دپنبې د ګموزناروغي

لیکوال: اجـــــمـــل ( غـــــرزى )

ســــــريـــــــزه

ددى لپاره چى په هيواد کى مو دننه اړتياوي د پنبى د محصولاتو له کبله پوره تامين شوي اوس يي نو ضرورى بريښى چى د کرنې توليدات پراختيا ته ژوره پاملرنه وکړو داچى زمونږ ګران ټاټوبى يو کرنيز هيواد دى او ګڼ شميروګړي يي په کرنه او مالدارى بوخت دي اوخپل توليدى محصولات د همدى لارى څخه لاسته راوړى چى د ملى سکتورپه پياوړتياکى يوخاص ارزښت او اهميت لرى داچى پنبه يو صنعتى نبات دى چى د نړى په اکثروهيوادونوکى کرل کيږى اوپه نړى کى ترينه د مختلفوټوکرانواوبدلواود دانې څخه يي دغوړيو په ايستلو کى مهم رول لرى او کنجاړى څخه يي د څاريو دغذا پتوګه استفاده کيږى چى %٤٠ پورى پروتينى مواد لرى چى زمونږ په ګران هيواد افغانستان په مختلفو ولايتونو کى کرل کيږى او محصولات ترينه لاسته راوړي چى د ژوندداړتياپه ډګرکى داليافوڅخه يي د مختلفو شيانو په جوړولو کى استفاده کيږى .

نوماغوره وګڼله چى د پنبى ګموزناروغى ترعنوان لاندى دمربوطه ډيپارمنټ څخه موضوع واخلم چى ددى موضوع په ترتيب کولو کى ما د اړوندو علمى او مسلکى کتابونو څخه استفاده کړيده ترڅو ددى ناروغى د کنترول لپاره لازم تدابير ونيسو په اخر کى دلارښود استادپوهالى عبدالرشيد  او د سيمناراستاد پوهالى عبدالرشيد څخه يوه نړى مننه کوم چى ماسره يي دسيمنار په ترتيب کولو کى نه ستړيکيدونکى مرستي کړيدي د الله (ج) څخه ورته اجرعظيم غواړم .

 

   په درنښت

   اجــــــــــــــــمــــــل ( غـــــــــــــرزى )

دپومبې اقتصادى اهميت:

پنبه دصنعتى نباتاتو له ډلى څخه يو ګټور او ارزښتناکه نبات دى او دڅوکلنونباتاتو په ډله کى راځى مګر دنړۍ په ډير شمير هيوادونو کى د يو کلن بوټى په څير کار اخستل کيږى پومبه د نړى د (٦٠) څخه په ډير و هيوادونو کى کرل کيږى چى د هغى دجملى څخه عمده توليدونکي هيوادونه له چين ،هند،روسيه،مکسيکو، برازيل،پاکستان،سوډان،ترکيه څخه عبارت دي او د کرټوله ساحه يي (٣٥) ميلونه هکتاره ځمکه ښودل شويده په (١٩٧١) کال کى پومبه په ګران هيواد افغانستان کى د سپينوزرو ځاى لرى او همدغه سبب دى چى د کرلوساحه يي ورځ تر ورځ مخ په زياتوالى ده . پومبه سربيره چى د ګران هيواد په نساجى کى دډول ډول ټوکرانو داوبدلو لپاره ورځيني استفاده کوى د هيواد صادراتى موادو يو ستر قلم هم تشکيلوى د پومبى په دانه کى د(٢٠-٢٧) فيصده پورى غوړى شته اوپه ډول ډول خواړوکى ترى استفاده کيږى د پومبىالياف د نړى اليافو%٥٦ پورى تشکيلوى هغه کنجاړه چى دپنبى داني څخه ترلاسه کيږى تر(%٤٠) پورى پروتينى مواد لرى اوهمدارنګه پوټکي يي د پنبى داني فرعى محصولات تشکيلوى دڅارويو لپاره ښه غذاده دننه په هيواد کى پنبه له عمده صنعتى نباتاتوڅخه شميرل کيږى چى په مختلفوولايتونو کى کرل کيږى چى په لاندى ډول سره په څوحوضو ويشل شويدي.

١- لمړى حوزه :- پدى حوزه کى د بغلان ،قندز اوتخار ولايتونه شامليږى چى پدغه حوزه کى د سپين زر شرکت فعاليت لرى .

٢- دوهمه حوزه :- پدى حوزه کى د سمنګان ، بلخ،جوزجان اوفارياب ولايتونه شامليږى چى دجن ويرسس شرکت فعاليت لرى .

٣- دريمه حوزه :- پدى حوزه کى د هرات،بادغيس ولايتونه شامليږى چى د هرات دپنبى شرکت فعاليت لرى

٤- څلورمه حوزه :- پدى حوزه کى د فراه، هلمنداو قندهار ولايتونه شامل دى چى د بست متصدى شرکت پکى فعاليت لرى .

دپنبى ګموزناروغى تاريخچه

ګموز دپنبى د هغه ناروغيو څخه ده چى پنبى د روزني په ټولوځاينو کى ليدل شوى او پنبى د زيان رسونکى ناروغيو له جملى څخه ګڼل کيږى .د لمړى ځل لپاره د اناروغى په (١٨٩١-١٨٩٢) کال کى د امريکا د متحده ايالاتونودالاياما په ايالت کى دپنبى په پاڼو کى دکنج لرونکوداغونوپه شکل راجسترشويده همدارنګه په ايران کى نموړى ناروغى په (١٣٣٨) کال کى د اصفهان ددفتر لخوا ددى ناروغى په هکله معلومات جمع وارى شول امانې پنامه يو عالم چى ايرانى وه په (١٣٥١) کال کى ددى ناروغى د عامل په هکله اوهمدارنګه ټول دفنګس ‌ټول خصوصيات ترمطالعى لاندى وينول اومطالعه يي کړه ددى ناروغى رپورت اصفهان ،فارس، قم، درګز، ميديزد،اردګان ،اقليده اونوروهغه ځاينو څخه چى په ايران کى پنبى کرل کيږى پرته د شمالى مناطقو څخه راپور ورکړل شويدى ورپسى ايروين سميت په پوره غور سره د هغى د عامل د خالص کلچر مطالعه کړ او عامل يي بکتريم (Bacteruim malvacerum erwnsmith)  پنوم ياد کړ ددطبقه بندى په نو ى سيستم کى د ابکتريم د (Zanthomonas malvacerum) پنوم ياديږى د لمړى ځل لپاره په منځنى اسيا کى پروفيسر سريدر په (١٣٠٣) م کال کى د نسل ګيرى د ټيشن په تجربوى فلانو کى د امريکايي سورت پنبى په تنو کى د اناروغى مشاهده کړه د عامل پواسطه د اخته تنو نمونې د پوره تشخيص لپاره دپروفيسوربايوفسکي په ادرس دهغه دکار ځاي ته وليږل شوي ددي څخه وروسته دلا دقيقي پيژندني اوتشخيص لپاره دناروغو تنو نموني دايروين سميت په نوم امريکا ته واستول شوي ايروين سمت دهمدي ناروغه تنو ځيني خالص کلچرپه ﻻس راوړه او دايي روښانه کړه چي دا عامل کولى شي چي هم په منځنې اسيا کي او هم په شمالي امريکا کي د پنبي امريکايي سورټ په ناروغې اخته کړي .

د ناروغۍ عامل:

لکه څرنګه چي مخکي ذکر شو د ناروغي عامل د لو مړي ځل لپاره د ايروين سميت  له خوا تشريح شو ه .

په ١٩٠٥ م کال کي د pseudomonas malvacerum  نوم ور کړ او په ١٩٣٩ م کال کي د malvacerum  bacterium  پنوم ياد کړ . خو برجي او ځيني نورو پوهان دا عامل د  phytomonas malvacerum   په نوم يا دوي .

  1. د  طبقه بندي په نوي سيستم کي په ځينو ماخذونو کي د  zanthomonas compestris p.v mallvcrum په نوم او په ځينو کي د      zanthomonas malvacerumپه نوم ياد شوې دي .

د ناروغۍ د عامل مترادف نومونه په لاندي ډول دي

په ١٩٠١م کال کي E.smith د Psedumonas malvacerumياد کړ .

Holland   (1920) ٍ(E.F smith ) bacterium malvacerum

1923Bergytal E.F smith  phytomonas malvacerum

  1. 1939 Dow son (E.F smith) xanhmonas malvacerum                                                               .                 
  2. 1978 Dye (E.F smith) xanthomonas compestris.p. v malvacerum       د ناروغي د عامل د جدا کولو لپاره د اخته ساقي څخه بايد د استريل  په مقطرو اوبو سره ساقه ووينځل شي او وروسته د ساقي څه برخي په اوبو کي لمدي کړي د استريل  د مقطرو اوبو پواسطه پدي ډول د ساقي څخه بکتريايي ناروغي جداکيږي اومقطرواوبو ته انتقاليږي  وروسته دسو  سپانسيون په غذايي محيط  کى يا(Nutrient agar)  کى کرل کيږى د (٢٤) ساعتونو څخه روسته ډيري زيات کالوني د کاملو حاشيو سره او په (٣) ملى مترقطرسره په غذايي محيط کى رشد کوى اوليدل کيږى چى په روښانه ژيړرنګ باندى ښکاره کيږى دابکتريا تومى شکله او دواړه سرونه يي ګرد وى اوپه هر قطب کى يو فلاجيل لرى .

xanthomonas compestris.p. v malvacerum بکتريا ده چى د خالص کلچر د ودى لپاره مناسبه تودوخه دسانتى ګراد د (٢٥-٣٠) درجى ا واضغرى درجه يي د سانتى ګراد لس درجى ده بکتريا په اسانې سره ټيټه تودوخه زغمى او د ژوندانه توان حتى دسانتى ګراد په منفى ٢٨ درجو تو دوخه کى دلاسه نه ورکوى په ناروغو تارونو کى د سانتى ګراد ٧٢ درجو تو دوخه ړد ٣٦ ساعتو لپاره زغمى د پتوجن خالص کلچر د وړانګو په وړاندى حساس دى خو دپنبى د نبات په نسجونو کى 
بکتريا د لمر د رڼا د غيزى څخه ساتل کيږى د تودوخى د تغيراتو په صورت کى د بکتريا د ژوندانه اندازه راټيټيږى .

په لمد و غير تعقيم شوو خاور اوپه اوبو کى بکتريا ژر خپل د ژوندانه توان له لاسه ورکوى چى ددى څخه د بل مايکرو انتا ګونيستيکى اغيزى څرګنديږى

د ګموز دعامل خپريدل :-

د يو نبات څخه بل نبات ته  دګموز د عامل خپريدل د باد پواسطه صورت  نيسى باد د نبات د ناروغو نسجونو او ګاټۀ شوى کنډ له کوچنيو ټوټوڅخه چى بکتريا پکى انا بيوز په حالت کى واقع وى بکتريايي ګرد نورو نباتاتو ته انتقالوى  دباران د اوريدلو يا د پرخى په صورت کى بکتريا ژر فعال حالت اختياروى نبات ته د ستوماتا له لارې تر ستوماتا لاندى هوايي خاليګاه ته ننوزى د بکتريا ژر تکثر او دحجرو ترمنځ خاليګاه کى د هغوي خپريدل د اخته نسجونو د حجرو د مړينې سبب ګرځى په ناروغه برخه کى نسجونه په سريښناکه مايع بدليږى چى بکتريا لرى د ګموز د داغونو په سطحه باندى راوتلى کنډ وچيږى او د انفکشن د خپريدلو منبع ګرځى بکتريا د ناروغو تارونو او همدارنګه د ميخانيکى ټپونو له لاري هم نبا ت ته ننوزى

د نـــا روغــى عــلايم

د اناروغى د نړى په ټولو پنبه کرو سيموکى ليدل کيږى نبات د ځمکى د پاسه ټولى برخي په ناروغى اخته کيږ ى چه له مشيمو ، پاڼو ، پاڼګى ، تنو د ګلانو پلسونو او ګلانو باندى غوزو او خامى پنبى څخه عبارت ده په مشيموباندى ګموز لمړى د کوچنيو ګردو غوړينو دانو په څير څرګنديږى روسته داغونه عټيږى سره نښلى  او د مشيمو ډير ه برخه نيسى په سطحه باندى ټينګه سريښناکه مايع د کنډ په نامه منځته راځى چى تر اوچيدو روسته د خړو فلمونو په څير ښکارى ناروغه برخه نصوارى رنګ غوره کوى مشيمى وچيږى او رزيږى د کند ترشح د دى ناروغى يو ه ډيره مشخصه نښه ده . دګموز نوم د هغه کنډونود څاڅکو څخه اخستل شويدى چى دپنبى په اخته اورګانونو کى ترشح کيږى څنګه چى ناروغى منځته راتګ د بکتريا سره مستقيمي اړيکي لري نوځکه په ځينو ماخذونو کى داناروغى دبکتريوز دعنوان لاندى مطالعه کيږى ګموز پنبى ته په مختلفو مرحلوکى زيان رسوى تخمي او اصلى پاڼي ، تني ، غوزي ، الياف او د پنبي نوري برخي ددى ناروغى د ير غل لاندى راځى داناروغى مختلف شکلونه لري چى دهر يو خصوصيات په لنډ ډول په لاندى توګه مطالعه کيږى .

 

د ګمو زد نـــا روغى شکـــلونه

١- تخمي پاڼي :- ګموز داډول له لمړني انفکشن په نتيجه کى منځته راځى او بوټى د ناروغه دانو د تخمونو د کرلوپوسيله اخته کيږى داناروغى دپنبى په تخمي پاڼو کى دګردو تور رنګه داغونوپه  شکل واقع کيږى داغونه ورو ورو غټيږى او زياتيږى زيانمن شوي اخته تخمي پاڼي وچيږى او دوخت په تيريدو سره دمخه وچيږى او غورځيږى د ناروغى داشکل ددوهم انفکشن دپاره ډير زيان  رسونکى او دپاڼي د ګموز د منڅته راتګ سبب ګرځى .

په ګموز اخته د ګلانو پلسونه وچيږى او ناروغى غوزو ته انتقاليږى جى په څوکو او قاعدو کى اوهمدارنګه د پلو په اړخينو سطحو باندى غوړ ګرد داغونه ځرګنديږى ځوانې غوزي  چى په ګموز اخته وى زياته برخه يي وچيږى او رژيږى خو پلى يي  د خامى پنبى د پخيدو په صورت کى نه خلاصيږى ځکه چى د کنډ پواسطه سريښ شوى وى ګموز د ناروغو غوزو څخه د تارونو او تخمونو پواسطه خپريږى پدى صورت کى تارونه زيړبخن رنګ غوره کوى او پوستوالى له لاسه ورکوى او هغه تخمونه چى په ګموز اخته وى نيمګړي او غونج پاتى کيږى ا واکثرا دتيغ وهلو توان له لاسه ورکوى

٢- د پاڼي ګمو ز:- د ګموز دا  ډول ددوهم انفکشن پورى تړلى دى په هغه سيموکى چى د بارانې اومرطوب اقليم لرونکى دي کيدايشى چى د ګموزداډول د وده ايز فصل تر پايه پورى دوام وکړى د منځنى اسيا په اقليمى شرايطو کى د پاڼى د ګموزشديد شکل معمولاً په غوټيو نيولو تروخته پورى ليدل کيږى او په پاڼو کى د کنج لرونکو داغونواوياد رګونودپاسه دداغونوپه شکلونوسره منځته راځى پدى دواړو ډولونو کى په پاڼو کى تو ر رنګه شنه غوړين ګردي داغونه پيداکيږى .

د ناروغى پدى شکل کى د ناروغه ځاى حجري مرى  پاڼه د وخت دمخه وچيږى اوغوزځيږى کله جى دا داغونه د پاڼى رګونو دپاسه منځته راشى رګونه په ښه اويا نورماله توګه انکشاف نشى کولاي دپاڼي د ناروغه اړخ رګونه واړه پاتى کيږى پاڼه په يواړخيز ډول انکشاف کوى او شکل يي بدلون مومى او لږ څه غونج معلوميږى څرنګه چى د ناروغى د اشکل د تنى ګموز منڅته راتګ سبب ګرځى نو ځکه ډير خطر ناک دى چى بيا د پاڼو درګونو څخه د پاڼو ډندرکوته تيريږى او د تنى پورى  رسيږى اود تنى د ګموزسبب ګرځى (٤-٤٧-٥٥ مخونه) او(٢-٢٨٧،١٨٩) مخونه .

٣- د تنې ګمو ز:- دناروغى پدى شکل کى دپنبى په ساقه کى اوږده شنه غوړين داغونه منځته راځى د وخت په تيريدو سره دا داغونه يو دبل سره يوځاى کيږى اوپه ناروغى اخته برخه ديوي کړى په څير د تني ځينى راتاويږى زيانمنه شوي برخه نرى کيږى دقوى بادونو د لګيدو په صورت کى تنه په نرى شوى برخه کى ماتيږى اونبات لمنځه ځى اويا نوموړى ناروغى په زيات ډول سره پارانشيمى حجرات تر حملى لاندى نيسى اوپه غالب ګمان سره انتقالى انساج نشى اخته کولاي دساقى پرمخ باندى داوږدوقهويي رنګه اويا تور رنګه داغونو په شکل سره ښکاره کيږى اوپه بعضو وختونو کى ټوله ساقه نيسى دا داغونه په اول ځل باندى لانده اويا مرطوب اوسيږى او ورسته وجيږى اوبد شکل اختياروى د بکتريا ترشحات دداغونوپه ځاى يا په داغونوکى زيړرنګه څاڅکوپه شکل ليدل کيږى .

دنبات هوايي برخي اخته کيږى امکان لرى چى په مکمل ډول سره وچ شى او کيدايشى بعضووختونو پاڼو او غوزي ته سرايت کوى علايم اودنبات پاڼي دومره ضعيفوالى ومومى چى په تيز باد سره پاڼي يي ورژيږى او دنبات په پاڼو کى کموالى راشى امکان لرى چى دپاڼي ډندرکى او دپاڼي رګونه تور رنګ اختيار کړى او ورپسى پاڼي ونيسى او د پاڼو پرمخ باندى داسى ليکي منځته راځى لکه چى نبات د اوبو څخه سوځيدلى وى يعنى (water soked)  په ډول ښکاره کيږى .

 

د نـــا روغـــى د ژونــد د و را ن:

ددى ناروغى عامل کولايشى چى د تخم په داخل کى او يا د تخم په منځ  باندى او همدارنګه کولايشى چى په اخته پاتى شونو باندى ژمى تيرکړى د تخم د کرلو څخه روسته اويا د نبات په ظاهريدوسره د اخته والى دپاڼو پرمخ باندى دداسى داغونو ليکو پشان چى سوزيدلى ښکارى کيږى امکان لر پاڼي ورژيږى اخته والى احتمال لرى چى د ډندرکى له لارى ساقى ته انتقال شى او نورونباتاتو ته ددى بکتريا انتقال لپاره باران او اوبو پواسطه صورت نيسى او دا ناروغى د تخمى څخه راوځى او کله جى نبات د (٣-٥) پاڼيز شى د نبات درى نورى پاڼى هم پدى ناروغى اخته کيږى چى غوړين شنه داغونه پيداکوى .

د ناروغى مخنيوى:

څرنګه چى د ناروغى د عامل بکتريم د ګردجنى کتلى په څير ددانى پر مخ د استراحت په حال کى ( شکل باندى) موقيعت لرى نو د ناروغى د خمنيوى لپاره دداني يا تخم ضد غفونى کول د ځينو درملونو اوپه خاصه توګه دبرونو کوټ او خلو پکا سپا رين درملونو په واسطه اغيزمنه طريقه شمير ل کيږى ددى هدف لپاره مختلف کيمياوى درملونه لکه غليظ (H2so4) ، فورملين ،  cacn2  ,cu4s ګرانيوزان ، فيتوارم، برونوکوټ ، خلوپکاسپارين او نوراستعماليږى  ددى هدف د مخنيوى لپاره مونږ پورته ذکرشوي کيمياوي درملونه استعمالولايشو چى دهغى له جملى څخه فيتوارم کمپلکس غيزي لرونکى پربليراټ دى چى د ناروغيو بکتريايي او فنګسى عاملين او په همدى توګه د خاورى اوسيدونکي افتونه تراغيزى لاندى راولى د ا کيمياوي درمل په نيمايي وچ ډول د پنبى د تخم سره (20 – cx) مارک لرونکى ماشين پوسيله معامله کيږى او د يو ټن تخم لپاره (١٠-٢٠) کيلو ګرام درمل ضرورت دى .

لکن تر نني وخت پورى ددى ټولو درملونو په عوض په منځنى اسيا کى په ډيره اندازى سره د پنبى د ګموز د ناروغى د مخنيوى لپاره برونوکوټ کيمياوى درمل استعماليږى  برونوکوټ د (٢) برومو(٢) ني تروپروپان (١-٣) ډايول پنوم هم ياديږى چى کيمياوى فارمول يي ( BRNO2(CH2OH)2) څخه عبارت دى دپنبى تخم د کرلو څخه دمخه ددى کيمياوي درمل سره پدى ترتيب معامله کيږى چى ديو ټن تخم لپاره (٦-٧)کيلوګرام درمل استعماليږى برونوکوټ د يو ښه بکتريا وژونکى په څير چى د اغيزي پراخه ساحه لرى نه يواځى داچى دپنبى د ګموزناروغى په مقابل کى استعماليږى بلکه دپنبى د يوى بلى زيان رسونکى ناروغى په مقابل کى چى د نيلود ورستيدو څخه عبارت دى هم اغيزه لرى د يو لابراتوارڅيړنې ښى چى دبرونوکوټ کيمياوي درمل سره معامله شوي دپنبى تخم دنيلو د ورستيدو دناروغى اندازه د کنترول د و برنټ په مقايسه د %٦٠٨٨ کم وً او د تخم د تيغ وهلو قابليت ايتالون و  برنټ کى (١١.٣) فيصده لوړو (٣-١٤-١٦مخونه) برونوکوټ په سپيرتواوکلوفورم کى په ښه توګه حليږى او (LD50) يي د تجروبي حيواناتولپاره (١٨٠-٤٠٠) ملى ګرام پر کيلو ګرام ده .

څرنګه چى داکيمياوي درمل زهرى دي نود پنبى داني په تيلو او غوړيو کى د هغى د لږ و پاتى کيدو اجازه هم نه ورکول کيږى د پنبى د تخم سره ددى کيمياوي درمل يو ځاى کول تکنالوژى ديوى خوا ډيره ساده اود بله خوا غټوماشينونوته اړه نلرى په هغه هيوادونوکى چى دپنبى د تخم دپاکولو په فابريکو کى په نيمه لوند سيستم سره دبرونوکوټ سره دپنبى تخم معامله کيږى او د وچيدو وروسته د ډيري مودى لپاره په بوجيو کى د کرتروخته پورى ساتل کيږى .

د پنبى د تخم سره دوهم طرز ډير ساده ده او کومو خاصو ماشينونواوالاتوته اړتيانلرى هغه پدى ترتيب چى تخم د کرځمکى ته نژدى د تخم د لمديدو په سيميټى مخصوصو حوضونو کى ددى درمل سره يوځاي کوى په سيميټى حوض کى لومړى تخم ورپسى اوبه اوبيا د ضرورت وړدرمل اچوى او دراشپيل پواسطه تخم اوبه اودرمل ښورول کيږى او دڅه وخت لپاره په همدى حوض کى پريښودل کيږى ترڅو په پوره اندازه اوبه جذب کړى .

که د داډول تخمونو کرل د کښت د کرد ماشينونو د تخنيکى عوارضو اويا د اقليمى شرايطو د خرابيدو په اساس هم صورت ونه نيسى کوم خاص زيان نشته داډول تخم د ځمکى پرمخ په پاک ميدان خورول کيږى دوچيدو وروسته راټوليږى اوساتل کيږى د کرنې د شرايطو د برابريدو په صورت کى د درمل سره دا ډول تخم بيا معامله کولوته ضرورت نشته اوپه عادى توګه کرل کيږى  موًثر ترينه طريقه يي داده چى د عامل څخه بايد پاک تخم وکرل شى د تخمونو دعفونى کولواويا تعقيمولولپاره بايد سوديم هيپوکلورايد پنځه پر سل بايد استفاده وشى د نباتى پاتى شونو لمنځه وړل وشى او همدارنګه د مقاوموورايټواستعمال وشى ( Crop rotation) مراعت شى يعنى کرنيزتناوب .

لـــــــــنډيـــــــــز

د ګموز ناروغى دپنبى د خطرناک کو ناروغيو څخه ده چى په سلو کى (١٥-٦٠) برخود حاصل د لمنځه تللو سبب ګرځى داناروغى د وده ايز فصل په  هغو وختونوکى چى دخاورى او هوا تودوخه ټيټه او رطوبت اندازه يي ډيره وى اويا ډير بارانونه زيات واقع کيږى او نبات په شديد ډول اخته کوى داهغه شرايط دي چى ځينى وختونه د هيواد د پوخته کارو سيمو د پنبى په وده ايز فصل کى منځته راځىاو دناروغى د منځته راتګ سبب ګرځى .

دبله پلوه دپنبى د محلى سورتونو د تخمونوپرته ځينى تخمونه دباندنيو هيوادونو څخه هيواد ته وارديږى کيدايشى چى د اتخمونه د ګموزناروغى ځينى د ګموز ناروغى د عامل بکتريم د ګردجن کتلى لرونکى اوسى .

 

سپـــــا رښـــــتني:

ددى لپاره چى په هيواد کى د ګموزناروغى د خپريدو مخه نيول شوى اوسى د قرنطين د چارو برسيره بايد د پنبى تخمونه د کر دمخه د برونوکوټ او يا نورو اغيزمنو اوګټورو کيمياوي درملونو يوځاى او معامله شى ترڅو د پنبى د ګموز دناروغى څخه دپنبى مذرعه په امن کى پاتى شى چه په نتيجه کى ګران هيواد وال او دهقانان ورونه د ښو او زياتو محصولاتو خاوندان شى ددى ناروغى د مخنيوى لپاره نوى اومقاومى ورايټى وکرل شى او همدارنګه کرنيز تناوب مراعت شى .کچيرته  دپنبى بوټى د ٣-٥ پورى پاڼى  لرونکى و ى و د نارو غى علايم پکى ظاهر شى نو بايد بوټى ويستل شى .

 

مــــاخــــذونــه

١- کتاب : د نباتاتو دساتنى لارښود

             ترتيب کونکى :

 صورى عبدالحمن کرسيارمراموز، هاشمى ذاکر سيد حبيب سامى توسط سبپرى غلام سخى لمړى چاپ وږى مياشت ١٣٥٨ کال

٢- پوهى مجله د ننګرهار پوهنتون علمى جپرونه کال ١٣٧٤ جلال اباد افغانستان صفحه (٩٧،١٠٤) .

٣- کتاب قارچ شناسى وبيماريهاى ګياهى : تاليف الهى نياسيدعلى سال ١٣٧٥ انتشارات دانشګاه ګيلان صفحه ( ١٣٨-١٤٤)

٤- پوهان باورى محمد اصف  دغلجاتو اوصنعتى نباتاتو ناروغى صفحه

( ٢٠٤- ٢٠٦)

لومړی مخ