دچا فخر دانتحارۍ او ترهګرۍ په پار
دبل فخر د پټې جاسوسۍ په ابتکار
دوړوکی وړوکی مسئولیت دلوی لو ی مسئولیت
دهرچا کار دمن اوخروار په مقدار
دګوربت پرواز ته ځیر شه چرګ هېرکړه
چرچرک چیرته او چېرته موسیقار
چاسره نظام وړوکی چاسره لوی
یو به کوشکن جوړوی خو بل به لوی ښار
مستقبل
ای بېګناه ولسه:
ښی او کیڼ لورته وګوره! د ډیرو غم ځپلو خلکوً، محتاجوً، وږو ، تږو ستړې ستومانو ، ځورېدلو او تهدید شوېو اوښلنې سترګې به ووینی . لور په لور، کور په کور هره سیمه اودره کې به ددردونو له امله ځګروی واوری . نوهله به پوه شی چې څومره په مصیبت اخته شته اوڅومره صبناک!!
ته یوازې نه یې له تا پرته ډیر ناروغان هم شته چې له مودو هسې دالمناکو دردونو ، ویرونو ، جنجالونو انحصارونو بسترو کې اوړی او راوړی.
دملایانو دغو له اسلام بې خبرو انډیوالانو زندانو کې څه تېریږی؟
«وتبین لکم کیف فعلنا بهم وضربنا لکم الامثال»
طالب خوښ دی او که خپه تر څو چې ملت ته مراجعه ونه کړی فکر نه کوم داوړۍ شړۍ شی!
پنځه کاله په نړیوالو ګونګوسیو دروغو او غلطو پالیسیو کې کلک نښتی پاتې دی
د افغانستان بقا او روښانه راتلونکی عینی اوذهنی (مستقبل) بې له شکه، درواغو، لافو، نااهلیو ، ریا اوتزویر ، خالی تماشاوو اوځان ښودونو ، نورو سرتمبګیو په څو مهمو او اساسي محورونو پورې تړلی دی، چې د نورو هېواد د رغنده ثبات، پرمختګ او هوساینې لپاره حیاتي او ډیر اړین ګڼل کېږي:
۱-ملي یووالی او د ټولو لورو ګډون (سیاسي او جیو ستراتیژیک ثبات)
کورنیو کړکېچونوً بیا رغونې سوله ایزه رښتنی عامه
ګام پورته کول غواړی
۲-عامه اجماع غواړی :
د افغانستان د ټولو قومونو، ژبو او مذاهبو ترمنځ همغږي رامنځ ته کول او د اخوت په رڼا کې یو بل منل د ثبات او مدبرانه تصمیم دبری لومړی شرط دی.
۳-• ټولګډونه یا همه شموله او ولسواکه حکومتولي:
یو داسې نظام چې د ټولنې د ټولو پرګنو، په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو ، نوی نسل حقونو ته بښپړ درناوی وکړي او ټولو ته پکې د خدمت او ګډون فرصت لارې اوپل او په تیره بیا هر اړخیزه زمینه برابره کړی
۴-اهلیت، امانات ،شفافیت ، اخلاص او تجربه امتیاز وګڼل شی دجعل کاره ګونګسیو مخه ونیول شی
۵-تعلیم، پوهنه یو dynamic مجور دی فلهذا د بشري ځواک روزنه
نصاب، کیفیت او کمیت ته اهمیت دهېواد او نړۍ په کچه ورکړل شی دواسطې، زور ، پیسو اورشوت مخه ونیول شی سیستم له هرې جعل کارۍ اوفضول تعامل پاک وساتل شی
چې غوټې پسې په لاس به درشی
چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته
۶-عصري او دیني زده کړې:
دعصر له فرهنګ وتل حماقت دی ! امکان نه لری ابزار یې نه لیرې کیږی د نجونو او هلکانو لپاره پرته له تفکیکه، توپیره ، فاسد اوله سیالیو ناوړه برداشتونو د زده کړو د
زمینې برابرول مسئولیت دی . د
معاصرې نړۍ له علومو او تکنالوژۍ سره مجهز کېدل د هېواد د پر ځان بسیاینې یوازنۍ اکشافی اوپر مختللې لاره ده.
۷-فکري وده او له دګم مجازه موی وتل :
د افراطي او رادیکال افکارو پر ځای د روښانفکرۍ او متوازن فکر ترویج. ملی او کورنی مراوداتو ته زمینه مساعدول بدلون راوستلی شی
۸-اقتصادي ځانګړتیاوې او په ځان بسیاینه
د زیرمو سمه ګټه اخیستنه:
۹-افغانستان د طبیعي کانونو او اوبو بډایه سرچینې لري. دا دزور کار نه دی دا تخنیکی او مسلکی فرصت غواړی د دغو کانونو په قانوني او په رڼه توګه راایستل او مدیریت کول هېواد له بهرنیو مرستو او بې وخته خیراتونو له منت بهر سا تلی او ژغورلی شي.
۱۰-کرهڼه/کرنه او زراعت او صنعت: د کرنې میکانیزه کول او د داخلي
تولیداتو [صدور او ورود]ملاتړ له درانه خوبه راپاڅول دحکومت کار دی
۱۱-د ټرانزیټ مرکز:
دلارو اوترانس بهیر
افغانستان د جیو ستراتژیک په ډګر کې منځنۍ او سویلۍ اسیا د نښلوونکي پُل په توګه کارول دچین ، روسیې او امریکا برګ خوبونه مهار کولی شی
۱۲-متوازنه قاطع ، بېداره بهرنۍ تګلاره او دېپلوماسی او د نړۍ سره ستراتیژیک تعامل:
برخه اخیستل زموږ دبهرنیو چارو وزارت فلج او معلول دی.
۱۳-بې طرفي [+] سرکت او مثبت تعامل:
د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ ډیپلوماټیکې اړیکې لرل ددېپلوماتانو په کچه نه خبزیال او د ترهګرۍ پر وړاندې رښتینې مبارزه دلید لوری په معیارچې
دزیبرا خره ډوله سیاست څخه ځان ساتل دافغان ولس په ګټه ده
۱۴-د ګاونډیانو سره همکاري او متقابل چلند :
د هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه مداخلې اصل ته ژمنتیا پروخت کاغ! نه هر وخت یوازې
۱. د قانون
۲. حاکمیت او عدالت
په رڼا کې
۱۵-د هر ډول فساد مخنیوی:
دې برخه کې زه د مسلکی دیجیتال. لاینسس په مټ سوشال میدیا ته ننوتم او دفساد عنآصرو غلا، چور، چپاول او لوټماری مې چې له چین څخه دمارچ په میاشت کې دبن دککړې معاهدې لس ملیونی لومړنۍ مرسته کابل ته ورسېدله او دغه دوا درمل بیا بیرته په درملتون کې پلورل کېدله دچا شرم او جنایت او اړیکی دی؟ دعمر داؤد زی تور لښکر ( دپښتنو) په نوم هم لا سیستم کې پروت دی .
په اداري، مالي او قضایي سیسټمونو کې د روڼتیا
راوستل.
د بشري حقونو خوندیتوب: عدالت، مساوات او د هر افغان د ژوند، مال او عزت ساتنه
او په پای کې :
د افغانستان راتلونکی د افغانانو په خپل لاس کې دی؛ دا ومنی کله چې د
قلم،
کار،
یووالی
او قانون
د جنګ اوجګړې ، تشنج او کړکېچ او تفریق ځای ونیسي، او د واعتصمو بحبل الله جمیعا ولاتفرقو ا ارشاد عملی بڼه غوره کړی د هېواد بقا خامخا او مستقبل په طبیعي توګه تضمین کیږی.
حسبنا الله ونعم الوکیل