راځـۍ چـې حــج تـه لاړ شـو شـیـطـانـان په کاڼـو ولـو
چې قـام څوک خـرڅـوي هـغـه مشران پـه کاڼـو ولـو

درشـل د پښـتـنـو تـه چـې پـه بـد نـظـر کـاتـه کـړي
بـاچـا کـه د جـهـان وي دا انــسـان پــه کـاڼــو ولـو

بـیـلـتـون ســره چـې مــل وي د نــفـاق اور بـلـوي نـو
دی خـپـلـه کــه جـانـان وي دا جـانـان په کـاڼــو ولو

چې مخامـخ دا سـتـا وي پسیشاه چې د بـل چـا وي
هـمـدا مـــنــافــقـان خـــو د جــهــان پــه کـاڼـــو ولـو

ستا کړی کار چې اخلی او دعوه پرې د خپل ځان کړي
راځـۍ د داسـې خــلــکـو خـو ایــمـان پـــه کاڼــو ولـو

د بـــل ډول تــه ګـــډیــــږي او د خــپــلـــه ډولــــه لــــرې
نـسـیـم سـتـوریــه راځــه دا غــلامــان پــه کـاڼــو ولـو