ليكنه : رحمت
نباتي هورمونونه
Plant Hormones
نباتي هورمونونه له هغه مركباتو څخه عبارت دي چې د نبات په يوه برخه كې جوړيږي او په بله برخه كې دنده تر سره كوي او د نباتاتو د ودې برابرونكو Growth regulator په نامه سره هم ياديږي.
نباتي هورمونونه په طبيعي ډول په نباتاتو كې او په مصنوعي ډول هم منځ ته راځي. د كلني وده ايز فصل په اوږدوكې د هورمونونو اندازې په نباتاتو كې تغيير مومي.
د هورمونونو فعاليتونه د يو توازن په ډول په نباتاتو كې سرته رسيږي . كله د يو هورمون فعاليت زيات شي او كله دبل فعاليت زيات شي.
مهم طبيعي هورمونونه د Auxins، Gibberelline ،Cytokinins ، Ethylene او Abscisic acid (ABA) څڅه عبارت دي.
Auxins:
يواځينى طبيعي Auxins چې په نباتاتو كې شتون لري د Indole acetic acid (IAA) څخه عبارت دى . يو شمير مصنوعي آكسونونه Auxins هم منځ ته راغلي چې له Naphthalene acetic acid (NAA) ،Indole butyric acid (IBA) او ډاى كلورو فيناكسي اسيد (2-4-D) څخه عبارت دي.
Indole acetic acid (IAA ):
IAA يواځينى طبيعي Auxins دى چې په بوټو كې پيداكيږي، يو شمير نور هورمونونه هم شتون لري چې په IAA باندې اوړي.
IAA نباتي هورمون د نباتاتو د خاښونو په اخري نوك ،كوچينيو پاڼو، انكشافي جنين او يا په فعاله مرستماتيكي نسجونو كې شتون لري.
آكسينونه Auxins د حجرې په ديوال باندې اغيزه لري حجروي ديوال اوږدوي، په يو معين غلظت سره Auxins كوچينۍ ميوې ړنګړۍ كوي او په يو ټاكلي غلظت سره د ميوؤ د تويدو څخه مخنيوى كوي. همدارنګه په ميوؤ كې د اتيلين د غاز د توليد سبب كيږي . چې دا غاز د ميوؤ د پخيدو سبب ګرځي.
IAA يا IBA د بوټو د قلمو د نيلو د توليد لپاره پكار وړل كيږي، قلمې د آكسينونو په پودر سره لړل كيږي چې له كينولو وروسته په چټكۍ سره د نيلو د توليد سبب كيږي،دا هورمونونه په تجارتي ډول توليديږي چې د بوټو په زياتوالي (تكثير) كې ورڅخه ګټه اخستل كيږي.
آكسينونه Auxins د ځمكې د جاذبې قوي په وسيله له پاسه ښكته خواته حركت كوي چې د اړخونو د خاښود پندكونو( غوټيو) د ودې مخنيوى كوي. كه پاسنى اخري پندك يوه اندازه ښكته خواته كوږ شي او يا له پندك څخه ټيټ انتقالي نسجونه پرې شي د آكسين Auxins حركت ښكته خواته له منځه ځي او د اړخونو د خاښونو د پندكود دوې سبب كيږي.
د لمر ګلي حركت ( د لمر په لوري مخ اړول) هم د Auxins فعاليت دى د لمر ګلي دا حركت د Phototropism په نوم سره ياديږي.
Gibberellins :
دا هورمون له يو ډول فنګس Gibberalla fujikuria څڅه په لاس راغلى .په شولو باندې دنوموړي فنګس له حملي وروسته ښكاره شوه چې فنګس يو ډول مواد توليد كړ چې بوټي يې اوږده او حاصل يې كم كړ.
په كال ۱۹۷۶ كې د نوموړي هورمون ۴۵ نوعې وپيژندل شوې . چې له دې جملي څخه GA3 زيات لګښت لري او په تجارتي ډول توليديږي. دا هورمون په دانه نه لرونكو انګورو باندې د انګورو د دانې د غټوالي په موخه استعماليږي ، د انګورو دانې درى برابره لويوي. په ځينو هيوادونو كې انګور ددې هورمون له استعمال څخه پرته نه توليديږي . په يو ټاكلي غلظت سره د انګورو په بوټو باندې استعماليږي.
په عمومي ډول سره جبرلين په انكشافي جنين ، انكشافي پاڼو او تخمونو كې تشكيليږي.
جبرلين په بوټو كې د ABA هورمون مخالف عمل كوي. ABA هورمون دبوټو دودې مخنيوي كوي چې د مني په موسم كې د پاڼو ريژيدو په وخت كې په نباتاتو كې توليديږي .
په عمومي صورت سره جبرلين د ودې تحريك كوونكى هورمون دى د نبات قد اوږدوي په پسرلي كې په زياته اندازه سره ،او د فعالي ودې په دوران كې توليديږي.
Cytokinin:
داهورمون هم په طبيعي ډول او هم په مصنوعي ډول جوړيږي. هغه ډول چې په طبيعي ډول جوړيږي Zeatin په نوم ياديږي چې د جوار دانې له اندوسپرم Endosperm څخه په لاس راځي . د پسرلي په پيل كې د بوټو په نيلو كې په زياته اندازه توليديږي له توليد وروسته د نبات پاسنيو برخو ته حركت كوي، د حجرو په ويش كې مهم رول لري . مصنوعي ډول يې د Kinetin په نوم سره ياديږي.
Cytokinin د مني په موسم كې نه توليديږي څكه چې هغه محال وده دريدلي وي.
Ethylene:
Ethylene د پخو شويو ميوو د هورمون په نوم هم ياديږي . دا هورمون د پخو شويو ميوو څخه استخراجيږي. دبيلګې په ډول له مڼې ، كيلي .... او نوروميوؤڅخه
همدارنګه دا هورمون كه خاښ تر فشار لاندې وي اويا زخمي شوي نسجونه تر فشار لاندې وي توليديږي. ميوې بايد په هغه ځاى كې زيرمه نه شي چې اتيلين شتون ولري.
Abscisic acid (ABA):
Abscisic acid د Growth inhibitors (د ودې دمخنيوي كوونكو موادو) په حيث دنده تر سره كوي
دا هورمون د ودې مخنيوى كوي او د پاڼريژو نباتاتو (Deciduous) د استراحت سبب كيږي چې دا استراحت د ونو ، غوټيو ( پندكونو) لپاره زيات ارزښت لري.
دا هورمون عموما د مني په موسم كې توليديږي . د پسرلي په پيل كې ددې هورمون اندازه په بوټو كې ډيره كمه وي. تخمونه هم يوه اندازه Abscisic acid لري چې دسړې هوا او لندبل سره د معامله كولو په نتيجه كې يې Growth inhibitors لمنځه ځي، د تخم داستراحت مرحله يا Dormancy ماتيږي او تخم دا وړتيا پيدا كوي چې وټوكيږي .
دسړې هوا او لندبل سره د تخمونو معامله كولو عمليه د ( Vernalization ) په نوم ياديږي . زياتره د سخت زړو ميوو لكه بادام، زردالو،شفتالو آلو چارمغز او داسې نوروميوو تخمونه له سړې هوا او لندبل سره معامله كيږي.
ماخذ:
حمزه خيل ، ن.ګ.( ۱۳۸۱). د هارتيكلچر لكچر نوټ. دكابل پوهنتون