د هيل تاريخچه

 ليكوال: (عزت الله نوري)

د هيل څخه د سانسكريت په Kautilya's Arthashasthra او Taitirriya Samhita رسالو كي له ميلاد څخه څلور پيړي مخكي يادونه راغلي او هلته ويل شوي چي له هيل څخه په نمانځنو كي كار اخيستل كيدو. همدارنګه يونانيانو هيل له شرق څخه صادرولو او په هغه وخت كي د amomon او kardamomon ياديدوهمدارنګه په ليكنو كي راغلي، كله به چي مارك انتوني Marc Anthonyد كلوپاترا Cleopatra ليدو ته راتلو، نو دي به ماڼي په هيل خوشبويكوله.

هيل

تاريخچه:

Cardamom

True Cardamom (Elettaria cardamomum)

Scientificclassification

Kingdom:

Plantae

(unranked):

Angiosperms

(unranked):

Monocots

(unranked):

Commelinids

Order:

Zingiberales

Family:

Zingiberaceae

 

Genera

د هيل څخه د سانسكريت په Kautilya's Arthashasthra او Taitirriya Samhita رسالو كي له ميلاد څخه څلور پيړي مخكي يادونه راغلي او هلته ويل شوي چي له هيل څخه په نمانځنو كي كار اخيستل كيدو. همدارنګه يونانيانو هيل له شرق څخه صادرولو او په هغه وخت كي د amomon او kardamomon ياديدو

همدارنګه په ليكنو كي راغلي، كله به چي مارك انتوني Marc Anthonyد كلوپاترا Cleopatra ليدو ته راتلو، نو دي به ماڼي په هيل خوشبوي كوله.

هيل د يونانيانو د تجارت يو توكي څلور پيړي مخكي د عيسي (ع) له ميلاد څخه يو مهم توكي وو.، په لومړي عيسوي پيړي كي روميانو د هيل واردول له هند څخه شروع كړ، او په رومي خوړو كي له هغه څخه ګټه اخيستل كيده.

داسي ويل كيږي چي د سكندر پوځونو هيل له خپل ټاټوبي هند څخه اروپا ته په ۳۲۵ كاله مخكي له عيسي (ع) له ميلاد څخه ، انتقال كړ. د ايران، چين،مصر، بين النهرين (Mesopotamia) خلك له ۵۰۰۰ كلونو را پدي خو د هيل څخه په طبي، اشپزي ا و همدارنګه په مذهبي مراسمو كي ګته اخلي. په چين كي به كله چي د دولت لوړ رتبه مامورين د Son of Heaven امپراتور په مخ كي حاضريدل، نو دوي به هيل ژول، تر څو په امپراتور ددوي د خولي بوي پد اثر و نكړي.

هيل له ډيرو پخوانيو پيړيو څخه را پدي خوا د نړي په ځيني هيوادونو كي كرل كيږي او استعماليږي، پخوانيو مصريانو او يونانيانو د هيل څخه د تنفسي سيستم ناروغيو په تداوي كي او همدارنګه د غاښونو په سپينولو كي گټه اخيسته، همدارنګه د هند Ayurvidic په ليكنو كي ۲۰۰۰ كلونه پخوا د پوستكي د ناروغيو د تداوي لپاره د هيل استعمال ياد شوي دي، د عربو په کلتور کى هيل د ميلمه پالني نښه ګنل کيده، او همدارنګه د جنسي خواحشاتو د ويښولو لپاره شهرت لري او د مينځني ختيځ خلک اوس هم د هيل په دې خواصو يقين لري، همدارنگه هيل ۷۲۰ كاله د حضرت عيسي (ع) له ميلاد څخه مخكي د بابليون د بادشاه په باغچو كي كرل كيدو. پخوانيو هندوانو ۱۰۰۰ كاله د حضرت عيسي (ع) له ميلاد څخه مخكي د هيل څخه د ناروغيو په تداوي كي گټه اخيسته.

د هيل له طلا څخه جوړي شوي داني، چي زرګونه

كلونه تاريخ لري او په هند كي لاس ته راغلي

د هيل د نوم ريښه:

په نړي كي دوه عمده ډولونه د هيل شتون لري چي عبارت دي له:

Small green cardamom (Eletteria cardamomum)
Large red/black cardamom (Amomum subulatum Roxb)

او همدارنګه هيل د يوه با ارزښته تجارتي توكي په ډول پخواني يونان ته سلګونه پيړي پخوا و پيژندل شو او په يونان كي د kardamomon [καρδ< /font>άμωμον] په نامه ياد شو ، ددي نوم معني نده معلومه شوي خو دا يو بل عنصر ته په يونان كي چي cinnamon (kinnamomon [κιννάμωμον]); او amomon [ἄμωμον] چي يوه بوي لرونكي ماده ده او هيل ته ورته ده ، يو شان نوم دي.

همدا رنګه رومي منابع د دوه ډوله هيل يعني Amomum او Cardamomum يادونه كوي چي دا دواړه شرقي منبع لري، ځيني دا ګومان كوي چي دا دواړه يو شان دي ، مګر دا بيلي ورايتي د هيل) Cardamom (دي، Amomum د هيل يوه ورايتي ده چي Black Cardamom يا تور هيل ورته ويل كيږي، ددي دواړو ورايتيو نومونو ريښه نده پيژندل شوي. په (New Testament) انجيل كي چي په يونان كي په پراخه توګه ليكل شوي د ] amomon [ἄμωμον نوم ديوه بوي لرونكي بوټي Aromatic Plant په بڼه ښودل شوي.

په ځينو كتابونو كي راغلي چي دCardamom كلمه amomos [ἄμωμος] له صفت څخه اخيستل شوي دي چي په معني د بي ګناه او بي عيبه “blameless, without reproach” دي.

ده Elettaria نوم د جنوبي اسيا له محلي ژبو څخه اخيستل شوي، لكه په هند كي هيل ته ilaychi [इलायची]، په پنجاب كي ilaichi [ਇਲੈਚੀ] “green cardamom” په نيپال كي alaichi [अलैची] (تور هيل) ورته ويل كيږي. د هيل د اوسني نوم (Ellateria)تر ټولو عمده منبع سانسكريت ژبه ده چي هيل ته ela [एला] يا ellka [एल्ल्का]چي دا توري په په Dravidian ژبو پوري اړه لري ( Dravidian يوه Endo-European ژبه ده چي عموما په جڼوبي هند Sri Lanka ,Tamil, Telugu, Kannada, Malayalam, Pakistan, Brahui. كي خبري پري كيږي) د Dravidian مكاتبي ĒL پوري اړه لري، او د هيل عمده نومونه له Dravidian ژبي څخه اخيستل شوي د مثال په ډول:

Tamil elakkai [ஏலக்காய்], Malayalam elakkay [ഏലക്കായ്], Kannada elakki [ಏಲಕ್ಕಿ] and Telugu yelakulu [యేలకులు]

او بل دا چي Kai په معني د ميوه دي

دنړي په ۷۴ ژبو كې د هيل نومونه

د هيل نباتي ځانګړتياوي:

هيل څو كلن بوټي دي چي ۲-۴ متره ارتفاع لري، پاڼي يي اوږدي نري او متناوبي دي ، د پاڼو اوږدوالي ۴۰-۶۰ سانتي مترو رسيږي چي د كوچنيو داغونو درلودونكي دي. هيل (Elettaria) د Cardamom يو يا دوه جنسه دي چي د اسيا په جنوب شرق، له هند څخه بيا تر سريلانكا ، ماليزيا، اندونيزيا پوري اړه لري او په ګرمو او باران لرونكو ځنګلونو كي كرل كيږي.

د هيل د بوټي ګلان سپين بنفش ته ورته رنګ لري، ميوه يي دري اړخيزه ده او كپسول شكل لري چي ۱-۲ سانتي متره اوږدوالي لري او همدارنګه د محافظوي پوښ درلودنكي ده چي په منځ كي يي۱۵-۲۰ تور تخمونه شتون لري. د هيل ميوه د ۳-۴ مياشتو په اوږدو كي پخيږي، چي د پخوالي په وخت كي په روښانه شنه رنګ بدليږي. په ښه محيطي شرايطو کى يو ښه روغ رسيدلى بوټي په کال کى نږدې 2000 capsules توليدوي چې د شنه وزن سره 900gr کيږي ليکن د وچولو وروسته 200gr وزن تشکيلوي، تازه ميوه يي 72-85%رطوبت او د وچولو وروسته10-12% رطوبت لري د هيل نبات سطحي ريشي توليدوي چه د اصلي ساقى (Rhizome) څخه وده ، Rhizome سور رنګ لري، او په پسرلي كي ګلان د Rhizome له قاعدي څخه شنه كيږي ، او د ګلانو كړل د سپرلي څخه د اوړيي تر نيمايي دوام کوي. د هيل د ګل تازه والي تر يوي مياشتي دوام مومي،د هيل بوټي 4.2-6.8 pH درلودونكي طبيعى تيزابى خاورو ته اړتيا لري

هيل په غير زوجي شكل د Rhizome او Sucker په وسيله تكثر كوي او همدارنګه په زوجي ډول د تخم (Seed) او نيالګيو Seedling په وسيله تكثر كوي.

په غيرى زوجى تکثرکى له هغه Rhizomes څخه استفاده کيږى چه ددريوڅخه کمى نودې ونه لرى ګټه يى داده چه دتخم دتکثيرڅخه يوکال مخکى ميوه نيسى يعنى په حاصل باندى راځى . ليکن نقص يى دادى چه د katte دوايروسى نارغى دخپريدلو ويره وي دتخم په واسطه تکثر ښه نتيجه ورکوى دجسمى ودى په حال کى دهيل bulb 3-5 چه 0,5-2 کلن وى کرل کيږى چه دروغو بوټوڅخه چه زيات حاصل ورکوى لاسته راغلى وى د يوځاي شويو ساقو(clumps) جدا کول چه د1-2suckers ولري او 2-3 نودې ولري بيا د 45x45x30 په فاصله کرل کيږي،

هيل ډيرو اوبو ته اړتيا لري او ريښي يي بايد په دومدار ډول نم ولري. د هيل بوټي لپاره ښه د حرارت درجه د ۱۰-۲۲ درجي د سانتي ګريد دي، هيل د Schiima wallichii,

Engelhardtia acerifolia, Eurya acuminata, Leucosceptrum canum,Maesa chisia,

Symplocos theifolia, Ficus nemoralis, Ficus hookeri, Nyssa sessiliflora, Osbeckia

paniculata, Viburnum corifolium, Litsaea polyantha, and Macaranga pustualata نوعو ونو تر سيوري لاندي ښه وده كوي او عموما ددي نوعو ونو لاندي كرل كيږي.

 

د هيل توليدونكي هيوادونه:

هيل په نيپال، ويتنام، تايلند، او مركزي امريكا كي كرل كيږي، د هند Skim او Kerala ايالتونه د هيل عمده توليدونكي دي. او همدرانګه هيل ته د انواعو ملكه (Queen of Species) هم ويل كيږي. داسي ويل كيږي چي هيل د ارزښت او قيمت له مخي د زعفران او وانيلا څخه وروسته په دريم كتار كي راځي.

په چين، لاوس ويتنام كي هغه بزګران چي د بحر څخه په لوړو سطحو كي ژوند كړي د هيل دوه نوعو Amomum Villsum او Amomum Tsaka د هغوي لپاره ښه عايد منځ ته راوړي.

په اوسنيو وختونو كي نيپال او ګواتيمالا د نړي لوي د هيل توليدونكي او صادرونكي هيوادونه دي او په ۲۰۰۷ كال كي نيپال ۱۳۷.۲ ميليونو ډالرو په ارزښت هيل صادر كړي دي. همدارنګه هند هم ډير لوي توليدونكي هيواد ګڼل كيږي ، خو ډيره برخه هيل د هند د ننه په مصرف رسيږي، خو بيا هم نړيوال ۶۰% تجارت يي تشكيل كړي دي، په دي وروستيو كلونو كي هند ۲۳۰۰-۲۸۰۰ ټنه هيل په كال كي توليدويو او همدارنګه په كال كي ۲۵۰۰۰۰ پونډه هيل د انګلستان بازارونو ته صادروي. ، له تيرو زرګونو كلونو را پدي خوا كله چي په عربو كي د هيل څخه په پراخه پيمانه استفاده وشوه، د هيل تجارت د سهيلي اسيا او عربو تر منځ پيل شو.

د نړي تقريبا ۶۰% هيل عربي هيوادونو ، جنوب غرب او شمالي افريقا ته صادريږي او عموما په عربو كي په قهوه كي كار ځيني اخيستل كيږي. دهيل عمده واردونكي د عربو متحده امارات، افغانستان، امريكا،سعودي عرب، اروپا،جنوبي چين، پاكستان او سنګاپور هيوادونه دي

 

دهيل توليدات په هند او نړي كي

د هيل واردونكي هيوادونه

استعمال:

د هيل څخه په ډيرو اسيايي او اروپايي خوراكونو كي ګټه اخيستل كيږي، هيل د ډيرو هندي خوړو تركيب دي په منځني ختيځ، ايران او افغانستان كي په چاي او قهوه كي استعماليږي. تر ټولو قيمته هيل هغه دي جي نن ورځ مونږ هيل Cardamom ورته وايو.

د هيل د بوټي د استعمال برخه د هيل داني دي ، ددي لپاره چي داني خپل بوي له لاسه ورنكړي ، نو د پوښ(Capsule) سره يو ځاي خرڅيږي

د هيل له دواړو ډولونو(تور او شين هيل) څخه د خوراك او يا څښاك د خوشمزه كولو لپاره پكار وړل كيږي او همدارنګه ددوا په جوړولو كي هم گټه ځني اخيستل كيږي. همدارنګه د Endocita Hosei شاپركو (Math) د لاروا په وسيله د غذايي موادو په ډول استعماليږي.

د تور هيل بوي نعنا ته ورته دي او له دواړو (تور او شين ) ډولونو څخه ګټه اخيستل كيږي، په منځني ختيځ او عربي هيوادونو كي هيل او قهوه دواړه يوځاي په هاون كي ميده كيږي او وروسته يوځاي ايشول كيږي تر څو داسي تركيب منځ ته راوړي چي په هغه كي ۶۰ سلنه هيل وي.

تور هيل په هند كي د بسمتي وريجو(Basmati Rice) سره يو ځاي اچول كيږي ، په شمالي اروپا كي د خوړو او كلچو سره يو ځاي پكار وړل كيږي. په عربي هيوادونو كي هغه قهوه چي هيل ولري د ميلمه پالني يوه بيلګه ګڼل كيږي او په عربي قهوه العربيه بلل كيږي، دا قهوه داسي جوړيږي چي د قهوي داني او هيل سره يوځاي په هاون كي ميده كيږي او وروسته د بوري سره يو ځاي په يوه لوښي كي چي ابريق ورته ويل كيږي ايشول كيږي، او په ځانګړو پيالو كي چي فنجان بلل كيږي څښل كيږي.

عربي كوچيان (بدويان) داسي چاينكي د قهوي لپاره استعمالوي چي هيل يوازي دهغه په څښكوري كي اچول كيږي او د قهوي د اچولو په وخت كي هيل د هغه سره په تماس كي واقع كيږي.

په ايتوپيا كي دهيل لرونكي قهوي جوړول يوه مذهبي كړنه بلل كيږي چي هغه ته د قهوي جشن ويل كيږي، ايتوپيايان د قهوي داني او هيل لومړي سري كوي او وروسته دوي په هاون كي ميده كوي او قهوه ځيني جوړوي او همدارنګه د ډير خوند لپاره د Rue بوتي تازه پاڼي ورسره اچول كيږي.

په عربي هيوادونو كي ټول هيل په قهوه كي نه كارول كيږي ، همدارنګه په ځينو خوړو لكه Turkish Pilav, Kabasah او Majbos خوړو كي استعماليږي.

په جنوب شرق اسيا كي هيل د Betel د بوټي له پاڼو سره يوځاي كيږي او د ژاولو په څير ژول كيږي، په غرپ كي د هيل څخه عطر لاسته راوړي.

د هيل طبي ګټې:

په جنوبي اسيا كي د شنه هيل (Green Cardamom) څخه په پراخه توګه د غاښونو په تداوي، د ستوني په ناروغيو كي، Palmonary Tuberclusis ، د سترګو په ناروغيو او د هضم په ښه والي كي گټه اخيستل كيږي، او داسي هم ويل كيږي چي د مار او لړم د چيچلو د ز هرو د ضد (Amtidote) په ډول هم كارول كيږي.

په چين، لاوس او ويتنام كي دنورو نوعو تر څنګ د Amomum Villosun نوعي كرل كيږي او د ګيډي په دردونو، Constipation، او خوني اسهال په مخنيوي او نورو هضمي ناروغيو كي كارول كيږي.

د هيل په تيلو کى د Monoterpenes ماده شته چه Antibacteria, Antimycotic (Anti fungus), حواص لري

هيل د عضلاتو د ښه فعاليت لپاره مؤثر دى او هم د باد، ټوخى او د سږو د مرض لپاره ګټوردى په هند کى خلک د غاښونود مكروبونو د لرې کولو، د تنفس، ستوني او سږو د صفا کولولپاره ګټه اخلي ، او همدارنګه هيل د تبى ،سترګو پړسوب،د هاضمې سيستم د ګډوډى د کنترول لپاره ګټور دي

ويل کيږي چه د تورهيل په هندي او چينايي دواګانو کى استعماليږي چى د معدې درد،د کولمودرد،دپيچش او د هاضمي د سيستم د نورو ستونــزو دتداوي لپاره ګټور ګنل کيږي

د يو بل رپورټ په اساس د هيل تيل د Antiseptic خواص لري ، او همدارنګه د عضلاتو ښه فعاليت،دباد او ګيس کنترول ،سردرد تداوي او د معدې فعالونکى او جوړونكي (Tonic) خاصيتونه لري ، هيل د حامله ښځواو هغه ناروغانو لپاره چى د تريخي کاڼي(Gall stones) ولري ګټور ندي.

دهيل عمده اجزاوي:

د هيل د تيلو اندازه د هيل د زخيري په څرنګوالي اړه لري، خو كيداي شي چي هيل تر ۸% تيل ولري همدا رنګه د هيل په تيلو كي لاندي مركبات شتون لري:

α-terpineol 45%, myrcene 27%, limonene 8%, menthone 6%, β-phellandrene 3%, 1,8-cineol 2%, sabinene 2% heptane 2% . (Phytochemistry, 26, 207, 1987)

ځينو منابعو ددي مركباتو د شتون راپور هم وركړي:

1,8-cineol (20 to 50%), α-terpenylacetate (30%), sabinene, limonene (2 to 14%) او borneol.

د جاوا د هيلو په تخم كي د تيلو اندازه د ۲-۴% پوري ده او همدارنګه په تيلو كي يي1,8 cineol (up to 70%) plus β-pinene (16%); furthermore, α-pinene, α-terpineol او humulene شتون لري. همدارنګه د هيل له تيلو څخه په سګرتو كي كار اخيستل كيږي

د هيل د بيلا بيلو برخو اجزاوي

دهيل كرونده

د هيل كرل:

د هيل بوټي د بحر له سطحي څخه په ۶۰۰ متره ارتفاع كي ښه وده كړي، لكه څرنګه چي دا بوټي سيوري ته ضرورت لري نو په ځنګلونو كي كرل كيږي

د هيل ريښي سطحي دي نو ښو زهكشي شويو او ډيرو عضوي موادو درلودونكيو خاور ته اړتيا لري، په هوارو ځمكو كي هيل بايد په 2m x 2.5m فاصله وكرل شي او په نا هموارو ځمكو د 2m x 1.8m په فاصله وكرل شي چي دا فاصله به په يوه هكتار كي ۲۵۰۰-۲۸۰۰ بوټو ته ضرورت لري. په هغه سيمو كي چي اورښت اندازه لوړه وي (له ۱۸۰۰ ملي مترو څخه په كال كي ډيره) د 45 x 45 x 45 سانتي مترو په اندازه كندي ايستل كيږي او هغه له ښو خاورو څخه ډكيږي، په هغه سيمو كي چي د اورښت اندازه لږ وي يعني (په كال كي ۱۸۰۰-۱۲۰۰ ملي متره) د 60 x 60x 45 cm په اندازه كندي ايستل كيږي او دهغه ۳\۱ برخه له حيواني سري او ۳\۲ برخه له ښو خاورو څخه ډكيږي او د سپرلي د اورښت په موسم نهالي په دي كيندل شويو كندو كي كرل كيږي. كله چي بوټي وركرل شول دبوټي بيخونه د د پاڼو او وښو په وسيله ملچ كيږي تر څو د رطوبت له تبخير او همدارنګه په ناهموارو سيمو كي د خاوري له تخريب څخه مخنيوي وشي. د هيل بوټي 40-60% سيوري ته ضرورت لري.

دکوريى ساحه ښه زهکشى شوى اوداوبومنابعوته نږدى وى انتخابيږى، د کورېي د ټاکلو څخه وروسته د كوريي سطحي خاوره دحيواني سرې،لرګيودايرې،کمپوست سره د ګډولو په واسطه نيالګو وده زياتيدلاى شي

تخمونه په بسترکى په قطار کرل کيږى ديو متر مربع ساحى لپاره 10gr تخم ته ضرورت دى، تخمونه په بستر کې د 1-2cm په فاصله او د قطارونو تر منځ فاصله د 10-20CM وې کرل کيږي

دتخم دکرلووروسته په ورځ کى دوه ځلى سهاراوماښام اوبه وركول كيږي ،دکوري بستردوچو وښو Patha Grass)) په واسطه ملچ کيږى ، دتيغ دښکاره کيدلوسره بايدملچ لرى شى ددې لپاره چه نيالګى دلمرمستقيم وړانګوڅخه وساتل شى بايددکوچينونيالګيودپاسه سيورى جوړشى اومنظم ابيارى ،خشاوه ،اودامراضواوافاتوڅخه مخنيوى بايد تر سره شي. تيغ وهنه 20-25 ورځوکى ښکاره اوتر30-40ورځوپورى جريان مومى دJune اوJuly مياشتوپه اوږدو کى كله چي نيالګى ۳-۴ پاڼي منځ ته راوړي دوهمى کوريي ته انتقاليږي.

دوهمي کورې بستربايد 30cm ژور 1mپراخ او 2-3cm ځنګلي سطحې خاورې په واسطه وپوښل شي د بستر لپاره formalin 2% (10 lit/Bed) استعمال شي د وچو مياشتو په موده کې منظم آبيارې ،خيشاوه ،سرې استعمال د امراضو او افاتو کنترولول او ملچ د دوهمي کورې د ضرورياتوڅخه ګنل کيږي د دوهمي کورې ته د نيالګيو د انتقال څخه يو مياشت مخکې د ښه بوټي منځ ته راتګ لپاره(Tillering) بايد سيوري لرې شي

دا ضرورې ده چي د لومړي او دوهمي قورې خاوره د formalin 2% محلول په واسطه معامله) (Treat شي او د دريو ورځو لپاره د پلاستيك) (polyethen sheet په واسطه و پوښل شي

دنيالګيو انتقال يا د تخم کرل د معاملې څخه 15ورځې وروسته صورت نيسي ترڅو د خاوري زهري اغيزي کمې شي يعنې د نباتاتو په وړاندې د خاورې زهري اغيزې Phytotoxicity)) کمې شي

د تخم انتخاب او ټولول:

هغه ورايتي چه لوړحاصل ورکوى اودښه جنسيت لرونکى وى دSeptember او October مياشتوکى د هغوي تخم راټوليږى. انتخاب شوى بوټى بايد دامراضوڅخه پاک اومکمل ډول پاخه وى، کپسولونه بايد په اوبوکي واچول شى اوبياوروفشارورکړل شى چه ترڅوتخمونه تري ووځى داتخمونه بايد په يخواوبوکى پريمنځل شى وروسته داتخمونه دايرو سره ګډ شى اوسيورى کى 2-3 ورځولپاره وچ شى .

البته دتخمونودتيغ وهلوفيصدى دزياتولولپاره بايد د دوو دقيقو څخه کم وخت لپاره دغليظ (H2So4)Sulforicacidيا (HNo3 د 2.5% محلول سره معامله شي ترڅو Scarification صورت ونيسي

 

د سري استعمال:

د هيل بوټي لاندي سرو ته اړتيا لري:

Components

Parts by weight

Nutrients in the Mixture

Urea (46% N)
Rock Phosphate (28% P2O5)
Muriate of Potash (60% K2O)
Kieserite (24% MgO)

2
2
3
1/3

13% N
8% P2O5
25% K2O
1% MgO

 

د هيل په كرونده كي د سري استعمال اندازه او وخت

د نبات عمر

په آبي ځمكو کى د سرې مقدار Kg/H

په للمي ځمكو کى د سرې مقدار Kg/H

د کرلو لومړى کال

N: 25

P: 25

K:50

په دوه جدا پړاونو

N:25

P:25

K: 50

په دوه جدا پړاونو

د کرلو دويم کال

N:60

P:60

K:80

په دوه جدا پړاونو

N:40

P:40

K:80

په دوه جدا پړاونو

د کرلو دريم کال

N:125

P:125

K:250

په دوه جداپړاونو

N:75

P:75

K:150

په دوه جدا پړاونو

د NPK د سري پهSeptember/October كي استعماليږي

د هيل د بوټي ناروغي:

١- Shoot borer :) (Conogethus Puntriferalis دا يوډول چينجى د ي چي د هيل ساقه سورى کوى او داخلى محتوياتوڅخه تغذيه کوى په نتيجه کى ساقه اوحجرات يي له منځه ځي .

کنترول : دCorboryl 1% محلول يا د Dimethoate 0.05% محلول.

٢- Nematodes : په هيل کى نيماتود يو مضرافت دى چى دهيل دکوچنى نيالګى ريښي دRoot Knot Nematode پوسيله ملوث کيږى.

مهم علايم : دريښو څوکي پړسيږى ضعيف Tillering زيړ اونرى پاڼي توليدوى .

کنترول :علاج يي همغه لمړني بستر خاوره د Formalin 2% محلول سره بايد معامله شى اوهم په اولنى او دوهمى قوري په بسترکى Methyl Bromide استعمال شي.

٣- Damping off (چپه کيدنه) : ددى مرض عامل اRhizoctonia Solani دي .

کنترول: ښه زهکشى شوى خاوره اوبل دBordeaux محلول سپرى کول په بستر باندى.

٤- Katt or Mosaic : د اوايروسى ناروغى ده کوم چى دکيلو د سپږيو (Banana aphids) پواسطه انتقاليږى په پاڼو باندى روښانه شنه داغونه چى يوبل ته موازى وى نبات کم وده او کم Tillers توليدوى .

کنترول : د Insecticide منظم استعمال چى دهيل د Thrips او Aphids کنترول کړى اوبل د katte پواسطه اخته رايزوم د تکثيراو کرلوڅخه مخنيوى کول .

٥- دclump او Rhizome ورستيدل : عامل يي Fusorium oxy sporum دى، د هيل اخته نودي او ساقى ورستيږى او په اسانى سره د رايزوم څخه جلاکيږى او ماتيږى .

کنترول : Copper oxy chloride 0.2 % محلول 2-3 lit/plant استعماليږى .

د حاصل ټولول:

د 19 ميلادي پيړۍ نه مخکى دهيل توليد او تجارت د وحشى انواعو څخه ؤ ليکن د 19 پيړ‌ى نه وروسته د هيل کرنه رسمي او علمي شکل پيداکړ اود هيل ډيري ورايټي منځ ته راغلي

هيل وروسته له كرلو په دريم كال په حاصل شروع كوي،د هيل د حاصل ټولول د پخوالي په اصلي پړاو كي ډير ضروري دي، تر څو چي و كولاي شو ښه با كيفيته حاصل لاس ته راوړو. همدارنګه د حاصل د ډيروالي لپاره د مچيو دروزلو د هيل په كروندو كي سپارښتنه كيږي. د هيل ميوه وروسته له ګل كړلو څخه د ۳-۴ مياشتو په اوږدو كي پخيږي او په ښو شرايطو كي د هيل يو بوټي كولاي شي چي ۲۰۰۰ كپسولونه توليد كړي. د هيل بوټي له پنځم كال څخه كولاي شي چي په يوه هكتار كي ۵۰۰۰-۲۵۰۰ كيلو ګرام شين هيل او يا ۱۰۰۰-۵۰۰ كيلو ګرامه پروسس شوي هيل توليد كړي.

د هيل ونه وروسته له ۲-۳ كلونو څخه په حاصل كړلو شروع كوي، د هيل ونه په April, May كي په ګل كړلو شروع كوي او تر July/August پوري ادامه پيدا كوي.

ګل کول د April او Mayڅخه شروع او تر August-Sep حتى له دې وروسته هم دوام مومي چه د هوا دحالاتو سره فرق کوي دا 3-4 مياشت وخت نيسي چه ميوه ورڅخه په لاس راشي يعني ميوه يي د 3-4 مياشتو کي په لاس راځي حاصل يي د 30-40 ورځو په اوږدو کى راټوليږي، په اکثرو سيمو کى حاصل د October-November مياشتو کې د پخوالي په موده کپسول د Peduncle سره يوځاى راټوليږي پخه ميوه دوچولو په وخت کى په فرش باندې جداکيږي لپکن خامه ميوه د وچولو په وخت كي راغونجنيږي.

د هيل شنه ميوه د مکمل پخوالي څخه لږ مخکى د شنه رنګ د ساتلو لپاره راټوليږي عموما د هيل نبات په دريم کال په حاصل راځى اوحاصل د 30 ورځو په اوږدو کى راټوليږى راټول شوى هيل بيا پروسس کيږى د هيل شين رنګ په خارجى مارکيټونو کى ښه نرخ ټاکى نوداچى په پروسس او د ذخيرى په دوران کى شين رنګ ساتل زيات د اهميت وړ دى .

د هيل داني په خپل پوست كي ښي ساتل كيږي، كه چيري د خپل پوست څخه وايستل شي نو ډير ژر خپل بوي او تيل له لاسه وركوي. د هيل ميوي ټولول تر ټولو ډيرو كارګرانو ته ضرورت لري او ميوه د څو مياشتو په اوږدوكي مخكي له دي چي په پوره ډول پخه شي د بوټي څخه په لاس ټوليږي

د كلونو په اساس د هيل حاصلات

6 onwards

5

4

3

2

1

Year

250

225

150

75

-

-

Yield (Kg/ha).

 

 

 

 

 

 

 

د هيل پاكول:

لومړي ټول شوي هيل له ډوړو او نورو اجزاوو څخه د ځانګړو ټوكريو په وسيله پاكيږي، يو كارګر كولاي شي چي په ۸ ګړيو كي ۱۰۰ كيلو ګرامه هيل پاك كړي، وروسته پاك شوي هيل د اوبو په وسيله مينځل كيږي او بيا د هيل كوچني بندك د لاس په وسيله پاكيږي، ددي لپاره چي د هيل شين رنګ وساتلي شي ، د هيل كپسولونه د sodium bicarbonate (2-5%) محلول كي د لسو دقيقو لپاره اچوو ( د ۲۰ګرامه Sodium Bicarbonate (2-5%) محلول په يوه ليتر اوبو كي اچول كيږي)

وچول Drying:

وچول د هيل اخرني او تر ټولو مهم پړاو دي، د وچولو حرارت بايد له ۵۰ درجو د سناتي ګريد څخه ډير نه وي ځكه چي داد هيل خوند او رنګ زيانمنوي. د تازه هيل رطوبت 80 فيصده وي او دا رطوبت بايد 10 فيصدو ته ورسيږي.

د هيل د وچولو ډيري طريقي شتون لري چي نظر د هيل حجم او اندازي ته توپير لري.

1. د لمر د مستقيمو وړانګو په وسيله د هيل وچول:

دهيل کپسولونه مستقيما د لمر وړانګوته د5-6 ورځوپورى وچيږى داطريقه د هيل دکپسول د سطحى د روښنايي دلاسه ورکولو سبب ګرځى.داطريقه د هغه ورايتي د حاصلاتو لپاره استعاليږى چى د ميوى حاصل يي دټولولوته د اماده کيدو له مخه زيړ اوړى اوهم داطريقه په هغه صورت کى ترسره كيږي چى د شين رنګ ساتل ممکن نه وى.

هيل د كانكريټي فرش باندي اچول كيږي تر څو د لمر د وړانګو په ذريعه وچ شي،په دي طريقه كي هيل بايد د لمر د مستقيمو وړانګو څخه لري وساتل شي تر څو چي د هيل شنه رنګ ته زيان ونه رسيږي. دا تر ټولو ساده او ارزانه لاره ده خو په دي طريقه د ښه كيفيت درلودونكي هيل لاسته نه راځي. دا يوازي په هغه سيمو كي چيري چي محيط ګرم او وچ وي كارول كيږي. او په دي طريقه د هيل وچول شايدد خاورو په وسيله د هيل د ككړتيا سبب وګرځي.

 

2. د لمر د انرژي Solar په وسيله د هيل وچول:

په دي طريقه هيل په ښه كيفيت او پاك ډول وچيږي، دا طريقه ډيره عامه نده ځكه چي هيل شين رنګ له لاسه وركوي، د Solar Dryer په واسطه د هيل وچول يوازي په ګرم او لمريز محيط كي كارول كيږي، د هيل كپسولونه بايد په Solar Dryer كي كيښودل شي او همدارنګه دلمر له مستقيمي وړانګو څخه وساتل شي تر هغه چي د هيل رطوبت له ۸۰فيصده څخه ۱۰ فيصدو ته راټيټ شي. په هغه حالت كي چي رطوبت ډير وي نو د سولر سره يوځاي (extractor fan) پكي هم كارول كيږي، تر څو چي رطوبت له منځه يوسي.

 

د لرګيو د اور په واسطه د هيل وچول:

په هند كي په عمومي بڼه هيل په Curing Houses خونو كي هيل وچيږي، چي په هغه كي له لرګيو څخه ګټه اخيستل كيږي ترڅو چي حرارت منځ ته راوړي، په دي طريقه كي يو مقدار هيل په يوه لوي ظرف كي د اور دپاسه ايښودل كيږي، او د اور لوګي كيداي شي چي هيل ته د لوګي خوند وركړي، او په دي طريقه كي هغه هيل چي د اور سره په تماس كي دي هغه بايد له سوځيدو څخه وساتل شي، هغه هيل چي په دي طريقه وچيږي هغه د ښه كيفيت درلودونكي نه وي. د هيل وچول د لرګيو په واسطه د ۱:۴ تناسب ته اړتيا لري يعني 800kg/h لرګيو ته اړتيا ده تر څو چي 200kg/h هيل وچ شي.

د بريښنا يا ګازپه وسيله د هيل وچول:

د بريښنا يا ګازه وسيله د هيل وچول يه پرمختللي طريقه نظر د د لرګيو داور يا تيلو په وسيله وچولو څخه ده، او همدارنګه په دي طريقه كولاي شو چي ډيره پيمانه هيل وچ كړو او په ځانګړي توګه په هغه وخت كي چي د وچولو په موسم كي اورښت را منځ ته شي، دا تر ټولو قيمته طريقه ده، خو ددي طريقي په وسيله كولاي شو چي دښه كيفيت هيل لاس تهراوړو. په دي طريقه د حرارت درجه له ۵۰ درجو د سانتي ګريد څخه نه لوړيږي.

 

د رطوبت كنترولونكي خونو په وسيله د هيل و چول:

هيل بايد دټولولو څخه 24-36 ساعتو ورسته پروسس شى ترڅو دهيل دخرابيدو مخه ونيول شى . دCuring پواسطه په متوسطه تودوخه کى دهيل رطوبت د 8-12% ته ښکته کيږى په نتيجه کى د هيل شين رنګ په مکمل ډول ساتل کيږى. دا طريقه په مخصوصوجوړشومحفوظو خونو کي ترسره كيږي، لمړى کپسولونه مينځل کيږى کپسولونه په جال ډوله واير لرونکى سطحه باندى خپريږى په محفوظ خونه کى د کپسول د وچولو لپاره د اوسپنې د تنور(Iron Kiln) کى دسوخت لرګى سوځول کيږي ترڅو د ضرورت وړ حرارت توليدکړي، توليد شوي حرارت د زنګ (Zn) پوش لرونکي اوسپنې پايپونو په واسطه تيريږي او خپريږى، د وچولو دا ډول پروسه د 18-24 ساعتو پورې وخت نيسي

داسي خونو ته انكشاف وركړل شوي چي دهغه په وسيله كولاي شو چي د ښه رنګ او كيفيت دذلودونكي هيل لاس ته راوړو، د هيل كپسولونه د وچولو په خونه (Drying Chamber) كي ايښودل كيږي ، په دي خونه كي د حرارت درجه له ۵۰ درجو د سانتي ګريد څخه نه لوړيږي، د وچولو په لومړي دوو ساعتونو كي د رطوبت اندازه د كوټي د ننه لوړيږي، چي په دي طريقه هيل پخيږي او هغه انزايم له منځه وړي كوم چي د كلوروفيل ماتونكي دي (كلوروفيل د شنه رنګ توليدونكي دي)، دوچولو خوني ته روښنايي نه پريښول كيږي. وروسته له دوو ګړيو رطوبت له خوني ايستل كيږي او رطوبت كميږي، د هيل كپسولونه تر هغه په خونه كي ايښودل كيږي تر څو چي د هغه رطوبت ۱۰ فيَدو ته راټيټ شي.


د Biomass Gasifiers په وسيله د هيل وچول:

پطرول او liquefied petroleum gas (LPG) ګاز د هيل د وچولو لپاره پاكه او اسانه طريق ده، خو د كليوالو لپاره دا طريقه قيمته ده، د لرګيو او يا وچو پاڼو داور په وسيله د هيل وچول د هيل د بوي اخيستو سبب كيږي. Gaisfire يوه وسيله ده چي په دي وروستيو كي د TERI يعني(The Tata Energy Research Institute in India) د هيل د وچولو لپاره جوړه شوي، په دي ډول وسيلو كي يو ډول خښتي چي د لرګيو او Biomass څخه جوړي شوي وي بي له دود څخه سوځول كيږي. دد ي وسيله گټه دا ده چي له تيلوڅخه ارزانه ده.

د هيل درجه بندي:

دهيل درجه بندي د لاس په وسيله تر سره كيږي

هيل وروسته له وچولودجسامت په اساس د غلبيل په وسيله د7mm-6.5mm-6mm په اندازو سره درجه بندي کيږي درجه بندي شوې محصول په پلاستيكي (Poly ethane) كڅوړکى اچول کيږي ترڅو دذخيرې په جريان کې شين رنګ له لاسه ورنكړي اوهم د رطوبت د اخيستلوڅخه مخنيوي وشى د شنه هيل هغه کپسولونه چى رنګ يي دلاسه ورکړى وي اويامختلف رنګونه ولري نود رنګ د يوشان کولو (Uniformity) لپاره لمر ته د چولووروسته د سلفر د سوځولو په واسطه ياکپسولونه دPotassium metha bisulphite د رقيق دمحلول کى لنديږى ترڅو رنګ يي سپين او يو شان شى

ماخذونه:

1. Germplasm Resources Information Network: Elettaria

3. Unsung Hero: Tale of an ingenious farmer. Rediff.com, 30 May 2007

4. New cardamom variety. Njallani. National Innovation Foundation

5. Poor rainfall may hit cardamom crop. The Hindu Business Line, 06 July 2007

6. Cardamom: Scientists, Njallani developers fight. CommodityOnline, 08 Jan 2008

7. Mabberley, D.J. The Plant-book: A Portable Dictionary of the Higher Plants. Cambridge University Press, 1996.

8. Ger not Katzer's Spice Pages: Cardamom

9. Plant Cultures: botany and history of Cardamom

10. Pham Hoang Ho 1993, Cay Co Vietnam [Plants of Vietnam: in Vietnamese], vols. I, II & III, Montreal.

11. Buckingham, J.S. & Petheram, R.J. 2004, Cardamom cultivation and forest biodiversity in northwest Vietnam, Agricultural Research and Extension Network, Overseas Development Institute, London UK.

12. Aubertine, C. 2004, Cardamom (Amomum spp.) in Lao PDR: the hazardous future of an agroforest system product, in 'Forest products, livelihoods and conservation: case studies of non-timber forest products systems vol. 1-Asia, Center for International Forest Research. Jakarta, Indonesia.

13. Álvarez, L., Gudiel, V. 2008. 'Cardamom prices leads to a re-emergence of the green gold'.

14. Sharma, E., Sharma, R., and et al., 2000. ‘A Boon for Mountain Populations: Large

Cardamom Farming in the Sikkim Himalaya’. In Mountain Research and

Development, Vol. 20, No. 20, 108-111.

15. Sharma, H. and Sharma, E., 1997. Mountain Agricultural Transformation Processes and Sustainability in the Sikkim Himalayas, India. Kathmandu: International Centre

for Integrated Mountain Development.

16. Subba, J. R., 1984. ‘Agriculture in Hills of Sikkim’. In Sikkim Science Society. Gangtok: Sikkim Science Society

17. The wealth of India, Publication & InformationDirectorate,CSIR, New Delhi Vol.1, (1991) 227.

18. Mande S, Kumar A and Kishore VVN, Biomass & Bioenergy,16(6)(1999) 463.

19. S.Khuntia, R.N.Mishra, A.K.Sahu et al , Proceeding onUtilisation of Bioresources,

(2002) 191.