د ملۍ روزنه
لیکوال: روح الامين ( خيرخــــــواه)
سريزه
څرنګه چه افغانستان يو کرنيز هيواد دى او د ښى اب هوا او حا صلخيزه زراعتى ځمکو په درلودلو سره رنګا رنګ سبزيجات پدى خاوره کى توافق کړيدى زمونږد هيواد ( ٨٥) فيصده وګړى په کرنه او مالدارى بوخت دي او دبل پلوه دافغانستان اقليم دالله په قدرت داسى جوړشويدى چه هر ډول سبزيجات دهيواد په مختلفوسيمو کى په مختلفووختونو کى کرل کيږى اوپه زړه پورى حاصلات ورکوى چه دهيواد بزګران د خپل ضرورت وړضرورى مواد د همدى سبزيجاتو څخه پوره کوى اوهم يي د عايد دلاسته راوړلولپاره سبزيجات مار کيټ ته عرضه کوى چه داکار د يو طرفه زموږ د بزګرانو کورنى ضرورتونه پوره کوى او د بل طرفه د ملى اقتصاد په پياوړتيا کى مهم رول لرى .
زمونږ د هيواد د سبزيجاتو د جملى څخه ملۍ هم د اهميت وړدي چه هم يي په تازه ډول د پاڼى او ريښى څخه د خوراک په منظور استفاده کيږى يادونه کيږى چه د مليو اصلى ټاټوبى اروپا يا اسيا ده او زمونږ ګران هيواد هم د مليو احتمالى ټاټوبى کڼل شويدى .
او د ډ يرې پخوا زمانى څخه يي کرکيله په دى هيواد کى رواج لرى د نوموړو سبزيجاتو ستاينه د مصرفرعونيانو لخوا هم کيده او لرغونى يونا نيانو ته هم ملۍ يو په زړه پورى سبزى ګڼل کيده او د بل طرفه د مليو کرنه ډير زيار ته ضرورت نلرى او په کمه موده کى حاصل ورکوى .
د کال په مختلفو وفصلونوکى لکه منى ، ژمى او پسرلى کى کرل کيدايشى او حاصل ورکوى او په اساني سره مادکيټ ته عرضه کيدايشى نوپدى اساس د کرهنى پوهنځى د هارټيکلچر د يپارتمنت ماته د (مليو د روزنى ) تر سرليک لاندى موضو ع انتخاب کړه ترڅو خپل سيمنار د رهنما استاد او د سيمنار استاد پوهنيار رشاد احمد ( شيرزاد) تر مستقيمى لارښوونى لاندى ترتيب او تنظيم کړم .
نوموړى استاد ماسره د موضوع په ترتيبولواو تنظيم کى نه دريغوونکى هلى ځلي کړيدى د الله څخه اجراعظيم غواړم .
په اخر کى خداى دى وکړى چه نوموړى موضوع د لوستونکو او زما د همصنفيانو د پام لرنى وړوګرځى .
د مليو تاريخچه:
ددى مليو د پيدايښت اصلى ټاټوبى اروپا يا اسيا ده دافغا نستان د مليو د پيدايښت احتمالى ټاټوبى هم ګڼل کيدايشى .
د ډيرې مودې راپدىخوا ملۍ د کرنى لاندى راغلى دي د مصرى فرعونيا نو ( pharaohs ) لخوايي ډيره ستاينه کيده او لرغونو يونا نيا نو هم ملۍ خوښيدى ملى يو کلن او هم دوه کلن عمر لرى .
او د کروسيفرى ( ( crusiferaeيا شړشم (mustard) په کورنى پورى اړه لرى
ملۍ د شړشم او د کول د ګروپ د نوروسبوسره نژدي اړيکي لرى مګر د عين جنس څخه ندى .
نباتى ځانګړتیاوې:
د مليو پنډى نيلى د سا قو لږى برخي اوپاڼي يي خوړل کيږى نيلى يي يو له بله د رنګ . پيړوالى ،بټى او د غوښينوبرخود کيفيت له نظره توپير لرى .
د مليو د پيړوالى او بڼه د هغوپه پيژند نه کى غوره خواص تشکيلوى د نيلو
جذ بوونکى سيستم يي زيات پراخوالى نلرى سره ددى چه ځينى جذ بوونکى جانبى نيلى د ( ٢٠-٤٠) سانتىمترو پراخوالى ته رسيږى مګر زيات شمير يي د ( ٥-٢٠) سانتى مترو پورى اوږدى وى .
بى له دې چه د نيلو سيستم ته يي زيان ورسيږى ملى د ( ٥) سانتى مترو په ژوروالى للون کيدايشى د مليو ساقى يو لنډ کرون دى اوکله چى بوټى ګلان توليدوى ساقه يي اوږديږى او داسى ګلان تشکيلوى چه نارينه او ښځينه الى لرى يعنى (perfect flower) او دحشراتو پواسطه القاح کيږى او پلى ډوله ميوي منځ ته راوړى .
دمليو ځينى ډولونه لمړى کال ګلان او تخم تشکيلوى او نور يي په دوهم کال کى ګلان او تخم توليدوى لدى کبله ملى يو کلن يا دوه کلن عمر لرى .
په يو کلنو مليو کى د ګلانو جوړښت د ورځى د اوږدوالى پواسطه ادراره کيږى
کله چى يو کلني ملى د ورځى له پلو ه په (٧) ساعته رڼا او (١٢) ساعته رڼا کى وروزل شى په اوه ساعته رڼاسره ملى غټى نيلى توليدوى
د مليو ډولونه:
په افغانستان کى د مليو ډير ډولونه شته دى د مليو ډولونه د وديزفصل او د نيلو د بڼى په اساس طبقه بندى کيږى .
د مليو ځينى ډولونه په پسرلى ځينى په اوړى او ځينى په ژمى کى کرل کيږى .
د مليو پسرلنى ډ ولونه ژر وده کوى په لنډ وخت کى پخښيږى ( ٢٠-٣٠) ورځو
او پنډى نيلى يي د لږوخت لپاره د استفادى وړحالت کى پاتى کيږى .
د اوړى د ډولونو وده ډيره چابکه نه وى په نسبتا اوږده موده کى رسيږى
( ٣٥-٤٠) او پنډى نيلى يي په زياته موده کى د استفادى وړحالت کى پاتى کيږى .
د ژمى ډولونه يي رو وده کوى ( ٥٠-٦٠) ورځى او ډ يرى غټيږى او په اسانى سره ساتل کيدايشى .
په ځينى بهرنى هيواد ونوکى ژرپخيد ونکى ملي عموما زيات استعمال لرى ژر پخيد ونکى ملۍ د کال په هر وخت کى کرل کيدايشى هغه چه په ژمى کى کرل کيږى د پسرلى د ډولونو پرتله د پخوالى لپاره دوه ځلى زياته موده نيسى اوپه منى کى د زيرمه کولو لپاره توليديږى .
د مليو ځينى په زړه پورى ډولونه د Early scarlet globe, sparkler او cherry belle څخه عبارت دي .
ملۍ غټى نيلى تشکيلوى حال داچى په ( ١٢)ساعته رڼاسره هغه ګلان اوتخم تشکيلوى د مليو پاڼي په غونچه يي ډول راووځى ساده او پيچلى ډوله وى
او پيړوالى يي د ډول په اساس توپير کوى .
دتودوخى اړتياوي:
ملۍ د سړو په مقابل کى زيات مقاومت لرى او سوړبخن موسم د سبو
(cool season crops ) په نوم يا ديږى ملۍ د کنګل کيد و له نقطى څخه ټيټه تودوخه کى هم څه ناڅه مقاومت لرى .
ځيني ډولونه يي خوصوصا پسرلنى ډولونه په توده هوا کى پوسه يا (pithy ) کيږى .
اوږده نيله لرونکى ډولونه په څلورو يا پينځه دانو سره ګيډى کيږى حال داچه د ګردو مليو په هره ګيډى کى د ( ٦-١٢) دانو ملى تړل کيږى ملى په ټوکريو کى ، کريټونو کى او يا نورو وسايلو کى اچول کيږى لرې ځايونوته د ليږدولو لپاره دسامانو په منځ کى او سر باندى مات شوى وى يخ اچول کيږى اوملۍ په کنګل حالت کى استول کيږى په ځينوباندنيوهيوادونوکى اوس د مليو زياته برخه په ماشين سره له پټيو څخه راوباسى دهغوپاسنى برخه پريکول اوپه اړونده سامان کى يي اچوى نورماشينونه ځانله ملۍ د پټيوڅخه راوستل کيږى ځينى ماشينونه ملۍ له پټيو څخه راوباسى د هغوى پاسنى برخه پريکوى اوپه اړونده سامانو کى اچوى .
نورماشينونه ځانله ملى د پټيو څخه راوباسى او سمبالښت په خونه ( packing house ) کى ورڅخه پاسنى برخه پريکول کيږى هغه ملۍ چى پاسنى برخه ورڅخه لرى شوى وى د باي اتلين په کڅوړه کى اچول کيږى د سوراګرلپاره تقريبا ټولى ملي په کڅوړو کى ځاپځاى کيږى .
د مليو لپاره خاوره او د خاورى تيارول:
ملۍ په هر ډول خاورو کى د روزنى وړدي لاکن سپکه پسته خاوره د مليو د روزنى لپاره غوره ګڼل کيږى .
د مليو د وختى حاصل لپاره شګلنى يا شګلنى لوم خاوره غوره بريښى د اوړى د حاصل لپاره سوړبخنه لنده خاوره په زړه پورى نتيجه ورکوى .
خاوره بايد تيګه ونلرى او ښه تياره شى خاوره بايد داسى تياره شى چه لوټي د کار کولو مانع ونه ګرځى .
د سرې استعمال:
څرنګه چه ملۍ خوراچټکه وده کوى لدى کبله مسته خاورى ته ضرورت دى د لوړکيفيت ملۍ د لوړى اندازى غذايي موادو په استعمال سره لاسته راتلاى شى
عموما په يوجريب ( ٢٠٠٠) متره مربع ځمکه کى ( ٢٢) کيلوګرامه نايتروجن ، ( ٢٠) کيلوګرامه فاسفورس ، ( ١٩) کيلوګرامه پوتاشيم پاشل کيږى که ملۍ په يو ه بل داسى زراعتى محصول پسى وکرل شى چه هغه ته زياته سره ورکړل شوى وى پدى صورت کى لږه سره استعمال شى . ښايي چه سره د تخم د کرلودمخه استعمال شى .
اوبخور
د مليو اوبخوربايد په منظم ډول ترسره شى ځکه چى په منظم ډول ابيارى د مليو دحاصلاتو په لوړيدوکى ډيره مرسته کوى او هم د مليو د کيفيت دښه کيدو سبب ګرځى دمليواوبه کول په مختلفو طريقو سره صورت نيسى لکه دپټى په شکل اوبخور، دلښتيوپه شکل اوبخور اوداسى نوروطريقوسره کيدايشى . اوبه بايد په مناسب وخت کى ورکړل شى ځکه ملى د وديزفصل په اوږدو کى ډيرواوبو ته اړتيالرى بايد اوبخورته يي په کلکه پاملرنه وشى .
للون
دوديزفصل په اوږدو کى خشاوه کول تريواندازى پورى مرسته کوى اوهمدارنګه دهرزه وښولريکول ډيرضرورى دي ځکه چى هرزه واښه دمليوسره په غذايي موادو او هم دلمر درڼا په جذبولو کى سيالى کوى نو ددى لپاره چى د ښه خوند اومزى ملي توليد شى بايد په منظم ډول خشاوه پکى صورت ونيسى ترڅو د مليو د لوړ حاصل سبب وګرځى
د مليوکرهنه او فاصله
د سړوپه مقابل کى د مليو مقاومت خورازيات دى لدى کبله په سړوسيموکى هغه په پسرلى کى د وخته او په تودوسيموکى په ژمى کى کرل کيږى
د تازه حاصل په خاطر ښايي چه هغه څوځلى په پرلپسى ډول د لس ورځو په وقفه کى وکرل شى .
د مناسبو ډولونو په انتخاب سره کيدايشى چه د وديزفصل په اوږدو کى ملى په تازه ډول لاسته راشى .
د ملۍ ژر پخيدونکى ډولونه په توده هواکى ښه وده نکوى د مليو تخمونه د ( ١-١،٥) سانتى مترو په ژوروالى سره کرل کيږى .
دقطارونو تر منځ فاصله يي ( ٢٧،٥) سانتى متره وى په يوجريب ځمکه کى ( ٤،٥) کيلوګرامه تخم کفايت کوى په قطارونو کى دننه د بوټو ترمنځ فاصله ښايي چه ( ٢،٥-٣) سانتى مترو په اندازه وى ملۍ کومى چه د ژمى د مليو په نوم ياديږى بايد په قطارونو کى دننه د ( ٥-١٠) سانتى مترو په فاصله وکرل شى
په کورنيو باغچو کى ملۍ د نورو سبو د قطارونو په منځ کى د ( inter crop) په ډول کرکيږى .
يوشمير باغوانان ملۍ د کرم او نورو ورته سبو د قطارونو ترمنځ کرى .
د مليو راټولول
کله چى د مليو نيلى د سوداګرى وړپنډوالى ته ورسيږى هغوي بايد له پټيو څخه راوويستل شى . پسرلنى ژرپخيدونکى ډولونه که د مناسب پنډوالى په وخت کى راټول نشى نوژر په کلکيدو او بوسيد و پيل کوى .
داوړى ډولونه د پسرلى د ډولونو پرتله اوږده موده د خوراک وړحالت کى پا تيږى
د مليو راټولو د را ويستلو ، پريمنځلو، درجه بندى کولو، ګيډى کولو او ځايپځاى کولو څخه عبارت دي .
ګيډى کول عموما په پټيو کى سرته رسيږى ا وپه هره ګيډى کى د مليو شميرد هغوى په ډول پورى اړه لرى .
د مليواهميت
ملۍ (Radish ) د ډيرو باغوانانوخوښيږى ځکه چه له يوخوايي روزنه اسانه ده اوله بله خوا د تخم دکرلو روسته د ( ٣-١٦) اونيو په موده کىحاصل ورکوى .
ملۍ نسبتا په سوړبخنه هواکى ښه وده کوى اوپه پسرلى او منى کى حاصل ورڅخه اخستل کيږى .
په تودوسيموکى له هغوڅخه په منى ، ژمى او پسرلى کى حاصل لاسته راتلايشى
په ځينو باندينو هيوادونو کى د مليو کرنى ميکا نيزه ښودلى ده سره له دى چه ملۍ د غذايي ارزښت له نظره خورامهم يي نه بريښى مګر د هغوى مخصوص تريخ خوند د ډيرو خلکو خوښيږى .
ساتنه
پسرلنى ملۍ چه پاسنى برخه ورڅخه جلاشوى وى بايد ډير ژريي تودوخه د سړواوبواستعمال (Hydro cooling ) پواسطه د سانتى ګراد ( ٤) درجوته يا تر دې ټيټه شى .
که روسته هغوي د باى اتلين په کڅوړو کى واچولاى شى نو د سانتى ګراد په صفر درجه کى د ( ٣-٤) هفتوپورى ساتل کيدايشى د ( ٤) درجو کى ملۍ تر دې لږه موده دساتنى وړبريښى .
هغه ګيډى شوى ملۍ چه پاسنى برخه ورڅخه لرې شوى نه وى ژرخرابيږى دا ډول ملۍ د سانتى ګراد په صفر درجه په سلوکى ( ٩٠-٩٥) برخو نسبتى لنده بل کى د ( ١-٢) اونيو پورى ساتل کيدايشى . د ملۍ دپاسه د يخ اچول د هغوي په تازه ساتنه کى مرسته کوى .
نتيجه ګيري
د مليو د پيدايښت اصلى ټاټوبى اروپا يا اسيا ده او د افغانستان هيواد د مليواحتمالى ټاټوبى ګڼل او د کال په مختلفو فصلونو کى کرل کيږى لکه منى ، ژمى او پسرلى کى چه په دى ټولو فصلونو کى ښه حاصل ورکوى چه يو کلن او دوه کلن عمر لرى او د ( crucifereae ) د کورنى نبات دى د مليو تخم د يو څخه تر يونيم سانتى متر په ژوروالى کرل کيږى ا و دقطارونو ترمنځ فاصله د ( ٥.٢٧)سانتى متره او دبوټو ترمنځ فاصله ( ٥.٢) سانتى متره څخه د ( ٣) سانتى مترو په اندازه ده او (٥.٤) ګرامه تخم د يو جريب لپاره کفيايت کوى
که مليو څخه پاسنى برخي جلا شى او ډير ژر يي تودوخه د سړو په استعمال سره سانتى ګراد د څلور درجو يا تر دې ټيټه شى که ددي څخه روسته ملۍ د باي اتلين په کڅوړو کى واچول شى د سانتى ګرا د په صفر درجه کى د ( ٣-٤) هفتوکى ساتل کيدايشى او هغه ملۍ چه پاسنى برخي يي جلاشوى نه وى ژرخرابيږى دسانتى ګرادپه صفر درجه په سلوکى د ( ٩٠-٩٥) برخو نسبتى لنده بل کى د ( ١-٢) هفتو پورى ساتل کيږى د مليو دپاسه يخ اچول د هغوي په تازه ساتنه کى مرسته کوى .
سپارښتني
١- دولت بايد دمليو د ښو اصلاح شوو ورايټى ګانوتحقيقاتى مرکزونه جوړکړى .
٢- د زراعت وزارت بايد د مليو اصلاح شوى ورايټى بزګرانو ته ورکړى ترڅو چه د ښه عايد په لاسته راوړلوکى پرمختګ وشى .
٣- دولت بايد د سبزيجاتو د پلورلو لپاره مناسب مارکيټ او زخيره خاني جوړى کړى .
٤- دولت بايد د سبزيجاتوخصوصا د مليو د پروسس په هکله مناسب شرايط او سامان الات مسلکى افرادو ته مساعد کړى .
ما خذونه
١- حمزه خيل پوهاندډاکترنورګل کال ( ١٣٦٣ه ش) سبوروزنه .
٢- سعيدى پوهنيار نصيراحمد متخصص سبزيجات کال ( ١٣٥٣ ه ش)
سبزيجات چطور ميرويند.
٣- انټرنيټى پاڼه: htt: // en. Wikipedia.org/celery
٤- Encarta –CD insiclophidia search web