سید عبیدالله نادر

د زمانې له رفتاره د عبرت درس!

ټولنیزو برخو کې ادبی مضمون : انتباهی، تعلیمی، تربیوی ،اصلاحی او اخلاقي

ګذر د زمانې د عبرت یو آئینه ده . چې هر څه په کښي ښکاري ګذر د زمان ښه او بد په دي آئینه کښی ښکاره کوي .

چې عبرت بین خلک یې د مثبت او منفی پایلو څخه د عبرت درس اخلي .او دا درس د روزګار دی. چې په هیڅ کتاب کښی نشته، زما یو بیت دی چې زما د لمړنیو شعرونو څخه هم په حساب کښي راځي :

لدي دومره کتابو می هیڅ یاد نه شو

لکه دومره می چې یاد شو له روزګاره

خو یوه ډله غافل خلک بیا د دي پایلو څخه یانی د دنیا د ګذرڅخه هیڅ عبرت نه اخلي .او د دي عبرت سرا څخه ځان ته د عبرت ټکي نه راټولوي ،په داسي حال کښی چې زمانه او روزګار د یو معلم په شان ، د یو استاد په شان،د یو غمخوار په شان هره لمحه او هره لحظه د عبرت درس ورکوي .

او پوهنه ورکوي. ګذر د زمان د بیدارۍ درس ورکوي په شرط د دی چې د زړه سترګي مو خلاصی وي داسي صحني د زمان د ګذر څخه مخي ته راځی چې انسان باید ترې عبرت واخلي د تېر ژوند او تاریځ نه هم باید عبرت واخلو.

نو هماغه ده چې رودکی فارسي شاعر په دي هکله داسي وایي:

هرکه ناموخت از ګذشت روزګار

نیز نامـــوزد زهیــــچ آمـــوزګار

واقعیت سره چې د رودکی دا شعر ښکلی نصیحت دی او زمونږ وینا ته بلاغت هم ورکوي

د زماني له معلمه څخه باید زده کړو دا رفتار د زمانې باید په هیڅ کې ونه ګنو ځکه چې، په هره صحنه کښي یې حکمتونه دي ،او باید چې ګټه تری واخلو او ځانونه پری پوه کړو.

ولی چې ډیر ځله زمان زمونږ د پوهولو پوهیدواو خبرولو له پاره راڅرخي. ډیری داسي صحنی مخی ته راځي چې زمونږ د عبرت له پاره دي او وي .په کار ده چې، ترې عبرت واخلو .

زما د دي شعر په تائید :

زمانه په هر انداز عبرت سازی کړي

تر څو ویښ کړي له لکونو یو غافل

نو په دي اساس تېر تاریخ هم یو آئینه ده چې باید په دي آئینه کښي وګورو او خپل سیاست او تګ لاره د تېر تاریځ په رڼا کښي پر مخ بوځو. لکه څرنګه چې مو د مخه وویل :زمانه په خپل ګذر کښی زمونږ د بیدارۍ له پاره ډیري اشارې لري چې باید دا نکتی واخلواو ترې غافل نه شو.

زما د دي بل بیت په تأئید سره :

مونږه سر نه کړلو پورته له خوبه د غفلته

که نه وې په هر ګذر د زمانې کښی اشارې

زمونږ تر مخه ډیر حکومتونه او نظامونه مینځ ته راغلي او راپرزیدلي او ړنګ شوي ،او ډیری سهوی او خطا ګاني د وخت د چار واکو او حاکمانو له خوا شوي په کار وه چې ټوله تری عبرت اخیستی وای خو په افسوس سره چې هیڅ چا هم عبرت وا نه خیست.

د حضرت بیدل علیه الرحمه دا یو بیت دی چې د مضمون په آخره کې یې راوړم او تقریبأ زمونږ ټوله مضوع او بحث په خوا کښي نیسي .

اندکی بیدل به هوش آ، وهم وظن در کار نیست

هر چه می بینی نیاز عبرت ما کرده اند

بیدل

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

ټولنیزو برخو کې ادبی مضمون:انتباهی،تعلیمی،تربیوی،او اخلاقي