طنز
محمودنظری
خر مهره

خدای دا دنیا په خپل پوهه پیدا کړه
پوه یې انسان نا پوه یې بوده پیدا کړه
ددنیا هر شی یې دوه زوجه پيدا کړه
دکاروبار لپاره یې پوه او خره پیدا کړه
په دواړو کې دلته خره په واک سوه
پوهانو ورته دستي خر مهره پیدا کړه
خدای ښځه ښکلی ښایسته پيدا کړه
دې پوهو ورته دستي بوغره پیدا کړه
سړي ته یې ښکلې ماټي او ږیره پیدا کړه
پوه انسان ورته تیزه چاړه پيدا کړه
خدای وایي تر دنیا اخیریت ښه دی
هغو دا دنیا تر بلي دنیا ښه پیدا کړه
رب شیطان ورټه انسان یې خليفه کړ
هغودلته شیطان ته پيرخانه پیدا کړه
څه چې خدای ویل دوی یې ضد وکړه
هغوی خوندونه د الهی امر چپه پیدا کړه
انسا ن تر شیطان ډیر کبرجن سو دنیا کې
ان ډیرو د شیطان لا لوړه رتبه پیدا کړه
انسان د بادار په امر دخدای دامرضد سو
چې په جیب کې یې د ډالرو بنچه پیدا کړه
انسان اوس ډیر وخت شناس موجود دی
دکفر لپاره یې سمه دیني جامه پیدا کړه
ددې مجرمو انسانانو او شیطانانو څه توپیر
هر یو دمظلوم وینو څښلو ته پیاله پیدا کړه
چا دجهاد چا دمقاومت په نامه خلک ولوټول
هر یو د خپل مهارت په اساس چلوټه پیدا کړه
اوس څه لکه پرټوګ چې مردار کړی ناست دي
ځان ته يې په ژیړو سترګو د بښنې ترانه پیدا کړه
یو کار چې سم انسان دخدای د رضا لپاره وکړ
جرم او خیانت ته یې هر چیري محاکمه پیداکړه
که مړ وي که ژوندی وي اخیر مجرم محاکمه کیږي
هوښيار ځان ته په زړښت کې غوړه ګوته پیدا کړه
دجهاد په نوم دوکه کې دخدای سزا هم ورته ګوري
هغه ورته په هغه دنیاکې له مخي هاویه پیدا کړه
اوس ټولو مجرمانو لاس یو کړی چې سوله رانسي
د دوامداره جنګ لپاره هر یوه، یوه پلمه پیدا کړه
***