دپپايا PAPAYA  روزنه

سریزه:
  پپایا داستوایی اونیمه استوایی نباتاتوله ډلی څخه دی اومیوه یی په نړیوالومارکیټونوکې ډیره داهمیت وړده نوومې غوښتل چې په خپل گران هیواد کی دهغه دکرنی دامکاناتوپه باب دخپل سیمینارپه ترڅ کې کافی اندازه معلومات ولیکم هیله ده چې د لوستونکولپاره گټوراوداستفادی وړوگرځي اوپه پای کې د محترم استاد پوهنیارنورمحمد "ستانکزی "څخه مننه کوم چې ماته یی ددی سیمینارپه لیکلواوترتیبولوکی مناسبی لارښوونی وکړې .
په درناوی


زمری "الهام "

نباتي ځانګړتیاوې :  
د papaya علمی نومcaricapapaya  اود caricaceae په نباتي فامیل پوری اړه لری.داعقیده موجوده ده چې papaya دجنوبی مکسیکوڅخه سرچینه اخستی اواوس دنړۍ په مختلفـوبرخوکې شتون لري.داستوایی,  
tropical اوsubtropical  نيمه استوايي سيمو دميووله جملې څخه ده. د قوی ودې اود میوې دتولید لپاره نوموړې میوه له تود اقلیم سره توافق کړی. دpapaya  ونه یودقیق
اقلیم ته چې سوړنه وی اړتيا لری ،دسپکی سړی هواپه واسطه ونې اغیزمنې کیږی .كه سړه هواصفر درجه وی او ډیروخت دا حالت دوام ومومي د نبات دمړينې سبب گرځی. نوموړی نبات په نړۍ کې په
مختلفـونومونویادیږی. دا نبات په خاصه توگه په استرالیا اودویسټ
 اندیزپه ځینوټاپوگانوکې دpapaw  یا pawpaw په نومونوسره یادیږي.
انگلیسی کی دtree melon  په نامه سره یادیږی دغه نبات عموماًاواشتباها ًد ونې نسبت ورته کیږی اوپه صحیح توگه دیوې غټی اندازی واښه وزمه بوټى دی چې لومړي کال کې 1,8~3m وده کوي وروسته له 6~9m پورې وده کوی اویوه منځ خالی شنه یاتیره ارغوانی رنگې د 30-40cm په قطراویاله دې څخه هم ډبله تنه په قاعده دنبات کې تولیدیږی اودلویدلوپاڼودزخمونوپه واسطه ځیږشکل غوره کوی ددغی ونی پاڼی دنبات له پورتنی برخې څخه په مستقیم ډول دمارپیچ په شکل افقی ته نږدې دپاڼوپه لکۍ له 30-105cm  په اندازه اوږدمنځ خالی اوبه لرونکی شین یا لږوزیات ارغوانی رنگی راوځی پخپله پاڼه په ژوره توگه
له5-9  برخوباندی ویشل شوی بیاهره برخه په غیرمنظم ډول په نوروفرعی برخوویشل شوی اودا هره غیرې منظه برخه له
30-60cm پورې دپراختیا له مخې توپیرکوی اوراوتلی زیړرنگه خطونه
اورگونه لری دپاڼې عمرله 4-6  میاشتوپورې دی دواړه  ساقه اوپاڼی په پراخه
اندزه سپین شیدې﴿latex﴾ لری گل یی پنځه گل پاڼی لری اوغوښین غوړپیچن اویوڅه اندازه ښکلی بوی لری ځینی ونی یی یواځی دوړوکې
تأنیث آلی لرونکی ﴿ښځینه﴾غوړپیچن﴿مومی﴾اوسپین دشيدو رنگه گلان تولیدوی اوځینی یی کامل ﴿perfect﴾چې مذکراومؤنث تناسلی آلی لری سپین رنگه ،روڼ زیړانترونه لری اووړکی تنه گۍ لری، تولیدیږي اوځینی نوریې یواځی نر گلان ﴿staminate﴾ داوږدوڅانگوپه شکل چې له
﴿1,5-1,8m﴾ اوږ وی تولیدوی حتٰی امکان لری چې monoecious ونی هم ولری چې نرینه اوښځینه گلان په یوه ونه کې په جلاجلا توگه
موجودوی .
ځینی ونی په ځینی فصلونوکې تنها دوړوکی تنه گی لرونکی نرینه آلولرونکی گلان تشکیلوی دغه تناسلی تغیرات داوړی په نیمایی کې دلوړې تودوخې په نتیجه کې په موقتی توگه واقع کیدلای شی. یـوشمیرونې
اوټولی نرارينه ونی ځینی وختونه دگلانودڅانگو﴿وږي﴾په سرکې واړه ښځینه گلان تشکیلوی اودغه په غیری عادی توگه اوږدې نرۍ میوې تشکیلوی نرینه اوHermaphrodite ونې وروسته له سرپرې کولوپه مکمله توگه په ښځینه ونوبدليداى  شي. دPapaya  میوه دخټکي په شکل بیضوي شکله ﴿Oval﴾ اوگردوالي ته نږدې ده له 15-50cm پورې اوږدوالى لري اوله 10-20cm ډبل والى لري اووزن يې تر9kg  پورې رسيږي
داميوه نیمه وحشی ﴿Semi wild﴾ ده. طبيعي ونی ییپه واړه اندازه میوه تولیدوی چې اندازه یې تقریباً ﴿2.5-15cm﴾ پورې وی اوپوټکی یې غوړلرونكى﴿مومی﴾ اونری خوپه مناسبه اندازه کلک وی کله چې میوه شنه اوخامه وی په زیاته پیمانه شیدی ﴿Latex﴾ لری اوکله چې میوه پخه شی نوباندنۍ برخه یې روڼ یاپوخ زیړرنگ غوره کوی اوډبل دیوال د اوبه لرونکی اوغوښینې برخی ښکلی بوی پیداکوی چې زیړنارنجی یاسورته مایل رنگ لری اومزه یی ډیره خوږه وی
تخمونه یې دسپینون نرموتاری انساجوپه واسطه چې تور رنگ لری اواوږوالی یی5mm  ده نښلیدلی دی اودخلا طینی مادی په واسطه پوښل شویدی
تخمونه یی دمرچ دتخمونوپه شان دی

سرچینه یا﴿Origin﴾:
څرنگه چې  په صحیح توگه ددې نبات سرچینه اواصلی ځای ندی معلوم خوبیاهم داعقیده موجوده ده چې دا نبات داستواٴیی امریکا څخه چې كيداى شي  له جنوبی مکسیکواودهغه همسایه مرکزی امریکا څخه سرچینه  ولری
له همدغه ځای څخه خپورشوې داخبره حقیقت لری چې ددغی ونی تخم
Panama ته وړل شوی اوبیادDominica  جمهوریت ته له 1595 م څخه دمخه اووروسته جنوبی اومرکزی امریکا په ټولوبرخوکې اوهمدارنگه په جنوبی مکسیکو ویسټ ندیزاوBahama  ته خپورشوی دى ،په كال1616 م کې Bermuda  ته خپورشوی .دهسپانویانوپه واسطه ئی تخم فلپـین ته په كال1550 م کی رسیدلی اوله هغه ځای څخه ئی ملیشیااوهندوستان ته خور شوى. اوله هندوستان څخه ئی تخم په 1626 م کی نیپال ته تخم لیږدول شوی اواوسPapaya  دزړې نړی﴿افریقا﴾ په ټولواستوائی سیموکې کرل کیږی همدارنگه دآرام سمندرپه ټاپوگانوکې اودنړی په ډیروتودوسیموکې په طبيعي توگه دکرلولپاره تیاره ده .همدارنگه ددې نبات تخم Florida ته له Bahama  څخه په غالب گومان وړل شوی  تر1959  م کال پورې papaya  په عمومی توگه په جنوبی اومرکزی Florida  کې په کورنیوباغچواوپه لږه پیمانه په تجارتی توگه روزل کیدل.وروسته له هغه دPapaya  طبيعي دښمنانو﴿ حشرې، ناروغۍ اوآفتونو﴾ دپام وړکموالی دنوموړی نبات په کینولوکې راوست. همدارنگه په Puertorico  کې لس کاله ترمخه له هغه چې په Florida  کې صنعتي چاری رامنځ ته شوې عینی کمښت دنوموړي نبات رامنځ ته شوی وٴ، ولی له ناروغيو اوآفاتوڅخه ساتل شوی نباتات اویو څه تجارتی ساحی دمیوی دتولید جوگه اودډیرعمرڅښتنې وې ددې نبات تجارتی تولید په کامیابی سره نن ورځ په هوائی استوائی افریقا فلپین انډیا سیلون ملیشیا اواسترالیا کې یوه برخه دپراخه خپریدنی ئی کیږی خو په وړوکی پیمانه په جنوبی افریقا ا ولاتین امریکا کې کیږی په هوائی کې دPapaya  کلنی مصرف دهرنفرپه سر﴿6,8kg﴾ ده
 او26  ملیونه پونډه تازه میوی ئی دهوائی له لیاری څخه دامریکا متحده ایالاتو ته په 1974 م کی لیږدول شوې وه. ددغه نبات دBisexual  گلونومیوی ئی اوږدی ا و دکمی تخمی خلالرونکی وی اوډبل پوټکی لری ،انتقال ئی په تجارتی توگه آسا نه وی په داسی حال کې چې دښځینه گلانومیوی ئی گردې بیضوی شکله وی اونری پوټکی لری نوپه دغه لحاظ دBisexual  گلانولرونکی میوی په ځینوسیموکې زیاتی خوښیږی مګرپه جنوبی افریقا کې گردبیضوی شکله میوی ته ترجیح ورکول کیږی

دپپایاغذائي ارزښت :
 پپایاداوسپنې،کلسیم،ویتامین B A اوC  ډ یرغنې منبع ده همدارنگه  زيات شمير منرالونه اونور د اړين غذائی مواد ولري.

دPapaya  ورایټیانی( varieties)
-1  solo دغه ورایټی نرینه ونی نه تشکیلوی یوازی ښځینه ونی ﴿چه گردجرۍ لرونکې میوه لری﴾ اوBisexual په عینی تناسب سره ﴿چه میوه ئی ناک ته ورته ده ﴾ تشکیلوي دمیوی وزن ئی ﴿1.5-1 kg﴾ پوری ده اودکیفیت له لحاظه ډیره اعلٰی ده کله ئی چې میوه پوره پخه شی نری پوټکی ئی نارنجی زیړاوغوښینه برخه ئی طلا ئی نارنجی ته بدلون مومې  اودخوند له اړخه ډیره خوږه وی

2-Kapoho solo  دغه ورایټي دPunasolo  په نامه هم یادیږی اوپه Kauai  نومی ځای کې د كال 1950 م څخه دمخه کشف شوې اودکروندگروترمنځ يې شهرت پيداكړى دى. په 1955 م کال کی ټیټ قدې یاDwarfsolo   چې دFlorida  د Betty  ورایټی اوsolo  دکراس څخه منځ ته راغلې، چې دمیوی لاس ته راوړنه ئی په آسانی سره کیږی اوپه Ouhu  نومی ځای کې  یوه تجارتی ورایټی ترینه جوړه شوه اوتر1974 م پورې یواځینۍ صادرونکې ورایټي وه ،میوه ئی ناکته ورته بڼه لری اووزن ئی 400-800  گرامه ده ،په هغوسیموکې چې زیات اورښت لری روزل کیږی .دمیوی پوست ئی زیړاودغوښینې برخی رنگ ئی پیکه زیړنارنجی دی.

 3-Waimanalo  چې دSolo line 77   په نوم هم یادیږی دغه ورایټی په 1960 م کې منځ ته راغلې اودمیوی دذخیرې عمرئی ډیرزیات دی نوځکه په تازه شکل اوهم دپروسس په شکل ورځينې استفاده کیدای شی .په هغوسیموکې چې کم باران  لری کرل کیږی.کروند گرئې Bisexual  ونی کینوی ځکه هغوی عقيده لري چې ښځینه ونی ئی ډیره زیږه میوه تولیدوی
4-Higgins  چې د Line 17 A په نامه هم یادیږی. دکراس په نتیجه کې منځ ته راغلې دمیوی کیفیت ئی ډیرښه دی د میوې شکل ئی ناک ته ورته دی دمیوی پوست ئی زیړاودمیوی وزن  په منځني ډول 0.45kg  دی. کله چې داوبولګولوڅخه لاسته راغلې وی زيات وزن لري. په كه اوبه لګول په لږه اندازه تر سره شوي وي د ميوې وزن هم كم وي.

5-Wilder  چې د Line 25  په نامه هم یادیږی . یوداسې کلټیواردی چې Size  یا اندازه ئی یوشان ﴿Uniform﴾  اوقوی Firmness اوخلا Cavity  ئی کمه وی اواوس محال دصادرولولپاره مشهوره شوی
6- Hortus gold دجنوبی افریقا دورایټي ګانوله جملې څخه ده چې د1950 م په لومړيوكښې پیژندل شوې او Dioecious ده .میوه ئی زرپخیږی ﴿Earlymature﴾ ده .میوه گرده بیضوی شکله اورنگ ئی طلائی زیړاووزن ئی0.9-1.36kg  پورې ده دhortusgold  دورایټي څخه  200  ښځینه ونی دNatalis ukuling  پوهنتون په تحقیقاتی فارم کې په 1960 م کې وکرل شوی اودلوړحاصل لرونکې ونی انتخاب اوClone  شوی یوکلون چې زیاته قندی مواد اودناروغيوپه وړاندې يې ښه  مقاوم درلود، انتخاب اودHoney gold  نوم پری کیښودل شود .دغه کلټیوارمیوه په ورستۍ برخه کې مښوکې ته ورته جوړښت لری اوپوټکی ئی طلائی زیړاوخوږخوندلری .ترکیب ئی ډیرښه دی خوکله چه له حدنه زیاته پخه شی نوډیره نرمه اوبولرونکی شی. په اوسط ډول وزن ئی1 kg   ده دغه کلټیواردتخم څخه اصلی نوعه نه ورکوی نوځکه په قلمې یا Cutting سره تکثیریږی اومیوه ئی زرنه پخیږی
Late maturing ورايټي ده. دمیوی دپخیدوپورې تقریباًً10  میاشتی نیسی نوځکه دمیوی قیمت ئی  دوه برابره ده.
7-Bettina  او Peterson دGueens land  داسترالیاورایټی دڅونسلونوGeneration  لپاره په خپله گرده القاح کیدله ﴿Inbred﴾ ئی کړله ترڅوخالص لاین لاسته راوړی اوBettina چې دFlorida    د Betty  ورایټی او Guees land هایبریډ ده ټیټ قدلرونکی ونه دبوټی  Shrub  شکل لری  Dioecious  ده میوه ئی ښه رنگ اوگرد بیضوی شکل لری
اووزن ئی له ﴿1.36-2.27kg ﴾   پورې رسيږي.
8-Improvedpeterson :دایو Dioecious  اولوړقدې ونه﴿Tallgrowing tree ﴾ تولیدوی دمیوی رنگ ئی دپام وړنه دی چې دکیفیت ساتنه ئی وکړای شی خودپوست دنرموالی اودغوښینې برخی دخوند په لحاظ داهمیت وړده په 1974 م کې
Betlina 100A له Peterson 170  سره کراس شوه اومیانه قدی ورایټی ئی ﴿Semidwarf﴾ چې Hybrid  No .5 باندی یادیږی لاسته راوړه چې میوه ئی گرده بیضوی او 1.36kg  وزن لری اوغوښینه برخه ئی ډیره ضخیمه ده،خوند ئی هم ډیر ښه ده دمارکیتنگ له پلوه ئی جایزه هم وړې ده چې په تازه اوقوطیوکې دپراسس په ډول ترینه کاراخیستل کیږی اوډیره زیاته میوه نسبت خپلومورنيو بوټوته تولیدوی په غربی استرالیاکې وروسته د ﴿9﴾ کلتیوارونودامتحان څخه چې هغه Hybrid No.5 ,Peterson  ,Yarwunyellow, Goldcross, Goldy, Hongkong, Guineagold, Goldensurprise,   اوSunnybank  وی یواځی Sunnybank  اوGuineagold  دکافی اندازی حاصل اودکیفیت له لحاظه انتخاب شوی چې په تجارتی ډول وکرل شی –دSunnybank  میوه په اوسط ډول1.39  پونډ وزن لری اویولس میاشتې ميوه نیسی .میوه چې پخه شی اودGuineagold  دمیوی وزن په اوسط ډول 2.4  پونډه اووروسته له 18 میاشتوئی میوه پخیږی

9- : Pusadelkious  چې دPusa 1-15  په نامه هم یادیږی میوه ئی متوسطه ده غوښینه برخه ئی ژوره یعنی زیاته ده اونارنجی رنگ اوښه خوندلری.ښځينه او Hermaphrodite دواړه ډوله ونی لری

10- Pusamajesty چې دPusa 22-3  په نامه هم یادیږی میوه ئی گرده اومتوسطه ده.غوښینه برخه ئی زیړبخونده اوکلکه ده
زيرمه اوانتقال ئی اسانه ده د Vinis په مقابل کې مقاومت لری اوHermaphrodit  ونی ئی د ښځینه ونوڅخه زیات حاصل تولید وی

11- Pusagiant  چې دPusa 1-45V   په نامه هم یادیږی اومیو ئی غټه ده اوپه پاخه ډول مارکیټ ته دوړلولپاره برابره ده دسابه په ډول په شینوالی کې هم استعمالیدای شی همدارنگه دقوطی کولو﴿Canning﴾ لپاره هم ښه ده . ونه ئی Dioecious  ده ډیره چټكه وده لری اوغټه دقوی تنی لرونکی ونه چې دباد په مقابل کی مقاومت لری تولید وی

12- Pusadwraf چې دPusa 1-45  په نامه هم یادیږی میوه ئی گرده اومتوسط سایزلری ونه ئی ټیټه اوکله چې 10-12  انچ په اندازه شی دمیوی په تولید پیل کوی . دکوراوتجارتی کرنې له پلوه ډیره تقاضایا﴿Demand﴾ لری .په لږساحه کې دډیروونودپرځای کولوله پلوه ډیره داهمیت وړده 13- Carif tora دغه کلټیوارپه دانږدې وختونوکی اودفلوریډا د پوهنتون په واسطه انکشاف ورکړل شوی اومیوه ئې گرده اوغوښینه برخه ئی تیزه زیړه یاروښانه نارنجی رنگ لری داففایاد﴿Ringspotvirus﴾ په مقابل کې مقاومه اودMosaic virus  اوApicalnecrosisvirus په مقابل کې حساسه ده .په جنوبی فلوریډاکې اوټیټوتودو سيمو کې ئی داستوائی امریکاښه حاصل ورکړی .له 800 m  دبحرڅخه په لوړه ارتفاع كښې ښه حاصل نه ورکوی 

13-sunrisesolo : چې دHAES 63-22   په نامه هم یادیږی له Hawaii څخه puertorico  ته وړل شوې. میوه ئی شیرچائی غوښه لری اوډیره کلکه ده په  Puertorico کې ئی تخم دنومبرپه نیمائی کې کرل کیږی اودوه میاشتی وروسته ئی نهالی پټیوته انتقال کیږی په اپریل میاشت کې گل کوی اوداگست له پیل نه ترجنوری پورې ئې میوه پخیږی. .دپورتوریکودنوی نسلگیری څخه ئی6-56.  . R.P چې وختی میوه پخوی اوP.R. 7-65  چه وروسته میوه پخوی همدارنگه P.R. 8-65  هم چې Late variety  ده لاسته راوړل شوې، ورايټي ده.

گرده افشانی ﴿pollination﴾
که په papaya  کې په پوره ډول گرده افشانی صورت ونه نیسي نوډیره کمه میوه به ونیسی اومیوې به ئی یوه بڼه لرونکې﴿Uniform﴾ نه وی نوددې لپاره دلاس گرده افشانی﴿Handpollination﴾ سپارښتنه په تجارتی توگه دهغوونولپاره چې ټولې Bisexual  یاHarmaphrodite نه وی، کیږی. کڅوړې که کاغذی وی که پلاستکی اویانورې دBisexual  دگلانوغوټۍ پکې دڅوورځولپاره تړل کیږي. ترڅومطمئن شوچې دوی Selfpollination دی هغه ونی چې ددغوSelfpollinated  Bisexual گلانودتخمونوڅخه منځ ته راځی 67% ئیBisexual  اوپاتی نوری ئی Female یاښځینه ونی وی ددی لپاره چې ښځینه ونی ئی د Crosspollination پواسطه القاح کړویویا دوه نرینه آلې ﴿Stamens﴾دBisexual  گلانو ځینی را اخلواودا د ښځینه گلانوپه Pistil باندی په داسې حالت کې ږدوچې دغه ښځینه گلان نږدی خلاصیدونکي وی اوبیاپه یوه کڅوړه کې همدغه ښځینه گل دڅوورځولپاره تړو زیا تره له دغوکراس شووگلانوڅخه بایدمیوه ونیسي اوله همدغوگلانوڅخه لاس ته راغلی تخمونه به نیم ښځینه اونیم Bisexual ونې تولیدکړي یاپه بلی طریقی سره ټول د شاخونودڅوکودگلانوغوټی دگل دلکۍ ﴿Stalk﴾څخه لرې کوي اویواځی یوگل په کڅوړه کې یویادوه ورځې مخکی له خلاصیدوڅخه تړوکله چې په پوره ډول خلاص شی Stigma ئی دانتخاب شوی نرینه گل په گردې سره گرده افشاني اوپه چټکی سره بیرته دکڅوړی پواسطه د7  ورځولپاره تړل کیږی دالقاح شووښځینه گلانوڅخه په دغه طریقه کی 50% نرینه او50% ښځینه ونې لاس ته راځی  
اودBisexual  القاح شووگلانوڅخه چې دنرینه گلانوپواسطه القاح شوی وی ⅓ ئی ښځینه او⅓ ئی Bisexual او⅓ ئی نرینه وي.
په سهیلي افریقاکې دPapaya  کروندگرپدې هڅه کوي چې دلاس گرده افشانی ﴿Handpollination﴾ پواسطه دنسلگیري په یوه انتخاب شویStrain﴿ دکلټیوارنه ښکته اود Genotype نه پورته واحد په بوتانیکی طبقه بندۍ کې دی ﴾ کې داسې خواص راټول اووساتی چې الوانی ﴿ارغوانی﴾ تنه زیړگلان اوسره غوښه ولری اودمعمولی Strain  سره به چې غیرالوانی تنه سپین گلان اوزیړه غوښه لری دتشخیص وړوي

اقلیم﴿Climate﴾ :                
  Papaya داستوائی اونژدې استوائی سیمو  نبات دی دFrost  په مقابل کې ډیرحساس دی ﴿Frost sensitive﴾  داستواخط ﴿Equator﴾ څخه 32  درجې شمال او 32 درجې جنوبي سیموپورې محدود دی اوډیرباران یااوبه خورته اړتیالری خوبایدځمکه ئې ښه ذهکشی ولری د48  ساعته لپاره داوبود رید ل دPapaya  دونې دمرگ سبب گرځی دډیرلږوخت لپاره د ﴿-0.56﴾ درجې دسړې هواسره د مخامخ کیدلوپه صورت کې زیانمنه کیږی اوداوږد وخت لپاره ئی سړه هوا له منځه وړی .

 خاوره ﴿Soil﴾:                           
په سپکوسوری لرونکویعنی Porous Soilsاودعضوی موادوڅخه مشبوع خاورې دPapaya  د ودې لپاره غوره بريښي. همدارنگه دچونې په ډبرو﴿Limestone﴾  ا و چونه لرونکوخاورو﴿Marl﴾ اونورومختلفوخاوروکې چې په کافی اندازه ئی ساتنه وشی وده کولای شي اوروزنې لپاره ښه PH له 5.5 څخه تر6.7 پوری دی. ډیرې تیزابی خاورې دچونی په واسطه چې له 1-2  ټنه په یوایکریا 2.4-4.8  ټنه په یو هکتارکې اچول کیږی اصلاح کیدلای شي دعضوی موادوڅخه غنی خاورې کې papaya  ډیره ښه وده کوی اوزیاته میوه تولیدوی خو کیفیت دمیوی ئی ټیټ وی .

  تکثیر﴿Propagation﴾ :
پپایا په عمومی توگه دتخم په واسطه تکثیریږي .دتخم نیښ وهل له 5-3 اونۍ وخت نیسی د5-3  اونیوکې دتخم نیښ وهل په ډيره چټکۍ د نیښ وهلوکې شمیرل شوی اوپه د سرعت سره لږتخمونه نیښ وهی اود تخمونوپه مینځلوسره ئی دنیښ وهلوفیصدی زیاتیږی
له وروسته مینځلوپه فنجی مرگي دوا﴿Pungicide﴾ سره ککړیږی ترڅودنهالیود یومخیزه مړینی یا﴿Damping aff﴾  مخه ونیول شی هغه تخمونه چې په ښه توگه تیارشوی وی ددریوکلونو لپاره ئی زیرمه کولای شوخودعمرپه زیاتید وسره ئی د نیښ وهلو ﴿Germination﴾ فیصدی ټیټږی تخم د15  دقیقولپاره په تودو اوبوکې چې 70  درجی تودوخه ولری اوبیاپه مقطرواوبوکې دپستولولپاره که واچول شی دزیرکه کولووروسته ئی دنیښ وهلو فیصدی زیاتوی. که د نیښ وهل په ځینوموسمونوکې کم وی جبریلیک اسید ته اړتیالیدل کیږی ترڅودهغه په واسطه د تخمونه نیښ وهلوته چټکتیا ورکړل شي د یوی خاصی وراټی لپاره چې مطلوب خواص ئی په نوروکې په عین ډول وی یاپه بل عبارت دکلون لپاره دAir layering  پواسطه په بری سره دپپایا ونه تکثیرکړی اوطریقه ئی په دی ډول دی چې د ټولوځوانوپورتنیو ښاخونودفلویم یاپوستکی څخه یوه کړۍ لرې کیږی یعنی د Girdling عمل پکې سرته رسیږی وروسته لدې چې دمیوې لمړنی تولید وکړي Air layering  پکې کیږی کله چې مورنۍ ونه ډ یره غټه شی نودمیوې د ټولولودآسانتیالپاره پاسنۍ برخه دونې پریکووچې په دې سره د تنې دپاسه نوې زخې راپیداکیږی اودهغه څخه د4-6  اونیوپه موده کې نوی تیغونه دهوائی لایرنگ لپاره لاس ته راځي چې وروسته بیا دغه ښاخونه لایرنگ کیږی. دقلموپه واسطه تکثیر په سهیلي افریقا ﴿South africa﴾ کې تمرین شوی په خاصه توگه په امتحاني یاځيړنيزو مطالعاتوکې ترڅودځینوکلونونوترمینځ دتنوع یاجنټکي بد لونونو ستونزه له منځه یوسی .دنرمولرگیود﴿Soft wood﴾ قلمی به په منځنی اوړی کې کرل کیږی اوډیرې زرریښی باسي پا راتلونكي اوړی کې ډ یره ښه میوه ورکوی په مني اوپسرلي کې ئې قلمې په ځنډ سره ریښې باسې اوناقصې وی. د﴿Heney gold ﴾ تجارتی کلټیواردقلمې په واسطه تکثیرکیږی اوکله چې قلمې ئې ریښې ونیسي په پلاستکی کڅوړوکې کینول کیږی
اوبیاپه سیوری ځای کې مخکې له وړلوڅخه پټیوته دکلکولولپاره کیښودل کیږی دهوائی کارکوونکوداجوته کړی چې غټ ښاخونه چې د60-90 cm  په اندازه اوږدوالی ولري دوړوقلموپه نسبت ډیرې زراواوږدې ریښې تولیدوي چې 30cm  په ژوروالي په بارانی موسم کې د ځمکی سطحی ته ډ یرنږدی دڅومیاشتوپه موده کې میوه ورکوی همدارنگه دBudding  په واسطه هم تکثیر کیږی چې دChipbudding  اوForkerl   طریقی په بری سره پکې سرته رسیږی خوبیاهم په غیرزوجی توگه انتخاب شوي Strain  ډ یرزرله منځه ځي اوله 4-3   نسلونووروسته دگټې وړنه وي. په هوائی کې دDwarfsolo   دپاسه ئې دGrafsolo  طریقې په واسطه پیوندکړه چې دsolo  ورایټی ودې اوحاصل دواړه ئی کم کړل خوکله چې دSolo  دپاسه Dwarfsolo  گرافټ شوه نونتیجه ئی برعکس وه په د وروستیوکلونوکې دPapaya  دانتخاب شویو Strain تکثیرد  Tissue cultureپه واسطه پراختیاموندلې اود د ې خبری زیری ورکوي چې دتجارتی اعلٰی سټرینونودتکثییر قابلیت هم لري همدارنگه په قوریه کې دنارینه ،ښځینه اوBisexual  دمعلومولولپاره په هندکې دنوموړي نبات دپاڼودشیرې رنگه مواد امتحان شوي چې پد ې سره 87% دښځینه او67% دنرینه اوBisexual  په پیژندلوکې بریالې شویدي

دنیالگیوکینول﴿Planting of seedlings﴾ :
دنیالگیوکینول دکال په هرموسم کې دچاپيريالي شرایطوپه پام کې نیولوسره چې په مطلوب وخت کې حا صل ورکړى کیدای شي. دسهیلی افریقاپه ډیروتودوسیموکې له9-6 میاشتوپه موده کې دتخم څخه زرغون شوی دpapaya نیالگی دحاصل ورکولولپاره چمتوکیږی اوله دې نه لږڅه سړوسیموکې د11-9  میاشتوپه موده کې دحاصل ورکولوته چمتوکیږی چې ددی کارموقع برابروی چې په مارکیټ کې دنرخونوپه لوړیدوسره دPapaya  حاصل تیارکړو.هغه تخمونه چې داوړي په سریامنځ کې کرل شوي وی دوهم کال په ژمی کې به مونږته حاصل راکړی اوهمدا نیالگی به خپله میوه له پسرلی نه داوړی ترلومړیو پورې پخه کړي.
په ژمي كښې د پاڼو ريژيدل دلمرپه واسطه د میوه سوزيدو سبب ګرځي. اوهمدارنگه د میوې دداغ كيدواودقندی موادو دکموالی سبب گرځی. دمیوی هغه اړخونه چې لمرته دغرمی په وخت کې مخامخ وی دسپین رنگه موادوپه وسیله دلمردسوځولو څخه ساتلای شوځینې بزگران دلاس په پواسطه نوې جوړی شوی میوې لرې کوي چې دغه کارونه دې ته هڅوی چې له 8-6  اونیو وروسطه بیاگل وکړی اومیوه تولیدکړی چې داکارهم دلمرسوځونې په مخنیوی کې مرسته کوي ځکه چې نوې پاڼی تولیدوی په سهیلی فلوریډاکې دمارچ یااپریل په میاشت کې دPapaya  ونې میوه نیسی دامیوه په نومبریادسمبرکې پخیږی چې دسیلانیانودراتگ له پلوه ښه خر ځلاولری په همدغوسیموکې هغه ونې چې دجولای په میاشت کې کینول شوی وی دژمی پواسطه به ئی دمیوې تولید وځنډیږي اوتر10  میاشتویاله دینه هم زیات وخت پورې به میوه ونه نیسي. ځینی بزگران په دغوسیموکې ددې طرفداردي چې په سپتمبراواکتوبرمیاشتوکې نیالگی کینوي ترڅومیوه ئې مخکیېدتیزې سیلۍHurricane  دراتلوڅخه مخکی چمتوشی اودهمدغې سیمې په شمالي برخوکې بایدنیالگي په مارچ اواپریل کې کینول شي ترڅودسړی هوا﴿Frost﴾ څخه دمخه خپله دضرورت وړوده سرته ورسوی.

 دونوترمنځ فاصله ﴿Spacing﴾ :
دpuerto rica  په تجرباتي نتایجوکې ښودل شوي چې هغه ونې چې د﴿1.8m﴾په فاصله یوله بل څخه لرې کینول شوې وي ډیره قوی وده ئې لرله اوډیره میوه ئی هم تولید وله نسبت هغوته چې له یادې شوې فاصلی څخه نږدی کینول شوې وي. ځینی کروندگر پدې خبره ټينګارکوي چې فاصله باید﴿2.4m-2.4m﴾ وي. په هند کې د﴿co.1﴾- ﴿co.2﴾ او﴿Solo﴾ ورایټیانی د1.2m  په فاصله یوله بل څخه لرې کینول کیږي . په Queensland  کې د1m  په اندازه په هواره ځمکه کې کینول کیږی اوبیاوروسته له گل کولوغیرمطلوب ونې
رنگړۍ کیږي.

کرنه ﴿Culture﴾ :
   تخمونه په مستقیم ډول په پټیوکې کرل کیدای شي اویاهم هغه نهال چې په قوریه کې یاگل لوښو کې تربیه شوي د6  میاشتووروسته پټیوته انتقالیږي .دانتقال په وخت کې باید ډیراحتیاط وشي چې نهال زرترزره کینول شي اودضایع کید لو امکانات ئې دریښی په وچیدواوتاوتاوکیدلوسره زیاتیږي. دانتقالولوعمل ټاكل شوسيموته  دتنی دکږیدوسبب کیږی په پورتوریکوکې چې کومې تجربی شوې داڅرګندوي چې هغه ونې چې په مستقیم ډول دتخمونودکرلو څخه په خپل اصلی ځای کې تولیدشوې وي داصلی ریښې ﴿Tap root﴾ وده ئی ډیره ژوره اونهالي ئې ډیره ښه مستقیم عموده اوقوی وده لرله اوډیرژرپه گل کولواوحاصل راغلي په پورتوریکوکې دا رواج ده چې په یوه کیندل شوې کډې کې دوه نهال ږدي په Elsalvador   کې کرونده گرله 5-6  تخمونه په یوه کډي په جلاجلاتوگه د1cm   په ژوروالي ږدي کله چې ونې گل وکړې 90%  نارینه ونې لرې کیږی په داسې ډول چې دځمکی له سطحي سره ئی پرې كوي اوله بیخ نه ئې نه باسی ځکه چې دپاتې شوونهاليوریښې خرابوی که دنهالیوپه کینولو کې فاصله ورکول شی اودنارینه ورایټي ګانوپه واسطه دکراس گرده افشاني امکانات نه وی ټول تخمونه به ئې ښځینه اویا هرمافروډایټ وی. میوه بایدله 5-8  میاشتووروسته پخه شي. په هندکې عمومًاتخمونه په فنجی مرگي ﴿Fungicide﴾ درملو سره ککړیږی وروسته په بسترونوکۍ کرل کیږی چې دغه بسترونه دځمکی دسطحی څخه د15cm  په اندازه لوړدعضوی موادوڅخه ماړه اوضد عفونی شوی وي اوتخمونه د5cm  په فاصله اود2-3cm  په ژوروالي کرل کیږي دقطارونوترمنځ  15cm  فاصله ورکوي  ،هره ورځ اوبه ورکول کیږی اودوه نیمی میاشتی وروسته چې نهالي د15-20cm  په ارتفاع غټ شي دانتقال عمل دبسترونوپه نسبت دپلاستکي کڅوړوپه واسطه چي ښیرازه خاوره ولری په ډیربریالیتوب سره سرته رسیږي. په پلاستیکی کڅوړوکې دوه تخمونه کرل کیږی اوکله چې وټوکیږي نوپیاوړى نهالی پریښودل کیږی اوضعیف نهالی ورنه ایستل کیږي.
دانتقال عمل په مازدیگریاماښام اویاداسې ورځ کې چې وریځ وي اویامرطوبه ﴿Damp﴾ وي ښه دی .که دنهالی انتقال په گرموورځوکې وشي نهالی بایددپاڼې لرونکوښاخونولکه دخرماښاخ په واسطه وساتل شي. په استثنادCoorghoneydew  اوSolo چې دری نهالی ئې د15cm  په فاصله دعضوی موادوڅخه غني کډیوکې کینول کیږي وروسته له گل کولویوښځینه یا  Hermaphrodite نهالی پریښودل کیږي اودوه نورئې لرې کیږي .دهرولسونهالیولپاره یونارینه نهال پریښودل کیږی اوهره ورځ نهالیوته اوبه ورکول کیږی ترڅوچې نهالی ښه ځان ونیسي .له حدنه زیاتی اوبه ورکول دځوانونیالگیولپاره تاوانی دی. دبادماتونکي په توگه دSesbania aegytiaca   ونې په جفتوقطارونوکې کینول کیږی دڅاڅکې اوبه خور﴿Dripirrigation﴾ پواسطه دپپایا روزنه دمایوئی ﴿Maui﴾ دنسبتاً وچې ټاپوپه غرنیوسیموکې چې دباران کلنی اندازه 25cm ده ممکنه کړې. د Papaya ونه دزیات حاصل لپاره ډیرې سری ته اړتیالريپه هندکې د250gr  نایتروجن لرونكې سره ،250gr  فاسفورس لرونكې سره او500gr  پوتاشیم لرونكې سری هرې ونې ته هرکال په 6  وقفوسره ډیرې ښې نتیجې ورکړې. دپورتوریکو اگرانومستانودPapaya  دچټکې ودې اوحاصل لپاره ،همدارنگه دناروغيوپواسطه دنهالگیودعامه مړینی څخه دمخنیوى لپاره زیاتره Clay  خاوره دنیماتودمرگی ﴿Nematicide﴾ درملوپواسطه معالجه کوي اودنیالگیودکینولو په وخت کی هرنیالگي ته 113gr  د15-15-15یعنې N P k سره په اوله اونۍ کې ورکوي .وروسته هره میاشت په یاده شوې اندازه دسرې باندی 28gr  په دوهمه میاشت او5-6gr   په دریمه میاشت اوهمداسې دگل باسلوتروخت پورې 28gm  یاده شوې سره اچول کیږی..په پای کې اخرنۍ معالجه د227gr  سرې په ورکولوسره پای ته رسیږي په تجربوكې دسری دا لګښت دپورتنی پروگرام په ډول دپراسس لپاره دشنې میوی دشکولوشپږځله اجازه ورکړ ې ده.
چې هره میوه ئی نیم کیلوگرام وزن لرل د13  میاشتوپه موده کې ریښې دپاڼودساحي څخه هم زیاته پراختیاپیداکوي اوداسپارښتنه کیږی چې دریښی ټولې ساحی ته سره ورکول شي.
 
دمیوی راټولول ﴿Harvesting﴾ :
 دهوائي په تجرباتي مطالعوکې ښودل شوې چې دپپایاخوندپه اعظمي حدکې وي کله چې 80% دمیوې پوستکی رنگ ونیسي د محلی مارکیټونولپاره دژمی په میاشتوکې Papaya  پریښودل کیږی چې ښه رنگ ونیسی او وروسته بیاشکول کیږی.په اوړي کې دمحلی مارکیټونولپاره اوانتقال لپاره یواځې دزیړرنگ په ښكاره کیدلوسره شکول کیږی میوه باید دشکولوپه وخت کې په ډیراحتیاط سره وشکول شې ځکه دپوستکي په خرابیدوسره ئې دشیرې ﴿Latex﴾ دوتلوامکان وي چې دمیوی پوټکی خرابوي. په کورنیوباغچوکې بزگران په لاس سره میوه شکوی چې دونې دتنې دخرابیدوسبب کیږی خوپه تجارتی تولیداتوکې دیته ترجیح ورکول کیږی چې یوتیره چاقواستعمال شي دشکولووروسته ئې پاکوي اودقاعدې په طرف ئې هواره ږدي  حاصل yield  په عمومd توگه په عاموکینولونیالگیوکې هره ونه کې امکان لري چې له 2-4  میوې هره اونۍ پخې شي اوصحتمندې ونې چې ښې ساتل شوې وي ددې توان لري چې هر کال هره ونه په اوسط ډول 34kg   میوې تولیدکړي اوځینی ونې چې ډیرې کمی پیداکیږی تر136kg  پورې ئی هم په یوکال کې یوې ونې میوه تولیدکړی .په سهیلی افریقاکې ښاخ لرونکی ﴿Honey gold﴾ ورایټې چې 3-6m  لرې يو له بل نه کینول شوې وي هرې ونې په څلورم کال کې 100kg  میوه تولیدکړه یود1000  ونوباغ چې 1ha  ځمکه ئې پوښلی وه په مجموعی ډول 30 ton میوه ئې تولیدکړه دهوائی دټاپوپه غرنۍ سیمه کې په متوسط ډول په یوایکرکې 15ton میوه تولیدشوې. دPapaya
ونې دلومړنيودووکلونولپاره ښه حاصل ورکوي اووروسته په تدریجې ډول حاصل کمیږی نوددلپاره له  تجارتی تولیداتووروسته له 3-4 کالونونه ئی نورې ونې په ځای کینول کیږي دغټې ونی میوه په سختی سره ټولیږي.

د ونوبيرته  نويول Renovation of planting :
په  Trinidad اوTobago  کې هغه ونې چې ډیره وده ئی کړې وي اوزیاتی لوړې شوی وی دځمکې دسطحې سره ئی نږدی پرې كوي وروسته له پرې كولودا ونی نوي تیغونه وهي چې همدغه تیغونه د ودې لپاره پریږدي ترڅومیوه تولیدکړي. په Elsalvador   کې ونه وروسته له دری کلونومیوې ورکولوڅخه دځمکی دسطحی څخه دیومترپه لوړوالی دژمي په پیل کې پرې كوي اودیویپلاستکی کڅوړی پواسطه ئې نغاړي ترڅوله باران څخه وساتل شي .دتنې دخوسااوخرابیدلومخه ونیسی دڅوورځوپه موده کې زیات شمیر تیغونه له تنې څخه راوځی کله چې دغه تیغونه لهcm  30-20 وده وکړي ټول تیغونه ترینه غوڅوی يواځې يو  تیغ چې ډیره قوي وده ولری اودلمړنی غوڅ شوی سرځای نیسي.
 
دمیوې له راټولولووروسته درملنه :
دمیوې له شکولووروسته ميوې په 29.64c◦ تودوخې کې د48  ساعتونولپاره په لوړاتموسفیري لند بل کې، په کریټ دځاى پرځاى كولو ترمخه کیښودلای شو،ترڅورنگ ئې ښه شي دمیوې دخرابیدلوڅخه دمعیاری کنټرول دپاره هغه د20  دقیقولپاره په اوبوکې چې 49c◦ تودوخه ولری اچوواوبیائې دیخواوبوپواسطه مینځو.په هندکې دAureofungin  په 1000 ppm  محلول کې ئی غوټه کوي ښودل شوې چې دمیوې له شکولوئی وروسته دخرابیدلوڅخه په مخنوی کی ډیرآغیزمن بریښي. په فلپین کې دThiabendazole  درملنې 50% دمیوې خوساکیدنې مخنیوى وکړل .په 1979  کال کی دهوائی کارکونکووښودله چې دCarnauba Wax  او Thiabendazole محلول په میووباندې شیندل، دهغوى دناروغیوپه مخنوي کې مهم رول لرې.

افتونه  Pests :
یولوی گواښ په فلوریډا اووینزویلاکې یوډول غومبسه(غالبوزه)ده
 چې دPapaya   دمچ په نامه یادیږی اوعلمی نوم ئی Toxotrypana  curvicauda   ده ښځینه حشره په میوه کې هگۍ اچوي.
چې وروسته په لاروابد لیږي یواځې دغټ پوستکي لرونکې میوې له خپل دغه دښمن څخه په امن پاتې کیږي. په تجارتی لحاظ ددې حشرې مخنيوى ډیرستونزمن كاردی هغه کروندگرچې په کمه پیمانه دPapaya  ونې لري میوې ئې دکاغذي پاکټونوپواسطه پوښوي خوداکاربایدوختي وشی کله چې دگل ټولې برخې ولویږي اودمیوی لمړنی شکل ښكاره شي دکاغذی پاکټ پواسطه پوښل کیږي اودغه پاکټونه له 10 ورځونه تردوه اونیووروسته بایدبدل شي په ځای ئې نورپاکټونه وکارول شي همدارنگه داخبارونوڅخه هم کاراخیستلای شوځکه چې ډیرارزانه تمامیږی. په هندکې دا افت تر اوس محاله شتون نه لري.

ناروغۍ    Diseases:
دموزایک وایرس ﴿Mosiac virus﴾په فلوریډا ، کیوبا  پورتوریکو ، ټرینیډ یډ چې لمړی ځل په هوائی کې په 1959  کې ولیدل شو،ډ یرعام دی چې دشفتالودشنې شپږی چې علمي نوم ئی Mygus persicae  ده اوهمدارنگه دستروس د شنی سپږې چې علمي نوم Aphisspiraecola  ده انتقالیږي. ددغه وایرس دوه نوعی په پورتوریکوکې ریکارډ شوې چې یوډول ئی Southern coastpapaya mosiac virus اوبل ډول ئې Isabela mosaic virus  ده چې لمړنی ډول ئې دپاڼې شکل ته په شدت سره تغیرورکوي اودوهم ډول ئې دپاڼې شکل ته تغیرنه ورکوي. دمخنيوي لپاره ئی هغه ونې چې وایرس لري بایدلرې شی اووسوځول شې اوسپږې د كيماوي حشره وژونكو درملوPesticides  په واسطه له منځه یوړل شي .همدارنگه دCucurbitaceae دفامیل ټول غړي په دغوساحوکې ونه کرل شي. یوبل ډول وایرس دRingspot virus  په نامه په عینې طریقه خپریږی اومخنيوى ئې هم په عینی طریقه سرته رسیږی .
دMyco plasma په نامه یوه بله فنگسی ناروغۍ چې دیوډول ملخ چې علمی نوم ئې Empoasca papayae  ده ليږدول كيږي  چې په پورتوریکوکې ډیره عامه ده چې دونې د پاسنۍ برخی څخه شیره راوځی اودBoran کمښت رامنځ ته کوی اوونه له منځه وړي دکنترول لپاره بایدنوموړى ملخ د Pesticide په واسطه له منځه یوړل شی  بله ناروغی د پپایا انترکنوزده چې د یوډول فنگس چې علمی نوم ئی Colletotrichum gloecsporioides  ده اودFungicide  په واسطه دهرو10  ورځووروسته په دواپاشي سره دغه ناروغي كنتروليږي .

نتیجه اوسپارښتنې :
  Pusadwraf چې دPusa 1-45  په نامه هم یادیږي میوه ئی گرده اومتوسط سایزلري ونه ئی ټیټه اوکله چې 10-12  انچ په اندازه شي دمیوې په تولید پیل کوي .دکوراوتجارتي کرنې له پلوه ډیره تقاضایا﴿Demand﴾ لري اوپه لږساحه کې دډیروونودپرځایکولوله پلوه ډیره داهمیت وړده. 13- Carif tora دغه کلټیوارپه دانږدې وختونوکې اودفلوریډادپوهنتون په واسطه انکشاف ورکړل شوى اومیوه ئې گرده اوغوښینه برخه ئې تیزه زیړه یاروښانه نارنجی رنگ لري داپپایاد﴿Ringspot virus﴾ په مقابل کې مقاومه اودMosaic virus  اوApicalnecrosisvirus په مقابل کې حساسه ده په جنوبی فلوریډاکې اوټیټوتودومنطقوکې ئې داستوائی امریکا ښه حاصل ورکړی خوله 800 m  دبحرڅخه په زیاته ارتفاع سره ښه حاصل نه ورکوي. 
13-sunrisesolo چې دHAES 63-22   په نامه هم یادیږي له Hawaii څخه puertorico  ته وړل شوې ،میوه ئې شیرچائی غوښه لری اوډیره کلکه ده په  Puertorico کې ئی تخم دنومبرپه نیمائې کې کرل کیږي اودوه میاشتې وروسته ئی نهالی پټیوته انتقال کیږي په اپریل میاشت کې گل کوی اوداگست له پیل نه ترجنوري پورې ئی میوه پخیږي. دپورتوریکودنوې نسلگیرۍ څخه ئی6-56.  . R.P چې وختی میوه پخیري نو ویلای شوچې ددغو یادو شوو ورايټيو کرنه دننگرهار په ټيټواوتودوسیموکې د کرنی امکان لري، اړوندو مسولينوته سپارښتنه كيږي چې ددې ميوې روزنه په ځيړنيز شكل په يادشوي ولايت كښې پيل كړي له نتيجه وروسته دميوروزنې ته پراختيا او د بزګرنې ټولنې په واك كښې وركړل شي

ماخذ
1-Fruit of Warm Climates(Papaya,P.336-346)ByJulia F.Morton,Miami,FL.1987
For more information,visit:
URLhttp.//www.chem.uwimona.edu.jm/lectures/papaya.html

د پپايا ميوه  او تخم   دپپايا بڼ


http://www.tolafghan.com/petawona لومړى مخ