دغه ژونــدون چــې یــو نـیمګــړی شــان ارمــان يـادیـږي
سـتــا پــه کــوڅــه کــې ډلــې ډلـې عــاشــقـــان یـــادیـــږي

چــې د ګـلــونــو ګـيـډۍ راوړي مــعـشـــوقــه عـاشـق تــه
کــه دې بــوډا وي ، تـل عمـري بـــه دغـه ځـوان يــادیــږي

چـې عـاشــقـان په کې راجمعه ټــول ، ټـولی ټــولـی شــي
دا پــښتـونــخــوا خــو د ســنــدرو ګـلــسـتـــان يــادیـــږي

چـــې ئـــې دیـــــدار د تـــورو ســتـرګـــو د لــیـلا کــولـــو
دا قیس داستان کې،په مجنـون څیرې ګـريوان يـادیـږي

د بــــڼــو لانــدې اشــــاره مــه کــړه نیازبـــیـــنـې پـيــغـلـې
دغـــه عـاشــق خــو ســتـا رهــبـر د دې کــاروان يــادیــږي

چـــې د کــاروان ســـــره مــلـګــری شـــو نســیـــم ستوری
دا کــاروانـیــان د پـــښــتونـخــوا ټــول مـیـنــان یــایــږي

 

راليږونکی :نسیم ستوری
د راليږونکي پته :
pakhtyan_stori@hotmail.com
نيټه : 10-10-2008