څومره که دژوند پر لاره ستړي یو
دومره به په مینه کی پیاوړي یو


نا څي دشباب وینه رګونو کې
پوه شه که سپین ږیري شو نو مړي یو


وخت غېږ ته راغلئ ترې به تا‌ؤ کړو لاس
بیا به ګوره خړو او بو وړي یو


راشه له وبا دجنګه لري شو
څوبه له خپل کوره پوروړي یو


خپل دی یمه خپل می شه پدې خاطر
خپلې مور په غېږ کې را لوی کړي یو


ګوره عمري نن پردئ مه ګڼه
آه که سره بیل دبدن غړي یو


راليږونکی :محمدعلی عمری
د راليږونکي پته :
m.ali.omure@gmail.com
نيټه : 11-09-2008