د مدنیت کاروان
د مدنیت کاروان په ډیر بیړه ،د پرمختګ پر لور روان دی ،په کار ده چې ټول د علم او معرفت خاوندان ،او د علم او معرفت لارویان ،د دې کاروان سره اوږه په اوږه ولاړ شي ،او زمونږ ټول خلک خپل ځانونه د دي کاروان سره سیال کړي ،په دې وروستیو کلنو کې ډیر حیرانونکی پرمختګونه د ساینس او فضا په میدان کې شوي ،چې د هغو نه زمونږ ناخبری به هم ، زمونږ په نادانۍ دلالت وکړي ،که مونږ د دي عظیم پرمختګ نه ځانونه نا خبره پریږدو او د دي حیرانونکو بدلونونو نه ځان خبر نه کړو ،دا به زمونږ لوی قصور وي ،بدلونونه که په هره برخه کې وي ،که په سیاست کې وي ، که د طب د علم په ډګر کې وي ،که په ساینس او تکنالوژی کې وي او که د فضا په برخه کې وي ضروری ده چې څه ناڅه ترې آګاهی ولرو ،ځکه د آګاهی او پوهنې په رڼا کې کولای شو ،چې ځانونه د زمان د علم او تکنالوژی نه خبر کړو ،نو د دې له پاره بیا تر ټولو دا ضروری او لازمه ده ، چې انجونو ته هم د تعلیم او تحصیل اجازه ورکړو ،او خپلې انجونې د علم و فن په زیور او جامه سمبال کړو ،د ښځو آزادی او د بیان آزادی ته غاړه کیږدو ،چې ګاونډ ملکونه مو خپلو ښځو او انجونو ته د تعلیم حق ورکوي ،نو مونږ باید چې د هغوي د سیالۍ نه وروسته پاتي نه شو، او په ترڅ کې د مدنیت د کاروان سره هم سیالان شو،
سید عبید الله نادر