بلنه چاته؟
کله چې دننه تکړه کسان وی نو بهر ته ضرورت نشته
تر اوسه په نړۍ کې داسې ملک نشته
چې په ښوونه او روزنه باندې یې بندیز لګول شوی وی ! دې ته څو بعدی فتنه وایی
لکه دخلیج جزایری امیران چې دانګرېز په شیطانی جوړ شوی دی درسنیو په اکو بکو کې داپنځه کاله نغارې ور باندې ستړې شوې خو
دلته لومړی افغان تابه او بیا مشرتابه دیوه خپلواک افغانستان لپاره په کار دی که نه خفه کیږی .
مشرتابه د ټیکټاک سره او زرغون مجانی ستېکر او د۳۴ تلویزنو هر اړخیزه مزخرفات نه دی
مشرتابه نه زور دی اونه حکومت ، نه مقام دی او نه څوکۍ نه امیر دی نه زهیر بلکې دولس سوله او سلامت دی .
تاریخی مسئولیت دی، دروند پېټی دی، بشپړ شخصیت او ظرافت دی، دعدل ترازو دانصاف چلونې زعامت دی . مثبت سوچ اوثبات دی
ظاهری او او ریا کاری نه ده دڅارویو نه رمه ده او نه ګله اوپاده !مشرتابه په ټولنه کې د اشرف المخلوقات خیر اوبقا ده د ایاک نعبد وایاک نستعین په غوښتنه کې کرامت، وسیله ، ګذشت اوزغم دی. واقعا په عمل کې « واعتصموا بحبل الله جمیعا ولا تفرقوا»څراغ ، اګاهانه برداشت نظم او د یووالي اصلي بنسټ دی.
پرته له سالمې رهبرۍ اې ای [AI[هم دلته ناکامیږی حتی شتمنې او له بشري ځواک څخه ډکې ټولنې هم له ګډوډۍ او انارشۍ او وروسته پاتې والي سره مخ کېږي. په ټولنه کې د مشرتابه اساسي ارزښتونه په لاندې برخو کې لیدل کېږي فروعات او میزوب فکر مه ورباندې راګډ وی
مشرتابه نعمت دی
دالهی خوښی پر حاصلیږی ، ګوره غاړې مو بندیږی چا چې مشر تابه کړې نه وی هغه یې هیڅ نشی کولی
عملا یې وینی جهان کې دمشر تابه ډیر برجسته رجالو له ستونزو سره همدا ډول مبارزه کړې ده.

۱. لوری ټاکل او لوری لرلید دلوری capacity
(Vision)

• روښانه بې غرضه او مرضه موخې اواهداف:
(Goals)
• ⁠مشران ټولنې ته یوه روښانه تګلاره او راتلونکی بشپړ انځور ورکوي ترڅو خلک پوه شي چې کوم لوري ته روان دي.
دغه بهیر دچرچیل مثال تعریف کوی : هغه ویل هر ټولنه چې ملی زعیم ونه لری هغې رمې ته پاتې کیږی چې شپون ونه لری . البته
مشروع شپون مخاطب شپون نه خود منم، خود کوزه ، کوزه ګر اوکوزه فروش!

⁠• د سرچینو سم وړاندیزونو لومړیتوبونو مدیریت:
د مادي او بشري سرچینو د بې ځایه مصرف مخه نیول او پر مهمو لومړیتوبونو یې متمرکز کوي.

۱. ملی یووالی او همکاری ،همغږي اوګذار سمې لارې ته
له واشنکتن، ماسکو او اسلام آباد سره دتیرو تباه کونکوً معاملو په سر په نړیواله کچه دقیقه محاسبه او پالیسی په کار ده زلمی دټېپرو له نرخه هم کم شمېرلی

• د شخړو هوارول لویه جرګه وړوکې او حتی دولایاتو په سطحه شوری :
یو ښه مشر د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ منځګړیتوب کوي او د اختلافاتو د حل لارې لټوي.
په سورکی ننوتلی زمری څخه دسارا ګېدړ ښه دی

• ګډ کار هڅول: خلک د شخصي ګټو پر ځای ملي او ټولنیزو ګټو ته شرکتونو او نهادونو ته هڅوي.

۱. پرمختګ او نوښت

• مثبت بدلون: مشران د زړو او زیانمنو شاته پاتې متحجرو دودونو پر وړاندې درېږي او ټولنه د علم، نړیوال بهیر ،اقتصاد او ټکنالوژۍ پر لور بیایي.
• د نارینه اوښځینه متعادل استعدادونو روزل اوتنوع:
نوي نسل ته د ودې ، پراختیا او پر مختګ مناسبې زمینې برابروي او ذټولنې راتلونکي لپاره مشران روزي.

۱. داومنی چې امنیت او عدالت اقتصاد تضمینوی

• د قانون پلي کول اوهغه جدی ګڼل:
په ټولنه کې د نظم او عدالت په ټینګښت سره د هر وګړي، سیمې او چاپېریال ډبرې ،غره اوسمې حتی نورو کایناتو حقونه خوندي کیږی .

• په ناورینونو کې د جرم دکچې په تناسب عدلی مدیریت:
د جګړو، طبیعي پېښو یا اقتصادي کړکېچونو پر مهال د خلکو روحیه لوړه ساتي او سمې پرېکړې کوي.
محتکر، جعل کار ، خاین خایف، جاسوس او هرې نغارې ته دچپیانو په څېر هوراویل په وړاندی عاقلانه تدابیر په کار دی
ددوه مخی
سیاست هغه که کورنی او که بهرنی مخه په کلکه نیول .
دواسطې، شخصی ، ګروهی او هرډول سوء استفادې جدی مخنیوی.
داهغه ابتدایی مراودات دی چې دیوه ولس عظمت پورته بیایی دې بیوزلی مسلمان ولس نیمه پېړۍ ډیر شهیدان ورکړی . دهغو ورثه رشن اخلی خو نور زاړه ارګ ته په زرې د استعمار چیانو ګاډی کې ننوزی کوم اسلام دغه جواز ورکوی؟

په درنښت