پسرلی
الله دې راوله پســـــرليه راځه ستړی مشې
هرکله راشې،کونډاوبورمشې ،زومـــړی مشې
مااورېدلي چې ته ځان سره ګــــلونه راوړې
تنـکۍ وږمې،خوږې نغمې،ښايسته رنګونه راوړې
ته دښکلا،ښايست اوحسن ،تازه ګۍ قاصــديې
ناهيـــلوزړوته نوې هيلې، امېــدونه راوړې
تيارو کـــــورنوته سوغات درڼاګانوغېږکې
دويښوشپوسويوخوبوته تعبيـــــرونه راوړې
پسرلــــيه تاسره خوښي راځي ،تودوخه راشي
دښتې،بېـــدياته درحمت مست بارانونه راوړې
ستاپه راتګ سره ژوندي شي مــړاوې ونې، بوټي
ته ګل باغچوته دتوتي ،بلبل سېــــلونه راوړې
زرغــــون څادرپه وچوغرو،دښتو،راغوغوړوې
دپېغـــــــــلوڅڼوته دګلوامېلونه راوړې
خوپسرليه !
ماخپل چمن کې دګلـــونورنګيني کله لېدلې نده
غږدتوتي ،نغمــــه ،سندره دبلبل مې اورېدلې نده
زمادبڼ له ګلوبوی دمشــــــک ،عنبرنه خېژي
خورپرې لوګــــــی دی دباروتودلر برنه خیژي
زماپرګلوبارانونه دګولـــــــــــۍاوريږي
راکټ ،بمـــونه پرې په شان لکه ږلۍ اورېږي
زمادبڼ ګلان رنګ،رنګ،خوشبوی اوښکلي ندي
سنګاراوربل دشوخوپېغـــــلوته د کلي ندي
زمادبڼ ګلان يو رنګ لري ،تک سورښینـــدلی
پاڼې يې سرې،څانګې ېې سرې دي هم یې سرې دي وليې
زماګلان پر اوبو نه ، په وینوسرو خـــــړوب دي
د اورپه منځ کې دي ميشته ،په سرولمبوکې ډوب دي
تورديوراغلی دی دجنګ پرې يې ولکه کـــــړيده
دګل ،بلبل دورکېــــــــــدويې اراده کړېده
نوپسرليه !
تابه له ځان سره کـــــــوم زيری وي ضرورراوړی
چې کــــــړي تورتم زمونږرڼا،وي به دې نورراوړی
ستاپه راتګ به نورزمونږله کـــــــوره غم شي کډه
نوربه جګــــــــړه کاروان د سولې نه وهي په بډه
زموږدبجيانوپه څـــــــــېروبه هم خنداخوره کړې
ژړابه ورکه شي دمينـــــــــې به وږمه خواره کړې
خوپسر ليه!!
که داسې نه وي نوښه داده چې بل لـــــــورته لاړشې
دخپل ښايست سره دکـــوم نېکــــمرغه کورته لاړشې
چې په ډولـــــــــونواواتڼ دې ښه راغلاست ووايي
په ورین تندي دې په سنـــــــدروکې ښايست وستایي
زړونه زموږپه خپل راتګ خوشالــــــــولــی نشې
دټپي زړه مو چې پرهار، ټپ، رغـــــــــولـی نشې
ځه پسرليه !
ځه پســــــــــرليه اوس وردرومه چېرته بيابه راشې
که دعلاج زمادرنځ وموندپرمــــــــــــابه راشې
حال دراتګ ته به دې زه منتظرهم خــــــــوشال شم
تابه هم دروندکړم زه به هم مې دسيـــــــالانوسيال شم

زيب منتظر مسيد

 zebmasid@yahoo.com

دتليفون شميره : 0092 301 800 80 83