دوهمه برخه

دانارو پخېدل:
په نړۍ كښې تراوسه پورې دانارو دمېوې دپخوالي لپاره كوم خاص معيار او standard ندى ټاكل شوى. څرنګه چې دانارو دمېوې دښه جنسيت لپاره په اوړي كې ډېرې تودوخي ته اړتياده په سلو برخوكي دشكري موادو اندازه دهغوى دمېوې په جنسيت كې ستر رول لوبوي نو لدې كبله ښايي دځينو نورو مېوو په شان دهغوى په سلو برخو كې دشكري موادو اندازه او ورځنۍ ټوله تودوخه د هغوى دپخوالي لپاره ديو ټاكلي معيار په ډول استعمال شي .
دانارو مېوه لكه دمڼو اوناكو دمېوو په شان وروسته له شكولو څخه په سړو ذخيره خانو كې خپل پخوالي ته ادامه وركوي. څرنګه چې له يوې خوا دانارو مېوې دپخېدو په وخت كې زياتي چاودېږي او له بلي خوا نوموړي مېوې له شكولوڅخه وروسته هم پخېدلاى شي نو لدې كبله بايد كوښښ وشي چې دانارو هغه مېوې چې بيادډېري مودې لپاره په سړو ذخيره خانو كې ساتل كېږي دپخې مرحلې څخه پخوا وشكېږي تر څو چې دهغوى دچاودېدو مخه په ښه توګه ونيوله شي.
دانارو ونې او مېوې تر يو زيات شمېر نورو ونو او مېوو ډېر استعمال لري دمثال په ډول دانارو مېوه هم په تازه ډول خوړل كېږي او هم ورڅخه شربت جوړېږي، دانارو شربت هم په خالص ډول خوړل كېږي او هم ورځيني نور شيان لكه شراب (wine ) ، پټاسې، جېلي او مربا(jam ) جوړېږي او يا دنورو شيانو سره ګډ خوړل كېږي دمثال په ډول : لكه په سلاته باندې دترشو انارو دشربت استعمال، دانګورو دشربت سره دانارو دشربت يو ځاى كول او بيا په ګډه توګه دهغوى استعمالول.
 ټول دانارو دمېوې څخه په مختلفو ډولونو استفاده تشكيلوي.
همدارنګه دانارو دمېوې شربت دغذايي موادو له امله هم پوره داهميت وړدى او دمېوې كېمياوي مركبات يې په (پنځم جدول) كې ښودل شويدي:

دانارو شكول او سمبالول:
دانارو دمېوې چاودېدل په تېره بيا چې مېوه دپخوالي مرحلې ته نژدې كېږي دنوموړي مېوې دروزلو يو مهم مشكل كڼل كېږي.
سره ددې چې دانارو دمېوې دچاودېدو اصلي علتونه ښه ندې څرګند خو دوه علتونه چې يو داوړي (دوبي) په آخر كې دونو تنده او بل دهغوى دپخوالي مرحلې ته رسېدل او په هغه وخت كې دورځي او شپې ترمنځ دتودوخي ددرجې دتوپير زياتوالى دى. ښايي دنوموړي مېوې په چاودېدو كې په مستقيم او يا غير مستقيم ډول رول ولري دمثال په ډول : كله چې دانارو دځينې قسمونو مېوه دپخوالي مرحلې ته نژدې شي او يا پوره پخه شي او دشپې او ورځي ترمنځ تودوخه ډېر توپير پيداكړي نوبيا دنوموړي مېوې چاودېدل يواځي د24 ساعتو په موده كې هم ديادوني وړ تغيير مومي، هېره دې نه وي چې دځينو انارو مېوه دپخوالي په وخت كې تر ډېره پورې هم په ونه كې پاته شي  دومره نه چاودېږي نو څرنګه چې له يوې خوا هرڅومره چې په ونو كې دانارو مېوه پخېږي او تر ډېره پاته كېږي په همغه اندازه دهغې دچاودېدو امكان ډېرېږي او له بله خوا نوموړې مېوه وروسته له شكولو څخه دساتلو په وخت كې هم خپل پخوالي ته ادامه وركولاى شي نو لدې كبله بايد كوشش وشي چې دانارو هغه مېوه چې دډېرې مودې لپاره ساتل كېږي دپخوالي له مرحلې څخه پخواوشكېږي ترڅو چې دچاودېدو مخنيوى يې وشي.
په عمومي توګه دانارو مېوه په مېوه نيونكو منډوكي پورې ډيره كلكه نښتې وي چې دشكولو په وخت كې بايد هغه دمنډوكي دډېري كوچنۍ برخې سره يوځاى په بياتي او يا چاقو غوڅه شي او هيڅكله  په لاس راونشكول شي. كچيرې دبياتي او يا چاقو پواسطه نه غوڅېږي نو بايد دانارو مېوه نيونكي منډوكى دچپ لاس په ګوتو او مېوه په ښۍ لاس ونيول شي او مېوه وروتاو شي ترڅو چې له منډوكي څخه داسي جلا شي چې دمېوې پوستكى په منډوكې پورې  پاته نشي، ځكه كچيرې مېوه زخمي شي دهغې دژر خوساكېدو سبب كېږي. دانارو مېوه لكه دمڼودمېوې په ډول بايد درخت په كڅوړو كې راټوله او په ډېر احتياط سره په يو ځاى كې خالي شي او ډېر پام وشي چې مېوه زخمي نشي.
له شكولوڅخه وروسته بايد دانارو مېوه دغټوالي ، خوساكېدو، چاودېدو، دلمر سوځېدواو داسې نورو خواصو له مخې سورت (sort ) شي او بيا دساتلو او صادرولو لپاره دلرګيو په مخصوصو صندقونو كې باربندي شي.

 دانارو تقسيم بندي(Sort ) :
1. ښكلي كندهاري انار: ددې سورت دانارو مېوه بايد زخمي او خوسا نه وي او دتول په اساس په سلو كې دلسو برخو څخه زيات نه زخمي، نه چاودلي او لمر سوځولي وي. ددې سورت انار بايد له 9-12cm  پوري قطر ولري.
2. يوډول كندهاري انار: ددې سورت دانارو مېوه بايد زخمي او خوسا نه وي او دتول په اساس په سلوكي پنځه لس برخو څخه زيات نه زخمي، نه چاودلي او لمر سوځولي وي. ددې سورت اناربايد 6-12cm قطر ولري.
3. ګډ رقمونه : هغه انارچې ديوډول څخه ډېر قسمونه ولري بياهم بايد دلمړي او دوهم سورت خاصيتونو لرونكي وي.

دانارو ساتلو طريقه:
دانارو مېوه ترنورو ټولو مېوو په اسانۍ او تر ډېرې مودې پورې ساتل كېدلاى شي. دانارو مېوه له شكولو څخه وروسته دساتلو په وخت كې خپل  پخوالي ته ادامه وركولاى شي او دساتلو په وخت كې يې جنسيت نور هم اصلاح كېږي. دكندهار ولايت په هغو والسواليو كې چې انار  روزل كېږي چوبي انار په دې توګه ساتي: دوى انار دهغوى دمنډوكو سره شكوي او بيايې په يو كوټه كې دغونچې په ډول زړوي ترڅو د5-6 مياشتو پورې يې وساتي چې  ددې ساتلو په موده كې دهغوى باندنى پوستكى وچېږي او سختوالى پيداكوي نو په خوړونكي داخلي برخه كې يې ديادولو وړ تغيير نه راځي.
په كندهار كې دانارو مېوه دسنبلې دمياشتي په آخره او دمېزان په مياشت كې شكول كېږي. اضافه مېوه دحوت دمياشتي ترآخره پوري دكورونو په عادي كوټو كې ساتل كېدلاى شي مګر زيات ارزښت نلر ي ځكه خارجي پوستكى دوچوالي له امله سخت وي. پدې آخرو څو لسيزو كې دمېوه جاتو او سبو دذخيره او ساتلو په هكله روښانه پرمختګونه شويدي چې تقريباً مېوې په سلو كي 90  محصولات يې په ساړه ځايونو كې ساتل كېږي.
داچې په ګران هيواد افغانستان كې تراوسه پورې هم دكرهنېزو محصولاتو دساتلو لپاره دهمغه پخواني محلي تګلاري څخه كار اخيستل كېږي چې ډېر ضايعات لري يايې په عادې ګودامونو كې ساتي بله تګلاره چې په كندهار كې دانارو دساتلو لپاره معموله ده هغه داده چې په ځمكه كې د85cm په ژوروالي او 3m سورسره او اوږدوالى يې داړتياله مخې يو كانال جوړوي په همدې كانال كې انار په منظم ډول سره ځاى پر ځاى كوي اوپه معينو فاصلو سره دهمدې كانال څخه هواته سوري وركوي دانارو پر سره باندې واښه يا بوس اچوي ترڅو دسړې هواڅخه وساتل شي، په دې تګلاره كې دتودوخې درجه او لندبل كنترولولاى نشو ځكه نو ضايعات لري او هم دانارو ظاهري كيفيت ټيټېږي او بدرنګه ښكاري.
 خوشبختانه په كندهار ولايت كې دمېوو او سبو ساتني او ذخيرې لپاره دهند هيواد لخوا دښار څخه د 6km په واټن سوړ ساتن ځاى جوړ شو دنوموړي ساتن ځاى كار په 1383 لمريزكال سرته ورسېدى چې  صنعتي پاركونوته نژدې توركوتل كې موقعيت لري. په نوموړي ساتن ځاى كې په زرګونو ټنه مېوې ذخيره كېداى شي. داچې دسوړساتنځاى ارزښت  باغوانانو او كرونده ګرو ته په ښه توګه معلوم ندى ځكه هيله كېږي چې په هكله يې دراډيو، اخبارونو او مسلكي مامورينو لخوا واړوند كسانوته دهغوى موجوديت او ارزښت ورسېږي ترڅو دمېوو دفصل په وخت كې هغوى دسورت كولو څخه وروسته په ځانګړې توګه انارهلته وساتي او وروسته يې په ډېره ښه لوړه بيه ماركېټ ته ولېږي.

دانارو دمېوې صادراتي ارزښت
انار چې دكندهاردمهمو اقتصادي مېوو له جملې څخه شمېرل كېږي هر كال تقريباً د 16000 ټنو په شاوخواكې توليدېږي چې زياته برخه يې پاكستان، هندوستان، تركمنستان او دوبۍ هيوادونو ته صادرېږي.
داچې انار دنړۍ په زياتو هيوادونو كې تراوسه پورې څوك نه پېژني ددې لپاره بايد انار دنړۍ په ماركېټونو كې دنندارې لپاره كښېښودل شي ترڅو خلك ورسره آشنا او په ارزښت يې وپوهېږي وروسته كولاى شو چې دانارو لپاره په نړۍ كې ښه ماركېټ ولرو.
څرنګه چې انار يو باارزښته او دجـنت مېوه ده بايد هغه كسان چې ددې مېوې دتوليد سره سروكار لري تشويق كړو ترڅو وكولاى  شي خپل توليدات زيات او دماركېټ جوګه شي ترڅو ددې لارې څخه خپل شخصي او ملي اقتصاد ته ګټه ورسوي. كه زموږ توليدات ډېر او كيفيت يې ښه شي دپورتنيو هيوادونو دماركېټونو څخه پرته به دخليج پارس په جنوبي هيوادونو لكه جاپان، قزاكستان، اكراين، روسيه، آلمان، انګلستان، فرانسه او حتىٰ دكاناډا ماركېټونه وي. 
داچې په كندهار كې دمېوو ساتلو لپاره دسوړ ساتنځاى په نوم يوه عصري ذخيره خانه وجود لري كولاى شي چې زموږ سوداګر دهغه څخه په ګټه اوچتولو اناردزيات وخت لپاره وساتي او بيايې صادر كړي. دساړه ساتنځاى څخه وروسته كجاوې، كارتنونو او كرېټونو كې په مختلفو سايزونو او قطارونو سره په مناسب شكل ځاى پرځاى كېږي.
دانارو مېوې دصادرولولپاره بايد لمړى په نازك كاغذ كې تاو او بيادكاغذي يا لرګيو په كارتن كې واچول شي چې اوږدوالى يې 60cm ، پلنوالى يې 40cm او لوړوالى يې 30cm وي.
دصادرولو په وخت كې بايد دكارتن پرمخ باندي لاندي معلومات په څرګند ډول ليكل شوي وي:
1. دانارو وزن
2. په كارتن (صندوق) كې دانارو شمېر
3. داستوونكي نوم
4. دانارو ډول (variety )
5. دانارو سورت(sort )
6. دهيواد نوم
7. دواردوونكي هيواد يا سيمې نوم
ښه درجه بندي برسېره پردې چې داخيستونكي پاملرنه جلبوي دمېوې دخرابېدو مخنيوى هم كوي او ضايعات يې لږ وي.

په انارو كې دآفتونو او ناروغيو ستونزي
دآفتونواو دكنترول درست پروګرام هغه طريقه ده چې ستاسو په باغونو كې دناروغيو او آفتونو كنترول كوي.
دمېوه لرونكو ونو حشرې او كني دځينو نورو كنو او حشرو لخوا چې په باغ كې پيداكېږي كنترولوي ځكه نو تر هغه وخته پورې حشرې مه دواپاشي كوۍ ترڅو پدې مطمين شۍچې حشرې  باغ ته تاوان رسوي.
غير ضروري دواپاشي شايد دګټورو حشرو په كنترول تاثير وكړي او امكان لري چې ترگټې يې تاوان زيات شي.
دونو داستراحت په دوره كې معالجه كول مهم برېښي ځكه پدې طريقه كې گټوري حشر ې نه وژل كېږي، يو ځل درمل شيندل دډېرو دزياتو آفتونو مخنيوى كوي، كله چې ناروغي يا آفت وليدل شي نو دهغه معالجعه كول په همغه كال كې ډېر ناوخته وي او كاميابه نتيجه هم لاسته راتلاى نشي.
داچې زما علمي موضوع  دانارو دبوټو او مېوې روزنه ده ځكه ضروري گڼم چې دځينو مهمو آفتونو او ناروغيو په هكله معلومات وړاندي كړم:


1. دمېوې سوري كوونكي حشرات:
ددغو حشراتو دتاوان رسولو دمخنيوي لپاره بايد دباغ سورۍ شوي ټولې مېوې راټول شي همدارنګه دباغ څخه دباد پواسطه غورځيدلي مېوې هم راټولي كړواو د سوځولو په واسطه يې له منځه يوسو  چې ددغه كار پواسطه به په راتلونكي كال كې ترډېره حده پور ې حشرا ت كم كړل شي.


2. دمېوې چاودېدل:
دانارودمېوې چاودېدل دمېوې پخوالي او داوبو په تنظيم پورې اړه لري. بايد په وده ايز فصل كې په مناسبه او منظمه توګه اوبه وركړل شي ترڅو مناسب او يو شان لندبل ولري. دلندبل د لازمي اندازې ساتنه دانارو دپخېدو او حاصل دراټولوپه وخت كې ډېره مهمه ده. دښه تنظيم لپاره  مناسبي اندازې شاخبري ډېره ضروري ده چې دلمر رڼاپه مساوي اندازه ټولو مېوو ته ورسېږي او دلمر سوځوني مخنيوى يې وشي او همدارنګه دورځې لخوا دتودوخې غټ بدلونونه دمخنيوي لپاره چې دمېوې دچاودني سبب ګرځي لازمه ده چې ترپخېدو وروسته مېوه ژر راټوله شي. هرڅومره چې مېوه تر پخېدو وروسته دزيات وخت لپاره په ونه كې پاته شي ددرز كېدو او چاودېدو امكانات يې زياتېږي.


3. دانارو دمېوې دمخ خوسا كېدنه:
دايوه ډېره خطرناكه ناروغي ده چې عامل يې يوه نوعه فنګس دى چي د Alternaria په نوم يادېږي منځته راځي. دافنګس دګل په وخت كې په هغو ځايو كې چې دګل كولو وخت يې دبارانونو سره مل وي دهمدې فنګس پواسطه دانارو مركزي خاليګاه په بشپړه توګه خوسا كېږي چې دباندې لخوا دمېوې پوستكى روغه ښكاري، دشاخبري پواسطه كه دغه شاخ پرې كړل شي دناروغۍ مخنيوى كولاى شو.
4. : دانارو دمهمو آفتونو څخه كولاى شو په ريښه كې دغوټي جوړونكي نيماتود (melodogenes spp ) څخه يادونه كوو. كومې ونې چې پدې آفت اخته شوي وي كمزوري او دپاڼو رنګ يې ژړ معلومېږي او بوټي يې خپل standard growth له لاسه وركوي ترڅو مړاوي او وروسته وچيږي.
ددې آفت دمخنيوي لپاره دمقاومو ورايټويو څخه ګټه اخيستل كېږي او په كومو ځايونو كې چې دا آفت وجود ولري هلته بايد انارو ونه كرل شي دغه آفت دكېمياوي درملو شيندلو په واسطه هم كنترول كېدلاى شي.
5. : دانارو دمهمو آفتونو څخه يو هم شفته ده چې كنترول يې په دې توګه ترسره كېدلاى شي:
ترخه تمباكويو كيلو ګرام،پوډري صابون دوه كيلو ګرام،اوبه 17 ليتره
طريقه: لمړى 17 ليتره اوبه په يوه دېګ كې اچوو او پر اور يې اېږدو ، كله چې اوبه پرجوش راغلې بيا تمباكو وراچوو او داور اندازه يې كموو او د دو ساعتونو لپاره اوبه اېشوو ، بيا دوه كيلو ګرامه پوډري صابون وراچوو، كله چې صابون حل شو بيادېګ له اورڅخه كښته كوواو انتظارباسو ترڅو محلول سوړ شي ، وروسته يې تر يوه ټوكره صافوو ، بيا يوه  برخه محلول او 9  برخي اوبه په محلول پاش كې ګډوو او پر ونو يې پاشو.

وړانديزونه Proposes
څرنګه چې  افغانستان يو كرهنيز هيواد دى او 85% خلك يې په كرهڼه بوخت دي او خپلي لمړنۍ اړتياوي له همدې لاري څخه پوره كوي چې عبارت د غلو دانو، لګيومي نباتاتو، صنعتي نباتاتو، مېوو او سبو څخه دي. يو له همدغو پيداوارو څخه مېوې دې چي دكندهار  ولايت او اړونده والسواليو كې يې مختلف ډولونه روزل كېږي چې عبارت له انارو ، انګورو، زردالو، شفتالو، شليل، آلوچې، ګرنګيچ، مڼو، بهي، انځرو او داسي نوروڅخه دي.
داچې انار دكندهار دمهمو اقتصادي مېوو څخه ګڼل كېږي ، اويواځنى هيواد دى چې ځانګړى تجارتي ارزښت لري او مينه وال يې دهيواد په داخل او خارج كې خلك او اولسونه دي. ددې مېوې دنوم له بركته نوموړي سيمي زيات شهرت پيداكړى دى.
ټولو هيوادوالوته معلومه ده چې زموږ په ګران هيواد افغانستان كې هر كال دمېوو لرونكو او غير مېوو لرونكو ونو دګلونو څخه دمېلو او جشنو په جوړولو سره په رسمي يا غير رسمي ډول په محلي او دولتي سطحه سره يادونه كېږي لكه دنارنج ګل، ارغوان ګل او داسې نورګلان چې ورڅخه يادونه كېږي، دانار ګل چې درنګ، ښايست، شهرت او ماركېټ له پلوه ډېر زيات مينه وال لري خو ددولتي او غير دولتي مؤسساتو لخوا ترننه پورې ځيني يادونه شوې نده، يواځې دكندهار اطلاعاتو او كلتور محترم رياست لخوا دانار ګل په نوم هر كال يوه مشاعره جوړېږي چې پكښې زيات مينه وال ګډون كوي، ځكه غواړو چې دګران هيواد په هغوسيمو كې چې دانارو ونې روزل كېږي رسمي او غير رسمي محفلونه جوړشي ترڅو دانارو په هكله ګران هيوادوال معلومات ولري ترڅو دانارو  روزني ته يې تشويق او اقتصادي حالت يې ښه شي داكړنه به له يوې خوا  چاپيريال ته گټه ورسوي او له بلې خوابه يې دنشه يې بټو مخنيوى كړى وي او په نتيجه كې به نړۍ والي مؤسسې  دې ته وهڅول شي ترڅو دانارو دحاصلاتو تجارت او بازار مېندلو په برخه كې ګړندي ګامونه واخلي چې داكار به دباغوانانو په ژوندانه كې په مستقيم ډول مثبت اثر ولري دمثال په توګه: موږ كولاى شو په بازاركې دهر نوع مېوې  جوس ترلاسه كړو خو دانارو جوس په ډېر مشكل سره پيداكېږي حال داچې داكار ديوې كوچنۍ كارخانې په موجوديت او لږې سرمايې سره كېدلاى شي يا داچې دكندهار مېوې تصدي شركت دوباره فعاله كړي چې دانارو جوس او مربا يې په داخل او خارج دهيواد كې استعمال شي.
ددې لپاره چې پورتنۍ نيمګړتياوي مو پوره كړي وي او هم باغ لرونكو ته په راتلونكي كې ګټه ورسېږي ، دمخدره بوټو پرځاى مو باغداري ته پراختياوركړې وي او همدارنګه  بزګرانوته دكارمېندلو ترڅنګ اقتصاد يې لوړ شوي وي. پدې هكله  دولتي مسؤلينو او دهمدې مسلك خاوندانو پاملرنه  لاندينو برخوته راګرځوم:
1. دانارو دبوټي ريسرچ او څېړنه بايد دداخلي او بهرنيو متخصصينو لخوا ترسره شي ترڅو دكندهار ولايت په ټولو سيمو او دهيواد په نوروولايتونو كې هم رواج او تكثير شي.
2. دانارو دحاصلاتو راټولول او سورت كول په غير فني ډول ترسره كېږي چې لدې امله هركال  باغ لرونكو ته زيات تاوان رسېږي.  دوې ته بايد لازمي آسانتياوي او ټرېننګونه په اختياركې وركول شي ترڅو په فني توګه خپلي مېوې راټولي او سورت   كړي.
3. دګران هيواد په دننه او دباندې كې دانارو مېوې دخرڅلاو لپاره ماركېټونه وجودنلري.چې بايد د خرڅلاوماركيټونه پيدا شي.
4. دانارو دآفتونو او ناروغيو دعلاج او تشخيص په برخه كې ترهرڅه دمخه ګړندي تدابير ونيول شي.
5. دباغونو جوړېدنه، شاخبري او دكېمياوي سرو استعمال په غير فني توګه تر سره كېږي.
6. په كندهار ولايت كې دمېوو ساتلو لپاره سوړ ساتنځاى جوړشوي دى. په همدې ډول دنورو ولايتونو لپاره هم دداسې ساتنځايونو جوړېدل ضروري برېښي.
7. دانارو د اوو  ډولونو څخه چې په كندهار كې روزل كېده يواځي درې نوعي يې زياتي روزل كېږي، پدې هكله د دانه نه لرونكو انارو روزنې او پاتي نورو ورايټيو روزنه هم لازمي كار دى.
8. په كندهار ولايت كې دبزګرانو لپاره دكوپراتيفونو(cooperatives ) تقويه كېدل.
9. دفرعي سړكونو نشتوالى چې كلي او عمومي سړكونه سره نښلوي ترڅو دحاصلاتو په انتقال كې ترانسپورتي ستونزي ليري شي .
10. بزګرانو او دانارو باغ لرونكو ته دقبول وړ ورايټي زياتول.

پايـــــــــــله او ســــــــــــــپارښــــــــــــــتنه Result
پوهېږو چې ګران هيواد افغانستان طبعي شرايط دمېوو او سبو روزني لپاره خورا مساعد دي چې 34  ولايتونه يې ډول ډول آب وهوا لري ، په ځانګړې توګه دمېوو لپاره په ښه كميت او كيفيت دروزني زمينه برابروي ترڅو دلوړو توليداتو څخه يې داقتصاد په پياوړي كېدو او دخلكو په نېكمرغي كې ګټه اوچته شي.
دمېوو له ډلې څخه يو هم انار ponica granatum دى چې په مختلفو آب وهوا كې ژوند كولاى شي او دكندهار ولايت په زياتو والسواليو كې روزل كېږي. دانارود مېوې دپخوالي لپاره چې ښه خوند اورنګ ولري وچ او تاوده دوبي ته اړتيالري. دانارو دغوټيو غوړېدو لپاره دژمي ډېرې لږې سړې هوا ته اړتيا پيداكوي، مګر كه په تدريجي توګه هوا سړه شي چې دانارو ونې په پوره ډول داستراحت په حال كې وي سړه هوا هم زغملاى شي په دې مانا چې دانارو ونې دسانتي ګراد -12 درجو پورې دسړې هوا په مقابل كې مقاومت كولاى شي په مني كې ناڅاپه دهواسړه كېدل مخكې لدې چې ونې دسړې هوا په مقابل كې ځان جوګه كړى وي او يا په پسرلي كې ناوخته كله چې ونې په فعاله وده كې وي دسړې هوا راتګ دونې وده وژني ددغه ستونزي دمخنيوي لپاره دشاخ پرې كولو دسيستم څخه بايد ګټه واخلو چې په كومو ځايونو كې ساړه وهنه رامنځته كېږي بايد څو تنې ولري. په ځانګړې توګه كندهار چې سخت يخ پكښې ډېر لږ پېښېږي كه دانار  بوټي يوه تنه ولري، قد يې تر شپږو مترو پورې لوړېدلاى شي.
په عمومي توګه دانارو پاڼې په ژمي كې رژېږي چې دخپل ژمني استراحت دورې پاى ته رسولو لپاره 200-400 ساعتونو پورې دسانتي ګراد -7 درجو ته اړتيالري.
 دانارو سور اويانارنجي ډوله ګلان يو كال مخكې په ګلي محور كې وده كوي.
ددې لپاره چې په كندهار كې دانارو بوټي او مېوې روزنه په ښه توګه ترسره او لوړحاصلات ورڅخه لاسته راشي لاندني سپارښتني بايد په نظر كې ولرو:
1. انار په شګلنه خاوره كې ښه وده كوي، په متوسطه اندازه مالګه لرونكې او اهاكي خاوره كې ونه نه متاثره كېږي، مګر دمېوې حاصل او كيفيت يې خرابېږي.
2. په عمومي توګه انار د درې مترو څخه تر شپږو مترو په فاصله كې اېښودل كېږي. دبوټو ترمنځ واټن تعيينول دانارو په ډول او خاوره پورې اړه لري، هر څومره چې پراخه واټن ولري كار او فعاليت پكښې ښه تنظيمېږي.
3. دانارو دمېوې دلوړ توليد لپاره منظم او بشپړه خړوبونه ضروري ده ځكه دوديز فصل په اوږدو كې خاوره بايد په بشپړه اندازه لندبل ولري. په ځانګړې توګه په هغه مرحله كې چې مېوه وپخوالي ته نژدې وي دانارو دخړوبوني وقفه د7-10 ورځو پورې وي. زياتې اوبه زغمي او دهغه په مقابل كې مقاومت لري.
4. كومه فزيالوژيكي ستونزه چې دانارو له سوځېدلو څخه عبارت ده په هغه وخت كې رامنځته كېږي چې دانارو بوټي زياته تنده احساس كړي لازمه ده چې دغه په منظم ډول خړوبونه سرته ورسېږي.
5. په كندهار كې دانارو باغونوته دپسرلي په وخت كې حيواني سره دځمكي په سطحه اچوي وروسته ټول باغ دبېل پواسطه اړوي يا داچې په اوسني وخت كې دهرې ونې څنګ ته د15-20   كيلوګرامه پوري حيواني سره استعمالوي. همدارنګه دانارو يوې وني ته په كال كې د500-600gr ګرامو پوري نايتروجن لرونكې سره څوځله د ژمي په پاى او دپسرلي په پيل كې وركوي چې زياته او ناوخته سره دانارو بدني وده زياتوي او دمېوې پخوالى دځنډېدو وسيله ګرځي.
دفاسفورس سره په اوس وخت كې داړتياله مخي د200-400 ګرامه او د پوتاشيم سرې استعمال تراوسه اړتيا نه ليدل كېږي.
6. په داسې سيمه كې چې ملايم ژمى لري لكه كندهار يوه تنه لرونكې ونه په باغ كې داېښودلو لپاره انتخاب شي ځكه ناوخته په مني كې خپل بشپړ استراحت دورې ته داخلېږي.
7. دانارو ونې دزراعتي كانتينرونو په داخل كې له هواسره ډېر ښه توافق لري او په ځينو وختوكي دتودبستر (green house ) څخه مېوه لاسته راځي.
8. دآفاتو او ناروغيو دكنترول غوره طريقه داده كوم وخت چې تاسو مطمين واوسۍ چې حشرې يا    (micro organisms) ستاسو دانارو وباغوته تاوان رسوي، دتجربه لرونكو باغوانانو او مسلكي كسانوپه مشوره درمل وپاشۍ.
9. مېوه بايد هغه وخت له وني څخه وشكول شي چې دپخوالي  حالت ته رسېدلې وي. په يخه هواكې سهار وختي او خاص تخنيك سره چې مخكې يې يادونه شويده تر سره شي. دشكولو په وخت كې له ستل او ځينې نورو شيانوڅخه كار اخيستل گټه لري چې دهغوى دخرابيدو مخنيوى كوي.
10. كله چې مېوه وشكول شي نو ژوندۍ وي تنفس كوي پداسې ځاى كې بايد وساتل شي چې دمېوې په تنفس او انزايمي فعاليتونو كې كموالى رانشي، ترڅو دمېوې دژوند دزياتوالي سبب شي.
په كندهار كې داسې ځاى عبارت د ساړه ساتنځاى څخه دى چې په دې نژدې وختونو كې يې كار بشپړ شوى او استعمال ته تيار دى. خپلي ټولې مېوې، اقتصادې سابه په ځانګړې توګه انارهلته دزيات وخت لپاره وساتۍ ترڅو په ښه او لوړ قېمت سره يې په داخل او خارج كي وپلورۍ.
11. څرنګه چې بېدانه انارښه او لوړ حاصل وركوي او دخرڅلاو بهرنى ښه ماركېټ لري ځكه ځانګړې سپارښتنه كېږي ترڅو دانارو دغه ډول variety وروزنې ته زياته پاملرنه وشي او هغه رواج كړل شي.
12. داچې په اوسني وخت كې دبېدانه انارو ارزښت او ماركېټ ډېر لوړ دى نوددې ويرايټي روزنه هم زياته گټه لري هيله ده چې روزنه يې دبزګرانو او هيوادوالو دژوندانه په نېكمرغۍ كې مهم رول ولوبوي او د فني كسانو لخوا تكثير شي.

دعلمي او اكاډيمكوچارود فعاليتونو يو كلنى راپور
د (            ) كال د (     ) څخه د (            ) كال تر (      ) پوري

پوهيالى زمريالى (تڼى) دكندهار پوهنتون دكرهڼي پوهنځۍ دهارتيكلچر دڅانګي همكار استاد دى چې دخپلو ښو او نېكو اخلاقو په درلودلوسره يې زيات وخت دكندهار پوهنتون دنماينده په توګه دلوړوزده كړو وزارت سره اړېكي ساتلي او پدې جريان كې يې نه ستړي كېدونكي هلي ځلي كړيدي چې دهمدې كال علمي او اكاډيميك فعاليتونه يې په لاندي توګه يادوو:
1. په تېرو دوو سميسترونو كې يې دوو مضامينو په تدريس كولو، ومحصلينوته دعلمي كار زمينه هم برابره كړېده.
2. دباغدارۍ ډيپارټمنټ دغړي په توګه يې دمحصلينو ستونزي پخپل وخت ورته حل كړيدي.
3. دباغداري ډيپارټمنټ په ټولو مجلسونو كې يې گډون كړيدى.
4. دپوهنتون په داخل او خارج كې يې دعلمي او اكاډيميكو جوړشويو سيمينارونو او وركشاپونو كې يې اشتراك كړى دى.
5. درسمي وخت څخه وروسته يې دليليه محصلينو ستونزي اورېدلې، دحل لاري او آسانتياوي يې ورته برابري كړيدي.
6. دلوړو زده كړو درانه وزارت څخه يې دسامان آلاتو په راوړلو او برابرولو كې دقدر وړ خدمتونه كړيدي.
7. دپشاور په كرهڼيز پوهنتون كې يې يو مياشتني دمسلك اړوند كورسونه تعقيب كړيدي.

دعلمي او اكاډيمكوچارود فعاليتونو يو كلنى راپور
د (            ) كال د (     ) څخه د (            ) كال تر (      ) پوري
 
پوهيالى زمريالى (تڼى) برسېره پردې چي دكرهڼي پوهنځۍ د هارتيكلچر(باغدارۍ) دڅانګي فعال او هڅاند همكار استاد دى. دكندهار پوهنتون عمومي آمر په توګه يې هم صادقانه وظيفه سرته رسولې ده چې دتېر يوه كال كړني يې په دې ډول يادوو:
1. برسېره پراداري كارونو په اونۍ كي يې دوولس درسي ساعتونه په نظري او شپږ ساعتونه يې په عملي توګه له محصلينو سره كار كړيدى.
2. دپوهنتون دمحصلينو ستونزي يې دكتابتون دآمر په توګه اورېدلي او دحل لارې يې ورته موندلي دي.
3. دليليه محصلينو دنظم او تنظيم په راوستلو كې يې زياتي هڅي يې دستايني وړدي.
4. دډيپارټمنټ په ټولو مجلسو كې يې فعاله ونډه اخيستې ده او هم يې دباغدارۍ ډيپارټمنټ ومحصلينوته يې زمينه برابره كړېده.
5. دپوهنتون دننه او دباندې يې په ټولو علمي او اداري سيمينارونو او وركشاپونو كې يې فعاله ونډه درلوده.
6.  دكندهار پوهنتون دنماينده په توګه يې دلوړوزده كړو درانه وزارت او ځينو NGOs سره پخپل وخت ليدني كتني ترسره كړيدي.

دعلمي او اكاډيمكوچارود فعاليتونو يو كلنى راپور
د (            ) كال د (     ) څخه د (            ) كال تر (      ) پورې

دكندهار پوهنتون د كرهڼې پوهنځۍ دباغداري څانګي همكار استاد پوهيالى زمريالى (تڼى) برسېره پر تدريس كولو دكتابتون عمومي آمريت مسؤل هم دى چې دتېر يوه كال راپدې خوا يې لاندي كړني او چاري ترسره كړيدي:
1. دكرهڼې پوهنځۍ دباغدارۍ په څانګه كې نظري او عملي تدريسي چارې ترسره كړي او هم يې دډيپارټمنټ لخوا ورسپارل شوې دنده په ښه توګه تر سره كړېده.
2. دعلمي او څېړنيزي موضوع ( په كندهاري كې دانارو دبوټواو مېوې روزنه) مطابق يې دډيپارټمنټ دپرېكړي او لارښود استاد دراهنمايي سره سم په ښه توګه نوي مواد ترتيب او برابر كړيدي.
3. درسمي وخت څخه وروسته يې هم دليليه چارو په تنظيم كې فعاله برخه اخيستې او هم يې پدې لاره كې مثبت ګامونه اوچت كړيدي.
4. دډيپارټمنټ په ټولو مجلسو كې او دپوهنځۍ داستادانو په شوراكې يې هر وخت ګډون درلود او هم يې دپوهنتون په علمي شورا كې فعاله برخه اخيستې ده.
5. دپوهنتون څخه دباندي په كابل او دهيواد دنورو ولايتونو په علمي فرهنګي او اكاډيمكو سيمينارونو كې يې فعال ګډون كړيدى.
6. دكتابتون په عصري ټولو او دنوي سيستم په جوړېدو كې يې په وركشاپونو كې اشتراك كړيدى او پدې هكله يې  دقدر وړ خدمتونه ليدل كېږي.

مـــــــــــــــــــــــــاْخذونـــــــــــــــــــــــــــــــــــه
R     e    f    e     r     e    n     c     e     s

1. حمزه خېل – پوهاند نورګل – 1359 كال ( دنباتاتو دتكثير لياري) مخونه 211-210 ، دكابل پوهنتون خپروني
2. شېرزاد- پوهاند بازمحمد-1361 كال (پاڼي رېزي مېوې) مخونه 184,185,191,193,197,199,205,113 ، دكابل پوهنتون خپروني


- Reidy. He. And C.L shry Jr 2002
Introductory Horticulture.  Belmar,
Home Son Learning. United state pp 25-102

- Janick, J. 1999  Fruit Science W,H
Freeman and company, San Francisco pp 50-80

-Shoemaker. J.S. 1995  Fruit Culture
Mc-Graw-fill Book .co Inc N.Y pp 18-30

- Richard   2002 Growing Fruit and vegetables
Aness publishing Limited NY pp-225-237-250

-Victor R, Grander, 2001, Basic Horticulture the Macmillan company New York
pp – 101-111-137

-Chattopadhyay T.K pomology of a subtropical fruits. Alkalyani Publishers  New Delhi   India
p-141,153,153, 474.

-Kumar Prasanna Indian Institue of Horticulture research Hassaraghatta
Banglore 560    089     Karnataka, India

-Tripathi S.N, Department of Horticulture
Jawaharlal Nehru Agriculture University

-www.shrutedar.com   

-www.stihl.de

خداى دې له خيريه كراري كړي... د كندهار انار به ټول درباندې خورمه   ((په ډيره مينه رحمت پيتاوال

   

http://www.tolafghan.com/petawona لومړى مخ