غزل

د دې مالت فضا چې تـته ده هيڅ شور نه لري

دلته دي زړونه اوبه شوي، زړونه زور نه لري

زموږ په مالت كې خو ځوانان داسې بې پرسه وژني

ته به وا پلار نه لري، مور نه لري، خور نه لري

په خداى ملګرو كله كله راته شك پيدا شي

وايم پښتون داسې يتيم دى چې هيڅ كور نه لري

داسې هم نه ده چې شېخان يو ترېنه بد مو راځي

حالات جنګي دي مزه ځكه ټنك ټكور نه لري

چې بې ساړه زړونه راګرم كړو په مستو بيتو

اوس دې غزل سعيده هاغه شانته اور نه لري

 سعيد زابلى