د یوې ټولنې د فکري روښانتیا، معنوي ودې او پرمختګ لپاره ادبي هڅې او فرهنګي فعالیتونه ځانګړی ارزښت لري. په دې وروستیو کلونو کې د هېواد ادبي هڅو او فرهنګي خوځښتونو ته د پاملرنې کچه لوړه شوې ده. د ادب خاوندان تل هڅه کوي، چې د خپلو ادبي هڅو په دوام سره د ټولنې د فکري روښانتیا او پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د ادبي لاسته راوړنو د پیاوړتیا لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
ادبي خوځښتونه یوازې په لیکنو او لوستنو پورې محدود نه دي؛ بلکې خلکو ته د رسنیو له لارې د کره معلوماتو رسول، د شعري او نثري غونډو جوړول، ادبي ناستې او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه علمي او ادبي بحثونه هم د دغو هڅو مهمې برخې دي.
د ادب خاوندان هڅه کوي، چې د ډله‌ییزو رسنیو له لارې د ادب مینه‌والو ته پر وخت او کره معلومات وړاندې کړي. دغه معلومات ډېری وخت د ټولنې له ورځني وضعیت، ټولنیزو ستونزو او هغو مسایلو سره تړاو لري، چې د خلکو پام ځان ته ور اړوي او د فکر کولو او د ستونزو د حل لپاره زمینه برابروي.
اوس مهال په هېواد کې د چاپي، غږیزو او لیدیزو رسنیو له لارې د ادبي مطالبو خپرېدل د ادبي هڅو یوه مهمه برخه او لاسته راوړنه ده. دغه فعالیتونه نه یوازې د ادبیاتو د ودې لپاره ګټور دي؛ بلکې د ټولنې د فکري بېدارۍ، د پوهې د پراختیا او د فرهنګي ارزښتونو د پېژندنې لپاره هم مهم رول لري.
په پای کې باید ووایو، چې د ادبي هڅو وده د یوې روښانه او پرمختللې ټولنې بنسټونه دي. که د ادب خاوندان، رسنۍ، دولتي بنسټونه او د ټولنې وګړي په ګډه د دې ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي، نو کولای شو خپل فرهنګي هویت خوندي وساتو او د یوه روښانه، آباد او سمسور افغانستان د جوړېدو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړو.