اریایې کلتور
له خپل کلي کور په څه شومه محروم زه
بې ګنا د چا په حکم شوم محکوم زه
موږ په بل ملت هیڅ ظلم کړی نه دی
ملتو منځ کې تر ټولو یم معصوم زه
د نړۍ خونخوار په موږ پسې راغلي
ظالم یاد شم خو تر ټولو یم مظلوم زه
په هویت مې له هر لوري تیری کېږي
چا ته وښایم حریف او رقیب کوم زه
اریایې کلتور چې موږ څخه پردی شو
د عربو په کلتور کې شوم معدوم زه
چې د بلخ لویا په زړه کړم، حیرانېږم
د ایران د فرهنګي دعوې په نوم زه
ارام ژوند مو تر هغې وروسته ونه لید
د انګریز په استعار چې شوم مسموم زه
د دوستیو په نوم څو ځلې دوکه شوم
اوس شکمن یم د دوستیو په مفهوم زه
د پنجاب وروري هم دام وو مرادزیه
په دې سیمه کې دښمن یم معلوم زه
سرلوڅ مرادزی