تيتــــــــــــانــــوس

Tetanus

دناروغۍ تعريف :.(Definition)

تيتانوس يوه ساري حاده زخم لرونکي ناروغي ده چه دوجود دعضلا تو دتقلصاتو سره چه دعامل د توکسين په ذريعه په حيواناتو کي ظاهريږي انسان او څاروي پري اخته کيږي .

دناروغۍ مترادف نومونه :(Synonyms)

Tetanus - Lock jaw   -کــــــــــــــــزاز – چـــــــــــــــــاندني:

دناروغۍ تاريخچه (History of disease)

کلستريديوم تيتاني دلومړي ځل لپاره په کال ١٨٨٤ميلادي کي دنيکولاير (Nicolaier)په واسطه دباغچي دهغي سپين موږک څخه چه دباغچي دخــــاوري پواســـــط کـــــــکړه شوي وه دنا خـــــــــــالص وسط څخه جــــــــداشوه

.په (١٨٨٩) ميلادي کال کي کيتاساتو(Kitasato) مخلوط کشت ته د حرارت ورکولو په زريعه نوموړي ميکروب ئي په خالص ډول جداکړه.

په(١٨٩٠)ميلادي کال کي فون بهرينګ (von Behring ) اوکيتاساتودخپلوتحقيقاتو نتيجه دبکترياؤدتوکسين په هکله او دټولوڅخه مخکي دکلستريديوم تيتاني دتوکسين په هکله ئي چاپ ته ورسوله.څرنګه چه کلستريديوم تيتاني په ميزبان کي دتيتانوس ناروغي مشخص علايم منځته راوړي نوپه همدي دليل دغيري هوازي سپورتوليدونکي باسيلونوڅخه ښه پيژندل کيږي.

کلستروديوم تيتاني يو خوساميکروب دي چه په معمولي خاوره، فضله موادو،ګردو غبار او دنړۍ په ټولوبرخوکي پيداکيږي په انسانانو او حيواناتوکي دتيتانوس ناروغي منځته راوړي په اوسني وحت کي دتيتانوس ناروغۍ دعامل انتشارپه طبيت کي دحفظ الصحي مراعت کولو اودواکسيناسيون منظم پروګرامونو تطبيقولوپه زريعه په پرمختللي هيوادوکي دغه ناروغي دومره معمول ندي.

 

دناروغۍ عامل:      (Etiology)

عامل ئي Clostridium  tetani دي چه ديته Bacillus Tetani هم وائي چه ديوي نازکي ميلى يالرګي(Stick ) په شکل وي اوږد والي ئي (٢-٤) مايکرون اوپراخوالى ئي (٠.٤ -٠.٥) مايکرون دي دغه بکتريا سپورداره، ګرام مثبت، اَن ايروبيک (Anaerobic) ، حرکت داره دى او دا يتلين رنګ پواسطه رنګ آَميزي کيږي دغه بکترياوي توکسين توليدوي چه داتوکسين خورا وژونکي دي. ددي بکتريا سپور په خاوره کي په مناسبو شرايطو کي دڅوکالو لپاره ژوندي پاتي کيدائي شي په اوله کي بکتريائي سپور دباسيل په انجامونو کي دننه خواته جوړيږي چه وروسته مکمل انجامي او کره وي کـيږي ددي قــــــــــــطر دباسيل څخه زيـــــــات او کــــله کــــــــــــله دوه برابره و ي

چه په نتيجه کي دباسيل ظاهري شکل دچلم سر يا ددټينس راکټ سره ورتوالي لري . دسپور توليد په مختلفو سويو کي توپير لري په ځينو کلچري محيطونو کي .مثﻻًپه (Ellner`s medium) کي بفر سپور تشکيلوي او په بعضو نورو کي چه Incubation اوږد وي کم اندازه سپور توليدوي دميکروب دحرکت او انتشار مخنيوي په جامد محيط کي د(٥) فيصده اګر (Aggar)  څخه استفاده کيږي چه دغه بکتريا بي کپسوله کيږي او په زوړ کلچر کي د رنګ قبلولو خاصيت دلا سه ورکوي او ګرام منفي کيږي .

 

دتيتانوس ناروغي په مقابل کي حساس حيوانات  :.

دانسانانو په ګډون ټول تي لرونکي څاروي ددي ناروغي په مقابل کي حساس دي چه ټول تي لرونکي څاروي په مختلفو درجو پدي ناروغي اخته کيږي يو سومه څاروي په اوله درجه کي دي ناروغي ته حساس دى اوپه دوهمه درجه انسانان او نور تي لرونکي حيوانات ددي ناروغي په مقابل کي حساس دي مګر الوتونکي په طبعي ډول ددي ناروغي په مقابل کي مقاوم دي علت ئي دادي چه دالوتونکو مغز دتيتانوس توکسين سره هيڅ تمائيل نلري او دنورو حساسو حيواناتو مغز دتيتانو اسپاسمين سره تمائيـــــــل لري.

 

اپيډيمو لوژي (Epidemiology ) :.

کلستروديوم تيتاني چه دتيتانوس ناروغي عامل دي اوپه هغه خاوره کي چي دحــــيواني سرو څخه غني وي او هم دحيوان په معده او وړو کولمو کي او دانسان په وړو کولمو کي وجود لري ددي بکتريا موجوديت په مختلفو خاورو کي متفاوت دي خو تر اوسه ئي عــــــــــلت معــــــــــــلوم ندي.

څرنګه چه دتيتانوس ناروغي په ټوله نړۍ کي موجوده ده چه له دي جملى څخه ځني ساحي لکه دامريکي متحده ايالاتو دشمالي برخود(Rocky) په غرونوکي دتيتانوس عامل په کمه اندازه په خــــــــــــــــاورو کي پيداشوي دي .

او همدارنګه دحيواناتو په فضله موادو حصوصاً داَس په فضله موادوکي دغه بکترياموجود وي آسونه ددي ناروغي په مقابل کي ډير حساس دى اوغواګاني کم حساس دي په انګلستان او استراليا کي په غواګانو کي دتيتانوس ناروغي دغواګانو په رومن کي دکلستروديوم تيتاني دشديد تکثر له امـــــــــــــــــــــله خبر ورکــــــــــــــــــــــــــــــــــړل شوي .

دا ناروغي په ټوله نړۍ کي موجوده ده خصوصاً په ګرم سيرو هيوادو نو کي زيــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــات دي .

په هغه منطقو کي چه اب هوا ئي يخ دي کم ليدل کيږي همدارنګه په ننګرهار کي دتيتانوس ناروغۍ پيښي په انسانانو او حيواناتو کي ليدل شويدي خو دننګرهار ولايت دعامي روغتيا لخوا دتيتانوس  واکسيناسيون پروګرام دتطبيق پواسطه د دغي ناروغي اندازه په انسانانو کي کمه کړيده په بعضو هيوادونوکي  په پراخه پيمانه دواکسيناسيون پروګرام په واسطه په انسانانواو حيواناتو کي ددي ناروغي پيښي کمي کړيدي په ننګرهارکي دC.R.A.A موسسي دساحوي ټيمونو دفعاليت له مخي چه دننګرهار ولايت په مختلفو والسواليو کي تر سره کوي په يو سومه حيواناتو کي هم ددي نــــــــاروغي پيښـــــــــــي کمي شويدي .

او همدارنګه په پرمختللو هيوادونو کي دمنظم واکسين استعمال له مخي په انسانانو کي د دغي ناروغي اندازه کمه کړي لکه چي په امريکا کي حتي د(١٠٠) پيښو راپور په کال کي ورکړل شوي دي چه زيات ئي هغو خلکو پوري محدود دي چه واده شوي دي اوهمدارنګه هغه کسان چي مخدره مواد دپوستکي لانــــــــــــــــــدي (Skin poppers) زرق کــــــــــــــــــــــــوي .

په شرقي مديتراني او په جنوب شرقي اسيا کي دغه پيښي په نوي زيږيدلي ماشومانو کي زيات ليدل کيږي چه په کال کي( ١٠٠) زره پيښي ددي ناروغي په واسطه منځته راځي 

 

دناروغۍ انتقال يا نقليدل:.

څرنګه چه ټول تي لرونکي څاروي په مختلفو درجو پدي ناروغي اخته کيږي يوسومه څاروي په اوله درجه ددي ناروغي په مقابل کي حساس دى دناروغي عامل ديو سومه څارويو په فضله او په خاورو کي موجود وي ددناروغي عامل دژورو زخمونودلاري بدن ته داخليږي کله چه ديو سومه څارويونوکان زخمي شي نو دناروغي عامل دهمدي لاري عضويت ته داخليږي او يا داَسونودنعلبندي په وخت کي چه کوم زخمونه منځته راځي. اوهم د يوسومه څارويودبدن هغه زخمونه چه دکتي او دزين پواسطه منځته راځي کله چه دغه څا روي د ستړيا درفع کولولپاره په ځمکه ارغړي نودغه زخمونه دخاوري پواسطه ککړيږي دناروغي عامل له  همدي زخمونودلاري عضــــــــــويت ته داخـــــــــــــــــــــــــليږي.

په غواګانو کي دلنګون څخه وروسته دتناسلي سيستم دزخمي کيدو پواسطه اوپه غويانوکي دښکرونو غوڅولواودقلبي په وخت کي کله چه دپال پواسطه دغوئي پښه زخمي شي او. په ميږو کي دلنګون څخه وروسته دتناسلي سيستم زخمونو او دوړيو قينچي کولو او دسومانو قطع کولو په وخت کي چه کوم زخمونه منځته راځي .

په پسونو کي دخسي کولو څخه وروسته اوهم دوړيو قينچي کولو په وخت کي او دلکۍ قطع کولو په وخت کي چه کوم زخمونه منځته راځي دناروغي عامل له همدي زخمونو دلاري عضويت ته داخليږي :

 اوپه نو زيږيدلي حيواناتوکي دنوم بند دلاري څاروي ناروغه کيږي .په ځوانو سپيوکي چه عمرئي (٤-٦) مياشتي وي دځوانۍ غاښونو دختلوپه وخت کي دناروغي عامل له همدي لاري عضويت ته داخليږي. همدارنګه تيتانوس کيدائي شي دسوځيدنو، جراحي ، Middle Ear,  Infection,  Abortion ,  Abscess Child birth,  Skin ulcer,  او Gangrin   په ناروغيــــــــو کښي  منځته راشي .

دنورولاروڅخه تيتانوس هم انتقــاليږي چه بيــــــــادهماغي په  نوم ياديږي لکه دتناســــــــــــلي تيتانوس (Puer pera ) تصــــــادفي تيتانوس (Accidetal

ولادي تيتانوس ( Genecology هغه تيتانوس چه دغوږ منشاُ لري(Otogenical هغه تيتانوس چه منشاُ ئي مشخص نه وي (Idio pathic په نامه ياديږي  په څارويوکي هغه زخمونه چه ځمکي سره ډيرى اړيکي لري په اســـــــانۍ سره دناروغي عــــــامل له همدي لاري عضـــــــــويت ته داخليږي

دناروغي منځته راتل : Pathogenesis ))

 باسيلونه معمولاً دسپور په شکل وي چه بدن ته دزخم اوکله کله دلوڅ پوستکي دلاري داخليږي دکلستروديوم  تيتاني سپور په نارمل انساجوکي نشي کولاي چه وده وکړي حتي په هغه زخمونوکي چه داکسيديشن او ړيدکشن عمل دوينى جريان دلاري په زخمونو کي موجود وي هم وده نشي کولي دناروغي مځته راتګ لپاره دسپور پواسطه دزخم ککړيدل ضرور دي دعامل دتکثراوتوکسين توليد لپاره يوشميرشرايط لکه داکسيجن کموالي (Low oxidation)  خارجي اجسام ( Foreign bodies) ، فعال انتان او دمړو انساجو موجوديت ضروري دي چه په نکروزه شوي انساجوکي سپورونه تکثر Beding) ، او وده کوي

(اودحجروتجزي سبب ګرځي سپورونه ژر (Vegetative) په شکل بدل او توکسين توليدوي کله چه په حجره کي توکسين توليد شود    Pe ripheral - motor  Neuron   Terminal سره نښلي(Oxone ته داخليږي دBrain - stem  اوSpinal  cord عصبي حجراتوته انتقاليږي وروسته توکسين Synapse  څخه Presynaptic  Terminal ته تيريږي چه هلتــه د Neurotrans  mitter      او       (G.A.B.A)

Gama Amino Butaric Acid  منع کوونکي ازاديــــــدل بــــــــلاک کـــــــــوي

کله چه منع کول کم شي نود Alpha motor neurone , Resting fire rate  زياتيږي چي په نتيجه کي  Rigidity  توليديږي همدارنګه Inhibition دله مينځه تګ pregangllioric سمپاتيک نيورونونه د نخاع شوکي په اړخي gray matter کي متاًثره کوي چي په نتيجه کي د سمپاتيتيک فعاليت کموالي منځته راځي چي ناروغ ته دسمپا تيتيک فعاليت دکموالي علايم پيــــــــداکيږي او په دوران کي د cathe cholamin  سويه لـــــــــــــــــــــــــوړيږي .

Tetanospasmin  توکسين د neuro trans mitter  آزاديدل په عضلي عصبي junction  کي بلاک کوي چي په نتيجه کي  weakness يا paralysisمينځ ته راځي.

څرنګه چه توکسين دعصبي نسج سره په کلک ډول سره نښلي نوکله چي اعراض منځته راشي دانتي توکسين دورکړي سره هم له منځه نه ځي ﻻکن دوراني توکسينونه دانتي توکسين پواسطه خنثي کيداي شي تيتانواسپاسمين سيمپاتيتک عصبي سيستم هم متاُثره  کوي چه په نتيجه کي  Hyper tension ،  Tacky cordial زياته خوله اوپه متيازوکي د Cathe cholamin اطـــــــــــــــراح د  زياتـــــــــــــــــــــــــــــوالي سبب ګــــــــــــــــرځي

اوپه غيرارادي عضلاتوکي دردناکه انقباض منځته راځي تنفسي سيستم فلجيږي څاروي اکسيجن نشي اخستلاي نو داکسيجن دنه رسيدلو له کبله څاروي مري .

دتيتانوس عامل پواسطه کلينکي نښي نه ښکاره کيږي بلکي دهغه دتوکسين دتوليدله مخي کلينکي نښي ښکاره کيږي چه داد ٢٤ساعتونه تر٢هفتودتفريحي دوري يامخکي ددينه په حيواناتوکي ښکاره شي دغه دوره دتوکسين دتوليدپه متضررشوي ساحه کي اودهغه توکسين اندازه چه ويني جريان اواعصابوته رسيږي اوهغه فاصله چه توکسين مرکزي عصبي سيستم ته طي کوي فرق لري هرڅومره چه تفريحي دوره لنډه وي نوناروغي خطرناکه وي.

 

دناروغۍ کلينکي نښي  (Clinical  symptoms )

الف: په حيواناتو کښي:.

دناروغي پټه دوره ١-٣هفتو پوري دي کله کله نظردټپ دنوعيت له کبله ناروغي ترڅو هفتوپوري دوام کوي .

داناروغي دکلينکي نښوله مخي په دريوشکلونوليدل کيږي

١: .عمومي تيتــــــــــــــانوس (Generalized Tetanus)

٢:.موضعي تيتـــــــــــــانوس Localized Tetanus)  )

٣:.مغــــزي تيتــــــــــــــانوس      ( Cephalic Tetanus)

١:ـ عمومي تيتانوس ډير ليدل کيږي لومړنۍ نښي دادي چه حيوان په ډير اختياط سره خوراک مواد اخلي اوهم ئي په ډير احتياط سره ميده کوي او وروئي تيروي دعضلاتو لړزيدل اوشخيدلوسره يوځاي احساس کيږي دڅاروي زنه شخه پاتي وي له همدي کبله دي ناروغي ته (Lock jaw) يادزني شخيدل وائي دبدن حرکات ډيرکم او مفاصل ئي په سختي سره خلاص اوقاتيږي په اسونوکي غوږونه شخ اونيغ ولاړوي دحيوان غاړه مخي خواته او سرئي په خپل ثابته وضعه ساتي حيوان په ډير زحمت سره تګ کوي يعني قدم وهل ، تلل، تاويدل،اوشاته تلل څاروي ته مشکل وي دخولي ترشخات ئي جمع کيږي اودتارونو په شکل سره دحيوان دخولي دشونډوپه زريعه توئيږي دحيوان لکۍ بي حرکته شخه اودبدن څخه لري نيولي وي   د غاړي او د ملا د عضلاتو شخوالي د غاړي   او د سر د اوږدوالي سبب کيږي او د پښو عضلاتو د شخوالي له کبله څاروي د لرګي د  ميز شکل غور ه کوي چي اسونو کي د ي حالت ته ( Saw hors) يا د لر ګي آ س وائي په بدن باندي خولي موجودي وي سترګي  ننوتي او د دريمي پردي پواسطه پوښل شوي وي د پوزي سورى يي پراخيږي د ملا د عضلاتو Contraction(انقباض )  ملا ته د کمــان شکل ورکوي . د حيــــــــــوان د متيازو او خوشايي اطــــــراح کميږي د ناروغۍ په شروع کي د بدن حرارت درجه نورماله وي مګر د ناروغۍ په اخري مرحلو( Fatal atach) کښي د( ١٠٨-١١٠) فارنهايت ته جيګيږي د حيوان د مرګ علت د تنفس د نه رسيدلو له امله چي د سيني عضلات منقبض وي کيداي شي .هر کله چي غير ارادي عصبي سيستم پري اخته شي نو ناروغي په حاد حالت کي منځ ته راځي د عضلاتو د زيات فعاليت له کبله د لکتيک اسيد اندازه زياتيږي او اسيدوز منځ ته راوړي د تنــــفسي سيستم د سپازم له کبله په وينه کي د اوکسيجن اندازه کميږي او په نتيجه کي Hypoxia)) عارضه منځ ته راوړي ناروغ حيوان ډير حساس وي له رڼا او شور نه ويريږي ځکه نو دي ناروغي ته سپوږمۍ وائي خلک فکر کوي چي په زخم باندي د سپوږمۍ اثر شوي دي خو په دي کي سپوږمۍ کوم رول نه لري په اخره کي حيوان په ځکه لويږي او د منځه ځي دنار وغۍ د مړيني اندازه په اسونو کي زياته ده حتي (٨٠) فيصدو ته رسيږي په غواګانو او اسونو کي د ناروغۍ دوره د( ٥-١٠) ورځي او په پسونو کي د ٣-٤ ورځي ښودل شوي ده .

٢-: موضعي تيتانوس :د زخم په نږدي عضلاتو کي سپازم او دوامداره شخوالي موجودوي چي دا عارضه ښائي تر څو اونيو پوري دوام وکړي او بيا پرته له  کوم اثر څخه له منځه ځي او يا په عمومي شکل بدليږي.

موضوعي تيتانوس د عمومي تيتانوس د سپک شکل په توګه کله کله د منځني غوږ د التهاب  په پيښو کي منځ ته راتلي شي ددي شکل دمړيني اندازه(١) فيصد اټکل شوي ده که چيري په تجروبوي ډول په لږ دوز توکسين د موږک وروستنۍ پښه کي ترزيق شي موضعي تيتانوس منځ ته راځي چي په دي صـــــورت کي د عضــــلاتو سپازم په اوله کي د توکسين زرق شوي پښه کي او وروسته په بله پښه کي منځ ته راځي او بيا د سيني عضلات پري اخته کيږ ي موضعي تيتانوس ممکن په عمومي تيتانوس باندي بدل شي.

٣-: دماغي تيتانوس ( Cephalic Tetanus ): زيات شمير موضعي تيتانوس غير معمول دي خو وروسته له Otitis media يا د سر او مخ له زخمونو او يا په پوزه کي د اجنبي جسم شتوالي له کبله په ( ١- ٢) ورځو کي دماغي تيتانوس څرګنديږي چي د (٣ - ٤- ٧- ٩- ١١ )  قحفي اعصابو د وظايفو زيان د ناروغۍ مهمي نښي د ي چي تر ټولو زيات يي اووم زوج اخته کيږي د تيتانوس داشکل خراب عواقب لري او بڼه يي د عمومي شکل په شان ده .

 

ب -: دناروغۍ کلينيکي نښي په انسانانوکې :.

په انسانانوکي هم دناورغۍ عمومي شکل ډير ليدل کيږي چي د عضلا  تو د Tone په زياتــوالي او Spasm باندي نومول کيږ ي د حمــــلي متـــوسط حد د زخم څخه ( ٧ ) ورځي وروسته دي په( ١٥) فيصده پيښو کي ٣ ورځي او (١٠) فيصده پيښو کي ١٤ ورځي وروسته حمله منځ ته راځي په Typic (قسمي) ډول ناورغ ته لومړي Lock Jaw يا Trismus د Masseter عضلا تو د توان د زياتوالي له امله منځ ته راځي شخي Dysphagia (خوراک نه کول) او يا د Lack Jaw سره يوځاي ليدل کيږي او يا لږ وروسته دغاړي ،او.ږو او د ملا دعضلا تو درد منځ ته راځي بالاخره د نورو عضلا تو اخته کيدل وروسته منځ ته راځي لکه د بطن شخوالي -Stiffnes of prximal lombor muscle  ، لاسونه او پښي په نسبي توګه په ناروغۍ کي برخه نه اخلي د مخ د عضــــــــــلا تو دوامـــــداره تقلص Riesus sardionicus (دشادي خندا) سبب ګرځي د ملا د عضلا تو( Contraction) ملا ته د کمان شکل ورکوي چي لاس تري په اسانۍ سر ه تيريږي د سيني د عضلا تو د شخوالي او د تنفسي سيستم غړو د مـنـقبض کيدو په نتيجه کښي ناروغ ته تنفسي مشکلا ت پيدا کيږي  په وينه کي د اوکسيجن اندازه کميږي د (Hypoxia) په نتيجه کي ناروغ مري .

٢ -.موضعي تيتانوس غير معمول دي اعراض يي يوازي د زخم په ناحيه کي متمرکز وي د نار وغۍ راتلونکي ښه ده.

٣ -. Cephalic Tetanus : د مــــوضعي تيتانوس نادر شکل دي چي د Head finjury (د سر زخمونه ) د غوږ انتان څخه وروسته منځ ته راځي Trismus او د يوي يا زياتو قحفي جوړو Dysfunction موجود وي خصوصاً د اووم عصب د مړيني اندازه يي زياته ده .

د نوي زيږيدلو ماشومانو تيتانوس معمولاًد (٣-١٠) ورځي وروسته د زيږيدني څخه په عمومي شکل پيداکيږي په پرمختګ کوونکي ډول سره د رودلو ستونځي ،د زياتي ژړا سره موجود وي د شيدو يا نورو مايعاتو په تيرولو کي ستونځي ژر ښکاره کيږي بدن يي شخ او Spasm منځ ته راځي

دناروغۍ تشخيص( Diagnosis ):

الف - کلينيکي معاينات: په عادي حالت کي د تيتانوس ناروغۍ د تشنج انقباضاتو، د عضلا تو شخوالي ،د هوښيارۍ له منځه تلل او هم د بدن د درجي د لوړيدو سره تشخيص کيږي .

ددي ناروغۍ په تشخيص کي زياتره کلينيکي نښو څخه استفاد ه کيږي لکه د سترګــــــو تنګيدل او د څاروي په وجـــود کي د زخــــــم پيداکيــدل دزني شخوالي او د خولي څخه د تارونو په شکل د لاړو جاري کيدل ، د ټول وجود شخوالي او د ناحيوي اعصابو فلج هم په سترګو کيږي لابراتواري معاينات او بيو لوژيکي ټيسټونه د ناروغۍ په تشخيص کي کومک کوي .

ب.- لابراتواري معاينات :

د مرض د تشخيص او پيژندګلوۍ په خاطر د زخم داخلي مايع او يوه برخه دداخلي ژورو انساجو څخه اخستل کيږئ او په لاندي طريقو سر ه دمعايني او ليدني لاندي نيول کيږي .

١- مايکروسکوپي معاينـــــــات

٢- باکتريالوژيکي معاينـــــــات

٣- بيــــــــولوژيــکي معاينــــــات

١-: مايکروسکوپي معاينات: د اخستل شوو موادو څخه سلايډ تهيه کيږي او د ګرام په طريقه رنګاميزي کيږئ د ناروغۍ عامل چي لرګي ډوله او ګرام مثبت دي ، اطراف يي ټــــول شوي او په هغه کي سپورونه توليـــــد شوي وي د مايکروسکوپ لا ند ي ليد ل کيږي همدارنګه په اخستل شوو موادو کي ځني نور ورته مايکرو اورګانيزمونه لکه Clostridium tetano morphom اوficicans Clostridium putri هم په سلايډ ليدل کى کيږي .

٢- . بکتريالوژيکي معاينات :. ککړ مواد د Kitt په منځنۍ برخه کښي ږدو د ځيني موجوداتو نه پرته دتيتانوس سپور داره ورته موجودات په سلايډ کي ليدل کيږي ذکر شوي مواد مخکي د کښت څخه د( ٨) سانتي ګريد په اندازه د يو ساعت لپاره تر حرارت لاندي نيول کيږي په منځنۍ برخه کي Clostridium tetani کمزوري  ليد ل کيږي او منځني قسمت يي يو قسم بوي کوي چي د ټوکر د سو ځيدو د بوي سره يوشانته وي .

که په منځنۍ برخه کي مايکرو اورګانيزمونه زيات وليدل شي نو په دي صورت کي  ذ کر شوو موادو ته ٨ سانتي ګريد په اندازه تر ٢٠ دقيقو پوري حرارت ورکوو او يا هم( ٢-٣) دقيقو پوري تر ١٠ سانتي ګريد حرارت لاندي نيسو .

٣.- بيولوژيکي معاينات:. کـــله چي Clostridium tetani ميــــکروبـــونه د لومړني خوراک په وسط کي تشخيص شي همدغه مواد ٣٦-٣٧ سانتي ګريد په ترمسان کي د ٦-١٠ ورځو پوري ايښودل کيږي تر څو چي توکسين توليد شي چي وروسته دغه توکسين تجروبوي حيواناتو ته ترزيق کيږي وروسته ذکر شوي مواد فـــــــلتر کيږي تر څو د ميکروب څخه خــالي شي فلتر شوي مواد د( ٠.٣-٠.٥) ملي ليتر پوري ٢ يا ٣ موږکــــانو ته د هغــــوي د  وروستۍ پښو د پوستکي لاندي ترزـيق کيږي ، ترزيـــق شوي موږکــــــان په ١٢ ساعتونو کي مري همدغه مواد د تيتانوس ضد سيروم سره مخلوط کوي او هغه بيا د ٤٥ دقيقو لپاره د ترموستات لاند ي ساتل کيږي او په همدي ډول د پخوا په شان دوه موږکانو ته د پوستکي لاند ي ترزيق کيږي او دواړه موږکان د ترزيق له کبله ضرور ژوندي پاتي کيږي .

اناتو پتالوژيکي تغيرات:.

کوم حيوان چي د ذکر شوي ناروغۍ څخه مړه شوي وي د هغوي جسد شخ شوي وي او د حــــيوان په بدن باندي ئي  تور تاريـکه داغونه ليــــدل کـــيږي او وينه يي ښه نه لخته کيږي ،زړه يي غټيږي او سږ و کي يو نوعه داغونه ليدل کيږئ او دزړه په عضلا تو او د سږو په پلورا کي نقطوي خونريزي ليدل کيږي خو بايد د جسد د خلاصولو څخه ډډه وشي ځکه د جسد په خلاصولو سره د Clostridium tetani د سپورونو په واســــــــطه مخـــــــيط کــــــکړيږي .

د   Clostridium tetaniتوکسين:.

ددي توکسين په دري ډولو نو ويشل شوي دي  :

١- تيتانواسپاسمين (Tetano spasmin) ياعصبي توکسين (neurotoxin )

  1. دا يو قــــــوي عصــــبي توکسين دي او حـــــــرارت سره حساس دي چي داد بي حرکتۍ په مرحله کي توليد ،وده او وروستــــــه د ټوټه کـــــيدوڅخه ازاديږي وژو نکي دوز يا M.L.Dيي(٥٠ ) فيصده د موږک لپاره ده، چي دامعادل دي د     ٨- ٢١٠ملي ګرام سره .

٢ -. تيتانوليزين Tetano lysine (هيمو ليزين):

دا يو توکسين دي چي اوکسيجن سره حساس دي دا هم د نورو توکسينونو په شان فعال ګروپونه لري لکه SH.activated  toxin چي حجروي عشاګاني تخريبوي ،سره کرويات حلوي او نيکروزه کوي يي چي د تجربوي حيواناتو لپاره Cardio toxic او وژونکي  (Lathal ) دي او دوباره د ميکروب دتکثر او د توکسين د توليد لپاره شرايط برابروي .

٣.- Non spasmogenic Toxin :.

د بدن څخه خارج توليد يږي لاکن د ناروغۍ په توليد کي يي  کوم رول نه دي ليدل شوي خو داسي نظر موجوددي چي د محيطي اعصابو فلج منځ ته راوړي .

 

د بکتريا مقاومت (Resistant of Bacteria ):

دغه بکتريا د لمر د مستقيم حرارت له کبله په ١٢ ورځو کي او په جوش اوبو کي (١٠-١٥ )دقيقو پور ي له منځه ځي ددي بکتريا توکسين د لمر دوړانګو په مقابل کي د( ١٥-١٨) ساعتونو پوري او د حـــــرارت په ٨٠ سانتي ګريد درجه کي په دوه ساعتو کي او د حـــرارات په ١٣٥ سانتي ګريد درجـــــو کي د ١٠-٢٠ دقيقو پوري له منځه ځي همدارنګه ٥% فيصده فينول د بکتريا سپور د (١٠-١٢) ساعتو نو کي له منځه وړي او همدارنګه د هايدرو کلوريک اسيد ( ٠.٥)  فيصده دغه وخت ٢ ساعتونو ته کموي

 د ناروغۍ تفريقي تشخيص:.

د تيتانوس ناروغي د تشخيص په وخت کي د Rabies ،نيکس اوميکا په زهرو ،بکتريايي Meningitis سره اشتباه کيږي ځکه دي ته ورته علايم په Rabies او نيکس اوميکا په زهرو کي ليدل کيږي مګر په رابُيز کي لاندني ژامي فلج کيږي او لاړي بهيږي ولي ټو ل بدن يي شخوالي نه لري حرکت کولي شي او په هر شي خوله لګوي او نيکس اوميکا په زهرو کي جسم شخيږي مګر د سترګو دريمه پرده نه راوزي په بکتريايي Meningitis کي عموماً تبه او په وقفوي ډول تشنو جونه موجودوي مګر د تيتانوس قطعي تفريقي تشخيص د نورو ناورغيو سره په لابراتوار کي د عامل د ليد و په واسطه کيږي .

د ناورغۍ تداوي يا( Treatment ) :

ددي ناروغۍ دتداوۍ لپاره اول بايد د توکسين د توليد علت له منځه ويوړل شي په اول قدم کي بايد  د ميکروب ددوخول لاره په مکمله توګه ضد عفــــــوني شي چي په دي تــرتـيب سره د تــــــوکسيــــن توليـــــــد له  منځه ځي .

که چيري حيوان ناقراره وي د موضعي يا عمومي بي هوشۍ څخه کار اخلو وروسته بايد دزخم ځاي د ضد عفوني موادو په واسطه پاک پريمنځل شي او يا لمده پارچه د ضد عفوني د زخم د پاســه چي زخم وپوښوي کيښودل شي که ککړه برخه د حيوان د لکۍ په برخه کي وي لکۍ بايد غوڅه کړي شي په آسو نو کي موضعي تداوي مشکله ده ځکه چي نوموړي څاروي زيات تحريکيږي چي په ډير زخمت سره کيداي شي چي د څاروي يو پښه پورته کړي شي د موضعي تداوۍ په وخت کي حيوان ته ناحيوي يا عمومي بي هوشي بايد ورکړل شي او حيوان بايد په يوه تياره ځاي کي وساتل شي او سهيل الهضم خوراکي مواد ورکړل شي څاروي په نرم ځاي او د رڼا څخه پناه ځاي کي د غږ او شور څخه لري وساتل شي تر څو تحريک کم شي څومره چي تحريک زيات وي د توکسين جذب هم زياتيږي .

بايد د ياده ونه باسو چي دوا ورکول د خولي د لاري خطرناک دي هغه وخت بايد دوا د خولي دلاري ورکول شي چي څاروي د خوراکي موادو د تيرولو تـــــــــوان ولري او اوبه وڅښــــــــــلي شي .

په دي وروستيو وختو کي امريکايي پوهانو د وريد د لاري هايدريت او د نيوکائين د ورکولو څخه مثبته نتيجه تر لاسه کړي د ه په د ي ترتيب چي په مقدار د ١٠٠-١٥٠ سي سي د دوه نيم فيصده محلول د ١٠ ورځو لپاره په دوامداره توګه او وروسته د دوه ورځو په منځ کي د پينسيلين تطبيق په يو جيګ دوز سره او کلورو پرومازين دوه ملي ليتره په کيــــلو ګرام وزن د وجود د عضلي د لاري تطبيق شي ،

 د عامل دمنځه وړل د موضعي او عمومي پينسيلين د تطبيق پواسطه صورت نيسي .

Clostridium tetani د پينسيلين په نسبت تيتراسکلين او کلورامفينيکول سره حساس دي او امينو ګلوکو زائيدونو سره مقاويم دي .

د مسکن او ارام راوړونکي دوا په واسطه لکه کلورو پرومازين د ناروغۍ علايم کموي کلوروپرومازين (٠.٤) ملي ګرامه په کيلو ګرام وزن د وريد دلاري او يا يو ملي ګرام په کيلو ګرام وزن د عضلي دلاري تطبيق کيږي ،دعه اندازه د دوهم ځل لپاره د ٨-١٠ ورځو يا د ناروغۍ د علايمو د له منځه تللو پوري تطبيق کيږي ، بينزائيل پينسيلين ٢٠ ملي ګرامه په کيلو ګرام ژوند ي وزن د وريد يا عضلي د لاري تطبيق کيږي او ١٢ ساعته وروسته پروکا ين پينسيلين (٢٠٠٠٠ ) واحده په کيــــــلو ګرام وزن د عضلي دلاري او دغه دوا هر ١٢ ساعته بعد د پينځه ورځو لپاره تطبيق کيږي .

د دوراني زهرو د حنثي کولو لپاره د Tetanus anti toxin څخه استفاده کيږئ  خو کله چي د ناروغۍ علايم ښـــکاره شي نو چندان نتيجه نه ورکوي د تيتانوس ضد سيروم (غير فعال ايمو ن )هغه توکسين خنثي کـــــــــوي چي عصبي سيتم (عصبي ګانګليو زيدونو) سره پيوسطه نه وي  خو کله چي اعصابو سره پيوسته شي نوبياد Tetanus Anti Toxin پواسطه محافظت نه کيږي

کله چه دتيتانوس توکسين په بدن کي نفوذ نه وي کړي نو کولي شو چه دزخم په شاوخوا کښي Tetanus Anti Toxin  زرق کړو.

 انسانانو کي هم په  تيتانوس ناروغي اخته ناروغان بايدپه يوه تياره اوارامه کــــــوټه کي بستـــــــر کړل شي هلته بايد مـــــــزاهمت موجـــودنه وي د(T.I.G )

Tetanus Immuno Globolin ( ٥٠- ٣٠٠ ) واحده هرڅومره چي ژرکيږي دعضلي دلاري تطبيق شي.

کچيري Tetanus Immuno Globolinموجودنه وي نو ـTetanus Anti  Toxin وروسته دجلدي ټسټ څخه (٥٠٠٠٠-١٠٠٠٠٠) واحده نيمائي دعضلي او نيمائي وريدي لاري څخه په ډيري پاملرني سره زرق شي زخمونه بايد پاک شي او داړتيا له مخي Debrided  اجرا شي (١٠٠٠٠٠) يونټه په کيلو ګرام وزن په (٢٤) ساعتونو کي Penicillin G   په شپږو کسري دوزونو دوريد له لا ري دلسو ورځو لپاره ورکړل شي.

کچيري دپينسلين په مقابــل کي حساسيت موجـــــود وي نو تيتراسيکلين په (٢٤)ساعتونوکي (٣٠-٤٠) ميلي ګرام  په کيلوګرام وزن په څلورو کسري دوزونودخولي دلاري دلسو ورځو لپاره هم مؤثردي. همدارنګه Metronidazole  اوسفالوسپورين  دپينسلين په عوض هم استعماليږي دسپازم لري کولو لپاره Diazepam  ګتور دي چه (٠،٦-١،٢) ميلي ګرام په کيــلوګرام وزن  دورځي په شپږو کسري دوزونو دوريد دلاري تطبــــــــيق شي .

په نوي پيدا شوي ماشومانوکي(٢-٣) کسري دوزونه هم ورکول کيدائي شي په شديدوحالاتو کي چي تنفسي ستونزي موجود وي بايد Tracheo tomy  اجراشي:

 

دناروغيۍ مخنيوي اوکنټرول    (Provention)

دتيتـــــانوس دنــــاروغۍ کــنــــټرول څخه په څارويــــــــوکي منـــــــــــظور دادي:

هغه څاروى چه زخم لري او دبکترياؤ سره دککړيدني امکان موجود دي بايد دانتي تيتانوس واکسين ترزيق شي انتي تيتانوس په هغه وخت کي ضروردي چه دتيتانوس ناروغۍ منځته راتلل مطرح وي خصو صاً هغه زخمونه چه دخــــــاوري سره کــــکړ وي اويا په ځني جـــــراحي عملياتو کي لکه دنوم پري کول ،دلکي پري کول  ، دسومانو قطع کول ،دوړيوقينچي کولو په وخت کي اودلنګون په وخت کي دناروغۍ دمخنوي لپاره د تعقيم شوي سامـــــــان آلاتــــــو څخه استفـــــــــاده وشـــي او Toxoidورتــــه زرق شي په Enzooticمنطقوکي ټول حساس څاروي دتوکسائيد په وا سطه واکسين اووقايه کړاي شي. چه دتوکسائيد دتطبيق څخه (١٤) ورځي وروسته معافيت حاصليږي توکسائيد په څارويو کي دواکسين په ډول استعماليږي .

دنوروازميښتونوله مخي دناروغۍ مخنوي لپاره په آسونو اونورو لويو څارويوکي (٥٠٠٠-١٠٠٠٠) واحده توکسائيد اووړوکو څارويوته ددي مقدار څلورمه برخه تررزيق کيږي اوپس له (١٠-١٢) ورځودغه مقدار دوباره تطبيق اوتکراريږي .

البته دانتي تيتانوس توکسين د تطبيق سره  دناروغۍ  مخنوي نشي کيداي بايد همزمان زخم تداوي شي .

دغه واکسين په هرسن کي کيږي په معمولي حيواناتو کي دوه دوزه Toxoid په يوه مياشت اويو دوز يو کال وروسته لازم دي. مګرقيمتي حيواناتو لپاره په هروپنځوکلونوکي يوزرق توصيه کيږي :

کله چي واکسين شوي حيوان پدي ناروغۍ اخته شي نو يو دوز     Toxoid په همدي وخت کي ضروري ده چي دغه زرق دبدن معافيت لوړه وي او لوړ انتي باډي توليدوي .

او هغه حيوانات چي دتيتانوس په مقابل کي واکسين شوي نه وي دناروغۍ په وخت کښي  د Toxoid  زرق کول بي فائيدي ده ځکه  داولني انتي باډي  توليد ډير بطي وي .

په ښځينه اسپو کي دمعافيت توليدول مخکي دلنګون څخه معموله ده چي تقريباً دري مياشتو پوري په بچي کښي معافيت توليده وي اوهم بايد داسپو بچيــــــــــــــو ته دتولد څخه ( ٥-٦ ) اونيــــــــو په عمــــــــر کي ترزيق شي .

په انسانانو کښي ددي ناروغۍ  مخنيوي او کنټرول  دزخم دجوړيدو په اساس چي دپنيسلين دترزيق  پواسطه کيږي وروسته دناروغۍ په ضد واکسين شي .

او هم دغير فعال معافيت دتوليد لپاره د Homan Tetanus- Immunoglobolin     (H.T.I ) اود  Toxoid څخه استفاده کيږي  په انسانانوکښي دتيتانوس واکسين پدي  ډول دي چي په ( ٢-٤-٦ ) مياشتو کي د( D.P.T )  Diphtheria  Pertusis  Tetanus  اوپس لدينه په هر لسو ‌کـــــــالــوکښي  Toxoid د ناروغـــــــۍ دمخـــــــنيــــــــوي لپــــــــــاره مــــؤثر دي 

په ننگرهار کښي دتيتانوس ناروغۍ پيښي  :.

په ننګرهار کي دتيتانوس ناروغۍ پيښي په انسانانو اوحيواناتو کي دنوروساري ناروغيو په نسبت کم ليدل شوى دى

١- : دننګرهار مرکزي حيواني کلينيک مؤ ظفو ډاکترانو په قول پدي ناروغۍ اخته محدود څاروى کلينيک ته راوړل کيږي چي اکثريت ئي ددي ناروغـــــانو يوسومه حيـــــــــــــــوانات دى  په (١٣٨٤)هجري شمسي کـال کي په   تيتا نوس ناروغۍ اخته  (٦)څاروى کلينيک ته راوړل شوى  دى چي ځيني ئي ددرملني لاندي نيول شوي اوځيني ئي دناروغۍ دشدد له امله بغيرله تداوۍ څخه رخصت شوي دى .

  1. ٢-: دC.R.A.A مؤسسى دمؤ ظفو ډاکترانو په قول دتيتانوس ناروغۍ پيښي  .دننـــــــــــــګرهار ولايت دنورو ولسواليو په نسبت په  دوربابا،نازيان ، 

اوپه ګړوکو،کي زيات ليدل شوى چي علت ئي ديوه سومه  څارويو زياته روزنه ده .

چي په انتقالي کارونو کي ورڅخه استفاده کوي  چي په انتقالي کـــــــــــارونو کي ددي څارويو دوجود ځنيو برخو زخمي کيدو اودزخمونو دحفظ الصحي دنه مراعت کولو په نتيجه کي دغه ناروغي په زياته اندازه منځته راځي .

دديو په قول دتيتانوس ناروغۍ اخته حيواناتو خاص احصايه مونږ سره موجوده نده خود(١٣٨٢)هجري شمسي کـــال نه مخکي  ددي ناروغۍ اندازه

(٧٠-٨٠) فيصده پوري ؤ خواوس چي زمونږ ګرځنده ټيمونه په مختلفو ساحوکي دحيواناتو دروغتيا ساتلو په فعاليت بوخت دى نو ددي ناروغۍ فيصدي ئي (٤٠-٤٥) ته راټيته شوي ده.

٣-:دصحت عامى دساري واټ  مؤظفو ډاکترانو په قول په (١٣٨٤)هجري شمسي کال کي (١٠) تنه دتيتانوس ناروغان مونږ سره بستر شوي دى چي(٦) تنه  ښځينه او (٤) تنه ئي نارينه دى او پدي ناروغانوکي مړينه نده شوي.

او داناروغان دننګرهار ولايت دمختلفو ولسواليو پوري مربوطي دي . اوپدي ناروغانوکي دکـــــنړ اود لغمــــان ولايتونو ناروغان هم شامـــــــــل دى .

دناروغۍ اقتصادي تاوانونه :.

اقتصادي تاوان ئي نسبت څو ساري ناروغيو ته کمه خو داچه انسانان په (Sporadic ) توګه  پري اخته کيږي نو له همدي کبله دا ناروغۍ خطرناکه او دصحت دشتمنۍ  دښمــــــــــــــــــــــن  ګڼـــــــــــــــــــــل کيږي .

بلکي ددي ناروغۍ څخه دصحت ساتل داهيت وړ بريښي  په دي ناروغۍ اخته حيوانات نه يواځي داچي خپل محصولات  له لاسه ورکوي  بلکي خپل ژوند هم دلاسه ورکوي.

 

دتيتانوس واکسين (Vaccine of Tetanus )

١-: Tetanus Toxide  B.w.co Improved :

داواکسين دپيچکارۍ په شکل جوړيږي دآسونو او نورو حيواناتوته چي پدي ناروغۍ اخته کيږي دمعافيت لپاره ئي استعماليږي او دډير وخت لپاره حيوان دناروغۍ څخه ساتي

.داواکسين د(Clostridium  Tetani) بکــــــــتريا څخه  لاستــــــــه راغلي دي .

 

داستعمال طريقه :

د(٢) سي سي واکسين دتطبيق پواسطه  په حيوان کي انتي باډي توليديږي او داولي دوزنه يو مياشت وروسته بيا (٢) سي سي تطبيق کيږي  چه داد يوکال لپاره کار کوي  اود دوهمي دوز نه  يوکال وروسته د(٢)سي سي ترزيق پواسطه دټول عمر لپاره معافيت حاصليږي.

دغه دوزدټولو حيواناتو لپاره (٢) سي سي ټاکل شوي ده آس لپاره په عضله کي زرق کيږي او دغاړي  منځني برخه دزرق لپاره بهتره ده .اوپه نورو حيـــــــــــــــــواناتو کي دپوستــــــــــــــــــــــکي لاندي تطبيـــــــــــــــــــــــــــــــــق کيږي  .

دواکسين بسته بنديml  2دي .

٢-:تيتانوس انتي توکسين (Tetanus Anti Toxin concentrated  B.w)

دايوسيروم دي چي مخکي تر مخکي د تيتانوس ناروغۍ څخه د معافيت لپـــــــــــاره د زخم منځـــــــــــــــته راتلو څخه وروسته تطبيــــــــــــــــــــــــــــق کيږي .

مثلاً دتيتانوس ناروغۍ لپاره (١٠٠٠ ) يونيټه يا دوه سي سي سيروم په رګ کي کيږي يا د (٥٠٠-١٠٠٠) يونيټه د پوستيکي لاندي ترزيق کيږي او د ناروغ حيوان لپاره روزانه (١٠ ) سي سي ورته زرق کيږي تر څو  صحت ياب شي .

بسته بندي د بوتل 1500Iu يا 5000Iu يا ٢٥٠٠٠ يونټه امپول پيــــداکيږي .

نتيجه ګيري :.

د تيتانوس ناروغي د (Lock Jaw ) په نوم هم ياديږي يو عفوني ناروغي ده ټول ګرمه  وينه لرونکي څاروى پري اخته کيږي او مړينه هم منځ ته راوړي ددي ناروغۍ سره د افغانستان ټول خلک اشنايي لري ځکه چي داناروغي په حيواناتو او انسانانو کي ليدل کيږي په اول قدم کي تداوي امکان لري خو کله چي ټول کلينيکي نښي وليـــــــــــــــدل شي د مړيني امــکان يي زيات وي .

د نوموړي ناروغۍ عامل يو ډول بکتريا د ه چي د زخم دلاري بدن ته داخليږي  کله چي بدن ته داخل شوه د پټي دوري څخه وروسته حيوان په ډير احتياط خوراک اخلي او هم يي په ډير احتياط سره ميده کو ي د عضلاتو لړزيدل او شخيــــــدل سره يو ځاي احساسيږي او د بدن د تودوخي درجــــه يي د ناروغۍ په اخري مرحلو کي د( ١٠٨-١١٠) فارنهايت ته او چيتيږي په تشخيص کي يي د کلينيکي علايمو او لابراتواري ټسټونو څخه استفاده کيږي دمرض د مخنيوي له پاره بايد د انتي تيتانوس واکسين تطبيق شي انتي تيتانوس ته په هغه موقع کي ضرورت دي چي د تيتــــــانوس ناروغي منځته راتلل مطرح وي د ناروغۍ مخنيوي لپاره د تعقيم شوي سامان څخه استفاده کيږئ په هغو منطقو کي چي تيتانوس ناروغي زياته وي په هغه صورت کي بايد څاروى په  Toxoid وقايه کړاي شي د Toxoid د تطبيق سره دناروغۍ مخنـــــــيوي نه شي کيدلي بايد همزمـــان زخمونه تداوي شي .

 

پيشنيهادونه :

مربوطه مرجعو ته لاندې سپارښتنې  کیږي چې:

١ -: ددي ناروغۍ تاوانونو په باره کي ټولو هيوادوالو ته او خصوصاً مالدارانوورونو ته د تلويزون،راډيو ،مجلي او اخبارونو په واسطه پوره معلومات ورکړي .

٢ -: په هره ولسوالۍ کي بايد منظم حيواني کلينيکونه جوړ کړي تر څو مالداران خپل مالونه د ناروغۍ په وخت کي نژدي کلينيکونو ته انتقال کړي اوتر تداوي لاندي ونيول شي .

٣ -: دولت بايد ددي ناروغۍ په مقابل کي په ټول هيواد کي انساني او حيواني واکسيناسيون پراخ کمپاين شروع کړي ترڅو ددي ناروغۍ څخه انسانان او حيوانات په امان کي پاتي شي .

سپارښني:

١-. ګرانو او محترمو هم مسلکيانو ورونو تاسو ته بهتره معلومه ده چي  تيتانوس  يوه خطــــــــــــرناکه Zoonosis ناروغي ده چي په غير مستقيم (non contagious ) ډول انتقــاليږي او هميشه له پاره د وترنرۍ ډاکتـــــــران د ساري ناروغيو خطرونو سره مخامخ دي او خپل خوږ ژوند يي له لاسه ورکوي چي ښکاره مثال يي د C.R.A.A د موسس يو غړي ډاکتر کريم الله چي په همدي ناروغۍ کي خپل ژوندئي دلاسه ورکړل.

٢- . ټولو هيوادوالو څخه زما غوښتنه داده چي ددي ناروغۍ څخه ځان وساتۍ او د ځان ساتلو طريقه يي داده چي په وجود کي د زخمونود رامنځه کيدو په صورت کي دزخمونو حفظ ا لصحه مراعت کړي په کليو او بانډو کي زياتره خلک په زخمونو باند ي خاوره اچوي تر څو وينه ودريږي خو اکار بده او ناوړه عواقب لري ددي کار څخه بايد جدي خوداري وشي او هم زياتره ماشومان په لوڅو پښو ګرځي چي دا هم د خطــــــر څخه حالي نه دي بايد په لو څو پښو و نه ګر ځي تر څو ددي ناروغۍ ښکار نه شي .

ماخذونه

١ . بريالي سيد عبدالله د ټولو روغتيايي کارکوونکو له پاره دداخله ناروغيو کتاب   کـــال ١٣٨٤ هجري شمسي     مخــــــونه   ٢١٢-٢١٣

٢ـ: جبارخيل عبدالناصر  انتاني ناروغۍ  دافغانستان دودي ټولنه جرمني      کال ١٣٧٩ مخــــــــــونه    ١٠٧-١١٢

٣ـ: حسني طباطبائي   عبدالمحمد  ( بيماري هاي بکتريايي دام)   دانشګاه تهران   کال ١٣٨٠ صفحات  ١٦٨-١٧٧

٤ـ:  ي اي کــــــــوکيـــــــــالوف    وترنري مايـــــــــــــکر بيولوژي      مســــــــــــــــکو    کــــــــال     ١٣٦٥ هجري شمي   مخونه   ٢٥٤-٢٦٥

٥ـ: نظيمي  شفيع الله   لکچر نوټ    ننګر ها رپوهنتون  وترنر ى  پوهنځي  کــــــال    ١٣٨٤  مخونه   ٤٤-٤٥

٦ـ: سمسور  عبدالقادر  د پسونو دعــامو ناروغيو پيژندنه او تــــــــــــداوي کـــــــــال     ١٣٧٣ مخـــــونه  ٦٠-٦٣.

٧ـ:.  سيدعلي احمد شاه ګنجينه طب حيوانات پاکستان کال    ٢٠٠٠م

مخونه٧٦-٣٩٢

٨ ـ: قاضي زاده عبدااحد    دکوچنيانو دناروغيو اساسات     کــــــــــــــــال ١٣٧٩ مخـــــــونه ٣١٥-٣٢٠ .

  1. ٩ـ:. C.M. Fraser   Merck Veternary manul fourth Edition Rah way. N.J.USA year 1973 Pages 342-344

بیرته شاته