څېرلی ګرېوان
دا چې ښکته پورته ګرځي توپان هسې
خپله خلکو دی راوستی پر ځان هسې
خپل بارونه چې د نورو پر اوږو ږدي
ناخبره دي له ځان او جهان هسې
خپل بنیاد ته چې په لاس بمونه کېږدي
په کوم قوم کې چا لېدلی نادان هسې؟
د خپل ذهني په زندان کې چې محبوس وي
نشته هیڅ زندان کې بل بندېوان هسې
د ملا په واکمنۍ کې چې څوک ژوند کړي
په ځنګل کې دی ژوندون د حیوان هسې
خلک خپله د شیطان رول کې لوبېږي
چا لېدلی چې شیطان دی، شیطان هسې
افسانې دي د اسمان په باب کې ډېرې
څوک ختلی چې اسمان دی اسمان هسې
په شړۍ کې مو وړۍ ریشلی نه ده
څه شته پته؟ دا جهان دی جهان هسې
چا ګومان او حقیقت سره معلوم کړل
ډېر د دار څلي ته وړې په ګومان هسې
مورذاتي ړندو په حدس کې څه توپیردی؟
خرمهره او لال چې بولي یوشان هسې
لکه ښکارمرغه چې والوزي له لاسه
زموږ لاس څخه وتلی دوران هسې
چې ګرېوان د مرادزي تل څېرې ښکاري
خپلو خلکو یې څېرلی ګرېوان هسې
د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر دوهمه
سرلوڅ مرادزی