انترکسAnthrax

تعريف ( Definition)  :                                                                   

 داناروغۍ د شخوند وهونکو حيوانا تو په تيره بيا  دغواګانو  يو حا ده او تبه لرونکې ناروغۍ ده چې په ناڅاپي ډول مړينه مينځ ته راوړي  کله چې حيوان په دې رنځ با ندې اخته شې نو طبعي سوريو څخه يي سور رنګه افرازات خارجيږي  چه زيا تره په هغه سيمو کې چې توده هوا  او لوړ روطو بت ولري  د اوړي په فصل کې زيات ليدل کيږي دا يوه بکتريايي وژونکې خطرنا که نا روغي ده چې زموږ دهيواد اکثره خلک ددې نا روغي دنوم سره اشنا دي  . ددې نارغۍ پواسطه مختلف حيوانا ت لکه  : پسونه ، اوزې  ، ميښې ،  غواګانې ، قچرې او دانسانانو په شمول اخته کيږي

د نا رو غي مترادف نومونه( syno names ):     

ددي ناروغي مترادف نومونه عبا رت دي له              

 1 -لاتين نوم عبا رت دي له (Malgnantpnstula)  

2 - فرانسوي نوم عبا رت دي له (carbon)

3- جرمني نوم يي عبا رت دي له (Milzbrand)

4 -انګلسي نوم يي عبا رت دي له (Anthrax)

5- يونا ني کي ورته  ذ غال(coal )   وايي .

6 -        ACUTE CANTAGIUS  SEPTICIMIA               

7-        SPLEENICFEVER

8  -wool  sorter       

9 - پښتا نه ورته تورټپ کوچيان  يي ټک فارسيا ن يي سيا ه زخم او د بد خشا ن خلک يي سپر زي بو لي

تا ريخچه  (History):

 دتور ټپ نا روغي ډيره اوږده تا ريخچه لري چي لمړي ځل لپا ره د daron لخوا کشف او robertkoeh    رابرت کخ ددي نا روغي په باره کي ډير ي مطا لعي وکړي چي germ theory  په نوم سره يا ديږي رابرت کخ وليد ل هغه با کتريا وي چي نا روغي منځ ته راوړي اخته حيوا ن په بدن کي دتکثرقا بليت لري او هم کيدا شي چي نا رو غي هغه حيوا ن دتجري په تو ګه دککړو موا دوپواسطه کولاي شي چي نا روغي تجربو حيوان ته انتقا ل کړي  او هم د دوهم ځل لپا ره تجربوي حيوا ن څخه دنا روغي تجربه اجرا کيداي شي پا ستور چي دوترنري دطبعي وسا يلو سره علا قه درلو ده نو موړي د ذکر شوي نا روغي عا مل په غيري مسا عدو شرايطو کي کشف کړه پا ستور متو جي شو چي د نا روغ کيد و قد رت يي له لا سه ورکړه ليکن معافيتي قد رت پا تي  دي پا ستو ر دټک  نا روغي تر مطا لعي لا ندي ونيول او دي نتجي ته ورسيده چي غواګا نو ته دانترکس نا روغي ا کثره ککړوسا حو څخه رامنځ ته کيږي ځکه چي ددي مرض ميکروب تر ډيره مودي پوري کولا ي شي په ځمکه کي با قي پا تي شي حتي تر [100 - ٦٠]پوري د ځمکينو چنجيو پواسطه دهغه با سيل دځمکي سطحي ته انتقا ليږي چي دحيوا ن دتغذيه او څړځاي  دککړيدو سبب ګرځي  دانترکس نا روغي د پيژند ني څخه وروسته  يي خپل پروګرام ته پراخوا لي ورکړ ه او دسا ري نا رو غيو دعاملينوپه پيدا کيدو بوخت شو او دايي څرګنده کړه چي مخصوص مايکرو اورګا نيزمونو پواسطه منځ ته را ځي نو له همدي امله اولين نا روغي دعا مل په حيث وپيژندل شو او اولين نا روغي ده چي مقا بل کي واکسين جوړشوي

خپريدنه   ( Epidemiology):

 ليکن دا نا رو غي په زيا تره هيوادونوکي وجودلري دخپريدني فيصدي يي دځمکي خاصيت اب  هوا  او د ده نا روغي سره مبا رزي په اسا س تو پير لري اود دي نا روغي عا مل يو ميکروب دي چي تر کلونو پوري په ځمګه کي ژوند کوي کلونوپوري دنوموړي نا روغي سبب کيږي اودبيلا بيلوهيوادونوپه څړځايونوکي اوپه غرنيزو علا قو کي چه  وجودلري چه حسا س حيوانات په نوموړي منطقو کي په نا روغي اخته کيږي دا نا روغي په اکثره هيوا دونو دنړي کي په انډيميک ډول ليدل کيږي دا نا رو غي دافغا نستا ن په ډيرو سيموکي په تيره بيا د شرق زون په سيمه کي دمني او پسرلي په موسمونوکي  ليدل کيږي چي ټو ل تي لرونکي حيوا نا ت خوپه زياته اندا زه پسونه غواګاني اوزي چي دتي لرونکو 80 فيصده يي غوا ګا ني تشکيلوي پدي نا روغي اخته کيږي

دناروغي عامل   (Etiology):

 دتورټپ دناروغي عامل bacillusanthracis ده چي دمر ګ  په وخت د حيوان دحيوا ن په بد ن وينه او دبدن په ټولو ترشحا تو کي وجودلري او فا ميلي يي با سيلا سيا bacillaceae   او جنس يي په نو عي پوري اړه لري چي طول 10-  3

  ما يکرون او دځيني بيا طول8 - 4 ما يکرون دي او عرض 1-1.5 ما يکرون پوري دي  چي ضخا مت يي 4-3 ما   يکرون پوري رسيږي پدي فا ميلي کي دوه جنسو نه وجود لري چي عبا ردي له:

  :genus bacillus -1چه ازاداکسجن ته ضرورت يعني aerobic   دي .  

2-   :genus clostridiumچه ازاد اکسجن ته ضرورت نلري يعني anaerobic دي چه دبا سيلو يي جنس فا تو جن  با کتر يا وي دي چه د با سيلو س انتراسيس نو ميږي   شکل يي لا يتنا هي دي اوحرکت نلري سپور او کپسو ل تشکيلوي چه سپورپه ازاده هوا کي  او کپسو ل په بدن کي منځ ته راځي ددي عا مل ميله ډوله   rod   په ډول جو ړ ښت لري متحرک ګرا م مثبت  په اوږد زنځيځر يا کوچني ميله ډوله وي کله چي اکسجن سره په تما س کي شي دخپل ځا ن په شا او خوا کي کپسو ل جوړوي  يو شمير با کتريا وي د سلو ل غشا خا رجي  برخه کي بر خه کي يو نا زکه طبقه لري چه ديو مغلق پو لي پيپتا يدي  موادوڅخه تشکي  شوي وي دا طبٍقه دلوندوالي په صورت کــــي ضخا مت يي 0.2ما يکرون   ته رسيږي چه همدغه طبقه  دکپسول څخه عبا رت ده چه ددي کپسو ل په نتجه کي اورګا نيزم کولا ي شي تر ډيراوږدي مودي پوري ژوند ي پا تي شي او همدا رنګه د سپو ر د تشکيل کولو لپا ره ښه شرايط دهوا د مو جوديت والي  او دحرارت درجي   c40-30 پوري موجودوي  دتور ټپ با کتريا دځا ن څخه توکسين دضرورت په وخت کي افرازوي او همدا نګه دسپور په خا رجي محيط کي زيــا ت مقا ومت لري  اوبا سيلو س انترا سس په او بو کي څو کا له ژوندي پا تي کيږي همدا علت دي چه دانترکس پوا سطه مړ شوي حيوا ن د اتو پسي اجا زه نه ورکو ي نوله دي کبله کولا ي شي د ډيري مودي لپا ره په خا وره کي ژوند کوي دتو دوخي په مقا بل کي مقا ومت لري او په او بو کي څو کا له ژوند کوي چه تو دو خه 120  د  سا نتي ګريد ته ورسيږي نو د دوه  سا عتو نو مقا ومت يا تحمل يا ژوندي پا تي کيدا ي شي او دهضمي سيستم جلد او زخم د لا ري بدن ته دا خليږي 

شکل او رنګ اميزي:  

دانتراکس ميکروب دمستقيمي ميلي په شا ن وي چه قطع شوي انجامونه  لري او په حدو د د يو( 1 ) ما يکرون عرض او د 10-3 مايکرون طول او هم 4-3 مايکرون پوري وي

 ليد ل کيږي په رنځوره غوا کي د کپسو ل شکل دميکروب کا مل مشخص وي ولي په عا دي محيط کي کپسول نه تشکيلوي  که چيري دا نترکس ميکروب په ازا ده هوا کي وکرل شي  نو سپور زيا ت توليدوي مګر دبد ن په دا خل کي سپور نه تو ليد وي ځکه چي هلته د اکسجن نشتوا لي همدا رنګه د تور ټپ ناروغي عا مل د    c 6  څخه ټيټ او د   c 42  څخه پورته سپور نه توليدوي  دانترا کس عا مل ګرام مثبت با کتريا ده او د انلين په ټو لو رنګو نو يي رنګ ا ميزي  په اسا ني صورت نيسي پـــه عـــــــا دي لا برا توا ر ي محيط کي په ا سا ني وده کو او غټيږي او د محيط غني کول په وده دميکروب کوم تا ثيرنه لري او دتو دوخي درجه با يد    c37 وي ليکن     c 44-14 کي  کمه وده کوي  يوهوا زي  ميکروب دي ليکن په غيري هوا زي شرا يطو-کي هم وده کوي  دانترکس ميکروب کا لو ني داګر  په سطحه کي سطحي وي او د ميده شوي شيشي په شکل وي په همدي اسا س فرانسويا نو دادا س  دڅټ له ويښتا نو سره مشا به کړي دا نترکس ميکروب مو ده  دژوند يي مستقيماد کپسول ا وسپور تشکل پوري اړه لري هرکله چه ميکروب دسپور د تشکل قدرت دلا سه ورکوي اولمنځه ځي د دي ميکروب مقا ومت د نورو با کترياو پرته پا ستو لايزيشن معمولي  ضد عفو ني موا د مقا بل کي کم دي  خو دغه ميکروب سپوردعا دي شرايطو  لا ندي تر کلو نو ژوندي پا تي کيږي او کله چه ورته شرا يط برا برا شي نو فعا ل شي دانتر کس سپور په مرطوب حرا رت کي 10دقيقوکي لمنځه ځي ليکن دوچ حرا رت په مقا بـــل کــي
 °
c 140 درجه کي تر 3 سا عتو مقا ومت کولا ي شي په  10 فيصده مــــحلول د فا رملين کي تر   c40 تودوخه لا ندي  دانترکس با کتريا  سپو ر 15 دقيقو کي لمنځه ځي  لکين په کمه تو دوخه کي زيا ت وخت ته ضرورت لري  اکسا يد کونکي موا د دټو لو ضد عفو ني موا دو په نسبت دانترکس سپو ر با ندي زيات تا ثير کوي چه په 3 فيصده   ها يد رو جن پر اکسا يد H2O2 په ظرف د يو سآ عت کي 4 فيصده محلول پو تآ شيم پر منګنآ ت په ظرف د 15 دقيقو کي لمنځه ځي  ولي هغه حيوآ نا ت چي دنوموړ ي نا رو غي له امله مړه شوي دي رشتوي شکل يي ظرف د 72 سا عتو کي او سپور دا ره شکل يي په ظرف د نهو ميا شتو کي حد اقل لمنځه ځي.

 

Pathogeneses:

انترا کس يو ډيره تيزهper acute    سيرکونکي نا روغي ده چه په شکل دsepticemia    سيرکوي او نا څا پي مړينه په کورني او وحشي وا ښه  خوړونکوکي منځ ته را ځي  انسا ن په غيري مستقيم ډول ا و ند رتاً په اتفا قي ډول دنا روغ  حيوان سره په تماس په وسيله يادرنځور څا روي  اضا في شيا نو يـــــا ککړپوستکي ويښتو او وړيو په وسيله اخته کيږي  چر ګا ن  په استثنا د فيل مرغانو مقا وم دي په څا روي کي غوا ګا ني په تجربو څا رويوکي هندي خوګ  چه د حسا س ترينو  حيوا نا تو دډلي څخه دي.                   

Stress: چه ولږه استر س دوره او ځيني نور عوا مل دحسا سيت د زيا توا لي سبب ګرځي  اصلي انزوتيک سا حي دانترکس لپا ره ګرمي او نيمه ګرمي سا حي دي چه دوا کسين په وسيله په انديمک ډول کنترول شوي که چيرته وا کسين ونشي نو موړي نا روغي به په سرعت سره خپره شي په مختلفو هيوا دو کي انترکس اوس مها ل د يو ي خطر نا کي په حيث نه پيژندل کيږي چه لا مل يي منا سب کنترول دي په هر حال نړيوا ل خپريدني لري او وا قع کيدنه يي په اب و هوا او خاورې پورې اړه لري په لومړۍ درجه کې په اروپا کې اوبه دوهمه درجه په اسيا کې ميځ ته راځي هغه سپورونه چي څړ ځايي ککړ کړي او دڅا روي په وسيله وخوړل شي نو د څاروي په رنځورتيا کي لوي لاس لري چه قلوي خا وري لوړي تودوخي او کم رطوبت ٫کي په صورت کي چي کله غوا ګا ني د غه ککړ وا ښ وخوري نوپه انترکس اخته کيږي چه اخته کيدنه دحشرا تو په وسيله ککړوخوړو دخوراک پوسيله څکلو اوبو پوسيله  او تنفس په زريعه صورت نيسي او دزخم په وسيله انتقا ل مو مي چه دتنفس په زريعه انتقا ل يي غواګانوکي دومره رول نلري کپسول دها ګ دککړو وښوسره يوځاي هضمي سيستم ته دا خليږي او په فعا ل شکل بد ليږي چي ځا ن  کلمو ته رسوي او يا دحلق دلا ري ځا ن حجرا تو او انسا جو ته رسوي  په انسا جو کي او لين سيستم چي د ميکرو ب سره مقا بله کوي هغه سيستم ده چي اجنبي اجسم خوري کپسول لرونکي برخي اجنبي خوړونکي سيستم سره مقا ومت او مقا بله کوي او په نتجه کي ميکروب دحملي په نقطه کي په وده شرو ع کو ي او دلمفا وي کا نا لو نو دلا ري ځا ن لمفا وي غده واتو ته رسوي او هلته دميکروب زيا تيدنه صورت مومي پس ميکروب دا خل دويني کيږي توري يا طحا ل ترکومه حده چي مقا ومت لر ي مقا بله کوي او با کتريا کنترو لو ي ولي څرنګه چي زيا توالي دميکروب په وينه کي جريا ن لر ي غواګا ني مړي کيږي او يا لمنځه ځي چي دغه مهال ميکروب  80  فيصذه په وينه کي او شل فيصده په توري کي وجو د لري پخوا وختونو کي دا سي فکر کيده چي غوا ګا ني د شعر يه عرو قو بندښت او شد يد تکثر له امله مړي کيږي ولي او س معلو مه شوي چي غو اګا ني د انترکس دبا کتريا د توکسين د تو ليد په اثر مړ ي کيږي چه د تو کسين تا ثيرا تو په اثر بلع کونکي حجرات دحيوا ن د بدن په دا خل کي زيا نمن کيږي همدا رنګه دشعريه عروقود نفوذ زياتوالي او دويني لخته کيد ني سيستم زيانمن کيدل دمکروب باکتريو سيدا ل خواصو له جملي څخه دي د
توکسين يا زهرو د توليد په وجه په شعريه عر و قو کي ترومبوز منځ ته را ځي ا و پلا زما د شعريه عروقو دزيا نمني شو ي اندو تيليوم څخه بهر ته جريا ن پيدا کوي او سبب دلويد لو د ويني د فشا ر ګرځي چي مرګ د انوکسي شوک او دپښتورګو دعدمي کفا يي په وجه منځ ته را ځي چي وروسته له مرګ  څخه په وينه کي ميکروب کم وي په پلا زما کي دتوکسين مقدا ر زيا ت وي

دنا روغي دانتقا ل لاري:

Transmission: انترکس ميکروب معمولا  په  مستقيم ډول داخته حيوان څخه سا لم يا روغو حيوا نا تو ته انتقا ليږي دا ميکروب داخته حيوا په ويښتا نو کي موجودوي دمرګ څخه مخکي په کم وخت کي د ترشحا تو او فضله موا دو پوا سطه  خا رج ته انتقا ليږي همدا رنګه که چيرته مړ شو ي حيوانا ت و  څيړل شي نو دالوتونکو يا ښکا ري حيوا نا تو پوا سطه ممکن ميکروب په وسع توګه په خا وره خپور شي او په کلي ډول سره دانترکس ميکروب په يو ه منطقه کي ممکن دي چي داوبو پوا سطه حشراتو سپي او ټو ل غوښه خوړونکي وحشي پرند ګا ن او د حيوا نا تو فضله موا دوپوا سطه تا مين  شي دمرض عا مل هغو منطقو ته چي عا مل ليږ لي نو ي دحيوا نا تو دککړ و مو ا دو (هډو کي پوستکي ويښته وړيو ګرد سري )په وا سطه انتقا ليږي انسا نا نو يا حيو ا نا تو ته لکه غوا ګا نوته د انترکس ميکروب دتنفس دلا ري او دپو ستکي زخم يا هم د ګريدني

 دلا ري بدن ته دا خليږي معمو لا تصور کيږي چي د ککړ و او بو څکلو يا د ککړو غذايي موا دو په خوړلو بدن ته دا خليږي مګر په تجربوي ډول د سپو ردخوړلو په وسيله زيا تره حا لا تو کي مو فقيت نلري اوددي نا روغي عا مل دزخمو نو د لا ري انتقا ليږي يا بدن ته دا خليږي دنا رو غي خپريدل هغه څړ ځا يو نه ته چي دعا مل څخه پاک وي ممکن دککړ و خا ورو دخوړلو پوا سطه ا و د مخا طي جر ا حا تو پوا سطه صورت نيسي همدا رنګه دککړو وښو او مکرو بو نو حمله هم رول لري يا دهډو کو په وړو يا پرو تين کي مو جودوي يا دغذا يي موادويا اوبو پوا سطه داخته حيوا ن ترشحات لکه وينه او الو ده مواد واوبه ممکن فضله موا دفضله او بو يا داخته حيوا ن داسکليټ يا په ځمکه کي دانترکس عا مل عبو ر په وسيله دا نا روغي دککړو سا حو څخه نوي منطقو ته نا روغي  ا نتقا ل شي  احتمالا دا نا رو غي  د تنفسي سيستم د لا ري هم په حيو انا تو کي انتقا ليږي چي کم اهميت لري دګرد او غبا رپوا سطه با يدپه نظرکي ونيول شي  چي دانترکس نا روغي په انسا نا نو کي د
استنشا ق دلا ري د وړيو او د ويښتو پواسطه چي سپور کي وجود لري منځ ته را ځي چيچو نکي ما شي او دټو لو حشرا تو پو سيله ممکن ميخا نکي ډول ميکرو ب نا روغ حيوان څخه روغ حيوا ن ته انتقا ليږي دچيچني په سا حه کي يو طريقه دموضو عي التها ب (
local ) ده په الو ده سا حه کي په او ړي مو سم کي دما شو دډ ير وا لي له امله زيا ت صورت نيسي نو ويلاي شو چي په عمو مي ډول انتقا ل دنو مو ړي نا رو غي په دري طريقو صورت نيسي هضمي سيستم ،پو ستکي او تنفس دي دپو ستکي او تنفس لا رو څخه دحيوان اخته کيد نه سا ده طريقي دي ليکن دهضمي طريقي
لا ري يي امکا ن لري چي زيا ت طبعي انفکشنو نه دهمدي هضمي طريقي له لا ري صو رت نيسي .                                                                                                                

حساس څاروي:

په طبعي ډول واښه خوړونکي څاروي له دې ناروغي سره حساس دي خو شخوند وهونکي حيوانات لکه : غواګانې ، پسونه او وزې لدې ناروغې سره فوق العاده ډول حساس دي خو که چېرته
 غواګانوکې فوق العاده شکل واقع شي نو زياته مړينه رامنــځ ته کوي او يو سمه حيوانات وروسته دشخوندوهونکو حيواناتو څخه لـــکه : آسونه ، کچرې ، خره او خوګان هم پدې ناروغي اخته کيږي .

وحشي واښه خوړونکي لکه : فيل ، هوسي او غواګانې دانترکــــــس سره حساس او سبب يي دوامداره غفونت ګرځي خو په ککړ و ساحوکې غوښـه خوړونکي حيوانات دانترکس په مقابل کې حساسيت لري او دا حيوانــات په استثنايي ډول پدې ناروغي اخته کيږي ولي اکثره الوتونکي دنومـوړې ناروغۍ په مقابل کې مقاوم دي انسانان ددي ناروغۍ په مقابل کې حساس دي غالباً دا ناروغۍ په انسانان کې موضعي جلدزخمونوله لارې منځــــته راځي
 ولې وژونکي او
(Sepicemia ) شکلونه يي په انسانانو کې ليدل کيـــږي د حيواناتو نژادونه هم تاثير کوي لدې ناروغۍ سره افريقايي غواګانو نسبــت نورټولو نژادونو ته مقاومت لري همدارنګه ځوان حيوانات نسبت زوړ حيوان داکتسابي معافيت دلرلو په اساس زيات معافيت او مقاومت لري مساعد کونکي عوامل يي تنده ، نو تيغ وهلي واښه ،ستړيا ،ګرمي وهــنه او مو ضعي عوارض لکه خرابه موضعي ويــنه ،بهيدنه او مختلف مسمومونکي عوامل کولاي شي چې ناروغي ته شرايط برابرکړي لابراتوار ي حيوانـات لکه : هندي خوګڅه ، سوي او موږکان اخته کوي چې هندي خوګچــــه ، ترټولو حساسه او صحرايي موږکان ترټولومقاوم دي او خپريدنه کې دومره رول نه لري .

 

ناروغۍ کلينکي نښې:

ددې حيوان پټه دوره دحيوان په حساسيت ددخول په لاري اودميکروبونو په تعدادپورې اړه لري .

پټه دوره په غواګانو او آسونوکې درې ورځو(٣)او په پسونو کې له يوې نه تــر دوه ورځواو په خوګانو کې تريوې اونۍ پوري ده ددې ناروغۍ تـظاهرات دميکروب د دخول په لارې پوري اړه لري او هغه مواردوکې چې انفکشن دداخلي اندامونو دلاري منځ ته راشي نو رنځ په ناڅاپي ډول او پــــــه سرعت سره دحيوان دمړينې باعث ګرځي .

د انترکس ناروغۍ  دومره خطرناکه ده چې په بغير دعلايمو او نښــــــــو دڅرګنديدوڅخه وژني

 

پټه دوره   (Incubation Period ):

په عمومي ډول ديوې اونۍ څخه تر دوه اونيو پورې دوام کوي مګر دسير له نقطې نظره په څلورو شکلونو سره ليدل کيږي

1- فوق حاده يا ډېرتيز            (Per acut )

2- حاد يا  تيـــــــــز              ((Acut

3- نيمه حاديا نيمه تيز              (Sub acute )

4-دومداره يامزمـــن                (Chronic )

چې دper acute   او acute   په شکل سير کوي او دحاد په شکل سيــر په وخت کې دناروغۍ نښې په مړه حيوان نښې ليدل کيږي چې دټولو طبعي سوريو څخه وينه ډوله (وينه لرونکې) افـــرازات خارجـــــــــــيږي .

دفوق حادپه شکل واقعه کې دناروغۍ دوره (2-1)   ســـــاعتوپورې وخت نيسي چې اکثره  وختونه داواقعات په غواګانو کې ډېر زيات رامـــنځ تـــه کيږي او حيوان بيله کلينکي نښو څخه مړ ليدل کيږي دمړشوي حيــــوان جسد پړسيږي او دطبعي سوريو څخه وينه ډوله افرازات دخارجيدو په حال کې وي دغه مهال حيوان تبه لري چې تودخي درجه يي 41-42cسانتي ګريد پورې دحاد په شکل دناروغۍ دوره لنډه هيجاني او دبدن تودوخـي درجه يي  42c°  سانتي ګريد ته لوړيږي او وينه ډول اسهال ليدل کـيږي داځکه چې په دغه دوره کې دحيوان په بدن کې  (Gastr Intritis) منځ ته راځي په آسونو کې دحرارت درجې لوړيدوسره يوځاي Colic منځ ته راځي حيوان په دغه وخت کي په سختې سره داټوليږي او دريدلــې نشې په ځمکه غورزيږي دخولې څخه سره ډوله افرازات خارجـــسيږي په آسونو او نورو حيواناتو کې معمولاً په لږه اندازه دغـاړې ، سينې او اوږو په برخه کې سور رنګه کاربونکل ليدل کيږي  دا کاربونکل په لمړي ســرکې سخت ګرم او تماس په وخت کې حساسيت دځان څخه ښکاره کــسوي که دناروغۍ په وخت کې حيوان وليدل شي نو مهمې کلينکي نـښې يــــــي د تنفس زياتواي ، ژوروالي دتنفس ښه خوراک نه کول ،د شيدو په توليدکي کمبود ،دويني اسها ل اوoedema ليدل کيږي چې د acut  شکل ناروغۍ دوره اته څلويښت  ) (48  ســــاعته پوري وي که پدې وخت کې ناروغــي تشخيص شي نو تداوي په موثر ډول سرته رسږي.

دډېرې حاد  (Per Acute )    په شکل چون وخت ډېرکم دي نوتداوي ته يي چندان ضرورت نه ليدل کيږي چې په غواګانو کې  د تورټپ ناروغــۍ Acute  او Per acute    په شکل سير کوي پدې ناروغي اخته حيــــــوان دتودخي درجه لوړه وي او ځاي پرځاي دډېر وخت لپاره پړسيږي په هغـه حيواناتو کې چې واقايه شوې نوې لکه پسونه او وزې هميشه ناروغۍ پـــهPer aute  شکل ظاهريږي چې غټ علا يم  يـي Septicemia  نا څاپــي مړينه او همدارنګه طبعي سوريو څخه وينه بهيدنه او دپوستکي لاندې وينه بهيدنه ده په نورو واښه خوړونکي حيواناتوکې تبه ، تنفسي اختلا لات ،بې خوراکي او مړينه په خوګانو او غوګانو او غوښه خوړونکو کې لومړنى علايم موضعي او ديما (Oedema ) دمخ پړسوب او دغــــاړې پړسو ب ، د وينې لخته کيدل او هم موجوديت د  Splinomali  څخه عبارت دي.

 

په غواګانو کې ناروغۍ:

پدې حيواناتو کې ناروغي په شکل دډېر تيز او تيز ( Acute  -Peracute) ښکاره کيږي ډېرتيز  Per  acute   شکل ناروغۍ
 غالــــــــباً په شروع کې ايپديمک شکل او معمولاً دلومړيو علايمو دښکاره کيدوڅخه پرته مړ کـيږي ددې شکل ناروغۍ سير معمولاً د
(2-1)   ساعتونو پورې وي ولې تـــــبه ، دعضلاتو رپيدل ، نفس تنګي او وينه ډوله مخاط ممکن وليدل شي.

مبتلا حيوانات ډېر ژر متشنج کيږي او وروسته د تشنج څخه مري وروســـته دمرګ  څخه  د مقعد ا و فرج څخه وينه خارجيږي او حاد شکل د ناروغــي سير په حدود د  48-24 ) ) ساعتونو پو رې دې ستړيتا او فوق الــسعاده بې قرارې په ابتداکې وجود لري د حرارت درجه 42c0     سانتې ګريد پـــورې لوړه ځي تنفس يي ژور او ضعيف نه بلکې شديدوي او مخاطي افــسرازات يي وينه لرونکي وي او دزړه ضربان زياتوالي کوي دغذاخوړل او شـخوند قطع کوي هغه غواګانې  چي بلاربې وي ممکن سقط وکړي دشيــــــــدو غواګانې دشيدوپه توليد کې هم فوقو العا ده کموا لي راځي او کيدا شي چي په شيدو کي  وينه هم وليدل  شي او يا ژيړ رنګ په نظـر راشي اسهال ورسره موجودوي او اسهال ورسره وينه ډوله وې او ممکن ژبــــه يا ستوني کې زخم يا غو ټه وليدل شي .

دناروغۍ تشخيص ) :(Diagnosis

ددې ناروغۍ تشخيص د کلينکي نښو او حيوان دمړينې څخه وروسته نښــو نښانو څخه په احتمالي ډول صورت نيسي .

ددې ناروغۍ تشخيص د اپيديمولوژي او لابراتواري معايناتو په ذريـــــــعه اجراکيږي دباکتريالوژيکي معايناتو لپاره نظر دناروغۍ په شکل سره نـــمونه اخستل کيږي لکه : محتوياتو کرنکل غوږ څخه وينه استفرق او مواد غـايطه او همدا رنګه لکۍ څخه نمونه اخستل کيږي او لابراتوار ته ليږدول کيـږي او همدارنګه دناروغ حيوان دځيګر او توري څخه سيمپل اخستل کيږي او درنګ څخه وروسته تشخيص کيږي چې ناروغۍ د انترکس مثبـت  ( +) دى که منفي (-) 

همدارنګه سير لوژيکي تشخيص پواسطه هم دانترکس دتشخيــص په موخه د مريض غواګانې دوينې سيروم درنځ د انتي سيروم سره يوځاى تــــعامل ورکول کيږي کچيرته تعامل په نتجه کې انتي سيروم او انتي جن سپيـــنه حلقه منځ ته راوړي نو د انترکس په موجوديت دلالت کوي او هم دارنګه نو موړې ناروغۍ دځينو نورو ناروغيو سره ورته والي لري لکه : يليک ليګ ، مليګ نانټ او ډيما او تو بر کو لو زيسس سره ځکه چې دغه ټول رنځونه پــه همدې ډول ناڅاپي مړينه منځ ته راځي او پرته لدې چې ناروغ کلينــکي نښې وښي مړ کيږي چې دغه رنځونه دلابراتواري معايناتو پواسطه يودبـل څخه تفريق کيږي.

 

دناروغۍ تفريق تشخيص:

ناڅاپي مړينه چې حيواناتو کې په سترګوکيږي بې شميره عوامل لري چې يو دبل څخه بيلول زيات سخت دي چې معمو لاً دو يښتانو تو ئيدو سره يو ځآى او همدارنګه هوا توپاني والي په وجه دانترکس دناروغۍ سره توپير کيدالي شي ممکن دتورلنګي ناروغي حاد شکلونه دانترکس دناروغۍ سره ورته والي لري خو دغه  ناروغي زياتره په ځوانو حيواناتو کې تر سترګو کيږي  همدارنګه چې ګاز لرونکي پړسوب چې په تورلنګي کې ترسترګوکيږي بيادانترکس په ناروغۍ کې نه ترسترګو کيږي نور ګلو ستريدي افستونه په خاصه توګه په خوګ کې کيدايشي انترکس ته ورته وي هغه نور ځينې رنځونه چې انترکس د ناروغۍ سره شبا هت لري يعنې ناڅاپي مړينې منځ ته راوړي عبارت دي له  

 حاد  وژونکى پړسوپ   Acute Fatal bloat

١- تور رنځونه  (Black disease  )

٢-  حادمسموميت  Entritis    and   Acut   Poisining)  )

٣- ددماغ څخه د وينې بهيدنې په اساس مړينه  (Epistaxis )  د Vena cawal   دسندروم په ذريعه واقع کيږي.

٤-  دتور لنګي ناروغي يا ( Blackleg disease )

دليپتوسپيروزس حاد شکلونه معمولاً په  انفرادي ډول منځ ته راځي او دهيموګلوبين يوريا په وسيله مشخص کيږي با سيلي هيمو ګلوبين يوريا  دځيګر دانفر اکتوز درلودونکي وي دوينې کلچر د ناروغۍ لپاره ډېر موثر دي سربو حاد  تسمم او دمګنيشسيم دکمبود په وجه معمولاً دواضحو عصبي نښو او جسد خلاصو لو په ذريعه تشخيص کيداي شي دمار چيچينيې په واقعاتو کې موضعي  پړسوب دغاښ وهنې په شا وخواکې ليدل کيږي نو پدي حا لاتو کې بايد دانترکس مو جوديت دنظره ونه غورځول شي چې په شکمنو حالاتو بايد دلابراتواري معانياتو پواسطه تشخيص صورت نسي .

 

 له مړينې څخه وروسته نښې (Postmortem):

 دبدن دطبعي سوريو څخه وينه بهيدنه،  پړسوب او دشخوالي نشتوالي له امله د طبعي حالاتو څخه څو ځلي توري لويوالي د وينې نه پړن کيدل دوينې تور والي چې د O2 په کموالي او دCo2  په ډيروالي پوري اړه لري چې داټولې دناروغۍ نښې ګنل کيږي . دکولمو پړسوپ ،لمفاوي غدواتو غټوالي، عمومي جسد غټوالي.
 هغه نښې چې جسد کې ليدل کيږي  عبارت دي له :

 

1-   شخوالي نه موجوديت        6 -   دپوستکي لاندې وينه بهيـــــــدل

2-  عمومي جسدپړسوپ            7-  دتوري غټوالـــــــــــــــــــــــى

3- دوينې نه پړن کيدل            8- دټول عضويت سره دوينې خلط کيدل

4-ODema پړسوپ                  9- دکولموالتهاب او په غوښه کې دوينــي  

5-دطبعي سوريو څخه وينه ليـدل  ډوله افرازاتو خارجيدل

 

  انترکس دعامې روغتياله نظره:

 دتورټپ ناروغي انسانانو ته هم ورځي . او کيدايشي دمړينې سبب شي له همدې امله بايد پدي ناروغۍ د اخته حيوان غوښه ونه خوړل شي او ډډه تري وشي دا ناروغې په انسانانو کې ټپونه په تيره بيادپوستکي ، مخ ،لاس ، غاړې ، پښو او سر په برخه کې منځ ته راځي چې انسانانو ته دګردوغبار او استنشاق پوسيله کارګرانو ته دوړيو او ويښتو پوسيله چې دمکروب سپور لرونکي شکل لري انتقاليږي ولي په منځ ددې کسانو کې دپو ستکي انترکس خپريدنه زياته ده .

همدارنګه دچيچونکو ماشو او حشرو په  وسيله ممکن ده چې انترکس مکروب دککړيدو وروسته ناروغۍ انتقاليږي چې په انسانانو کې ريوې او هضمې انترکس منځ ته داځي چې انسانانو ته عموماً په لاندې طريقو انتقاليږي

١-له مړڅاروي نه دجسد خلاصولو په وخت کې يا دناروغ څاروي دحلالولو په خت کې

٢-ککړوحيواني محصولاتو له لارې

 ٣- چيچونکو حشراتو پواسطه : نو له همدې امله هغه ډله خلک چې په مسلخ کې کار کوي يا دپوستکو له خرڅلاوسره سروکارلري او يا هم په ککړو او الوده محيط کې ژوند کوي نو بايد دانترکس مکروب سره په پوره معنا بلد تيا ولري او ځان ترې وساتي ځکه د اناروغۍ په انسانانو کې هم دغواګانو په شان يوه خطرناک وژونکى او اقتصادي زيان رامنځ ته کونکې ناروغۍ ده چې تر ټولو زيات ددې ناروغۍ سره وترنران ، وترنرانو معاونين ،مالداران او صحت عامې ډاکتران په تما س کې دي او تر ټولو زيات واقعات هم پدوي کې منځ ته راځي نو بايدځان ترې وساتي.

 

 دپوستکي انترکس ( Dermal  Anthrax):

 پوستکى يا جلد انترکس ته  Malignant Pustala  هم وايي ميکروب يا دمکروب سپور داخل کيدل پوستکي ته دجلدي انترکس باعث ګرځي دناقلو حشراتو رول لکه شنه او ابي مچان دپو ستکي په انترکس کي رول لري چيچونکي حشرات حتا کنه هم ددې ناروغۍ دانتثقال باعث ګرځي دتورټپ اکثره دغاړې په ناحيه او همدارنګه دلاس په ناحيه کې ليدل کيږي او معمولاً علايم يي وروسته ديو پټې دورې (١-٢) ورځو څخه ښکاريږي په لومړي مرحله کې سخت خارښت احساس کيږي او په تدريج سر ه داوړوکې طاول يا   Pnstula   چې دخاورې په رنګ يو مايع څخه ډک وي شکل او دډ ېر خارښت په واسطه ژر چوي او پدې ځاي تور رنګ زخم پيد اکيږي او هم داشان يو څو واړه پستول ډوله جوړښـتونه چې اولې پستولونه دي ښکا ريږي او زياتر ه وخت د(٢-٣) ورځو کلينکي نښود ښکاره کيدونه جلدي زحمونه دتوجو وړګرځي دزخم شاوخوا انساج په تدريح سره سخت او قرميزي او کله کله پړسيږي ي ولي بعضي وختونه زخم زياتوالي کوي او لمفا وي غدوته هم سر ايت کوي دغه پړ سوب هميشه نرم او سپين رنګي   وي او د دي دپا سه ممکن ده چې پسټول ډوله جوړښت تشکيل شي چې اوبه لرونکې زيړډوله مايع ورڅخه خارجيږي چې بلاخره دپښواولاسونو ناحيه او اويادغاړې اوسينې ناحيه ګيروي اودخيټي تربرخې پورې رسيږي چې دغه مهال تنفس مشکل وي اومخ رنګ يې توريږي عمومي علايم يې متغيراواکثره وختونه لنډوي ولې بعضې وختونه ممکن وي چې دبدن تودوخه د٣٨،٥-٣٩،٥درجې سانتي ګيراداوحتي ٤٠درجې سانتي ګيرادپورې رسيږي .او سردرد،رپيدنه، استفراق ،او اسها ل هم ورسره وي او د7-5  وروځو پوري مړينه منځ ته را وړي رپيدنه انترکس ممکن ده چي نا روغي دهلا کت په طرف يوسي دپو ستکي انترکس کو لا ي شي چي دميکرو ب په کرلو او ليد لو با ندي تشخيص شي .

 

ريوي انترکس په انسانانوکې :

داشکل دناروغي دانترکس په سپور باند ککړګردوغبار پواسطه منځ ته راځي او پدي علت باندې غالباً په کار خانو کې دويښتو دوړيو د تهيه کولو په نتجه کې ليدل کيږي او مکمل عوامل يي لکه زخمونه داستنشاق پواسطه دګردونو په مرسته منځ ته راځي پدې شکل دناروغي کې دانترکس دميکروب سپورونه وروسته دداخليدو درګونو څخه دمګروفا ژونو په وسيله خوړل کيږي اوپه خپله لمفاوي غدو مډ ياستنيال او يرانشنيال ته رسيږي  او  وروسته په رشتوي شکل باندې وده کوي او زهرترشح کوي دوينې نه ډګ اولمفاوي غوټې پړسيږي او په تدريج سره داميکروب دلمفاوي غوټوپوسيله دوينې جريان ته داخليږي او عمومي ناروغي سبب ګرځي او ناروغۍ د دوري په اخر کې دناروغ مخ تور رنګه ، اسهال او استفراق دخېټې پړسوپ او همدارنګه خوله هم ورسره خارجيږي او اخته کسان د
 
80%-75% )  )مړه کيږي .

 

 په انسانانو کې دهضمې سيستم انترکس:

داشکل دناروغي دککړو خوراکي موادو په نتجه کې دخوړلو  لکه انترکس توليدوي دانترکس  ميکروب دکولمو په پو ښونو تکثير او زهر توليدوي او دخيري اونکروز تو ليد باعث ګرځي او وروسته لمفاوي غوټو او ميزنتريک ته ځي او  (septiceamia) توليدوي په شکل دناروغۍ کې نښي يي د کو لمو او معدې پړسوپ استفراق دګيډې درد  او وينه  لرونکي اسهال په ناڅاپي ډول ښکاريږي او ګيډه باد اخلي اوبلا خره مړکيږي

 

دانترکس په ضد معافيت :

طبعي معا فيت او يا مقاومت دحيواناتو په ځينو ډلو کې فوق العاده لوړوي او دغه حالت تر ډېره حده پورې دانساجو دمرګ وني فعاليت پورې چې دباسيل په وړاندې لري اړه لري نو دغه خاصيت دهستون دپروتيني چې د پولي پيپتايد شکل دې پورې اړه لري .

دعفو نت څخه وروسته حساسو حيواناتو جوړيدل دمعافيت دمنځ ته دراتلو سبب ګرځي او دهغې سيروم دلوړ انتي کوردر لودو لو په وجه حيوان ته حفاظت ورپه برخه کوي  ددې سره کولالي  شو  دهغه واکسين په زرقولو سره چې دمړشو باکترياو څخه په لاس راغلي ولې معا فيت منځ ته را وړو پاستو رپه 1881 م کال دا وښودل که چيرته دانترکس باسيل د (٤٢-٥٢)  سانتي ګريد تو دخي لاندي دڅو مياشتو لپاره وکرل شي نو دناروغي دمنځ ته لاوړني قدرت  دلاسه ورکوي او کو لاي شو ددغې مادې څخه حيواناتو ته دواکسين په حيث کار واخلو   او معا فيت منځ ته راوړو دلومړنيو فعاليتو نو په تعقيب دايمنو لوژيک فعا ليت په نظرکې نيو لو سره دانترکس باسيل يو ډول معا فيتي پروتيني انتي جن شکل تهيه شوي او تر ډېره حده تر  مطالعې لاندې نيول شوې دانترکس دباسيلونو پواسطه بې ويرولانسه کپسول نلرونکي شکلونه دنمو په حالت کې ازاديږي دغه تو کسينونه دګرمۍ سره حساس دي او پايداري نلري خو کولاي شوچې هغه دLipid  پارچه کولو پو اسطه وساتو دمعافيت موثر ډول دساتونکو انتي جنو دترزيق پوسيله حيوان اوانسان کې منځته راتلالي شي دغه ډول معافيت ضعيفه کړاي شو مکروبو نو پو سيله څوځله زيات دي په يو ډول خالص  انتي ژنيک شکل دواکسين دهغه ارزښت په وجه چې لري هغه کسانو ته چې دشغل په ډول دانترکس درنځ دخطرپه مقابل کې واقع دي په کار وړل کيږي .

 

 تداوي(Treatment ) :

تورټپ ناروغي خلاف معمولاً د انتي بيوتيکو نو څخه او هم دانترکس سيروم څخه استفاده کيږي  هغه غو اګانې چې په ډېر تيز (Peracut   ) شکل سره په مکروب اخته شوي وي نو مخکي لدې چې ي تداوي يا درملنې ته ضرورت پيښ شي غواګانې له منځه ځي ولي په تيز  Acut   شکل کې مخکې لدې چې ټولې کلينکې نښې ښکاره شي او در ملنه اجرا شي  شا يد ګټور تما م شي څرنګه چي انترکس خطر نا که وژونکي با کتريايي نا روغي ده او لنډه دوره لري نو مشکل به وي چه لمړ ي مر حله کي تشخيص شي نو قوي انتي بيو تيکو نو پوا سطه درملنه کيږي.

streptomycin -1

2-pinci lin

3- tetracycline

4- tetracycline

5 -teramycin

6 -oxytetracyclin

7-clorampinicol

 

 دناروغۍ وقايه او کنټرول :

پخوالدې چې نوموړې ناروغۍ په سا حه کې ښکاره  شي بايد واکسين دتورټپ په پسرلي کې کله چې حيوانات څړ ځايو ته ځې بايد تطبيق شي ددې معافيت دوره يو کال ده ټک دناروغي واکسين د تطبق څخه تر (١٤) ورځو پورې دناروغۍ په مقابل کې معافيت حاصلوي بايد محترم مالدار ن پدې وپوهيږي چې کله غواګاني ته واکسين تطبق وي نو اخته يا شکمن ځاي ته تر دوه هفتو پورې خپل څاروي انتقال نه کړي که چېر ته ګلې ته واکسين تطبق شي نو مالدار ن وپوهول شي چې تر (  ٤  ) و  ورځو پورې مو جوددي  هغه واکسين چې ددې ناروغۍ نه دوقايي په منظور زمونږ په ګران هيواد افغانستان کې ترې استفاده کيږي  (Anthrax Sporvacciue )  په
نو م ياديږي .

دمارچ او اپريل په مياشتو کې  غواګانو ته يوميلي  ( 1  ml ) او په واړو حيواناتو کې  0.5 ml  تطبيق کيږي  البته دپو ستکي لاندې

بايد په ياد ولروچې ددې واکسين تطبق  حامله غواګانو ته ښه نه دى ځکه  چې دنوموړي واکسين څخه ورسته په حيوان سخته تبه راځي او همغه اندازه پروجسترون چې جنين لپاره کفايت کوي هغه دکميدو سره مخامخ کيږي دانترکس دسپور ونو پواسطه چاپيريال ککړيدو دمخنيو ي لپاره بآيد اخته جسد يا وسوځول شي يا په دوه متره ژوره څاه کې چې چونه ورباندي  وي واچول شي او خښ شي . دناروغ په وړاندې دبدن قوت ډېر زيات رول لري  که ناروغۍ په ګله کې خپره  وي نو بايد  روغ له ناروغ څخه جلا او روغو ته بايد واکسين او ناروغ ته انتي بيوتيکو نه ورکړل شي يعنې هر کال په مني کې چې اورښت نوي شوي کارول کيږي څرنګه چې انتي بايوتيک په ما فيتي سيستم کې مداخله کوي نو بايد هغه څارويو ته چې انتي بيو تيکونه ورکړ شوي وي بايد ددوه ونيو پورې بايد واکسين نه شي نو لازمه ده هغه واکسين چې دپوستکو په کاروبار او تجارت کې لوي لاس لري نو بايد ي پاملرنه دهغې خفظ العمي ته وشي ځکه چې انترکس د(50-100 )  کلونو پورې په خپل سپور کې ژوندى پاتې کيدي شي همدارنګه هغه کسان چې قالينو په جوړونه کې لاس لري نو دوړيو څخه په استفادې کولو کې بايد دډيراحتياظڅخه کار واخستل شي او کافي حفظ السحه  بايد مراعت شي.       

 پاستور واکسين:

پاستورپه کال ١٨٧٩م کې اولين واکسين جوړ کړ ه پاستور او دهغه ملګري متوجې شول که چېرته د انترکس مکروب د تودوخي په - او دهغه ٤٢-٤٣   سا نتي ګريذ کي په دومداره ډول وکرل شي نو سپورمنځ ته راوړي شي رشتويي شکل هم تدريج سره کم شي هغه داسې چې 23-30    ورځوپوري دکلچر کرل په متوالي ډول دهندي خوګچي لپاره  هم بې ضرره دي  او د ١٠-١٢      ورځوکلچر کر ل په متوال ډول ددې قدرت نلري چې غواګانې مړې کړي  دپاستور په طريقه کې دمعافيت منځ ته راوړنې په خاطر ميکروب د دوه مختلفو سويو د ترزيق کولو په وسيله چې په مختلفو مراحلو کې وي استفاده کيږي .

لومړني شماره واکسين چي دهغه مدت په مکمل ډول کم شوي وي هندي خوګچه او سوي نه وژني او دغواګانو لپاره هم بې ضرره دي او دوهمه شماره واکسين چې زيات مدت لري موږک او هندي خوګچه وژني او غواګاني هم دحرارت شديد عکس العمل منځ ته راوړي چې په نادرډول دمرګ  سبب کيداي شي دپاستور واکسين دلومړي ځل لپاره په ١٨٨١   م کال کې فارس ته نيږدې په يو کلي کې په يو تعداد غواګانو او پسونو باندې وازمايُل شو او دوهمه شماره واکسينونه د دولسو ورځو په فاصله سر دپوستکى لاندې ذرق کړاي شول او دوه ونۍ وروسته په حيواناتو باندې دانترکس ميکروب په خاصه پيمانه وازمايُل شوه ددغې ازموينې نتجه دڅيړنې دکميسون دمامورينو لپاره دحيرانۍ سبب شو دا په داسې حال کې چې ټولې هغه غواګانې چې نه وې واکسين شوې هغه مړې او هغه چې واکسين شوې وې يوه يي هم مړه نه شوه نوپه دې تو ګه ددغه کار اجرا اصلي اهميت څرګند شو دپاستور طريقه  ډيرژرد عمل ډګرته داخل او ثابته شو ه چې واکسين شوي حيوانات په طبعي شراسيطوکې هم ميکروب په وړاندې مقاومت کوي دمعافيت دوره دنهو (٩)مياشتوڅخه زيات او دمړينې شمير يي دهغوحيواناتو په پرتله چې نوي واکسين شوي وي معافيت د واکسين څخه وروسته د 10  ورځو په موده کې اکثره منځ ته راځي نو پدې اساس په ککړ محيط کې هغوحيواناتو ته چې ناروغۍ دکمون په دوره کې ده . که دغه واکسين ورته زرق کړى شي کيداي شي چې مړ شي اوزياتره وختونه دواکسين کولو څخه 10 ورځو پورې مړينه وليدل شي.

دپاستور طريقه دتيرې پيړۍ په ورستيو کې شروع او تراوسه هم رواج لري چې ددې نارغۍ په مړينه کې دپام وړ کموالى راوړي او په تدريجي ډول معلومه شويده په خاصه تو ګه لومړى داچې دا وکسينو نه زياتر ه وختونه دزيات شدت په وجه په حيواناتو کې مختلف عکس الملونه منځ ته راوړي آن تردې چې ځينې مړه کيږي  دوهم داچې پاستور واکسين د ميکروب درشتوي برخې دغوښې په محيط کې منځ ته راځي او خارجي محيط او نور مختلف عوملو له کبله خپل شدت هغه اندازه دلاسه ورکړي چې هيڅ ډول عکس العمل په حيوان کې منځ ته رانه وړي اوپه عين وخت کې معافيت هم منځ ته رانه وړي نوپدې اساس دپاستور واکسين دلابراتوار څخه بيرون ساتل مشکل دي نو بايد ژرترژره واکسنين کړاى شي . 

سايونين لرونکي واکسين :

سايونين يوقسم صابون لرونکي مواد دي چې  نه پريږدي واکسين راساً جذب شي او ووځي له بدن څخه په اثر د واکسين کولو 
( مخلو ط ) کولو دسايونين او دسپور څخه تهيه شوي واکسين چې پاستور شماره  (
2) په نوم ياديږي حاصل شوي دي زرق په ساحه کې تخريش منځ ته راوړي او دبدن دفاعي قوه سخته وي او پدې ډول  معافيت قوي کوي دسايونين مقدار بايد له 10% فيصدو څخه تيري ونه کړي په غير له دې نه که چېرته تحريک شديد وي دپوستکي  دتخريش او دحيوان لپاره هم خطرناک وي .