د ستورو نه د ځمکې ننداره
په ستورو کې مو ژوند ښه تېرېده. تل به د الله تعالی په عبادت بوخت وم او کله ناکله به مې د یوه لوی تلسکوپ په مرسته ځمکې ته کتل، څو پوه شم چې د ستر رب تعالی له خوا پیدا شوی دغه اشرف المخلوق، انسان، څنګه ژوند تېروي؛ څه کوي، څه وایي، د څه لپاره هڅې کوي او د کومو هیلو په مټ د ژوند اوږده لار وهي.
زموږ ژوند له شور او زوږه لرې و. خپل وخت به مو د خپل خالق په عبادت او د هغه د قدرتونو په فکر کولو تېراوه. خو زما په زړه کې تل دا پوښتنه راګرځېده چې د الله تعالی پر ځمکه دغه اشرف المخلوق موجود به ژوند څنګه تېروي.
همدې تلوسې به اړ کړم چې کله ناکله خپل لوی تلسکوپ راواخلم، د ځمکې پر لور یې برابر کړم او د هغې د اوسېدونکو د ژوند ننداره وکړم.
د ځمکې بېلابېلو سیمو ته به مې د تلسکوپ مخ ورګرځاوه او ننداره به مې کوله. کله به مې د لویو ښارونو ننداره کوله، کله به مې د کلیو او بانډو پر لور نظر اړاوه او کله به مې د هغو سیمو ژوند څاره چې خلک یې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.
په ځمکه کې یوه غرنۍ سیمه وه. یو وخت یې نوم آریانا و، چې د نړۍ د تقریباً لومړنیو تمدنونو ګڼل کېده، څه موده وروسته ورته د خراسان نوم کارېده، چې په خپل وخت کې د نړۍ له مهمو او پرمختللو سیمو څخه وو؛ او په وروستیو پېړیو کې د افغانستان په نوم مسما شو.
ما به د ځمکې بېلابېلې سیمې لیدلې، خو دغه غرنۍ سیمه مې تر نورو ډېره خوښېده. د دې سیمې خلک زړور، مېلمه پال او غیرتي وو. له همدې امله به مې ډېر ځله د دوی ژوند څاره.
په وروستیو کې مې ولیدل چې د دې خاورې خلک هم په خپلو کې په جګړو اخته دي او هم له پردیو سره په شخړو کې ښکېل دي. زړه مې سخت خپه شو؛ تلسکوپ مې بند کړ او بېرته په عبادت بوخت شوم.
څه موده وروسته مې بیا د دې سیمې د لیدلو تلوسه په زړه کې را وپارېده. تلسکوپ ته مې لاس کړ او د ځمکې پر لور مې هماغې سیمې ته برابر کړ. ګورم چې دا ځل افغانان خوشحاله دي. لا هم فقر شته، خو د پاچا صاحب د واکمنۍ پر مهال امنیت ټینګ دی. په دې وروستیو کې خو یې خلکو ته د سیاسي ګوندونو د جوړولو اجازه هم ورکړې ده. چپ اړخو د خلق او پرچم په نومونو سیاسي فعالیتونه پیل کړي وو او اسلام‌ پالو هم د اسلامي نهضت تر نوم لاندې خپل سیاسي فعالیتونه پيل کړي وو.
په همدې منځ کې د پرچم ګوند ځینو غړو د پاچا صاحب د تره زوی او پخوانی صدراعظم، سردار محمد داود خان، دې ته وهڅاوه چې پر پاچا کودتا وکړي او د هېواد سیاسي واک په خپل لاس کې واخلي. دا چې پخواني صدراعظم هم د واک او اختیار لېوالتیا لرله او اوس یې د نظام په دننه کې ملاتړ هم پیدا کړی و، نو لاس په کار شو او له وینې تویولو پرته یې د هېواد واګې په خپل لاس کې واخیستې.
د دې پېښو له لیدلو وروسته مې تلسکوپ دقیق تعقیب کړ. لا مې د تېرې نندارې د خواشینۍ اغېز له زړه نه و وتلی چې ګورم، د دې خاورې پر سیاسي اسمان یو ځل بیا د بې ‌ثباتۍ ورېځې راټولېږي.
نوي واکمن، سردار محمد داود خان، چې د صدارت پر مهال یې یو شمېر د پام وړ کارونه کړي وو، دا ځل د ځینو هغو کسانو په خبرو دوکه شوی و چې د وطن د خدمت په نوم یې د واک د ترلاسه کولو خوبونه لیدل. د پرچم ګوند غړو ورسره مرسته کړې وه، خو ما ته داسې ښکارېده چې د دې مرستې تر شا د راتلونکي واک لپاره هم یوه پټه نقشه پرته وه.
ما له ځانه سره وویل: "الله دې اوس د دې خوار ملت مدد وکړي، لکه چې سم په سیند لاهو شول"
د داود خان په واکمنۍ کې ورو ورو د اسلام پالو او حکومت ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې. له بلې خوا، کمونستانو هم په نظام کې مهمې دندې او لوړې چوکۍ ترلاسه کړې. ما د خپل تلسکوپ له لارې د حکومت دننه د بېلابېلو سیاسي ډلو فعالیتونه څارل. یوه ډله (اسلام پال) د خپل فکر د خپرولو په هڅه کې وه، بلې (کمونستان) د واک د ټینګولو لپاره هڅې کولې او درېیمه ډله (عام ملت) د خپل راتلونکي برخلیک په اړه اندېښمنه وه.
لږه موده لا نه وه تېره شوې چې واکمن ته هم ورو ورو څرګنده شوه چې د ده په نظام کې ځینې کسان یوازې د حکومت د پیاوړتیا لپاره نه دي راغلي. هغوی خپل سیاسي فکر، خپلې موخې او خپل پلانونه درلودل. واکمن مشر هڅه وکړه چې د حکومت واګې لا ټینګې په خپل لاس کې ونیسي او د هغو ډلو نفوذ محدود کړي چې د ده د واک لپاره یې خطر ګڼل، ورو، ورو پدې هم پوه شو چې اسلام پال یې دښمنان ندي خو بس وخت تېر وو.
ما تلسکوپ لږ شاته کړ او له ځانه سره مې د یادښت په کتابچه کې ولیکل:
"واکمن مشر خو له وطن سره ښه لیونۍ مینه لري ځکه خو یې واک غوښته چې د خپل وطن ښه خدمت وکړي خو بس د واک مینې د لېوانو سره آشنا کړ او د لېوانو په دوستۍ کې چا ګټه نه ده کړې".
ستړی شوم نو د قیللې په نیت ویده شوم، خوب مې لیده چې یو لوی وحشي غوایي چې د ۷ عدد پشان دوه ښکرونه لري د سردار داود د کور په تعمیر کې خپل ښکرونه ښخ کړي، خوب وډار کړم او چې رابیدار شوم عاجل مې تلسکوپ د کابل پر لور برابر کړ، ګورم چې د ښار فضا بدله شوې ده. د پوځ ټانکونه حرکت کوي، الوتکې په هوا کې ګرځي، د ښار پر ځینو برخو د جګړې سیوری خپور شوی او د واک د نیولو لپاره یو ځل بیا د ټوپک خولې پر خبرو راغلې دي.
ما په حیرانتیا وویل: "دا ځل څه خبره ده؟ لا خو د دې ملت د پخواني زخمونه نه وو رغېدلي چې یو ځل بیا یې د تاریخ پر کتاب کې د وینو په رنګ لیکل پیل شول".
د پنج شنبې ورځ د غوایي میاشتې اوومه کټ مټ داسې وه لکه هغه زما خوب، خلقي افسرانو په سردار داود کودتا کړې وه او تر سبا ورځې یې د واکمن مشر ټوله کورنۍ له تیغه تېره کړه.
ما په خپل یادښت کې ولیکل:
"د دې خاورې سیاستوال عجیبه خلک دي؛ د ملت د هوساینې پرځای فقط د خپل واک په لټه کې وي، د واک ترلاسه کولو لپاره د هرچا سره دوست کېدلای شي او د ملګري خطاب ورته کوي، خو کله چې یې د واک پر سر اختلاف پیدا شي، بیا ورته دښمن وایي. دلته د دوستۍ او دښمنۍ ترمنځ واټن کله ناکله یوازې د یوې څوکۍ هومره وي"، دې سیاستوالو ته نه دین اعتبار دی او نه وطن.
ما د تلسکوپ له شا د کابل ننداره کوله. ځینو خلکو د نوي نظام هرکلی کاوه، ځینو د راتلونکي په اړه اندېښنه لرله او ډېرو لا نه پوهېدل چې د دوی د برخلیک پر کتاب کومه نوې او برخلیک ټاکونکې پاڼه اړول شوې ده.
د دې پېښې په لیدو سخت خفه شوم، خپل ورور ته مې کیسه شروع کړه، ورور مې وویل چې دا خلک زه هم د مودو راهیسې په خپل تلسکوپ کې ګورم، بس الله تعالی دې پرې ورحمېږي.
دا ځل مې بیا تلسکوپ راواخیست او د ورور څنګ ته کښېناستم، ورته مې کړل چې؛ ښايي د نوي نظام په راتګ به د دې خاورې د خلکو ژوند ښه شي. کېدای شي د بېوزلو ستونزې حل شي، د غریبې طبقې ژوند ښه شي، دین په ښه شکل قایم شي او خلک د یوه ارام ژوند څښتنان شي.
ورور مې راته وویل: ساده ګله! ودې نه لیدل چې واک کمونستي فکره خلکو واخیست، دې مفکورې خو په شمالي او منځنۍ آسیا کې په ملیونونو خلک ووژل. دوی وهل، وژل او تړل کوي، د دین له نوم سره خو یې بالکل ډزې دي، د خیر خلک ندي خو راځه وګورو چې دلته څه کوي.
تلسکوپونه مو د ځمکې مخ ته واړول ومو ولیدل چې د حکومت او د ټولنې د ډېرو برخو ترمنځ واټن ورځ تر بلې زیاتېږي. د نوي نظام د ځینو تګلارو، په ځانګړي ډول د ځمکو د اصلاحاتو، سیاسي ځپنې، په ټولنه کې د چټکو بدلونونو او په خاصه توګه د دین د دشمنۍ په اړه سخت مخالفتونه راپورته شول. په ګڼو سیمو کې خلک د حکومت پر وړاندې ودرېدل نو د نظام ځواب هم ورځ تر بلې سختېده.
دیني عالمان، قومي مشران، سیاسي مخالفان او عام خلک په بېلابېلو پېښو کې له نیونو، زندانونو او ځپنې سره مخ شول. د خلکو په منځ کې وېره خپرېده او د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتېدې.
ما خپل تلسکوپ ته وکتل، بیا مې د کابل پر لور نظر واړاوه او ورور ته مې وویل: دې خلکو خو د هوسا افغانستان چیغې وهلې، دوی خو ویل چې شاهي راج ختم شو او واک د مزدور او فقیر سره شو؛ اوس ولې داسې ښکاري چې د ژوند د ښه کولو د پلانونو تر څنګ د خلکو د نیولو، ځپلو او غږ چوپولو پلانونه هم جوړ شوي دي.
بیا مې په کتابچه کې ولیکل:
"د ځینو واکمنانو په اند، د خلکو د ستونزو د حل لپاره تر ټولو اسانه لاره دا ده چې د ستونزو په اړه د خلکو غږ بند شي. دوی داسې فکر کوي چې که څوک د لوږې شکایت ونه کړي، نو لوږه به هم ورسره له منځه ولاړه شي؛ او که څوک د ظلم نوم وانخلي، نو ظلم به په خپله د عدالت جامې واغوندي؛ او پدې نه پوهېږي چې که د ولس غږ واوري او د هغوی مشروع غوښتنې ومني نو هم به دوی خوشحاله وي او هم ولس".
ما د دې پېښو په هکله یادښتونه لیکل چې ورور مې غږ وکړ؛ تلسکوپ دې راواخله! بله لوبه جوړه شوې ده، کتل مې چې د نوي نظام دننه اختلافونه جوړ شوي دي. هغه کسان چې پرون یې د یوه فکر تر بیرغ لاندې د واک د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کړې وه، نن د واک او مشرتابه پر سر په خپلو کې سره بېل شوي وو.
د خلق او پرچم ترمنځ اختلافونه خو له پخوا موجود وو، دادی اوس د واکمن ګوند(خلق) په داخل کې هم کیسه ورانه وه، وفادار شاګرد راپاڅېده او خپل استاد یې وواژه.
ورور ته مې وویل چې؛ دا ښه شوه، مه کوه په چا چې وبشي په تا.
ما د تلسکوپ له لارې د دې پېښو ننداره کوله. هغه کس چې پرون د نظام مشر و، نن نور د واک په ماڼۍ کې نه و. دده پر ځای یې پخوانی نږدې ملګری او شاګرد ناست و.
خو د دې بد بخته لا څلورمه میاشت نیمایي ته نه وه رسېدلې چې دا هم د خپلو وفادارو دوستانو (شوروي اتحاد) په لاس ووژل شو.
زړه مې سخت ودردېده او یو آه مې وکړ.
ورور مې وویل چې ولې، د دې ظالم ظلمونه دې نه وو لیدلي چې دومره پرې خفه شوې؟
ورته مې کړل: لالا! دا او دې ته ورته ظالمان دې الله لدې هم بدتر کړی خو ګوره چې د افغانستان پاکه، غیرتي او مسلمانه خاوره باندې شوروي ټانکونه راغلل او له دوی بد تر مفسد یې د افغانستان مشر وټاکه.
ما د تلسکوپ له شیشي د افغانستان پر لور وکتل. دلته اوس د شورویانو له خوا د کارمل په نوم یو تن مشر ټاکل شوی وو، د دې خاورې د خلکو لپاره دا یوازې د حکومت د مشرانو بدلون نه و ؛ بلکې د یوه بهرني ځواک پوځي مداخله او د هېواد د خپلواکۍ پر وړاندې یوه ستره ننګونه وه.
لالا مې وویل: "اوس کیسه سمه ورانه شوه، دا غیرتي او مؤمن ولس په اوس په قرار نشي، دوی فقر مني، ولږه زغمي، درد لیدلای شي خو تاریخ ثابته کړې چې اشغال نه مني، دا څو کاله مخکې یې انګریزان چې د نړۍ قوي ترین ځواک وو، امپراطوري یې ور دړې وړې کړه، ته به اوس اور وګورې.
کتل مې چې د شوروي ځواکونو له راتګ سره جګړه سمه پراخه شوه. د شورویانو او شوروي پلوه حکومت پر وړاندې په ټول هېواد کې جهاد پیل شو. د افغانستان خلک د جګړې په اور کې راګیر شول. کلي ورانېدل، کورنۍ بې‌ځایه کېدې، ځوانان د جګړې ډګرونو ته تلل او میندو د خپلو زامنو د بېرته راتګ په تمه شپې سبا کولې.
ما د تلسکوپ په مرسته د یوه کلي ننداره کوله. یوه مور د کور مخې ته ناسته وه، سترګې یې د لارې پر لور نیولې وې. هغې خپل زوی چې څو ورځې مخکې یې د دین او وطن د ساتنې مقدس جهاد ته لېږلی وو د سترګو یې نه لرې کېده. مور به کله د لارې دوړو ته کتل او کله به یې د کور دروازې ته.
ما د هغې سترګو ته وکتل؛ داسې ښکارېده لکه هره شېبه چې د خپل زوی د قدمونو غږ اورېدو ته په تمه وي.
بلې خوا ته مې یو پلار ولید چې د خپلو ماشومانو لاسونه یې نیولي وو او له کلي څخه د وتلو په حال کې و. د کور وسایل یې شاته پاتې وو، خو د ژوند د ژغورلو او دین ساتنې لپاره یې د کډوالۍ لار نیولې وه.
بس جنګ وو، وینې تویېدل وو او د ښځو او ماشومانو چیغې...
سخت ورته وځورېدم او لالا ته مې وویل چې دا عثمانیان چېرته دي، دوی ولې د دې غریبو مرسته نه کوي؟
لالا مې په سړه ساه وویل: وروه! هغه عثمانیان چې ته یې د مرستې په تمه یې، نږدې نیمه پېړۍ کېږي چې د تاریخ په هدیره کې خښ دي؛ اوس یې نه د خلافت بیرغ رپېږي او نه یې د لښکرو د قدمونو غږ اورېدل کېږي، یوازې نومونه یې د تاریخ په پاڼو کې پاتې دي او خاطرې یې د مسلمانانو په زړونو کې.
سم خفه شوم او تلسکوپ مې بند کړ چې ورور مې راغږ کړ: "وا هلکه! دا مجاهدین په پوره زور لګیا دي او په وسلې او مهمات ورته رسېږي".
عاجل مې تلسکوپ ته مخ کړ ګورم چې امریکا او متحدین یې د مجاهدینو سره ښه مرسته کوي، له ځان سره مې وویل چې دا امریکایان څومره ښه مسلمانان دي! خامخا به یې په خپل هېواد کې هم داسې اسلامي نظام جوړ کړی وي چې موږ یې په لیدو حیران شو!
نو د دې خوښۍ د لیدلو لپاره مې د تلسکوپ مخ امریکا ته واړاوه، غوښتل مې دا عمري نظام وګورم، دا د یوسف بن تاشفین لارویان تعقیب کړم، خو چې کتل مې نو دا خو د شوروي بد تر لوی کفار وو، دوی خو د هغوی بدتر د مسلمانانو دښمنان وو، افسوس!
پوه شوم چې دا د ګټو لوبه ده او دوی د اسلام او مسلمانانو د غمه نه دي مړه.
ما تلسکوپ لږ ښکته کړ، سترګې مې پټې کړې او د الله تعالی په حضور کې مې دعا وکړه:
"یا الله! د دې خاورې پر خلکو رحم وکړه. ته دوی د فتنو څخه وساته".
نور آرام ویده شوم.
بله ورځ مې بیا دا بېچاره ولس را په زړه شو او تلسکوپ ته مې لاس کړ. ګورم چې شوروي اتحاد ماتې خوړلې، د هېواد نه په وتلو مجبور شوي، په هېواد کې د کارمل پر ځای د نجیب الله په نوم یو پښتون واک ته رسېدلی او د سولې او روغې جوړې چیغې وهي. د ورور نه مې پوښتنه وکړه: لالا دا څوک دی، دا خو ډېر ښه سړی ښکاري، د ورورۍ او اخوت غږ کوي، وایي مسلمان یم او افغان یم....
ورور مې وویل: ښه دې چې ویده وې، که د دې ظلمونه دې لیدلای وای په چنګیز به دې شکر ویستلی وای، لږ وړاندې دا د خاد رئیس وو، دومره افغانان یې له تېغه تېر کړي چې مه کوه پوښتنه بس اوس یې زور اوبه دی، باداران یې نور مات شوي ځکه د سولې چیغې وهي. حیران کښېناستم او ځان سره مې وویل.
"یا الله! دا د ځمکې خلک هم عجیبه دي؛ چې د ټوپک شپېلۍ ورسره وي، د خلکو د وژلو او ځپلو خبرې کوي، خو چې د ټوپک باروت یې خلاص شي، بیا د سولې، ورورولۍ او اخوت سندرې پیل کړي".
بیا مې له لالا څخه وپوښتل: لالا! نو د دې ولس برخلیک به کله بدلېږي؟ دا خلک به تر کومه د واکمنانو د تجربو قرباني وي؟
لالا راته وویل: زړګیه! د دې خاورې په تاریخ کې د واکمنانو نومونه بدلېږي، بیرغونه او شعارونه بدلېږي، خو د بې وزله ولس د سترګو اوښکې هماغسې پاتې وي. دلته هر نوی واکمن د نوي سباوون وعده کوي، خو ولس لا د تېر ماښام په تیاره کې سرګردانه وي.
ما بیا تلسکوپ ته وکتل. د نجیب الله حکومت د پخواني شوروي اتحاد له ملاتړ څخه بې برخې شوی و، د مجاهدینو بریدونه زیاتېدل او د هېواد سیاسي راتلونکی له ناڅرګند برخلیک سره مخ و. د سولې هغه خبرې چې پرون د واک د ټینګولو وسیله ګڼل کېدې، نن د یوه نظام د بقا وروستۍ هیلې ګرځېدلې وې.
ومې لیدل چې مجاهدین کابل ته ننوتل او د بریا بیرغونه یې پورته کړل. ما له ځانه سره وویل: شکر دی چې د جګړې دا اوږده شپه بالاخره پای ته ورسېده، اوس به ښايي دا ولس د آرام ساه واخلي، کډوال به خپلو کورونو ته راستانه شي او د ټوپک پر ځای به د قلم غږ واورېدل شي، نور به څوک د دین سره دښمني نلري، بس خوښي به وي او دا ملت.
خو لا مې دا هیلې په زړه کې غوړېدلې نه وې چې د کابل له بېلابېلو برخو څخه د ګولیو غږونه پورته شول. هغه کسان چې پرون یې د یوه ګډ هدف لپاره مبارزه کوله، نن په خپلو کې د واک پر سر سره ښکېل شوي وو. د مجاهدینو د ډلو ترمنځ جګړې پیل شوې، ښار ورانېده، کورونه نړېدل او د خلکو هیلې د باروتو په لوګي کې ورکېدې.
ما په حیرانتیا لالا ته وکتل او ومې ویل: لالا! دا څه وشول؟ پرون خو دوی د خپلواکۍ او اسلام د بریا جشنونه کول؛ نن ولې د همدې ولس پر کورونو مرمۍ وروي؟
لالا په خواشینۍ وویل: زړګیه! د جګړې پای یوازې د بهرني دښمن په وتلو نه راځي؛ کله چې د واک تنده د ورورولۍ پر احساس غالبه شي، نو د بریا بیرغونه هم د ورور د وینې په رنګ سره کېږي.
ما په خپل یادښت کې ولیکل:
"عجیبه ده! کله چې دښمن بهرنی وي، ټول د یوه وطن بچیان وي؛ خو چې د واک دروازې پرانیستل شي، هر څوک غواړي د وطن یوازینی وارث شي. دلته د بریا جشنونه د خلکو په اوښکو لمانځل کېږي او د خپلواکۍ تر شعار لاندې کله ناکله د انسان د ژوند خپلواکي هم تر پښو لاندې کېږي".
یوه ورځ مې کتل چې مجاهدینو په بېلا بېلو لارو پاټکونه اچولي، نوم د اسلام دی خو د خلکو مال، ناموس، عزت او وقار تر خپو لاندې کېږي، پاټکیانو د پیسو ترلاسه کولو لپاره له هیڅ سرحد دریغ نه کاوه، دوی د اسلام پالو په تندي داسې داغ ولګاوه چې ماته یې نوره د پاکېدو لار نه وه معلومه. تلسکوپ مې لږ ښکته کړ، او په فکرونو کې ډوب شوم.
زړه مې غوښتل چې د دې خاورې له لیدلو سترګې پټې کړم او نور دوی تعقیب نه کړم، خو د دې بې ګناه ولس درد نه پرېښودلم.
څه موده وروسته مې بیا تلسکوپ راواخیست. ګورم چې د افغانستان په سوېلي سیمو کې د طالبانو په نوم یوه نوې ډله راڅرګنده شوې ده. د دوی په اړه خلکو بېلابېل نظرونه لرل؛ ځینو د جګړه مارو ډلو له خپلمنځي شخړو څخه د خلاصون هیله ترې لرله، ځینو یې د دیني نظام د جوړولو تمه کوله او ځینو نورو د دوی د راتلونکي سیاست په اړه اندېښنې څرګندولې.
ما مې له ورور څخه وپوښتل: لالا! دا طالبان څوک دي؟ طالبانو سره وسلې څه کوي، دوی خو د کتاب او قلم خلک دي، د دوی یې په جګړې څه، ولې خپل درس نه وایي؟
لالا مې وویل: زړګیه! دوی رښتیا هم طالبان دي؛ د کتاب او قلم خلک دي، د دوی کار درس او تدریس دی، خو لږ غلی شو، بیا یې په موسکا زیاته کړه: خو داسې ښکاري چې د زمانې حالاتو د کتابونو له پاڼو څخه د جګړې ډګر ته را ویستلي دي.
ما بیا د تلسکوپ له لارې د دوی ننداره وکړه. دوی راته ښه خلک ښکاره شول؛ ساده جامې، د دیني علومو مطالعه او د یوه اسلامي نظام د جوړولو هیلې یې درلودې. ما له ځانه سره وویل: دا چې دوی طالبان دي، لا د واک او ماڼیو په شور او زوږ کې دومره نه دي ورک شوي؛ دوی به د واک پر ځای د دین، د مقام پر ځای د خدمت او د شخصي ګټو پر ځای د ولس د خیر فکر کوي. دوی دین مطالعه کوي او غواړي چې د دین د لارښوونو په رڼا کې حکومت جوړ کړي.
زړه مې لږ ډاډه شو او له ځانه سره مې وویل: ښايي دا ځل د دې کړېدلي وطن د ژغورلو وار رارسېدلی وي؛ ښايي د جګړو دا اوږده شپه پای ته ورسېږي او د سولې، ورورولۍ او ورورګلوۍ لمر راوخېژي.
خو ناڅاپه مې یوه پوښتنه ذهن ته راغله، لالا ته مې مخ ورواړاوه او ومې ویل:
لالا! دوی چې لا طالبان دي، نو دومره تجربه به له کومه کړي چې د دین د اصولو مطابق په دې نوي عصر کې حکومت جوړ کړي؟ د نننۍ نړۍ غوښتنې څومره پراخې شوې دي؛ اقتصاد، تعلیم، طبابت، ټکنالوژي، نړیوال سیاست، سوداګري او له نورو هېوادونو سره اړیکې ټول خپل اصول او پېچلتیاوې لري. د ملت دردونه وګوره؛ بېوزلي، بې کاري، کډوالي او د جګړو زخمونه لا پر ځای دي. د دې ټولو ستونزو د حل لپاره به څه کوي؟ له نړۍ سره به تعامل څنګه کوي؟ د دین د اصولو او د زمانې د اړتیاوو ترمنځ به توازن څنګه ساتي؟
لالا لږ فکر وکړ، بیا یې په ارام غږ وویل:
هو، زړګیه! دې خبرې ته زه هم اندېښمن یم. د دین مطالعه یو شی دی، خو د یوه هېواد اداره کول بل شی. د حکومتولۍ لپاره یوازې ښه نیت بسنه نه کوي؛ پوهه، تجربه، تدبیر، مشوره او د زمانې له غوښتنو سره بلدتیا هم ضرور ده. د یوه عالم دنده دا وي چې خلکو ته د دین لارښوونې وکړي، خو د یوه حکومت دنده دا هم ده چې د خلکو د ژوند ستونزې حل کړي، د هېواد اقتصاد پیاوړی کړي، د تعلیم لارې پراخې کړي او له نړۍ سره داسې اړیکې وساتي چې د ولس په ګټه وي. خو، اوس به ګورو چې څه کېږي. نیتونه په خبرو نه معلومېږي، بلکې په عمل کې څرګندېږي. راځه، وخت ته به انتظار وباسو؛ تاریخ به خپله پرېکړه وکړي.
دې خبرې سره مې تلسکوپ بېرته د ځمکې پر لور برابر کړ.
دې ځوانانو وکولای شول چې امنیت تأمین کړي، مرکزي حکومت رامنځته کړي او د خلکو سر، مال، عزت او ناموس خوندي کړي.
خو بس لکه څرنګه چې مې اندېښنه درلوده، دوی ونه توانېدل چې د هېوادوالو اقتصادي ستونزې حل کړي، د نړۍ سره تعامل وکړي او د عصر د غوښتنو مطابق نظام رامنځته کړي.
لا مې د دې پېښو یادښتونه بشپړ کړي نه وو چې ګورم، په امریکا کې عجیبه بریدونه وشول؛ لویې لویې الوتکې د اسمان څکو ودانیو سره ولګېدې او د نړۍ د سیاست د لوبې قواعد بدل شول. امریکا پر افغانستان پوځي بریدونه پیل کړل، د طالبانو حکومت نسکور شو او واک یو ځل بیا د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د ملاتړ په سیوري کې جوړ شوي حکومت ته ولېږدېد.
په حیرانتیا مې لالا ته وویل: عجیبه ده! دا خاوره لا د تېرو جګړو له خاورو او وینو نه وه پاکه شوې چې یو ځل بیا د نړیوالې جګړې په ډګر بدله شوه. دلته چې د جګړې یوه دروازه وتړل شي، بله یې له کومې لرې خوا پرانیستل شي.
لالا مې وویل: خیر ګوره چې څه کېږي، د دې ملت برخلیک دې خدای ښه کړي.
سترګې مې په خپل تلسکوپ کېښودې کتل مې چې په افغانستان کې نوی حکومت جوړ شو، پروني مجاهدین په رأس کې دي، نوي بنسټونه رامنځته شول، ښوونځي او پوهنتونونه پراخ شول او د ژوند په ګڼو برخو کې بدلونونه او اسانتیاوې راغلې. د ښارونو څېرې بدلېدې، د ښوونځیو دروازې د ډېرو ماشومانو پر مخ پرانیستل شوې، د رسنیو غږونه ډېر شول او د خلکو په زړونو کې د یوه نوي سبا هیلې راټوکېدې. داسې ښکارېده لکه دا کړېدلی وطن چې له اوږدې تیارې وروسته د رڼا پر لور روان وي.
خو د دې رڼا تر څنګ داسې سیوري هم اوږدېدل چې ورو ورو یې د خلکو د هیلو پر مخ تیاره غوړوله. اداري فساد پراخ شو، په ادارو کې رشوت او اختلاس نور له ورایه ښکارېده ، ناامني ورځ تر بلې زیاتېده، او سیاسي واک د هغو کسانو په لاسونو کې راټولېده چې د ولس د خدمت پر ځای یې ډېر ځله خپلې ګټې او شخصي طبیعي ښکلا موخې لومړیتوب ګرځولې وې. د حکومت دننه او بهر داسې کړۍ هم وې چې د جګړې په دوام کې یې خپلې ګټې لټولې؛ ځکه په وران وطن کې د ځینو خلکو کاروبار غوړېده، خو د دې خاورې د بېوزلو خلکو ژوند ورځ تر بلې سختېده.
رشوت، اختلاس، قتل، غلا او غصب د خلکو د ورځني ژوند د ترخو کیسو برخه شول. یو افغان به د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره د رشوت ورکولو پرته بله لار نه لیده، بل د ناامنۍ له وېرې له کوره نه شو وتلای، او بل د زورواکو له لاسه خپل کور، ځمکه او شتمني له لاسه ورکوله. د عدالت نوم ډېر اورېدل کېده، خو د عدالت په لټه کې د ډېرو خلکو پښې د ادارو په دهلیزونو کې ستړې کېدې.
ما خپل کتابچه بنده کړه او له لالا مې وپوښتل: لالا! دا خو هماغه خلک وو چې د ارامۍ، پرمختګ او د خلکو د هوساینې ژمنې یې کولې، دوی کې خو اکثریت مشران اسلام پال وو. نو ولې د دې خاورې د خلکو پر ژوند لا هم د وېرې او بې‌عدالتۍ سیوری غوړېدلی دی؟
لالا مې په خواشینۍ وویل: زړګیه! کوم نظام چې د کفر په اوږه سپور راشي له هغې به نوره څه طمعه ولرو؟
نور مې نو بالکل وویل چې د دې خلکو دې الله مل شي زه یې نور د تعقیبولو توان نلرم، نو تلسکوپ مې د اروپا خواته واړاوه، د سویس د طبعي ښکلاګانو مې خوند اخیسته او د خالق د دې ښایسته خلقت په هکله مې فکر کاوه، او وخت تېرېده. ناڅاپه مې فکر شو چې د هغه بېچاره هېواد د کنړ او نورستان ښکلا ګانې خو لدې زیاتې وې، د ننګرهار د ګلو وږم یې تر ډېر لرې تلو او د کابل جنتي هوا یې په زړه کې لارې ویستې، چې د هغوی سرنوشت به څنګه شوی وي؟
یو ځل بیا مې د تلسکوپ مخ ورواړاوه، ګورم کیسه بیا بدله ده، طالبان بیا په حرکت راغلي، د لالا مخکنۍ خبره مې راپه یاد شوه چې ویل یې: د دې ملت تاریخ لا پخوا ثابته کړې ده چې افغانان هر ډول ستونزې، لوږې او تکلیفونه زغملای شي، خو د بهرني واکمنۍ او اشغال پر وړاندې یې مقاومت بیا بیا سر راپورته کړی دی. ورو ورو وسله وال مخالفتونه زیات شول او جګړې یو ځل بیا د افغانستان پر غرونو، دښتو او کلیو سیوری وغوړاوه.
دا ځل د جګړې بڼه تر پخوا بدله وه. په ډېرو ښارونو کې د امریکا او د هغې د متحدینو په ملاتړ ولاړ حکومت واکمن و، خو په ګڼو کلیوالو سیمو کې وسله والو طالبانو نفوذ درلود او د متدین ولس د یوې لویې برخې ملاتړ یې ترلاسه کړې وو. د ښار او کلي ترمنځ واټن یوازې د سړکونو او ودانیو واټن نه و؛ د جګړې، سیاست، امنیت او د راتلونکي د تصورونو ترمنځ هم ژور اختلافونه موجود وو.
ما له حیرانتیا وویل لالا! په تېره جګړه کې خو امریکا او متحدینو یې د شوروي پر ضد د مجاهدینو ملاتړ کاوه؛ اوس خو د جګړې بل لوری خپله امریکا ده. دا جګړه به څنګه روانه وي؟
لالا مې وویل: زړګیه! همدا د تاریخ عجیبه اړخ دی. هغه نړیوال ځواک چې پرون یې د یوې جګړې د لوري ملاتړ کاوه، نن خپله د جګړې په منځ کې ولاړ دی. دا ځل د طالبانو پر وړاندې د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځي ائتلاف ولاړ دی. د هغوی د الوتکو، پرمختللو وسلو او پوځي ټکنالوژۍ مقابله له سپکو وسلو او محدودو امکاناتو سره اسانه نه ده.
د جګړې په میدان کې د الوتکو او سپکو ټوپکونو ترمنځ نابرابري څرګنده وه؛ خو جګړه یوازې د وسلو په شمېر نه ګټل کېږي او نه بایلل کېږي. د خلکو ملاتړ، د جګړې موخې، سیمه ییز شرایط، سیاسي محاسبات او د وخت تېرېدل هم په پایلو کې ونډه لري. طالبانو له خپلو امکاناتو سره جګړې ته دوام ورکړ، او د افغانستان خلک یو ځل بیا د جګړې د درنو بیو د ورکولو په منځ کې پاتې شول.
ما ولیدل چې کلونه تېرېدل، نسلونه بدلېدل، خو د جګړې لوګي لا هم د دې خاورې له اسمانه نه پورته کېدل. هر کال د مرګونو، بې‌ځایه کېدو، ورانېدو او بې باورۍ نوې کیسې لیکل کېدې. په یوه لوري کې بهرني ځواکونه او د هغوی ملاتړي ولاړ وو، په بل لوري کې خوار طالبان.
د جګړې په دې اوږده بهیر کې، چې هر لوري به یې د خپلې بریا خبرې کولې، ما به د هغو میندو او ماشومانو څېرې کتلې چې د جګړې د پای په تمه وو. ما له ځان سره ویل: یا ربه! دا ملت به تر کومه د نورو د پرېکړو او د خپلو مشرانو د تېروتنو بیه پرې کوي؟
د خالق ذات دا سنت را په یاد شول چې تل یې قوي په کمزوري وهلی نو هیله مند شوم او کتل مې چې د جګړې د پای او سولې خبرې ورو ورو د سیاست د مېز پر سر هم مطرح شوې. هغه جګړه چې په پیل کې د امریکا د پوځي بریا په هیلو پیل شوې وه، اوس یې د پای لپاره د خبرو دروازې لټولې، د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات پیل شول، او لږ وروسته په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک شو. خو د جګړې د پای ترڅنګ د افغانستان د راتلونکي په اړه ډېرې پوښتنې لا هم بې ځوابه پاتې وې.
د سولې د تړون خبرونه خپرېدل، خو د افغانانو په زړونو کې یوه پوښتنه لا هم ژوندۍ وه: ایا دا به رښتینې سوله وي، که یوازې د جګړې د یوې مرحلې پای او د بلې مرحلې پیل؟
لږ وروسته بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل، د جمهوریت نظام په چټکۍ سره ړنګ شو او طالبان یو ځل بیا کابل ته ننوتل. د شل کلنې جګړې فصل وتړل شو، خو د نوي نظام د ازموینې فصل پرانیستل شو.
ما په حیرانتیا ورور ته وویل: لالا! د دې دردېدلي ملت واک خو بیا د طالبانو لاس ته ورغی. خو دا طالبان خو هغه ځوانان نه دي چې شل کاله مخکې مو ولیدل؟ هغه وخت یې تجربه کمه وه، عمرونه یې لږ وو او احساسات یې تاوده وو. اوس به څه کوي؟ ایا د دې ملت د ستونزو د حل توان به ولري؟
لالا مې په ارام غږ وویل: زړګیه! دا اوس هغه طالبان نه دي چې شل کاله مخکې مو ولیدل. دوی اوس علماء دي. شل کاله تېر شوي؛ دا د یوه انسان د ژوند یوه لویه برخه ده. په دې موده کې جګړه، سیاست، خبرې اترې او د واک د ترلاسه کولو هڅې ټولې د دوی د ژوند برخه ګرځېدلې دي. دوی به ډېر څه زده کړي وي، ډېرې تجربې به یې ترلاسه کړې وي؛ خو دا چې له دې تجربو به څنګه ګټه اخلي، هغه به وخت راته وښيي.
د همدې خبرې په اورېدلو مې ځان سره وویل چې د دې خلکو تعقیب خو د عبادت نه لرې کړم، دوی به پرېږم او زه به د خپل رب ته سجده ولګوم.