"راته داسې رباب وغږوه ګرانه
چې دا درست مرغان راکوز شي له اسمانه "

د شغلې په مرګ ويرنه

نه دا کاڼې بوټي ژاړي زما په حال نن
نه مرغان شول زما په حال باندې بې بال نن

نه فلک شو رانسکور نه دا لوی غرونه
نه دې ستورو نه ســــپوږمۍ وکــړل ويرونه

نه وريـځـو زمـا پـه غـم بـانـــدې ژړلــــي
نـه دا ځـمکه مې پـه حـال ده لـړځيـدلــي

نه مـې مرګ پـوښـتنـه ړي راسره بـد کا
عــزرائيـل کـلـه زمـا سـره مـدد کا

اې اسـمانــه دا د کـوم جــرم سـزا ده؟
دا ده څـرنګـه قـضـاء چـې ستـا رضـاء ده؟

زمـا ژونـد دې داسې تـريخ کړ لکه زھر
تـا نازل کـړ ولـې زمـا پـه سـر لوی قـھر؟

داسـې اور مـې لـګـيـدلـی دی پـه زړه کـې
لـکه اور وي لـګيـدلـی تــناره کــې

دا چـې خـانـدم پـه ژړا کې اې ملګرو
داړې ښکاري تل په خوله کې ھم د مړو

کال اوه اويـا پـنځـه ويـشـت ؤ د ثـور
مـازديـګـر ؤ چـې راپيښ شو دا لوی ځور

نـوم يې ؤ شـغله رښتيا د لمـر شغـله وه
چې پـه اصـل کـې د حـورو لـه کالـه وه
ُ
لـه صـفـتـه يـې عـاجز زما قلم دی
ځکه درست کلـي تـه جـوړ ويـر او ماتــم دی

ښکلــي لـور مې نھـو ورځـو دوو کالو وه
د طـوطـي پـه شان راغلي په کېسو وه

مــازديګــر محـال لــه کــوره وه وتلـي
د کور مـخ کـې پـه اوبــو کــې وه لــويـدلــي

چـې شغـلـه مـې ډوبـيـدلـه پـه اوبـو کــې
ھـلته لمـر ھـم ډوبـيـدلو تورو غرو کې

موريې راوړه، لــه ھـغـه ځايه خپل کور ته
وسوم، وسوم مـرګ يې ونيولم اورته

سـا يې نـه وه دې اسـمان وه تـرينه وړي
تـورې سترګې يې زمـا پر لــور نيولي

چې يې واخيستله قبر ته په کټ کې
تا به وې سا په کې نشته کم او غټ کـې

دا د غـم بدلـه پورته کړه ټـول کلـي
بـورې مـور يې لــه ھــر چـا نــه ډيــر ژړلـي

رڼــا ورځ په ورکيــدو وه دلتــه ښکلـي
تـور ماښام کې يې پــرې خاورې اړولې

خدايه څرنګ مې په سر خاورې وريږي
چې شغله مې نـن په خاورو کې ښخيـــږي

دا زوږا شور او شڼا، د کوم توپان ده
که په مرګ د شغلې جوړ دا لوی فغان ده

داچې ژاړمــه راپـېـښ ھسـې درونـد غــم دی
درست عالم زما په غم باندې بې دم دی

راشـه وګـوره چې څـرنـګه تباه شوم
د منـصـور غونـدې پــه دار زه پـې ګــنــاه شوم

دا ګريـوان دی د انور په اوښکو تر نن
که يوسف پسې يعـقـوب دی کـورو کر نن

توره ورځ تورې طالع تورمې ھم بخت دی
دا بېلتون ددې معصومې څومره سخت دی

شومه ورځ شوم يې ساعت شوم يې ماښام ؤ
چې په خاورو شوه زما شاه خوبان ؤ

مـوږ پـه للمه کـې شـوو مړه نن په اوبو کې
ګـرم يې مـه بولی چې ومري دريابو کې

رانــه وکــــــړې خــــــوشــالــيو يــو دم کډې
دغــمـــو لـښــــــکـرو ووھــلـــــې بــډې

زمــا ښکلـي شـوله نـن تر خاورو لاندې
ولې نـه شول اسمان ځمکه لانـدې بـاندې؟

روغ رمـټ يم نه په ښکلي پسې مړ شوم
نـه د دي پـه شان په خاورو خټو خړ شوم

نه له غمه يې ستي لکه پتنـګ شوم
نه ايرې نه ځای پر ځای ورپسې سنګ شوم

نه په دواړو غوږو کوڼ نه په پښو شل شوم
نه لوګي نه ورپسې په اور جل بل شوم

دا چې نه يم مړ ژوندی ګرځمه ګرم يم
شرميدلی سر، سرټيټ په درست عالم يم

راشه راشه ای ساقي د رب لپاره
چـې سـيـنـه مـې کړه غـمـونــو پــاره پــاره

ســتا له سرو ســترګو نـه ځار شم ساقـي جانه
زمــا ګــرانه کـړه اسانـه را ته ګــرانه

بې له تـامې نـه ھمـدرد شــته نـه غمخـور بل
لکه شمع مې په سر بانـدې دی اور بـل

دم پــه دم راکـه جـامـونـه پـه اخــلاص ته
د غمو له شر او شوره مې که خلاص ته

ســاقــي جـانـه زرشـــه راشـــه لږ تلوار کړه
غم نـيـولـی يــم وزګار مې لــه دې بـارکړه

را ته داسې شراب راکـړه پخــواني نـن
چې شي ھېر رانه دا درست مړي ژوندي نـن

راکـــوه يـې ای ســاقــي نــور څـه مـې نـستـه
ديـن دنـيـا رانـه وتـلـي دي لــه دسـته

راکوه ساقي جـامونه سر په سر نن
چې زه جــوړ کړم دې سپيره سره روغ سـر نن

په ښکاره يې زه څښمه ستا شراب نن
ځکه روح زما غــرق شوی دی په آب نن

عـبادت مې د شغلې په ګــور کې ګور ګړ
و ھغه قــبـر مې ده وتـه خپل کور کړ

محــتـسب شيــخ او قــاضـي ھــم دي راضي ننِ ُ
راکــوه يې مـه وٻـريـږه له قـاضــي نن

د رندانــو د ټـولـي مې کـړه مـلـک نن
زاھـدان چې مې رنـدۍ ته شي ھک پک نن

رانــه جــوړ کــه اې ســاقــي ھـغـه زمـری بـيا
چـې وروخــيږم د تـوپـو پـه څوکۍ بـيا

د مــــلا پــه سـر بــه داســې وخېــږم نــن
لـکـه ږدم چــې پــه ميـږي بـانـدې قدم نن

راکــوه ســاقــي جـامـونـه لا په ھــوش يــم
د شـغلـې لـه غـمــه لا ھــم زه په جوش يم

اې مطــربــه زړه مـې دی تـغـمـې تـغمې نن
زه د غم سـنـدرې ته وايه نغمې نن

راته داسې رباب وغږوه ګرانه
چې دا درست مرغان راکوز شي له اسمانه

پـه ژړا باندې پښتون ښه نـه ښـکاريـږي
خو د زړه ټوټې ته ھر سړی ژړيــږي

په سھراب پسې ژړلي ډير رسـتم دي
ګرم مې مه بولی چې سـترګې مې په نــم دي ُ

چې لــه خـولــې نـه مــې د زړه ويـنې راغلي
دا بـيتونـه مـې پـه سـرو وينو ليـکلي

اې زمــا خــوږو يــارانـو داسـې شـعر دی
پـه ويــلــو ســړی خوري لکه د شېر دی

زړه مې توردی که وطن جوړشي کشمير نن
حال يې څه وي دغموچې وي امير نن

ځـــکه تـير يمــــه لـه ســــره ھـــم لــه تـنـه
يـم روان پـه اوږده ګـام لـه دې وطـنـه

١٣٧٧/٢/٢۵ ،ل،ل

""