یواړخیزه،هراړخیزه،دوه او درې اړخیزه
شی اړخیزه ډونالد او ولادیمیر اړخیزه

د امریکا د ولسمشر [ډونالډ ټرمپ ]د روسیې د ولسمشر [ولادیمیر پوتین ]او د چین د ولسمشر [شي جین پینګ ]ترمنځ د چین په شینزین ښار کې د آسیا-پاسیفیک اقتصادي همغږی او همکارۍ (APEC) ددې سرمشریزې په څنډه کې تاریخي درې اړخیزه کتنه نړۍ ته د څو قطبي خرسانو نړیوال نظام، د سترو قدرتونو سفاکانو ترمنځ مستقیم تعامل او د نړیوالو کړکېچونو د سمېدو مدیریت یو مهم پیغام لېږدوي.
دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د نړۍ د درېوو سترو اټوميک او اقتصادي قدرتونو مشران په ګډه پر یوه مېز ، سیمه او کوټه کې غونډه او نړیوال دیالوګ لری.

د نړیوالو چارو د یوشمېر مننونکو شنونکو او استخباراتی رسنیو د راپورونو له مخې، دا ناسته نړۍ ته لاندې بنسټیزه پیغامونه لري:
د سترو قدرتونو ترمنځ نوی توازن یا نړیواله موازنه
• د څو قطبي نړۍ منل. دې ناستې وښوده چې نړیوال سیاست نور یوازې د یوه قدرت تر اغېز لاندې نه دی. [د نیویارک ټایمز ]د راپور له مخې، دا درې هېوادونه د نړۍ تر [۹۰ ]سلنې ډېرې اټومي وسلې په واک کې لري او ګډه ناسته یې پر نړیوال امنیت د دوی مستقیم نفوذ ښيي.
د چین مرکزي اغېز
د دې سرمشریزې کوربتوب چین ته دا فرصت ورکړ چې ځان د نړیوالو شخړو د منځګړي او د نړۍ د یوه مهم اقتصادي او سیاسي مرکز په توګه نړۍ ته ور وپېژنی .
د سیمه‌ییزو او نړیوالو جګړو مدیریت
• د اوکراین او ایران جګړې. د بي بي سي پښتو او نورو نړیوالو سرچینو په وینا، په دې لیدنه کې د اوکراین جګړه او له ایران سره روانه شخړه د بحث له مهمو موضوعاتو څخه دي. دا ښيي چې ستر قدرتونه غواړي د دغو جګړو د پراخېدو مخه ونیسي او سیاسي حل لارې ورته ولټوي.
د وړو او متحدو هېوادونو برخلیک
او اندېښنې. د Fox Newsفاکس نیوز او[NBC]این بي سي نیوز د راپورونو پر بنسټ، د اوکراین، تایوان او اروپایي هېوادونو مشران اندېښنه لري چې دا درې قدرتونه د دوی له حضور پرته د دوی د راتلونکي په اړه پرېکړې ونه کړي
د اټومي وسلو کنټرول او اقتصادي سیالي

• د اټومي وسلو د کمښت هڅې. وروسته له هغه چې د امریکا او روسیې ترمنځ د اټومي وسلو د کنټرول پخوانی تړون پای ته ورسېد، دا ناسته نړۍ ته دا هیله ورکوي چې ښايي د اټومي وسلو د کنټرول لپاره نوي مذاکرات پیل شي.
• اقتصادي او سوداګریز تعامل. د سیاسي اختلافاتو سره سره، د مشرانو تود هرکلی او پر سوداګرۍ خبرې دا پیغام ورکوي چې ستر قدرتونه د نړیوال اقتصاد د ثبات او سوداګریزو اړیکو ساتلو ته اړتیا لري.
په ټوله کې، که څه هم یو شمېر کارپوهان له دې لنډې ناستې څخه د سمدستي او سترو تړونونو تمه نه لري، خو دا کتنه د سړې جګړې له پالیسیو څخه د وتلو او د سترو قدرتونو ترمنځ د مستقیمې ډیپلوماسۍ یو نوی پړاو ګڼل کېدای شی.