غزل

يوځل چې دې ښار ته څوک راغلي دي

بېرته  ارمانجن  ورځنې  تللي  دي 

چاچې  هم  په مينه  راکتلي  دي

مايې خاطرې زړه کې ساتلي دي

اوس به زه له عشقه څه انکار کوم

اوس مې چې هر څه په کې بايللي دي 

هسې به ګيله له ښکلو څه کوم

ښکلي خو له ځايه پيدا ښکلي دي

دلته چې څوک زر لري او زور لري

دلته هماغه خلک ښاغلي دي

م،محبوب ٠کابل