ما هم صفا کړه د يو چا له ياده خپله خونه
ما په دېوال باندې راټال عکسونه وسوځول
نورې لمنې  ورته مه وهئ ساده پښتنو
په پردي اور کې  مو دا خپل کورونه وسوځول
پتنګه  ما وتا د شمعې په ديد څه  جوړ کړلو
 اخر مو هم پکې دا خپل وزرونه وسوځول
باران د وصل يې  زما تنده راماته نه کړه
لمبو د هجر يې  زما هډونه وسوځول
ذاکره !  تا چي يې د حسن په کې ذکر کړی
هغې ناترسې هغه ستا غزلونه  وسوځول
                                                                                                                                                       ذاکرزيارتوال
 
		
			
					
					
						
							04.03.2016
						
						 - dariz
					
					هغه په قد بېخي د وېتنامي انقلابي (هوچي منه) پشان ټیټ خو په عزم د خپلو جګو غرونو پشان هسک سر!
دا سړى د پښتو په مينه ما په تصويرونو کې د باچا خان شاته احتراماً ليدلى دى چې د هغه په دنګو اوږو یې لاسونه ايښي دي.
هغه په قد بېخي د وېتنامي انقلا...
			 
			
					
					
						
							15.10.2006
						
						 - okhka
					
						
							
						
					 یادښت :یوه ورځ ناڅاپه په انټرنټ کې له یوه چاسره چې ځان یې د یوه اورپايي هېواد دیوې پېغلې په توګه را وپیژاند آشنا شوم . که څه هم تردم ګړۍ پورې مې ورڅخه دهېڅ پوښتنه نه ده کړې او نه پوهېږم چې څوک ده انس ده که جن ، فرشته ده اوکه د شیطان سکه خورلڼه نردی او که ښځه مګر یواځې دومره پوهېږم چې دیوه ریښتوني انسان په توګه یې باید ټولو پوښتنو ته ځواب ورکړم . دا لیکنه مې هم دهمدې د ډېر ټینګار څخه وروسته ولیکله او دادي ستاسې له پاره یې دژوند لیک په توګه ټکی په ټکی وړاندې کوم:...