کتب انزل الیک فلا یکن فی صدرک حرج فتنه لتنذربه وذکری للمؤمنین
ژباړه:« دایو کتاب دی چې تاته استول شوی دی نوای. محمد ستا په زړه له ده نه څه اندېښنه نه وی له نازولو نه هدف دادی چې ته دده په وسیله (منکران )ووېروې اود مؤمنانو لپاره یادونه وی»
دالفاظو اومعانیو په اهدافو پوهېدل تر ټولو اهم کار دی نه لکه پر اوبو اوخوړو ګېډه ډکول.
کتاب ، پوهنه، تعلیم او تربیه په یوه ټولنه کې وسوسې ، اندېښنې، لانجې او تشنج له منځه وړی.
کتاب دوسه وسه کوښښ کوی چې دباطل مخه ونیسی
کتاب او پوهنه عقل، سالم سوچ ته وده ورکوی اوزړه پاکوی
دکتاب لیکنه علمی مهارت ، کوتلی شخصیت، بشپړه اراده دټولنې اخلاقی موقعیت او نزاکت ته ریالستبک اهمیت ورکوی
هر ګونګوسی، بند وبست، ناندرۍ او لاف زنی کتاب نه دی
کتاب او علمیت یو داسې واعظ دی چې ډار نه لری
کتاب دخبرو فهم ، دعبارت پر هدف، دجملو پر بدلولو اوپوهنیزه حکمت باندې د پوهېدو رسوخ منځ ته راوړی
د بېکارو خلکو له ناستې ولاړې دې ساتی
کتاب داستنباط ، اطلاعاتو، مستند سند او لاس ته راوړنې دی
دعلم لمن پراخوی،دذهن ، زړه، وخت ساتنه او ملګ تیا کوی
کتاب انسان له تورو تیارو څخه ر.اباسیبېله کومې بخیلی دهر چا لپاره ځانګړی مقام لری.