د ارواښاد ډاکتر عبدالوکیل خان په یاد
ارواښاد ډاکټر عبدالوکیل خان د هیواد واقعي خدمت کوونکی ؤ. د هیواد د کرنې په برخې کښې له بل هرچا زیات خدمتونه تر سره کړي دي، هیځوک د ارواښاد په خدمتونو سترګې نشي پټولای.
تیر کال د ارواښاد دتل پاتې یادمنار د میدان ښار مرکزکښې د ارواښاد د خواخوږو له خوا جوړ شو .
د منار د پاسه ښکلې سره مڼه ایښودل شوی. چې ګران هیواد ته د ډاکټر عبدالوکیل خان دخدمتونونه نښه ګڼل کیږی .
ډاکټر عبدالوکیل خان نه یواځې هیوادوالوته سرې او زړې مڼې راوړې بلکی د کرنې په نورو برخوکښې یې هم ستر خدمتونه کړي دی یو لوی میراث یې خپلو هیوادوالو ته پریښی دی.چې د تل لپاره د ارواښاد یاد ژوندی ساتي.
ښه خو دا چې د چا نوم پکښې یادیږی ... په فاني دنیا خو نه وي ژوندی تل څوک
د ارواښاد په اړه بشپړ معلومات په امین زی ټکی کام کښې ولولۍ