilidon او د Erythromycin په مقابل کي حساس دي ولي د Amino glycosides په مقابل کي مقاوم دي همدارنګه د C او D د ټايپونو انتي توکسين د ناروغه څاروي د پوستکي لاندي د 5ml په اندازه بايد تطبيق شي او د درملني څخه وروسته څاروي ته بايد Probiotic تطبيق شي ترڅو د رومن او کولمو مايکروفلورا بيرته فعاله شي او څاروي ته بايد Thiamin (Vit B1)  د عضلي يا د رګ  د لاري تطبيق شي .

د يادوني وړ ده چي د انتروتوکسيميا په حاد او په تحت حاد واقعاتو کي تداوي موثره نده خو بياه هم د 50ml مخصوص Hyper Immuno Serum د هر 4-8 ساعتو کي د پوستکي لاندي زرق کوو او په Sub acute او Chronic واقعاتو کي حيوان ته انتي توکسين د تتراسکلين سره يوځاي د 5-10mg/lb د خولي له لاري تطبيق کول درملنه مؤثره کوي .

 

کنترول او وقايه(Prevention and control)  :

څرنګه چي انتروتوکسيميا يوه حاده او وژونکي ناروغي ده نو پدي اساس د درملني چانس موجود نه وي نو ددي ناروغي د کنترول او مخنيوي لپاره لاندي ټکي بايد په نظر کي ونيول شي :

 

1- د زياتو خوړلو (Overeating) څخه مخنيوي او څاروي ته د مناسبي جيري تعين کول.

2- هغه پسونه چي د غوښي په منظور ساتل کيږي د هغوي په خوراکه کي بايد 7/5gr د ګوګړو تيزاب تر يوي مياشتي پوري علاوه شي .

3- د چاغو پسونو او ډنګرو پسونو جلاکول او همدارنګه د زړو او وړو پسونو جلا کول.

4- په تدريجي ډول د خوراکي موادو بدلون يعني د وچو څخه شنو او يا د شنو څخه وچو ته.

5- د بالغو ميږو واکسين کول دوه ځلي د 3-4 هفتو په فاصله کي ضروري دي.

په حامله ميږو کي غوره ده چي دوه مياشتي مخکي د لنګون څخه واکسين شي او نوي زيږيدلي وريان چي مورني معافيت نلرري په دري ورځني عمي کي همدارنګه په يو مياشتني عمر کي واکسين کول ئي ښه نتيجه ورکوي .

لکه څرنګه چي پورته ذکر شول چي حامله ميږي بايد د حاملګۍ په څلورمه مياشت کي ددي ناروغي د مختلفو ټايپونو د هغوي د Toxoid په ذريعه واکسين شي او بيا د 2-3 اونۍ وروسته يو Booster dose واکسين تطبيق شي ترڅو په لوړه کچه مخنيوي منځ ته راوړل شي .

کومه وريان چي ددي ميږو څخه پيداکيږي د انتروتوکسيميا په مقابل کي Passive معافيت حاصلوي او همدارنګه وري او سيرلي بايد د خپل عمر په 2-3 مياشتو کي بايد وکسين شي ځکه هغه معافيت چي د مور څخه ئي د ورګو (Clostrum ) پواسطه اخيستي وي د 2-3 مياشتي وروسته ئي اغيزي کميږي او څاروي ددي ناروغي په مقابل کي کمزوري کيږي .

بلارب څاروي بايد هر کال واکسين شي . هغه وريان چي  د مور څخه پرته د واکسين څخه پيداکيږي کيداي شي چي هغوي د B ټايپ د انتي توکسين په ذريعه واکسين او تداوي شي دغه واکسين کولي شي چي د 3-4 هفتو په موده کي چي د ناروغي حساسه او خطرناکه موده ده وريان وقايه کړي .

د انتروتوکسيميا د نورو ټايپونو کترول د حيواناتو  د نوعي او روزني پوري اړه لري .

په کوم وخت کي چي ناروغي خپريږي نو د حيوان په جيره کي د زياتو دانه بابو او شيدو خوړلو څخه ډډه وشي . د ايتروتوکسيميا د D ټايپ په مقابل کي هم Bacterin او Toxoid موجود دي ددي لپاره چي په څاروي کي مناسب معافيت توليد شي نو دا واکسين دي کم ترکمه دوه دوزه د 4 هفتو په وقفه کي تطبيق کړاي شي .

کوم وريان چي 6 اونۍ عمر ولري پدي طريقه نشي کيدلاي چي د هغوي د ضايعاتو څخه مخنيوي وشي ددي لپاره چي دغسي وريان ژوندي پاتي شي او د D ټايپ په مقابل کي معافيت ولري لازمه ده چي هغوي ته د Toxoid دوه دوزه واکسين تطبيق شي يو دوز د لنګون څخه دوه اونۍ مخکي او بل دوز د بچي د پيداکيدو څخه وروسته تطبيق شي .

کوم وريان چي دميږو څځه پرته د وقايي څخه پيداکيږي هغوي د ناروغۍ په مقابل کي مقاومت نلري نو لازمه ده چي هغوي د Hyper Immuno Serum په واسطه وقايه کړاي شي دغه ډول وقايه د شپږو اونيو پوري وريانو ته د انتروتوکسيميا د ناروغي په مقابل کي مقاومت وربښي .

که چيرته ناروغي په غير مرتب ډول خپره شي نو د D ټايپ انتي توکسين تطبيقول د ناروغي موقتي معافيت او کنترول لپاره ګټور ثابتيږي په همدي ترتيب هغه انتي بيوتيکونه چي د تطبيق پراخه ساحه لري د D ټايب د انتروتوکسيميا د درملني او کنترول لپاره ګټور دي همدارنګه Hyper immuno serum ، Sulphonamid او تتراسکلين د D ټايپ د اتتروتوکسيميا  د کنترول لپاره ګټور دي .

د انتروتوکسيميا هر نوعه واکسين د کلوستريديمونو د واکسينونو پشان د خطر څخه خالي ندي نو پد ي خاطر د څارويو يوه برخه په امتحاني ډول بايد واکسين شي کچيرته څارويو کي د Anaphylaxis علايم ښکاره شوه نو پدي صورت کي بايد څارويو ته Epinephrine او يا ددي معادل تطبيق شي کچيري په پسونو کي د کلوستريديوم ناروغۍ واقع شي نو پدي صورت کي دهغوي د وقائي لپاره Polyviolent واکسين واکسين څخه استفاده کيږي چي پدي ډول واکسينونوکي د    Enterotoxaemia ، Tetanus,Black leg او Broxy توکسيوئيد شامل دي .

 

ســپارښتني) (Suggestions

1- څرنګه چي انتروتوکسيميا يوه ساري انفکشني ناروغي ده او اکثره وخت د حوت ، حمل او ثور په مياشتو کي پيدا کيږي نو مالداران او فارم ساتونکي بايد پدي وخت کي څارويو ته غذائي مواد په فوري ډول بدل نکړي ځکه چي پدي وخت کي د انتروتوکسيميا د مکروب د ودي شرايط برابريږي.

2 – مالدارانو ته پکار دي هغه څاروي چي په انتروتوکسيميا اخته وي د روغيو څارويو څخه جلا او د درملني لاندي ونيسي.

3- د انتروتوکسيميا د ناروغي مکروب په بدن کي په طبيعي شکل وجود لري نو پدي وجه مالداران بايد په زياته اندازه دانه باب او زياته خوراکه څارويو ته ورنکړي ځکه چي دغه شرايط د مکروبونو د تکثر لپاره زمينه برابروي.

4- مالداران بايد خپلو څارويو ته د انتروتوکسيميا په ضد وخت په وخت واکسين تطبق کړي.

5- مالداران بايد څارويو ته په جيره کي په وقايوي ډول انتي بيوتيکونه او سلفانمايدونه په کافي اندازه استعمال کړي.

6- هغه ميږي چي لنګون ته نژدي وي بايد د 2-3 مياشتي مخکي د لنګون څخه د انتروتوکسيميا په مقابل کي واکسين شي ځکه چي ترڅو د ميږو بچيان د ناروغي په مقابل کي معافيت حاصل کړي.

7- وريان بايد دوه اونۍ مخکي لدي چي څړځاي ته لاړ شي واکسين شي همدارنګه وريو ته د پيداکيدو څخه فوراًً انتي سيروم تطبيق شي.

 

مـاخـــذونـه (References)

1- حسني طباطبائي ، عبدالمحمد ، بيماريهائي بکتريائي دام ، سال ،1384 صفحات 125-140.

2- حليمي ، محب الله ، د وترنري ساحوي واحدونو لپاره عملي لارښود ، کال،1995 ، مخونه.52-53.

3- سمسور ، عبدالقادر ، د پسونو د عامو ناروغيو پيژندنه او درملنه ، کال، 1994، مخونه 42-47.

4- عليزاده ، سياميک ، بيماري هائي بکتريائي دام و طيور ، چاپ اول ، سال، 1383، صفحات 12-17.

5 – فضايلي نژاد ، فريدون ، بيماري هاي دام و طيور ، جلد اول ، سال،1384، صفحات 170-173.

6 - P.Smith , Broadford , Large animal Internal medicine , 3rd edition , Year 1996 , pp 770-771

7- O.M. Radostits , C.C.Gay , Veterinary medicine , a text book of the diseases of sheep , goat and Horses ,9th edition , year 2006 ,pp 769,770,773

8- H.E.Amstutz, Bovine medicine and surgery , 1st edition , Year 1980 , pp 245-247 .  

سرپاڼه