وران په توپان دانقلاب دعشق سنګريا دوم
خالي دپيغلوله خنداسپيره ګودريا دوم
چې به خورين منګي قطاروه خواكې ښكلې پيغلې
دګودرهغه ننداره اومازديګريادوم
رڼې اوبه به بهيدې پكې داوښكوپه شان
دبلبلانويې په خواكې شواوشريادوم
چې به ليلامنګى په سردنجونومنځ كې تلله
ميده ميده يې هرقدم لونديې ټټريادوم
سپرليه تا ته به له چانه شكايت وكوم
كوم جنايت به دتورپوستي ياسورسريادوم
خپلوخوهسې په وعدولكاره وويستلم
څه به مې سود وي چي ظلمونه دبهريادوم
همدرده هرڅه انقلاب اوبدبختۍ وخوړل
يواځې پاتې يې مثال سپيره ګودريا دوم
پكارخوداده چې دپاكې مسلې په كونج كې
نورغلي كينم اوخپل رب شام اوسحريادوم
محمدالدين
همدرد
۱۳۸۸/۱/۷