دچا فخر دسیسۍ، زرکې مړز په ښکار
دبل فخر په وژلو د ناوړه ښاما. دوړو کی کار وړوکی دلوی لوی
دهرچا قدر دخپل کار په مقدار
دګوربت پرواز ته ګوره بی چرګ ته ګوره
چرچرک چېرته اوچېرته موسیقار
ارواښاد الفت
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پخوانی ځانګړي استازي بینن سیوان (Benon Sevan) د افغانستان د سولې طرحه او د موقتي حکومت د جوړښت غوښتنه د هېواد د معاصر تاریخ یو خورا حساس ، مهم ا«برخلیک »ټاکونکی پړاو وو.
هغه وویل :څه چې پاکستان کرلی هغه به خامخا ریبی!
دغه بهیر د چپی ډاکتر نجیب الله ګاو د حکومت د سقوط او د پاکستان میشتو تنظیمی مجاهدینو بېسوادو او پروفیسورو ، دفتاوی او پاکستانۍ بېټک غلو د واکمنۍ له پیل سره مستقیم تړاو لري، چې د ګاونډي هېواد پاکستان شیطانت ، منافقت او د پراخو لاسوهنو له امله له ناکامۍ اواوږدې لانجې سره مخ شو.
د دې تاریخي پېښې او د پاکستان د مداخلې تفصیلي ارزونه په لاندې ډول دBenon Sevan چې او س د قبرس په مرکز نیکوسیا کې اوسیږی او ۹۸ کلن دی دهغه په مرکه کې مخلصانه دریځ وګوری :
۱. د بینن سیوان د موقتي حکومت طرحه افغانی وه
په ۱۹۹۲ ز کال کې کې دځانګړی استازی په منډو او ترړو راپیل شو ه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي بینن سیوان د افغانستان دکړکېچ د هواري لپاره د سولې یو ۵ ماده‌ییز پلان وړاندې کړ. د دغه پلان تر ټولو مهمه برخه دا وه چې:
• د ډاکتر نجیب الله ګاو استعفا:
ډاکتر نجیب الله ګاو دا پرېکړه ومنله چې د سولې د ټینګښت او د واک د بې خرپ لېږد لپاره به له خپل مقام څخه تېرېږي اوسولې ته یې غاړه کېښوده.

• طرحه د بې‌طرفه ، مستقله افرادو څخه په سوله یزه موقتي شورا جوړېدل:

پرېکړه شوې وه چې داسې یو موقتي حکومت یا انتقالي شورا رامنځته شي چې د ټولو ښکېلو غاړو (حکومت، مجاهدینو او د پخواني پاچا ظاهر شاه د استازو) لپاره د منلو وړ وي.
دوه میاشتې صبغت الله مجددی او ۴ میاشتې برهان الدین ربانی چې په زور لېرې شو واکمنی وکړه

• ⁠ واک ته د مجاهدینو رسول:
ټاکل شوې وه چې دا شورا به په منظم ډول د ټاکنو یا یوې لویه جرګې له لارې راتلونکي نظام ته لاره هواروی خو غونډراو سره ، شیادی، دروغو او چل سره ملګرې وه

۱. د پاکستان
لاسوهنه او د پلان سبوتاژ کول هم د یتیم شیدې وی
پاکستان (چې د خپل استخباراتي سازمان ISI له لارې یې د مجاهدینو د ځینو تنظیمونو بشپړ ملاتړ کاوه) او دمجاهدینو تنظیم ګر وه خپل جاسوسان یې وروزل د ملګرو ملتونو د دغه منظم او بې‌طرفه پلان د پلي کېدو سخت مخالف هم و. پاکستان په لاندې ډول دا بهیر سبوتاژ کړ:
• د جګړې له لارې د کابل نیول او یا په کنډواله بدول پاکستان غوښتل چې د ملګرو ملتونو لخوا د واک د سوله‌ییز لېږد پر ځای، د دوی په خوښه تنظیمونه په پوځي زور کابل ته ننوځي ترڅو د هېواد د راتلونکي واک واګي په خپلو لاسونو کې واخلي.

• ⁠• په جهادي مشرانو فشار:
اسلام‌اباد د بینن سیوان تر مشري لاندې په کابل کې د ګډ موقتي حکومت د جوړېدو طرحه رد کړه او پر ځای یې د راولپندۍ او پېښور په غونډو کې پر مجاهدینو داسې پرېکړې تحمیل کړې چې د دوی خپل منځي اختلافات یې نور هم زیات او تشدید کړل.

• کورنی ائتلاف او پوځي کودتا:

د ISI په اشاره د هېواد په داخل کې د نجیب الله ګاو د حکومت د ځینو جګپوړو پوځي لکه : رئیس امنیت یعقوبی، جنرال عظیمی، وکیل ، او نور چارواکو او مجاهدینو ترمنځ دقدرت اوڅوکۍ پټ ائتلافونه جوړ شول چې په پایله کې یې د کابل د هوايي ډګر لاره بنده شوه او ډاکتر نجیب الله ونشوای کولای د بینن سیوان دملګرو ملتو په په الوتکه کې له هېواده بهر لاړ شي. سره له دې چې دتنظیمو مشرانو منلې وه چې زه هغه له کابل څخه وبا سم.
۱. د دې لاسوهنې پایلې
بنین سیوان وایی چې دما په شمول دتنظیمونومشران نواز شریف کورته وغوښتل
د پاکستان د دغې مداخلې او د بینن سیوان د موقتي حکومت د طرحې د ناکامېدو په پایله کې، افغانستان له یو داسې ناورین سره مخ شو چې اغېزې یې تر اوسه دطالب په په هلو ځلو کې پاتې دي:

• د واک خلا: د نجیب الله ګاو د حکومت په ناڅاپي ړنګېدو او د ملګرو ملتونو د پلان په ماتېدو سره په هېواد کې د واک لویه خلا رامنځته شوه.چې نجیب ګاو په روس بې باوره وه چې مړیې نه کړی
ځانګړی استازی کله چې یوه اونۍ دنجیب ګاو له مړینې نیویارک دملګرو ملتو دفتر ځی وایی ما ته یې ډیر زور راکړ چې هیڅ چا مانه پوښتنه ونه کړه چې دافغانستان کړکیچن حالت چېرې روان دی؟
ځانګړی استازی وایی دخمیرې ستاینه څوک نه کو ی بلکې دډوډۍ خو کله چې ګرمه ډوډۍ له تناره راووځی نو بیایې په خوړلو ،مزه او خوند هرڅوک خبری کوی ولې دغه کار ونه شو!!!!
ددې پرېکړی ستر مقاومت ګر : حکمتیار، سیاف، ربانی او ISI ول دقدرت تږی وه لکه طالبان په ډیر کم وخت کې یې خپل جهت ته بدلون ورکاوه او بل انتخاب به درلود
دامریکا اغیز دسعودی پیسې او دپاکستان مدرسه یې فارغ التحصیلان دلوبې ماشین وه

ځانګړی استازی وایی دایوه افغانی پروسه وه چې یو تفاهمراشی خو وایی چې هریو دقدرت او واک په لټه وه دروغجن او بې کفایته مسئولان وه. وایی کومه مرسته چې دملګرو ملتو کولای شو هغو هم ونه کړه سیوان وایی چې ما غلام اسحق خان دکړکیچ دخرابی خبردار ویلی وه.
• تنظیمي او کورنۍ جګړې:
کابل د بېلابېلو ډلو ترمنځ د خونړیو جګړو په ډګر بدل شو او د موقتي حکومت لپاره د راولپندۍ او پېښور د تړونونو ناکامي د دې لامل شوه چې هېواد په بشپړ ډول ویجاړ شي.
• د بنسټونو نړېدل: د منظم او قانوني لېږد د نشتوالي له امله، د افغانستان ملي اردو، پولیس او ټول دولتي بنسټونه تالا ترغۍ شول.
بنین سېوان وایی سلیمان لایق او دکابینې غړو غونډه جوړوله چې دغونډې ویاند هم وه ما مکتوب ورکړ ماته یې وویل چې څه شو نجیب ګاو به دې راوستلی وه کنه . ما ورته وویل لایقه لاړ شه یو ځل هنداه کې وګوره اوبیا دغه خبره کوه تر پرون پورې دنجیب ملګرې وې نن دې بیا لوری کوږ دی اوبس زه له غونډې راووتلم.