په غواګانو کي د Babesiosis ناروغي

(Babesiosis in cattle (piroplasmosis

 

تعريف (Definition  ):

دڅارويو د ويني يو پرازيتي پروتوزوائي ناروغي ده چې د کنو په واسطه انتقاليږي. او مهم صفات ئي هيمولاتيک انميا(Heamolytic anemia ) ، هيموګلوبين يوريا ( Hemoglobin uria ) زيړي(Ichtirus)  او تبه منځ ته راوړي.

د کنو دنش وهلو په واسطه عامل دويني جريان ته داخليږي او د ويني سره کرويات تر حملي لاندي نيسي او حيوان په ناروغي اخته کيږي .

 

متراديف نومونه:

د Babesiosis ناروغي په مختلف نومونو سره ياديږي لکه

v    Ticks fever

v     Babesiosis

v    Red water

v               Tristeza

v         Texas fever

v   Cattle tick fever

v     Piroplasmosis

د ايوه پرازيتي پروتوزوائي ناروغي ده چې په مختلفو حيواناتو کي ليدل کيږي.

تاريخچې (History  ):

·      Babesia bigemina دلومړي ځل لپاره په رومانيا کي په ١٨٩٨ميلادي کال کي د smith Kilburn لخوا په غواګانو کي کشف شو.

·             Babesia bovis په ١٨٨٨ ميلادي کال کي د babes په واسطه وپيژندل شو.

نومړي د غوا د انفکشني هيموګلوبين يوريا په ليدو سره چې د هغه عامل  Babesia bovis چې متراديف ئي  Heamatococcus bovis دي ورته متواجي شو. دي فکر کوه چې دغه د تکزاس د تبي عامل دي.

·             Babesia Argentina په ١٩١١ ميلادي کال کي د falaurl stouman په واسطه کشف شو.

·             Babesia major په ١٩٢٦ ميلادي کال کي کشف شو.

·             Babesia ovata

·             Babesia jakemove

په محتلفو وختونو کي کشف شويدي

په هغو هيوادونو کي چې دغه مرض ليدل شوي  زيات تحقيقات شوي او همدارنګه زيات تجارب هم تر سره شوي دي چې د انسان او اهلي حيواناتو لياره د زيات اهميت وړدي.

د امريکا د متحده ايالاتو متحقيقين د زيات تحقيقاتو نه وروسته دي نتيجي ته رسيدلي دي چې ددي مرض د سنګينو تلفاتو د منځ ته راتلو عمده علت دادي چې دغواګانو د لويو لويو ګلو انتقال له يو ځاي څخه بل ځاي ته چې دي کار له ډيرو پخوا زمانو راپدي خوا د خليج په اطرافي ځايو کي لکه مکزيک او کاليپورنيا د ايالت څخه به د مسيسپي د رود او يا د وچې له لاري د حيواناتو انتقال صورت نيوه.

په ١٨٩٣ ميلادي کال کي امريکائي سميت  simethe او د هغه همکارانو علاوه ددي څخه چې د Babesia bigemena او دهغه انتقال ځرنګوالي ئي د  Boophilus anulatus په وسيله شرخه کړ د ملاريا او  طاعون د ناروغي نقلونکي چې د بند پايانو يا ارتروپوده ( Arthrophoda) څخه عبارت دي هم شرخ کړه او پدي  برخه کي ئي خپل ملک ته يو لوي د کاميابي زيري راوړه او همدارنګه د و ښودله چې بابيزيا د ويني پرازيت د غواګانو د

ويني په سروکروياتو باندي حمله کوي او په هغوي کي ناروغي منځه ته راوړي. دغه لوي کشف ددي باعث شو چې د بندپايانو يا  Arthrophoda اهميت د ځينو ناروغيو په انتقال کي او په تيره بيا د انساني ناروغيو په انتقال کي هم تر مطالعي لاندي ونيول شو

اخته کيدونکي ډولونه :

اهلي او وخشي څارويو ډير ډولونه لکه غويان ، پسونه ، اوزي ، اسونه ، خرو ، پشوګان ، ميښي او داسي نور

ددي مرض په مقابل کي اکثراً د شيدو اصلاح شوي نسل غواګاني ډيري حساسي دي

جعرافيائي انتشار (Epidemiology):

دا ناروغي په هغه منطقو کي چي ګرم سيره او حاره اقليم ولري زياته واقع کيږي لکه په افريقا ، استراليا ، اروپا ، جنوبي او مرکزي امريکا ، شوروي ، همدارنګه په پاکستان ، ايران او د افغانستان په ځينو برخو کي دا ناروغي ليدل کيږي .

 

د بابيزيا د ناروغي عوامل ( causes of Babesia):

 د بابيزيا د ناروغي عامل د مريض حيوان په سروکروياتو  په منځ  کي ځاي نيسي که څه هم د بابيزيا ډولونه او د حجري اندازي او شکل يو له بل سره توپير لري خو عموماً د ناک او د مڼي د زړي په شان شکل لري.

په غواګانو کي دا ناروغي امکان لري د شپږ نوعو په واسطه منځ ته راشي.

 Babesia bigemina او Babesia bovis مهم ترين نوعي په عربي نيمه کره کي دي.

 

د بابيزيا مهم انواع :

په غواګانو کي بابيزيا       piroplasmosis in cattle            

  • Babesia bigemina ( texas fever)
  • Babesia argentina
  • Babesia bovis ( cattle hemoglobin urea)
  • Babesia divergens ( British bovin red water )
  • Babesia ovata
  • Babesia major 

 

په اسونو کي بابيزويا piroplasmosis in horses  

Babesia caballe

Babesia equin

 

په پسونو کي بابيزيا piroplasmosis in sheep

Babesia motasia

Babesia ovis

 

په خوګ کي بابيزيا

Babesia trotmania

Babesia proncetovia

 

په سپو کي د بابيزيا ناروغي piroplasmosis in dogs

Babesia canis

 

د بابيزيا طبقه بندي   Classification of Babesia

Kingdom                       protista

Sub kingdom                protozoa

Phylum                 Apicomplexa

Class                         Sporozoa

Order                 Piroplasmorida

Family                      Babes idea

Genus                          Babesia

Spices                big mina , major , bovis , Argentina, ovata , Jake move

 

مورفولوژي (morphology) :

 ميروزويت (merozoit)  او تروفوزيت  trophozoit)) د ويني په سرو کروياتو کي دناک په شکل يا  perform په مدور، بيضوي او يا هم په بي قاعدي ( Irregular ) شکل سره معلوميږي او اکثره ئي د ناک په شکل  سره ليدل کيږي .

چې  Babesia bigemina  نسبتاً  لوي پرازيت د ويني دي چې

د سروکروياتو په داخل کي په مشخص شکل سره چې ګلابي دانو په دوتائي جسمونو چې په حاده زاويه کي سره اتصال لري ظاهريږي.

په نامنظم شکل ګرد يا اميبي شکل سره هم ليدل کيږي

 متراديف نمونه ئي عبارت دي له  piroplasma bigemina , pirosoma bigemina څخه عبارت دي

Babesia bovis يو وړه بابيزيا ده چې محتلف شکلونه لري چې په انفرادي شکل سره يا په دوتائي شکل سره په ګلابي رنګ سره په ازاده زاويه کي اتصال لري.

B. bigemina د حلقو ابعادو مساحت 1.5-3 ميکرونه دي چې سايتوپلازم ئي د (Rumanowesky) د رنګ آميزي په صورت کي په ابي رنګ يا Blue سره ليدل کيږي ځکه چې سايتوپلازم يي القلي خواص لري او کروماتين ئي په سور يا Reed رنګ سره ليدل کيږي ځکه چې هسته ئي تيزابي خواص لري.

نوموړي پرازيت اوږد والي ٣-٥ ميکرونه او سور ئي ١.٢-٣ ميکرونه دي. 

د ژوند دوران ( Lifecycle )

د بابيزيا پرازيت د غواګانو د ويني په داخل کي په غيري جنسي ډول په دوه ګوني تقسيم يا  Binary fission او احتمالاً دغوټي وهلو په واسطه تکثر کوي.

 

انتقال Transmission)):

ددي پرازيت انتقال د کنو په واسطه صورت نيسي د کنو د نيش وهلو په واسطه ددي ناروغي عامل د حيوان د ويني  جريان ته داخليږي او حيوان په ناروغي اخته کيږي

کني (Ticks) :

کني هغه خارجي پرازيتونه دي چي د حيواناتو وينه زبيښي او چښي ئي او ځيني وختو نه د خپل وزن سل برابره وينه له حيوان څخه څښلي شي.

کني په ډيره اساني سره په سترګو ليدل کيږي نوموړي پرازيتو نه د حيوان په سر ، اورميږ ،غولانځه ، د لکي لاندي مقعد ، د ورميږي په ځوړند ګونځي او يا داسي نورو ځايو کي چي ويښتان او يا وړي په کي کمي وي ليدل کيږي.

بالغ کوني څلور جوړه پښي ګرد او يا بيضوي بدن لري او بدن ئي د حشراتو په څير په سر ، سينه ، بطن باندي ويشل شويدي

 

دکنو د ژوند دوران (Life cycle):

د کنو د ژوند دوران په څلور مرحلي لري

١  هګي (Egg)

٢  لاروا (Larva)

٣  نمف (Nymph)

٤  بالغ (Adult)

څه وخت چي بالغه ښځينه کني د حيوان له بدن څخه په کافي اندازه وينه وڅښي د حيوان له بدن څخه ځمکي ته ښکته او د (٢٠٠٠-٢٠٠٠٠ ) داني هګي اچوي. د هګيو اندازه او شمير د کنو د نوعي پوري اړه لري او د هګي د اچولو څخه وروسته ښځينه کنه مري نوموړي هګي د چاپيريال د هوا ، مناسبي تودوخه او رطوبت په موجوديت کي د (٢-١٠) هفتي وروسته انکشاف کوي او په لاروا ورنه ازاديږي نوموړي لارواګاني په څړ ځايونو کي د واښو د پاسه پورته کيږي او کله چي حيوانات د څړ لپاره راشي په حيواناتو حمله کوي دغه لارواګاني څه وخت چي د حيوان له بدن څخه وينه وڅښي او لوي شي پرته له يو مزبانه کنو څخه د حيوان له بدن نه ځمکي ته راښکته او په نمف تبديليږي.

کني Ticks د خپل ژوندانه دوران په وخت کي څو ځله د حيوان له بدن څخه ځمکي ته ښکته کيږي په دري ډولونو ويشل شوي دي    يو ميزبانه ، دوه ميزبانه او دري ميزبانه کني          

طبعي انتقال ددي دوه نوعو  B.bigeminaاو B.bovis دBoophilus Spp کنو په واسطه صورت نسي. د کنو د تعذيه په وخت کي په مختلفو مرحلو کي کي ناروغي انتقالوي.

کني په دوامداره ډول سره د تحمداني انتقال په واسطه ککړيږي  ښځينه کني د ناروغ حيوان دويني د څښلو په وخت کي ککړيږي وروسته د ميزبان نه جداکيدلو د کني په انساجو کي تکثر کوي بعضي پرازيتونو چې تکثر (نمو) په حال کي د جنين په داخل کي داخليږي او د ناروغي عامل پرازيتونه د لاروا ،ځوانو ، بالغانو د تغذيه لپاره د نوي فقره لرونکي ميزبان ته انتقاليږي  .

کني په لاروائي مرحله کي امکان لري  B. bovis انتقال کړي اما B. bigemina تر څو پوري چې پوست اندازي کړي نه وي يا بالع شوي نه وي نشي انتقاليدي.                                                         انتقالونکي کني يا  vectors د پرازيت د  Boophilus spp او ځيني وختونه د  Haemaphysalis spp  او  Rhipicephalus spp پواسطه انتقال صورت نيسي.

يو ميزبانه کني(  one host ticks):

Boophelus Spp:- د غه جنس  يو ميزبانه کني (Ticks) دي چې د حيواناتو له ويني تغذيه کوي او هغه وخت چې او د ويني په واسطه ډکه شي يا  engorged شي په ځمکي ته ښکته کيږي او تر (٥٠٠٠٠ ) هګې اچوي وروسته له هګي اچولونه مونثه کنه(tick ) مړه کيږي. د مونثي کني په واسطه اچول شوي هګي په اوړي کي د ١٨ يا ٢٠ ورځي وروسته په متحريکو لارواګانو بدليږي. ولي په يخني او ژمي کي زيات وخت ته  ضرورت دي تر څو د کني په واسطه اچول شو هګي په متحريکو لارواو بدلي شي وروسته له څو  ورځو نه هغه متحرکي لاروا خپل ځان په ساقه او وښو باندي نښلوي او هغه وخت چې حيوان ددي وښو او يا ساقو ته رانيژدي شي او کني ته په حيوان د ختلو موقعي برابره شي خپل ځان په حيوان باندي نښلوي او د حيوان دويني نه په کافي اندازه تغذيه کوي. وروسته له دوو هفتو څخه دغه لاروا پوست اندازي کوي او په نمف (Nymph) بدليږي  چې اته(٨) پښي لري وروسته دغه نمف بيا پوست اندازي کوي او په يو بالغه کنهTick­)  باندي بدلږي او مونثه کنه د همدي ميزبان د ويني څخه تغذيه کولوته دوام ورکوي او د  engorged  کيدلو څخه په ځمکه باندي لويږي او په هګي اچولو باندي شروع کوي چې بيا د پخوا په شان خپل ژوند ته ادامه ورکوي

بالغه کنه ------> شفيره> ------- لاروا >------- دکني هګي

دوه او دري ميزبانه کني (two and three host ticks):

Rhipicephalus spp :-ددغه جنس کني دوه ميزباني او دري ميزبانه دي چې لاروا او نمف ئي د مريض حيوان د ويني څخه تغذيه کوي په غواګانو کي چې د ژوند وروستي مرحله پکي تکملوي په ناروغي اخته کوي. ځيني شواهد شته چې د بابيزيا پرازيت انتقال د مونث حيوان د رحم څخه بچې ته صورت نيسي  د تيکزاس د تبي ناروغي په حاره او مرطوبو ځايوکي ډيره زياته ليدل کيږي او ډير تلفات منځ ته راوړي.

دکنو مولثيت په بابيزيا پرازيت ممکن په ارثي ډول وي او يا په هغو حيواناتو کي چې دغه ناروغي پکي محراقي شوي وي او نموړي حيوانات کوم علايم نه ښکاره کړي او کني ورڅخه تغذيه کوي دکنو د ملوثيت باغث ګرځي . او يا هغه حيوانات چې د ناروغي څخه جوړشوي وي تر څو کالونو پوري د ناروغي عامل ددي په بدن کي موجود وي او د ناروغي د انتشار باعث ګرځي  د تکزاس د تبي ناروغي په جنوبي او شمالي امريکا کي د حيواناتو د انتقال په وجه باندي له يو ځاي څخه بل ځاي ته خپريږي . او همدارنګه کله کله ددي ناروغي انتقال د وخشي حيواناتو په واسطه اهلي حيواناتو ته انتقاليږي.

بايد ووايو چې د بابيزيوزس ناروغي د ناقلو کنو پوري اړه لري    هغه وخت چې د تکزاس د تبي ناروغي  د انتقال لاره د کنو په واسطه تائيد شوه نو د کنو په ضد مبارزه د امريکا په متحده الاتو کي په ډليزه توګه شروع شوه او په (١٠) کاله ئي دوام وکړه چې په ١٩٤٩ م کال کي دغه ناروغي پدي ملک کي باالکل له منځه لاړه

   د بابيزيا د پرازيت ميروزايتونه وروسته له هغه چې د کنو د نش وهلو په واسطه چې په فقاريه حيواناتو کي ئي د ويني د څښلو په واسطه وهي داخلوي دغه د حيوان په داخل کي په تقسيماتو شروع کوي چې د نوي تقسيم يا Schizogoini او  Budding پواسطه صورت نيسي.

ناک شکله ياperform د ويني په سرو حجراتو کي چې د ميروزاويت او تروفوزايت په نامه ياديږي هغه وخت چې ناک شکله پرازيت د ويني سرو حجراتو ته داخل شي او په سرعت سره ګرد شکل ځان ته عوره کوي او اکثره وخت دغه کولمو ته داخل شوي پرازيت غيري منظم شکل  Air regular وي او د اوږدو ريشتو  Long rays يا کاذيبو پښو  Pseudopodia  لرونکي وي او جسامت ئي لويږي او داسي شکلونه ښکاريږي چې د دري يا څلورو نقطو کروماتين  (Chromatindoste) لرونکي وي چې د نورو باريکو او کش شويو اشکالو د منځه ته راوړو قدرت لري او نور کروي شکلونه هم لري چې ددوه هستو لرونکي وي چې دغه شکلونه د  gametogenosis عمل سر ته رسوي او زايګوټ منځ ته راوړي او نوري مرحلي د کني د کولمو د اپيتل په حجراتو  (Epithelia cells) په داخلي ډول سره تر سره کيږي وروسته له ٢٤ ساعتو سګريټ ماننده اشکال چې اوږدوالي ئي ٨-١٠ مايکرونه او سور ئي ٣.٥ – ٤.٥ مايکرونه وي د کني په کولمو کي ليدل کيږي ولي په ياد بايد ولري چې دغه ټول تحولات د حجراتو په داخل کي وي  د ٢٤ او ٤٨ ساعتو په منځ کي وي دغه اشکال په بي قاعده اشکالو  (Irregular shaped)  باندي په داخل د حجراتو کي بدليږي او په نتيجه کي د څوګوني تقسيم -  (Multiple fission)-  تکثر منځ ته راځي او کروماتين  ددانو په صورت کي يا  Small dots په حجراتو کي انتشار کوي او هريو د کروماتين د دانو څخه وروسته له هغه ي د سايتوپلازم په واسطه و پوښل شي او بيضوي(( oval او کروي  (globular) په شکل چې قطر ئي  0.5 – 3.2  مايکرونه وي منځ ته راځي چې دغه شکلونه دکولمو په اپيتل انساجو کي روشت کوي وروسته له دي چې  پرازيت خپله د روشد مرحله مکمله کړي د اپيتل انساج سوري کوي او کرم شکله اجسام  (Vermicular) د کني دهضمي جهاز په حلا کي ازاديږي دغه کرم شکله اجسام دکولمو له جدار څخه وځي او د  Malpighian tables ،  Haemo lymph ، تخمدان  (Ovary)   او نورو انساجو د کنو کي ليدل کيږي.

 بابيزيا پرازيت هم د لاروا په داخل کي په انساجو کي خپل تقسيمات کوي او خپل د ژوند دوران پوره کوي او کرم شکله اجسام په Epithelial Cells د کلمو د کني د لاروا کي ليدل کيږي او دژوند دوران يي کاملاً مشابه د هغه دوران دي چې د مؤنثي کني په Malpighian tublo کي سرته رسيږي وروسته د هغي د لعابيه غدي حجراتو ته ځي او په هغه ځاي توسع کوي پاتوجنيک مرحلي ته رسيږي البته د بابيزيا توسع او پيشرفت او دهغه انتقال غوا ته د کني په پوست اندازي پوري مربوط دي چې د لاروا د مرحلي نه د نمف مرحلي پوري صورت نيسي

څرنګه چې ريګ په 1964 م کال کي پدي وتواند چې د هغي لاروا په واسطه چې مخکي د ٨-١٠ ورځو پوري وي او له غوا سره په تماس کي شي چې مرض ورانتقال کړي لنډه داچې کم عمره لارواګاني د ناروغي په انتقال کي منفي رول لري .

همدارنګه د بوفيلوس مايکروفيلوس لاروا چې ٥-٧ ورځي عمر ولري او په نمف بدله شي د بابيزيا بيګمنا پرازيت غواګانو ته انتقالوي .يعني په داخل کي پرازيت هغه وخت ښه توسع او پيشرفت کوي چې د لاروا د مرحلي څخه د نمف مرحلي ته پوست اندازي وکړي پدي وخت کي پرازيت د کني په لعابيه غدو کي په پاتوجنيک حالت کي قرار لري چې بالغ اشکال يا Perform د کني د تغذيي په وخت کي د کني د لعابو نه ازاديږي چې بابيزيا اشکالوته ورته وي او د غوا د ويني په سرو حجراتو کي ښکاره کيږي .

د مرض واقع کيدل د کني په موجوديت پوري مربوط دي بابيزيا په مختلفو حيواناتو کي مشابه ناروغي منځ ته راوړي او په هغه ځايو کي چې ناروغي وجود لري د نوموړي ساحي حيوانات نسبتاً مقاوم وي .که د بلي منطقي څخه حيوانات را وارد شي فوق العاده حساس وي . د ريک (Rick) د مطالعاتو په صورت کي چې د ١٩٦٤ – ١٩٦٦ م کال پوري تر سره شوي وي داښکاره شوه چې د ناروغي انتقال د هغي لاروا په واسطه چې د ملوثي کني په واسطه لاس ته راغلي وي صورت نيسي. کني هغه هګي چې ٩٦ ساعته پري تير شوي وي. غوا په ناروغي اخته کولاي شي. په همدي ډول ښکاره شوي ده چې لاروا د ناروغي په انتقال کي رول لري. او د کني هغه هګي چې ٩٦ ساعتونه لږ وخت پري تير شوي وي ناروغي انتقال کي کوم رول نه لري.

د رنځ د مخه دوره Incubation period )    (  :

د ٧-٣٠ ورځي په اندازه چي د څارويو په ډولونو پوري اړه لري همدارنګه د حيوان په تغذيه او د کنو په نوعي پوري اړه لري                                                            

کلينکي علايم (Clinical Symptom) :

د بابيزيوزس ناروغي عبارت د يو Acute هيمولايتيک بوهران څخه دي چې ژوند تهديدؤنکي دي . په Per acute واقعاتو کي ممکن څاروي مړ وموندل شي په حادو واقعاتو کي څاريو ضعيف ، مړاوي معلوميږي ، خوراک نه کوي او لوړه تبه يي مشخصه نښه ده د ويني د کمښت نښي يي لکه د تمرين طاقت نه لري، سالنډي او د زړه د ضربان زياتوالي موجود وي .

مخاطي غشاوي رنګ الوتي وي ليکن شايد د زيړي له کبله ژيړوالي ولري . متيازي د Hemoglobin uria د موجوديت له کبله سور رنګ يا تور رنګ لري  په حادو واقعاتو کي مړينه د ٤٨ساعتو په موده کي منځته راځي .

په انديميکو واقعاتو کي د تحت حاد واقعاتو علايم دي ته ورته وي لکن لږ خفيفي وي او بيا صحت عامه په نظر راتلي شي .

په نوموړي ناروغي  کي د ويني سره کرويات ٧٥% د تخريب سره مخامخ کيږي .

د ناروغ حيوان د نايتروفيلونو مقدار زياتيږي او د لمفوسايتونو مقدار يي کموالي کوي وروسته له هغي چې د ناروغي عامل د حيوان د ويني څخه محوه شي د ويني سپين حجرات (W.B.C) خپل نورمال حالت ته رسيږي په هغه وخت کي چې حيوان د ناروغي په دوران کي وي د حرارت درجه ٤٠-٤٢ سانتي ګراده وي او د ويني د ګلوکوز مقداريي هم د نورمال حالت څخه لوړ وي .

د ناروغي عامل د ويني سره حجرات (R.B.C) ملوث کوي او هغه په هلاکت رسوي .

په يوه سالمه غواکي د ويني د سرو حجراتو اندازه اوه ميلونه په هر يو ملي متر مکعب کي تخمين شويده چې د ويني د سرو حجراتو نوموړي اندازه د بابيزيوزس د ناروغي په وخت کي يو نيم يا يو ميلون ته راښکته کيږي .

څرنګه چې ددي ناروغي پواسطه د ويني سره کرويات په زياته اندازه تخربيږي نو يو زيات شمير هيموګلوبين ازاديږي چې د ميتيازو سره يو ځاي خارجيږي او متيازو ته سور رنګ ورکوي چې د هيموګلوبين يوريا په نوم سره ياديږي .

همدارنګه د ويني د تخريب شوو سرو حجراتو د تجمع په صورت کي حيوان په زيړي (Ichterus) باندي اخته کيږي .

د مرکزي عصبي سيستم علايم د اکسيجن د کموالي پواسطه چې د شديدي کمخوني او د بندش د معز د وړو رګونو د سروکروياتو پواسطه صورت نيسي .

مرګ  د شوک پواسطه چې مسموم کونکي موادو او سرو کروياتو تخريب چې د اکسيجن د کمبود باعث ګرځي منځ ته راځي.

په زياتو مواردو کي په مغزي بابيزيا کي مړينه منځ ته راځي مړينه يي متفاوته ده چې د بابيزيا په نوعي ،د ميزبان په حساسيت او د محيطي شرايطو پوري اړه لري.

مرګ  په غواګانو کي اکثراً د Babesia big mina  او بالحصوص چې په Babesia bovis باندي اخته وي ليدل کيږي.

که غواګاني په حاده مرحله کي ژوندي پاتي شي جوړيږي مګر د مزمن حالت کي حامل د ناروغي ګرځي.

توري او ځيګر د زيات فعاليت په وجه د ضايع شويو سرو حجراتو په برطرفه کولو پړسوب کوي او دغه پړسوب داسي حالت ته رسيږي چې د نورمال حالت څلور چنده حجم اختياروي . د صفرا کڅوړه په مکمل ډول سره د غليظي او تيره رنګي صفرانه ډکيږي او زيړ رنګه رګونه د ځيګر په مخ باندي ليدل کيږي په دي وجه ځيګر او توري پدي نه توانيږي چې له اندازي زيات تخريب شوي د ويني سره حجرات له منځه يوسي نو په اخر کي دغه د ويني رنګه مواد (Haemo siderin) د ويني جريان ته دوباره داخليږي چې پدي صورت کي په ټول بدن کي خپاره کيږي او مخاطي غشاګانو ته زيړ رنګ ورکوي او د حيوان فضله هم زيړ رنګي وي .

د Ziolink په عقيده چې ١٩٥٣ عيسوي کال کي ددي ناروغي په هکله داسي نظريه ورکړه چې ددي ناروغي علامات په ناڅپي ډول سره شديده تبه ، نفس تنګي چې وروسته له دي علاماتو د حيوان مرګ  د ١٢-٣٦ساعتو په منځ کي واقع شو . وروسته له هغه چې د حيوان پوست مارتم ئي وکړ او د ځيګر او توري څخه يي نمونه واخيسته نو بابيزيا ورڅخه تشخيص کړه چې ددي ناروغي عامل دي او همدارنګه وئي ليدل چې د مغزو د شعريه عروقو قطر پراخ شوي وو او داخلي حجرات يي پړسيدل وو چې دليل يي په شعريه عروقو کي د سرو کروياتو زياته تجمع وه چې ددي سرو کروياتو په داخل کي بابيزيا په دوه ګوني ګلابي شکل سره تر مايکروسکوپ لاندي وليدل شوه .

د ناروعي د اکيوت حالت علامي:

په هغه صورت کي چې په شديد يا Acutحالت کي واقع شي غواگاني د گلي څخه وروسته پاتي کيږي او غوا چې په مخ ځي ډيره مړاوي او افسوده معلوميږي چې په اسپانوي ژبه کي د ترستزاTristesia په نوم هم ياديږي او غوا تيلبه تيلبه کيږي.

علاوه له دي څخه عصبي اختلال او د کولمو بندش او يا هم اسهال او ځيني وختونه د مخاط زيړ رنگ ليدل کيږي او متيازي د زيات پروتين لرونکي چې ځيني وخت په ډير زيات سور رنگ سره ليدل کيږي او ځيني وخت ئي د رنگ سوروالي کم وي دغه رنگه ناروغان د ويني د کمبود او د جسماني قوت د نشتوالي په وجه وروسته له ٣-٦ورځو څخه مري مخکي له مرګه څخه د حيوان د حرارت درجه ٣٥-٣٦ سانتي ګراد ته راښکته کيږي او حيوان د هايفوواليوميک شاک  په وجه د کوما حالت اختياروي او خپل ژوند د لاسه ورکوي .

د ناروغي د مزمن حالت کلينکي علايم :-

هغه وخت چې د تکزاس د تبي ناروغي په مزمن ( Chronic) شکل سره په يوه  ګله کي سير کوي نو علايم ٍئي تبه ، کمخوني او د زيات وخت لپاره د جسم ضعف منځ ته راوړي ددي ناروغي مزمن حالت دوامداره او تر څو مياشتو پوري دوام کوي تر دي چې حيوان تر څو کالو پوري د ناروغي د ناقل په توګه وظيفه اجراکوي.مزمن شکل ددي ناروغي په خوسکيو کي له څو ورځو نري تبي ، مړاوي توب، زيړي ، ضعف او کم اشتهائي سره مشخص کيږي ، زيړي ، ضعف او کم اشتهائي سره مشخص کيږي چې وروسته له څه وخت د نوموړي حيوان په وضغه کي مشاهده کيږي

دناروغي منځ ته راتلل pathogenesis)):

د بابيزيوزس د ناروغي په pathogenesis کي دوه شيان ډير زيات رول لري.

·       Pharmacological active substances

·       Distraction of Erythrocytes

        د پورتنيو دوو حالتونو نسبت د بابيزيوزس د ناروغي په مختلفو حالاتو کي توپير کوي.

مثلاً په Babesia big mina انفکشن کي د ويني هيمولايزس (Haemolysis) منځ ته راوړي ولي په Babesia bovis  انفکشن کي د ناروغ حيوان په وينه کي د کينين(kin in) ماده زياته ترشخ کيږي او او Pharmacological active Substances       چې د هغو ي له جملي څخه ډيري موهمي ئي Kelly rein  دي چې د ناروغ حيوان په وينه کي په زياته اندازه ترشح کيږي او د نموړي مادي په اثر د ويني په رګونو باندي د هغوي د حجم زياتونکي اثر لري چې د Poked Cell Volume (P.C.V) د زياتوالي حالت منځ ته راوړي يعني دا چې د ويني مايع برخه د ويني د رګونو د جدارSmall blood Vessels  څخه زياته خارجيږي چې په نتيجه کي دويني په دوران کي د ويني حجم کميږي او د ناروغ حيوان  نبض د ( Broade cardia ) حالت غوره کوي  او بالاخره د حيوان د ويني د سرکوليشن دوران تو قف کوي او په ناروغ حيوان د شوک حالت يا د کوما حالت ته ځي او بالاخره مرګ  منځ ته راځي.

 

پتالوژيکي تعيرات (pathological changes)  :

Å   کله چې جسد حلاص شي  وينه ئي نري اوبلنه وي

Å   په Acute حالت کي تر پوستکي لاندي انساج او عضلات  پړسوب لري او کم رنګه ښکاري

Å   د معدي او کولمو التهاب(Gastro intritis)

Å   د ځګر استحاله (Liver degeneration )

Å   نصواري رنګه ادرار په مثانه کي موجود وي

Å   د پښتورګو استحاله (kidney degeneration)

Å   توري (Spleen  ) ځګر (Liver) او لمفاوي عداوات پړسيدلي او په زيړ نارنجي رنګ ليدل کيږي

Å   وينه اوبلنه ده ( Non coagulate)

 

تشخيص(Diagnosis )

·  کلينکي تشخيص :-(Clinical Diagnosis )

د تاريخچې اخستل او مکمل معلومات حاصلول د حيوان د خاوند څخه.

په هغه سيمو کي چې دا ناروغي موجوده وي د ناروغي د علايم لکه تبه ، زيړي ، Hemoglobin uria  او مړه جسدونو ليدل

په محيط کي د کنو (Ticks) ليدل او يا د حيوان په جسد کي د Ticks ليدل او Anemia  او Hemoglobin uria سره تبه لرونک رنځ د بابيزيوزس وړانديز کيږي.

ددي ناروغي په احتمالي تشخيص کي کومک کوي. 

د Necropsy معائنات :

د  Babesiosis په حاد واقعاتو کي په ټولو ډولونو کي په کوم کي چې مريض حيوان وروسته شديد مرض نه مري البته د سختي کمخوني نه وروسته په Necropsy مغائناتو کي هغه علايم چې ليدل کيږي عبارت دي له زيړي ، نري اوبلنه وينه ، تت انساج ، د توري غټيدل (غټ توري) کوم چې نرم او خپل قوام ئي د لاسه ورکړي وي ، د ځيګر رنګ توربخنه نصواري خپل رنګ ئي له لاسه ورکړي وي همدارنګه د خپلي اندازي څخه غټ شوي وي دصفرا کڅوړه د صفرا د  granules پواسطه پراخه شوي وي ، پښتورګي غټ تياره رنګ او مثانه لرونکي د سور نصواري ادرار وي Ecchymotic  خونريزي د  Epicardium او  Endocardium کي موجوده وي. او د Pericardial پوښ لرونکي د زيات مقدار ويني چې ټول پوښ ئي رنګه کړي وي.  په غواګانو په شديدو حالاتو کي Intravascular Clotting (په داخل د رګونو کي وينه لښته کيدل ليدل کيږي.

په Sub acute يا chronic واقعاتو کي کوم چې معمولاً اوږده دوره تيره کړي وي جسد پکي خوار او ډنګر وي. ولي Haemoglobin uria  موجوده نه وي. نوري نښي ئي لکه د Acute  په شان وي ولي کم وي.

 

  • لابراتواري تشخيص:-

الف. ميکرسکوپي معائنات :-

د بابيزيوزس د دقيق تشخيص لپاره د حيوان د بدن له اطرافو

 څخه وينه اخستل کيږي.(وينه حيوان له غوږاود مړه حيوان له مختلفو برخو لکه زړه ، پښتورګي ، ځګر دعضلاتو له ويني څخه سمپل اخستل کيږي ) او لابراتوار ته ليږل کيږي او د رنګ اميزي څخه وروسته د مايکرسکوپ لاندي په سروکروياتو (R.B.C) کي د نوموړي ناروغي عامل تشخيص کيږي .

د Smears معائناتو لپاره په لابراتوار کي د هغه ويني څخه چې د پښتورګو ، زړه ، عضلات ، او همدارنګه د Babesia bovis د شک په وخت کي د مغزو څخه دا کار اجباري دي  په حتمي توګه د صحيح تشخيص لپاره ضرور دي.چې د نموني اخستل دويني او انساجو څخه بايد ٨ ساعتو په منځ کي بايد جوړه شي وروسته له مړيني څخه بايد ځنډ و نشي .او که د مغز نه نموني اخستل بايد ٢٨ ساعتو په منځ کي جوړه شي ددي څخه  ځنډني نه شي که چېري د B. Bovis د معائناتو لپاره ضرورت وو نو د Giemsa پواسطه رنګاميزي کيږي. که چېري د Direct Fluorescent انتي باډي پواسطه رنګاميزي کيږي په smears کي نو بياکولاي شو لږو زړو انساجو څخه استفاده وکړو.

هغه Smears سلايدونه چې تيار شوي وي کولاي شو تر پنځو ورځو وروسته هم ورڅخه استفاده کيږي پدي شرط چې په  ٢٢درجه   سانتي ګريد (٧٢)درجه فارنهايد کي وساتل شي .په B. bigemina کي د پرازيت مورفولوژي د حيوان د مړيني څخه ډير ژړ تغيرکوي ولي د Serologic test او نوموړي نموني ساتلو لپاره د ويني سيروم يا Blood Serum څخه استفاده کيدلي شي

 

·       سيرولوژيکي ټيسټونه:(Serological tests)

هغه سيرولوژيکي ټيسټونه چې په لابراتوار کي د بابيزيا د ناروغي د تشخيص لپاره اجرا کيږي په لاندي ډول سره دي.

Ä         Complement fixation test (C.F.T)

Ä         Immuno diagnostic test (I.D.T)

Ä         Indirect fluorescence antibody test (I.F.A.T)

Ä         ILESA

 

تفريقي تشخيص : (Differential Diagnosis)

د تشخيص د تصديق لپاره د خشري موجوديت بايد معلوم کړي شي د Babesiosis د تشخيص څخه مخکي.

په کلينکي توګه د مرض Morbility او د fatality  حالتونه زيړي نښي کوم چي hemoglobin uria ، تبه پشنهادي ده .

مګر د تشخيص د تصديق لپاره د ويني ازمويني ضروري ده يو Necropsy ، زيړي ، hemoglobin uria توري، اينه ، سږي پړسيدلي او myocardial ecchymoses  ښئ.

ددي لپاره چې دغه ناروغي د نورو ناروغيو سره اشتبا نشي د تفريقي تشحيص په وخت کي بايد دغه لاندي ناروغي په نظر کي ونول شي .

· Anaplasmosis    چې پدي ناروغي کي acute حالت نه وي او هم Haemoglobin uria پکي نه ليدل کيږي.

·    Leptospirosis چې پدي ناروغي کي اکثره وختونه په وړو خوسکيانو کي ليدل کيږي. د بابيزيا په ناروغي کي عموماً د حيوان په ادرار کي هيموګلوبين ليدل کيږي او Acute خالت هم پکي موجود وي.

·  Theilleriosis   :- کلنيکي علايم ئي سره مشابي دي خو يواځي په لابراتواري ازموينو کي تفريق کيږي.

·    Post parturient haemoglobinuria په وينه او نسج کي د پروتوزوا د نشوالي څخه مشخص کيږي.

·      Bacterial haemoglobonuria مشحص کيږي د necrotin infarct د لاندي د diapharagmatic سطحي د سږي څخه په هغو رموکي چي  په يښه څړ ځايونو کي څري.

·      S-methyl-L-vysteine-sulfoxide

·       Anthrax

·       Pasteurellosis

·       Haemorrhagic septicemia

معافيت :   (Immunity)

د بابيزيا د ناروغي په مقابل کي معافيت د حيواناتو په عمر پوري مربوط دي پدي ډول چې واړه خوسکي تر نه (٩)مياشتني عمر پوري ددي ناروغي په مقابل کي معا ف وي.

وجه ئي داده چې خوسکي  د مور د شيدو او  ورګو (Colostrume) څخه استفاده کوي او دغه معافيت هم د مور په مخکيني انفکشن پوري مربوط دي چې پدي ناروغي مصابه شوي وي.

د Enzootic area (اينزوتيک ساحي ) حيوانات پدي ډول مصاب کيږي چې د ناروغي کلينکي علايم پکي نښکاره کيږي

په ١٩٦٨ م کال کي Hall etall هم پورتني نظريه تائيد کړي او وائي چې د خوسکي معافيت د Colostrums دلاري دمور څخه خوسکي ته انتقال مومي.

هغه خوسکي چې د ٦-٧ مياشتي عمر ولري داسي محيط ته راوړل شي چې په هغه محيط کي حيوانات په کنو ملوث وي په راوړل شو حوسکيو کي ناروغي پدي ډول منځ ته راځي چې ډير کم تعداد د ويني سره کرويات ئي ملوث وي او د ناروغي کلينکي علايم پکي نه ليدل کيږي. ځکه واړه حوسکي د هغه حواناتو له جملي څخه دي چې طبغي معافيت يا  Natural Immunity لرونکي دي او دغه طبغي معافيت تر هغه وخته پوري پکي موجود وي تر څوپوري ئي چې کسبي معافيت يا  Acquired Immunityد ناروغي د علايمو د ښکاره کيدو په صورت کي تشکيل کړي.تر څو دنوموړي حيوان څخه د بابيزيوزس د راتلونکي انفکشن څخه مخنوي وکړي.او دغه معافيت د حيوان نماس  د پرازيت او د هغه د ناقلينو سره ددوام په صورت کي منځ ته راځي.

کسبي معافيت (Acquired Immunity) وروسته د هغه څخه چې حيوان د بابيزيا په ناروغي مصاب شوي وي حيوان دهمدغي نوعي پرازيت او هم دغه سټرين په مابل کي کسبي معافيت حاصلوي. ولي په هغه صورت کي چې د بابيزيوزس د تاروغي نور نوعي او متفاوت Strains ددي حيوان بدن ته داخل شي شايد ددي انفکشن مخنوي د محکي معافيت په واسطه چې د بل سټرين په مقابل کي جوړ کړي وي د مرض څخه مخنوي ونه کړي .

 په ځينو ملکونو کي تجروبه شوي ده چې که حيوانات د يو ځاي نه بل ځاي ته انتقال شي. په داسي حال کي چې په دواړو ځايو کي ناروغي موجوده وي منتقل شوي حيوانات پدي ساحه کي په د بابيزيوزس د ناروغي علايم ددي پرازيت د منطيقوي Strains د تفاوت په وجه ښکاره کوي ځکه چې په منتقل شوي حيواناتو کي د مطقاطغ سترين معافيت (Cross Immunization ) وجود نه لري د سترين د اختلاف په وجه په نوموړي حيواناتو کي د ناروغي علايم ښکاره کوي.

دبابيزيوزس د ناروغي معافيت موده د پرازيت په نوعي او سترين پوري مربوط دي.

په خلاصه ډول سره ويلي شو چې هغه ميکانيزم چې په وينه کي ددي ناروغي په ضد د معافيت د منځ ته راتلو باعث کيږي په مکمل ډول سره معلوم نه دي او هغه څه چې د منلو وړدي هغه مخصوصي انتي باډيګاني دي ، مکړوفاژونه او بيوشمکي عوامل دي چې پرازيت له منځه وړي او مطلوب اثر واريدوي.

معافيت ورکول  

د پرازيتونو زرق کول تجربوي حيواناتو ته (Experimental Vaccine) حساسو حيواناتو ته او د شدت په صورت کي ددوائي دDose ورکولو پواسطه کولاي شو چې حيوان د مختلفو Strains لرونکو پرازيتونو په مقابل کي معاف کړو.

په صحيح صورت سره دداسي واکسينو تيارول او سټنډر کول ډير ضرور دي. دغه رنګ ژوندي واکسين او دشعاع په مقابل کي د هغوي اښودل يا Ionizin radiate   او له مړو شو واکسينو څخه استفاده کيږي.

د مريض حيوان د غاړي د وريد څخه وينه اخستل کيږي او روغو حيواناتو د پوستکي لاندي زرق کيږي .

د مريض حيوان وينه په هغه حيوان ته زرق کيږي چي spleen ورڅخه استل شوي وي بيا د هغه حيوان وينه نوري جوړو حيوانات ته تطبق کيږي.

په ١٩٦٧ مـ کال کي Jonster په دي عقيده وو چې د غواګانو د  Bos indecus  يا د ګوپي لرونکي غواګانو په هکله ئي وويل چې دغه ډله غواګاني د Babesiosis د ناروغي په مقابل کي مقاومت لري ولي د  Bos tarous نژاد ددي ناروغي په مقابل کي ډير حساس دي.

Sergent په ١٩٦٣م کال کي داسي نظريه ورکړه چې د معافيت دتشکيل لپاره د حيوان په وجود کي د پرازيت حمله ضروري ده چې دي ته Premonition معافيت وائي

 

عواقب مرض (prognosis ) :

د مرض عواقب تر اوسه پوري په حاص ډول نه دي پيژندل شوي ولي د حيوان په حساسيت ، عمر ، موسم ، نوعه ، د حيوان په اخته والي ، او د کنو په تعداد پوري اړه لري .

د رملنه (Treatment):

د تداوي لومړنۍ هدف په مريض حيوان کي د پروتوزوا تباهي ده

ددي مرض په درملنه کي ضروري خبره داده چې اصلي هدف روښانه شي.

·        بايد د مرض عامل وپيژندل شي او بيا له منځه يوړل شي.

·    که وغواړو د حيوان معافيت په درلودلو سره تداوي کړو  څرنګه چې زمونږ په هيواد کي مرض د تل لپاره موجود دي نو ښه به داوي چې حيوان د Pre Immune  حالت په درلودلو سره تداوي کړو ترڅو د هغه مرض د تکراري حملو په وړاندي مقاومت ولري بله خبره دا چې کومه دواء د مرض د تداوي لپاره موجودي دي د مقدار او هم د غلظت په لږ زياتوالي سره و زهريت باغث ګرځي.

د Babesiosis  د ناروغي کښي د حيواناتو د علاج لپاره موثري دواګاني شته همدارنګه د مرض اپتدائي مرحله سخته ده که علاج د ډير وخته لپاره وځنډيږي نو مريض کم خوني سره مخامخ کيږي