د برويلرز غوښين چرګوړو روزنه

توحيد علي عظيمي
د كابل پوهنتون د كرهڼې دپوهنځۍ د علوم مالدارۍ ځانګې  د ځلورم کال محصل   كال ۱۳۸۷ سرطان

سريزه:
د چرګانو روزنه د مالداري او زراعت يو عمده سکتور دي او ډير خلک خپل عوايد د ددې محصولاتو څخه لاس ته راوړي.
څرنګه چي د حيواني محصولات د با کيفيته غذايي موادو لرونکي دي او د انسان د صحت لپاره ضروري ګڼل کيږي ، بناً د مالداري انکشاف او د حيواناتو توليدي ظرفيت  لوړول په افغانستان کي مهمه ده.
يو شمير پوهان په دې اند دي که حيواني محصولات دتوليد سطحه  د خپلي اوسني حالات څخه پورته لاړ نه شي نور په ډير نږدې وخت کې به د مهمو غذايي مواد چي حيواني محصولات دي او انسان ورته اړتيا لري د کمښت سره به مخ شي. ددې تر څنګه چې مالداري هيواد د وګړولپاره مهمه بختيا ده مګر بيا هم نسبت نورو ګاونډي هيوادونه ته د توليد سطح ډيره ټيټ ده ، مختلف علتونه کيداى شي .د فني کسانو نشتون ، د غذايي موادو کمښت ، ناروغۍ ، د اصلاح شوي نسل نشتون اويو شمير نور عوامل دي چې د حيواني محصولاتوتوليد كموي.
مونږ کولايي شو چي په ډير لږ وخت کي د غوښين چرګوړو په روزولو سره لوړه عايد لاس ته راوړو، نو له همدې امله ما وغوښتل چي د برويلرز غوښين چرګوړو په زوزنه خپل سيمنار واخلم

د غوښې غذايي ارزښت
زمونږ په هيواد کې د غوښې مصرف مخ په زياتيدو دي او د خوسکيو غوښي ځاي اوس د برويلرز غوښين چورګوړي نيسي.
د غوښين چرګوړو غوښه ۸۰ ٪ د هضم وړ ده د چرګانو غوښه د انسان د تغذيه له نظره د پروتينو ،شحمو ، ويتامينونو اوسپني او فاسفورس ښه منبع ده .
د هضم له مخي د چرګانو غوښه نسبت د غويانو غوښي ته زياته د هاضمي وړ ده ځکه د دوي د عضلو تر منځ کوم تارونه او رابطي چې موجودي دي نسبت برويلرز غوښين چرګوړو ته زياتي دي  نو له همدې امله د برويلرز غوښينو چرګوړو د غوښې اهميت زيات دي. او هم د نړي زياتره وګړي د چرګانو غوښه زياته خوښوي ځکه چې نرمه او خوندوره ده.د چرګانو غوښه په ټوله نړۍ کې د انسانانو تر استفادې لاندي ده او د تغذيي له نظره با ارزښت پروتين لري، غوښه  کې ۲۰ ډوله امينواسيدونه شتون لري چې ۱۲ يي ضروري او نور يې غير ضروري ګڼل کيږي چې ضروري د بدن لپاره حتمي دي چې مونږ کولاى  شو دغه امينو اسيدونه د چرګوړو څخه لاسته راوړو. سره ددى غوښه شحم هم لري چې د چرګانو غوښه ۷-۲ ٪ شحم لري د غوايانو په غوښه كښې ۲۲ فيصده شحم شتون لري په غوښه کې په پراخه ډول معدني مواد هم موجو دي لکه اوسپنه ، فاسفورس ، کليسيم، پوتاشيم ، زنګ او داسي نور. 
د غوښي ترکيبي کيمياوي جوړښت     اول جدول

د برويلرز غوښين چرګوړو روزنه
برويلرز غوښين چورګوړي هغه ځمکني الوتونکو دي چې د ډيرې چټکي ودې او غټوالي خاصيت په شتوالي سره د غوښۍ د توليد لپاره استعماليږي نو ددې مقصد لپاره بايد هر وخت بايد په مناسبه اندازه خوراک ورکړل شي ، تر څو د متوازن خوراک د استعمالو سره زيات وزن واخلي او خرڅلاو ته ادامه کړاى شي خو د برويلرز غوښين چرګوړو باندي کنټرول هم لازم دي ، تر څو د اضافي غوړو د پيدا کيدو مخنيوي وکړايي شو.
پر مخ تلليو هيوادونو کې غوښين برويلرز چوړګوړي په مختلفو عمرونو او وزنونو کې خرڅلاو ته اماده کيږي ، چې ښځينه برويلرز غوښين چورګوړي يې د ۹۰۰-۱۰۰۰ ګرامه او نر يي ۱،۸ تر ۲ کيلو ګرامه وزن خرڅلاو ته اماده کيږي.
نران يي ۱.۷ – ۳ کيلو پورې د Bone less meat په مقصد په حيث خرڅلاو ته اماده کيږي.

د برويلرز چورګوړ لپاره شرايط
- تودوخه : په لويو او تجارتي فارمونو کي د غوښين برويلرز چورګوړي د ۸ هفتو عمر پورې ساتل کيږي او تر دې وخته پوري يې د تودوخي د درجي پوره خيال وساتل شي.
د چرګوړو لپاره مناسبه د تودوخي درجه يو ډير ضروري پوښتنه ده او دا د چرګوړو د جسماني نمو او ودې پورې مستقيمه اړه لري.
تجربو دا را څرګنده کړه چې په لومړيو دوو هفتو بروډر يا بل کوم داسي څيز چې  تودوخي  توليدوي،  دومره تودوخه توليد کړي چې د فرش څخه ۲ انچ پورتوالي پورې بايد د تودوخې درجه ۹۵ فارنهايته وي او ددې وروسته د هر هفتي په تيريدو سره ۵ فارنهايته په اندازه کموالى راشي. د يخنۍ په موسم کې ۷۰ فارنهايته تودوخې درجه ضروري ده
په فارم کې د ايګزاس شتون سره د تودوخې درجي کې ټيټوالى راتلايي شي.
په فارم کې مناسبه د تودوخې درجه په اساني سره پيژندلاى شو او عموماً کله چې د تودوخې درجه کمه وي نو چورګوړي يو بل کې ننوځي او که هوا ګرمه وي نو خواره واره ګرځي ، د چرګوړو د راوړولو څخه  ۱۲ ساعته مخکې بايد په فارم کې بروډر چالان کړاى شي تر څو وکولاى شي مناسبه د تودوخي درجه توليد کړاى شي.
د تودوخې درجي په زياتيدو سره د برويلرز چرګوړو په خوراک کې کمي راځي او د اوبو په څکولو کې زياتوالى راځي. د امريکي په نشنل ريسرچ کونسل په ۱۹۸۱ کې وويل ((چې هګۍ اچونګي چرګې ۳۰ سانتۍ ګرايد څخه پورته په هر يو سانتي ګريد سره د چرګو په خوراک ۱.۵٪ کمي راځي ))، خو په ۱۹۸۵ کې يو عالم وويل چې د هر سانتي ګريد په زياتيدو سره ۱.۷٪ په خوراک کموالى راځي.
د برويلرز چرګوړو لپاره مناسبه د تودوخي درجه د ۶۵-۷۲ فارنهايته ده.
کله چې په فارم کې د تودوخې درجه ۹۰-۱۰۰ فارنهايتو ته ورسيږي نو د في برويلرز په خوراک کې ۳،۲۱ کموالى راځي چې په ۸ هفتو کې مجمعوعي وزن ۲۸۰ ګرامه کميږي.
د تودوخې د درجي د معلوملو لپاره يوه د تودوخي درجي اله چې په سانتي ګريد او فارنهايت سره درجي ښودلي شي ضروري دي.
د ګرمۍ په موسم کې د برويلرز د جسم تيزابي او القلي تر منځ  توازون له منځه ځي ځکه القلعي خواص زياتيږي ، نو ددې د مخنيوي لپاره مونږ بايد په اوبو کې کاربونيټ او امونيم کلورايد اضافه کړو تر څو ددې مخه ونيول شي او حاصل کې کموالى رانشي.
خپل فارم بايد په څو برخو باندې وويشو تر څو د تودوخي د ضايع کيدو مخ نيسو ، او د وخت په تيريدو سره  چې چورګوړي غټيږي ورو ورو ورته ځاي پراخه کوو.

د فارم د تودوخي درجه                                  داوبو استعمال
۷۰فارنهايت                                                     ۱۰۰ ګرامه
۷۵ فارنهايت                                                    ۱۱۰ ګرامه
۸۰ فارنهايت                                                    ۱۳۰ ګرامه
۸۵ فارنهايت                                                    ۱۵۰ ګرامه
۹۰ فارنهايت                                                     ۱۷۰ ګرامه
۹۵ فارنهايت                                                    ۱۹۰ ګرامه
۱۰۰ فارنهايت                                                     ۲۵۰ ګرامه

- لندبل : نسبي لندبل د چرګوړو لپاره ۶۵-۷۰٪ کې تعين شوى دي او د د لندبل درجه د چرګوړو د ودې او نمو لپاره مناسب لندبل دى، د زيات لندبل شتون خصوصاً هغه موادو چې پر فرش اچول کيږي او وچ دي، د ډيرو ناروغيو سبب کيداى شي او هم د لندبل کمه فيصدي په چرګوړو منفي اغيزي اچولاى شي.
په دوو لومړيو هفتو کي د هوا نسبي لندبل بايد د ۵۰-۵۵ ٪ څخه را ټيټ نه شي. او هم د هوا نسبي رطوبت  اعظمي سرحد د ۷۵٪ څخه پورته لاړ نشي ځکه چې د مختلفو ناروغيو زيږندوي کيداى شي.
ټول مرغان د ساه ويستلو لاري  د اوبو بخارات خارجوي  چې ددې له امله د فارم په دننه كښې د لندبل زياتوالى منځ ته راځي.
تجربو را برسيره کړې چې د ۵۰ فارنهايت کې ۲ کيلو وزن لرونکي ۱۰۰ چورګوړي تقريباً د ورځي ۴ کيلو د اوبو بخارات خارجوي، چې دا د اوبو بخارات د ژمي په موسم کې ډيريږي چې دا د اوبو بخارات د فرش د بوري اره نمجنه کوي او نمي کيدل ددې باعث ګرځي چې فارم کې يخني پيدا شي، چې پخپله نمي د ميکروبو لپاره يو ښه مناسبه ځاى دى چې تکثر او نمو  پکې په اساني سره کولاى شي.
۱،۵ کيلو برويلرز په فضله موادو کې ۸۵ ٪ اوبه لري چې ددې اوبو له امله فرش چټليږي او د څه وخت وروسته بد بوى توليدوي او دا ميکروبونو لپاره يو مناسبه ځاي جوړيږي.
د اوبو د ډ‌يرې فيصدي وتلو  يو لوي علت دا دى چې ټول مرغان د خولو غدي نه لري او د اوبو د وتلو سره د بدن د تودوخي درجه مناسب او برقراره ساتل کيږي، چې زياته برخه يي د تنفس له هم بهر ته ليږي ، د ګرمي په موسم کې چرګان چې څومره اوبه څکي له دې زياتي اوبه خارجوي نو له همدې امله کړکۍ او ايګزاس ولګول شي تر څو هغه د اوبو بخارات چي د خولي له لاري راوځي بهر ته په اساني سره لاړ شي.
د جسم څخه معمولاً اوبه د ډکو او تشو ميتيازو له لاري وځي ، خو په چرګانو او نورو الوتونکو کې د تشو او ډکو ميتيازو لاره يوه ده ، او يو ځاي بهر ته وځي ، نو همدا وجه ده چي په فضله موادو کي زياتي اوبه موجودي وي چې فيصدي يي د ۶۰-۷۰ ٪ پورې رسيږي.

برويلرز غوښين چورګوړي لپاره ساحه په متر مربع

 عمر په هفتو       تعداد په ځمکه         تعداد  په جالي   تعداد په پنجرو کې
۱۰-۱ هفتو               ۱۸-۲۸                     ۱۶-۲۸                  ۲۸-۳۲      
عمر                                دخوراک لپاره ځاي                       د خوراک لايحه      
لومړي ورځي – ددوهفتو   0.5 Ft مربع في چورګوړي                 ۶-۵ ځلو               
۳هفتي – ۶ هفتي          1 Ft مربع في چورګوړي              خوراکه تدريجي ډول بدله کړاى شي،
                                                                                 
- تغذيه :
د څارويو تغذيه هغه عمليه ده چې د هغي په وسيله هغوى د بدن د حجرو فزيالوجيکي دندو پر مخ بيولو سره او هم د چاپيريال د يو لړ پيښو ځواب ويونکي هم دي کله د ژوند پايښت ، کار ، توليد ، تکثير ، ساړه او تودوخه او نور (۲۳).
پوهان په دي عقيده دي چې د څارويو په ډله کې کوروني الوتونکي د نورو څارويو په پرتله حساس دي. نو له همدې کبله د هغوى په خوراکه کې د اړتياو پورکولو لپاره بايد پوره غذايي مواد ورکړل شي.
د کورنيو الوتونکو په خوراکه کې د اړتيا وړ موادو شمير د ۴۰ کيمياوي مرکبو څخه زياتيږي. دا مرکبات کاربوهايدريت،پروتين ، غوړي ، په اوبو کې منحل ويټامينونه ، معدني مالګي ، اوبه Feed additives  ، د الوتونکو د ودې او د توليد تشويقونکي جوړ شوي کيمياوي مواد ، انزايمونه ، خميرمايه ، درمل او نور مرکبو څخه عبارت دي.
د څارويو د خواړو تر کيب د دوې په نوع ، جنس ، عمر ، توليدي اړخ او د خوړو په نوعيت پورې اړه لري. نو کوشش وشي چې د څارويو د اړتياوو پوره کولو سره سم خواړه تيار شي . کورني الوتونکي خپل غذايي مواد له لاندې منابعو څخه لاسته راوړي.

غذايي منابع
الف: نباتي منابع :
۱- غلې او داني : لکه جوار ، اوربشي ، جودر ، وريجي ږدن او نور.
۲- دوه پله ييز نباتات : مي، چڼي ، مشنګ ، سايبين ، شخل د دوي پوټکي او نور.
۳- شنه بوټي : شفتلې ، رشقه ، واښه ، پالک ، ګندنه
۴- سابه : ګازرې ، چغندر ، شلغم ، د کچالو پوستکي
۵- د صنعتي نباتاتو پاتي شوي محصولات :
- د شلغمو ، کنځل ، کپرګل او نورو نباتاتو د دانو کنجاړه
- د چغندرو ، ګازرو ، روميانو او نورو وورستي پاتي شوي موادو (توفاله)
- د تخمر شويو نباتاتو وروستي پاتي شوي محصولات لکه د الکهولو ، بيرو د ميوې اوبو او نورو څخه پاتي شوي مواد.

ب: د څارويو د محصولاتومنبع :
۱- د ځارويو د حلالي څخه (مسلخ) پاته شوي مواد لکه وينه ، سږي ، لړمون ، د غوښي پاته شوي ټوټي وازګه ، هډوکي ، غوښين هډوکي او نور.
۲- کبانو محصولات : لکه پري ، فضله مواد ، وينه د حلاليدو څخه وروسته پاتي شوي مواد (لکه د کلمي د شاه تڼکي دننه پوټکي او نور) د چرګو د ايستني د ماشين محصولات ، د هګي پوټکي او نور مواد.
۳- شيدي او محصولات يي : لکه بي غوړه شيدي ، وچ کزين ، شړومبي ، کرت ، چکه ، د پوڅي پاته شوې ټوټي او نور.
۴- د دريابونو د ژويو محصولات : لکه د صدف پوټکي ، چنګاښ پوټکي او نور

د برويلرز غوښين چرګوړو غذايي ضرورت په يوه څيړنه کې دا وښودله ، که زمونږ مقصد د برويلرز غوښين چرګوړو څخه د (Breast Meat) غوښتنه وي نو په غذايي موادو کې بايد د لايي سين ، اماينو اسيد اړتياووي ډېري دي. د برويلرز غوښين چرګوړو فۍ کيلو خوراکه کې بايد ۳۲۰۰ کيلو کلوري انرژي بايد شتون ولري.
برويلرز غوښين چرګوړو لپاره هر وخت خوراک تغذيه کول خصوصاً هغه برويلرز چې د نسل اخستيني لپاره تر کار اخستل کيږي ددوى په جسم کې د ډير خوراک د تغذيه له امله په بدن کې شحم زياتيږي ،چې له دې امله د هګي اچولو وړتيا هم اغيزمنه کولاى شي ، برسيره پردې په نرانو کې   د يوزاي کيدو (Mating) وړتيا کې کمښت راتلاى  شي، نو ددې لپاره دوى ته بايد داسې خوراک تغذيه کړل شي تر څو د زياتي چاغۍ مخه ونيول او هم کوښښ وشي چې په  زياته اندزه خوراک کم نکړاى شي چې په دواړو مخونو کې د برويلرز غوښين لپاره تاوان رسونکي دي,عالمانو د تحقيقاتو په نتيجه کې دا را برسيره کړه که چيري د خوراک په تغذيه کې د زياتي انرژي لرونکي غذايي مواد High energy ratition علاوه کړل شي نو مثبته نتيجه به ورکړي.
په جيره کې د شحمو (fats) زياتوالى کولاى شي د هغې metabolizable energy  کمښت په شحمو پوره کړو.

ـ پروتين :  په لومړيو شپږو هفتو کې د پروتينو ضرورت په غذا کې ۱۹-۲۱ ٪ پورې دي او له دي وروسته ۱۶-۱۸ ٪ پورې کښته راځي، چې مونږ کولاى شو چې دغه مقدار پروتين د ماهي د پوډرو او د غوښي د پوډرو په واسطه پوره کړاى شو.

ـ  ويټامينونو: ويټامينونه په دوو برخو وويشل شوي دي چې يو يې منحل په شحمو کې او بل يي په اوبو کې منحل ، په شحمو کې منحل لکه A,D,E,K دي او په اوبو کې منحل لکه بي کمپلکس او Vit C دي. چرګوړي د خپلي مناسبي ودې او نموه لپاره ويټامينونو ته اړتياووې لري او د نه شتون په نتيجه کې يي مختلفي ناروغي سبب کيداى شي.
د ګرمي هوا او ګرم موسم په مقابله کې مونږ کولاى شو چې مونږ په خپله خوراکه کې مختلف ويټامينونو کې زياتوالي راوولو او مثبته نتيجه تر لاسه کړو ، د بيلګي په ډول که چيرې مونږ Vit – C  په جيره کې ډير کړو نو کولاى شو چې ښه حاصل واخلو ځکه د کرمۍ په موسم کې د الوتونکو له بدن څخه په زياته اندازه VIT – C خارجيږي.
۲۲۰ ملي ګرامه vit –c  او Ascorbic acid په في کيلو ګرام خوراکه کې بايد ګډ کړاى شي.
د چرګوړو عمر                                                     د اوبو اړتيا
۱- يو ورځني                                  ۱ ګيلن اوبه په دوو لوښو د ۱۰۰ چرګوړو لپاره
۲- دويمي ورځي- ۳هفتي                                  داړتيا مطابق
۳- ۴ هفتي – ۶ هفتي                                   ۶ ګيلنه د ۱۰۰ چرګوړو لپاره
۴-  ۷هفتي- ۱۲ هفتي                               ۸ ګيلنه اوبه د ۱۰۰ چرګوړو لپاره

معدني مواد:
کلسيم ، فاسفورس، منګنيز ، اوسپنه ، مس ، کوبالت، ايودين او مالګه هغه معدني موادو چې د چرګوړو په خوراک کې بايد تغذيه کړاى شي ، ځکه کلسيم او فاسفورس د هډوکو په تشکيل کې مهم ونډه لري، يو ځوان چورګوړى ۰،۸ کلسيم، ۰،۵ ٪ فاسفورس خپلي نورمالي ودې او نمو  ته اړتيا لري.
منګنيز مخصوصه رابطه د کلسيم سره لري ځکه د منګنيز په کمښت سره د کلسيم په استقلاب غير منظم کيږي، اوسپنه ، مس او کوبالت د هيموګلوبين په جوړولو کې مهمه ونډه لري ، ايوډين هم بايد په مناسبه اندازه وجود ولري ځکه کوم وخت چې د ايوډين کمښت راشي نو چورګوړي کمزوزي او ضعيف شي ، مالګه معمولاً د پروتينو په هضم کې ضروري ده په جيره کې بايد تقريباً ۰،۵٪ مالګه علاوه کړاى شي.

په نړۍ کې د برويلرز روزنه په لاندې ډول ده :
۱- د ځمکي د غولي د پاسه د برويلز روزنه : دا ډول د برويلز روزنه چې د عمر د لمړۍ ورځي څخه تر حلاليدو مودې پوري بيله کوم ځاي ته د بدلون  څخه تر سره کيږي، په يو متر مربع ساحي كې ۱۸-۲۰ چرګوړو پورې چې د هغوي لپاره د يو چرګوړي پر سر د خوړولوښي ساحه ۲،۵ سانتي متره او د اوبو لوښي ساحه ۱ سانتي متره وي ، ځاي په ځاي کيږي.
د چرګوړو لپاره روښنايي ۲۴ ساعته ، د اوبو او خوړو لوښو دپاسه وي
د چرګوړو عمر په اوني     تودوخه      د بروډر لاندې      لندبل 
لومړۍ اونۍ                  26-28           30-35          65  -70٪
۲- ۳ اونۍ                      24-22           26-26          65-70٪
۴-۶ اونۍ                       20-19              -               70-65٪
۷ او د هغي څخه لوي        18-17               -               60-70٪

د جاليو د پاسه د بريلرز روزنه:
Intensification په حالاتو کې دا ډول روزنه پکار وړل کيږي په يو متر مربع ساحه کې نران چرګوړي د ۲۵-۳۰ ښځينه له ۳۵-۴۰ او ګډوډ له ۳۰ څخه تر ۳۵  پوري چې د هغوى لپاره د يوه چرګوړي پر سر د خوړو لوښي ساحه ۲ سانتي متره او د اوبو لوښي ساحه ۳ سانتي متره وي روزل کيږي.

عمر په اونۍ     تودوخه       تودوخه د بروډر لاندې                 لندبل
۱                     28-26                 35-33                             70-65
۲                    25-24                  32-30                            70-65
۳                   23-20                  29-25                               65
۴                  21  -21                  25-22                              65
۴ څخه لوي      19-16                  ------                               60

په پنجرو کي د برايلز روزنه :
دا ډول روزنه نه يوازي د لاس کار کموي بلکه د خوړو د ضايعاتو ، د بريښنا د انرجي د کموالي سبب ګرځي او همدغسي زيات چرګوړي ځايوي او د Coccidiosis ناروغۍ مخنيوى کوي.
ځني چرګوړي د ټاکلي وخت څخه دمخه حلاولو ته اماده کيږي او د يومتر مربع ساحه کې د 38- 44 چرګوړي ځاي په ځاي کيږي.
عمر په اوني      تودوخه په پنجرو کي               تودوخه په مرغناچو کي
1                          22-30                                       30-28
2-3                      28-26                                       25-24
4-6                     22-20                                        20-18
7-8                      20-18                                       18-16
- د بستر برابرول :
» د ځمکي له پاسه بايد د ارې بوره  د ۲ انچ په لوړوالي پور هواره کړاى شي ، وروسته له دې بايد يو ډبل کاغذ وغوړول شي ، کاغذ ۴- يا ۶ ورځي وروسته بيرته بايد ټول کړاى شي،
» کله چې چورګوړي فارم ته راوړل شي نو تر ۲ ساعتونو پورې له کارتنه راونه ويستل شي ، تر څو توافق وکړي له دې وروسته په مناسبه اندازه د اوبو او خوراک لوښي او د بوري شربت ورته کيښودل شي.
بردوډر يا رضايي مور : مخکې له دې چې يو ورځني چورګوړي فارم ته راوړل شي نو فارم بايد ښه پاک کړاى شوى وي ، فرش پاك وي د هوا بندوبست په فارم کې يوه ضروري خبره ده.  Brooder يا مصنوعي مور ، د ژمي په موسم کې کله چې د چرګوړو تعداد زيات وي نو مونږ نه شو کولاى چې زياتي کړکې چرګي وساتو نو ددې مشکل د حل لپاره مونږ Brooder اخلو چې تر څو وکولاى شو چې مناسبه د تودوخي درجه برابره کړو
  
بروډر ډولونه :

۱- لمپ بروډر : په دې ډول بروډر کې د خاورو د تيلو څخه ګټه اخستل کيږي او هغه ځايونو کې د استفادي وړ دى چې په کم تعداد چورګوړي وي.
۲- کالوني بروډر: دا بروډر له يو ځاى څخه بل ځاى ته د انتقال وړ دى چې د چترۍ په څير شکل  لري چې مونږ کولاى شو چې د تيلو ، ګيسو ، بجلۍ په استعمالول سره ترې ګټه واخلو.
۳- بيټرۍ بروډر : د برق په ذريعه د تودوخې درجه کنټرولوي.
د بروډر استعمال د چرګوړو د شميرې پوري تړلى خبره ده ، مونږ بايد داسې بروډر خوښ کړو تر څو په اساني سره له ځاى څخه بل ځاى ته د انتقال وړ وي ، د بروډر په خوښه کى بايد ښه غور وکړو ، ځکه داسې بروډر خوښ کړاى شي چې مناسبه بيه ولري او هم دا په نظر کې ونيسي چې مونږ د کومي انرژي لرونکي يو ، که ګيس موجود وي نو د ګيسو او که د تيل موجود وي د تيلو او که برق موجود وي نو برقي بروډر بايد خوښ کړاى شي.

د تودوخي درجه
عمر په هفتو   د بروډر لاندې     د بروډر څخه دباندې
۱                      ۹۵-۹۰                  ۸۵-۸۰
۲                     ۸۵-۸۰                   ۸۰-۷۵
۳                    ۸۰-۷۵                    ۷۵-۷۰
۴                                                    ۷۰
۵                                                   ۶۵
۶                                                   ۶۵

مارکيتنګ:
غوښين چرګوړو ستندريدو کيفيت
ددې لپاره چې زمونږ حاصلات بازار ته ښه وړاندي کړاى شو نو لاندې ټكي بايد په نظر کي ونيسو،
۱- د ژوندي برويلرز چرګوړي ظاهري شکل او روغتيا
۲- د پښو او بڼو وضع
۳- د بدن جوړښت
۴- د عضلاتو وضع ( Brest angle meter)
۵- د غوړو اندازه د پوستکي لاندې
۶- عادي او بي عيبه وي
د کيفيت له مخي د چرګانو غوښه په لاندې دريو برخو درجه بندي کيږي.
۱- درجه A    ۲- درجه B     ۳- درجه C
د بازار له نظره قالب او شکل د عضلاتو وضع د مخکني درجه بندي په اساس تر سره کيږي ، يعني هر څومره چې سينه او رون غوښه زياته وي په همغه اندازه په پورتني درجه کې راوړل کيږي او هغه چې د سيني هډوکي يي کمزوري او وچ راوتللي وي په همغه اندازه يي درجه ښکته ده.

خرڅلاو ته د برويلرز غوښين چرګوړو اماده كول:
۱- حلاول : مخکې له دې چې حلال کړاى شي ، جاجوره يې د دانو څخه تشه کړاى شي . ددې مقصد لپاره دا به بهتره ده چې ۳-۴ ساعته مخکي دانه پرې بنده کړاى شي تر څو ججوره په مکمل ډول تشه کړاى شي، د ججور خواکي د کولمي هم بايد تشي کړايي شي که چيرى داسي غذا ورکړل شوي وي چى خپل ترکيب کى يى (نشايستوي) مواد لرل نو په داسى حالتو کى د ۷-۸ ساعتو پوري پرې غذا بنده کړاى شي او يوازي اوبه ورکړل شي. حلاول په چاقو او هم په ماشينونو سره ترسره کيږي خو څرنګه چې په افغانستان کې د ماشينونو نشتوالي دي نو دا به بهتره وي چي د چاقو څخه کار واخلو.
د ويني ټولول : د حلاولو سره د بدن په څخه وينه وځي او د بدن په وزن کې ۱۰٪ کموالي راځي. د حلاولو څخه وروسته په مخصوصو ډرمونو کې دا لاش اچول کيږي تر څو د بدن ټوله ويني يي بهر ته راووځي.
وينه بايد بيله وساتل شي ، ځکه چې وينه د پروتينو ښه منبع ده او مونږ کولاى شو چې ددې پروتينو څخه د جيره په ګډ‌ولو کې کار واخلو.
د بڼو ويستل : د حلاولو څخه وروسته هر څومره چې بڼي مخکي په اساني سره ووځي او هر څومره چې وخت تيريږي نو ستخوالي په کې راځي چې په اساني سره تر بڼي نه راووځۍ. بعضي ځايو کې بڼي په وچ شکل له بدنه راوباسي او بعضي مرطوبو طريقو سره.
مرطوبه طريقه : اوبه د ۱۹۰-۱۸۰ فارنهايته د تودوخې په درجي سره ګرموو او لاش ور غوټه کوو تر څو د بدن بڼي يي نرمي شي او په اساني راووځي.
دويمه طريقه : اوبه د ۱۲۲-۱۳۰ فارنهايتو ګرمو اوبو کې د ۳۰ ثانيو وخت لپاره لاش په اوبو کې غوټه کوو.
د برويلرز غوښي يخول :  هر څومره چې زر امکان ولري د وينځلو څخه وروسته د چرګوړو داخلي تودوخي ۳۳.۸- ۳۵،۶ فارنهايتو په اندازه شي ، ځکه په دې وخت کې د برويلرز د غوښي د تودوخي درجه ۱۰۰،۴ فارنهايته   وي که چيرې غوښه به سرعت يخه نه کړايي شي نو ممکنه ده چې په غوښه کې داغونه پيدا شي، د بدن د تودوخي درجه د مقعد له لاري معلوميداى شي.
د تودوخي درجه د يخچالونو په واسطه ښکته راوړل کيږي.

د ګيډي خالي کول = د ګيډي تشول ضروري دي ځکه د وخت په تيريدو سره بد بوى پيداکوي نوددې لپاره لاندي ټکي په نظر کې ونيسو.
۱- هر څومره چې زر کيږي د کيډي اړخونه پاک کړاى شي ، ووينځل شي او د حرارت درجه ۳۲ فارنهايتو ته راښکته کړاى شي.
۲- د ګيډي اړخونه ۳ ساعته وروسته د بڼو ويستلو څخه صورت ونيسي او له دي وروسته ۳۲ فارنهايتو کي منجمد کړاى شي، او کله چې د ګيډي محتويات ويستل کيږي نو د ډاکټرانو له نظره يو ځل تير شي ځکه چي د کوم مرض د انتقال سبب ونه ګرځي.

http://www.tolafghan.com/petawona لومړى مخ