واشنګټن کې د چین ډیپلوماټیک حضور؛ له سیالۍ تر مشارکت او له تقابل تر سولې
لیکوال : ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنوونکی اندېښمن ځاځی
سریزه
په اوسنیو حالاتو کې چې په نړۍ کې سیاسي سیالۍ او امنیتي ناخوالې په پراخېدو دي ،سوداګریزې شخړو د نړیوال اقتصاد پر ثبات اغېز کړی ، ټکنالوژیک رقابت د راتلوونکي نړیوال نظم بڼه بدله کړې او په بېلابېلو سیمو کې روانو جګړو د نړیوالې سولې په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي، واشنګټن ته د چین د دولت رئیس د سفر پر مهال د نړۍ لپاره د سولې پیغام خپور کړ. په داسې حالاتو کې امریکا ته د چین د دولت رئیس شي جین پینګ سفر یوازې یوه عادي دیپلوماتیکه پېښه نشي بلل کېدی، بلکې دا لیدنه د نړۍ د دوو سترو اقتصادي او ستراتیژیکو قدرتونو ترمنځ د اړیکو د راتلونکي په اړه مهم سیاسي پیغام درلود. د چین او امریکا مشرانو مخامخ خبرې دا څرګندوي چې د ژورو اختلافاتو سره سره د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو او مذاکرې دروازې پرانیستي دي او دا خبره ځکه د نړۍ لپاره مهمه ده چې د دوی تر منځ اقتصادي یا سیاسي اختلافات د نړیوال اقتصاد، امنیت او سولې پر وضعیت مستقیم اغېز لري. د چین د دولت رئیس شي جین پینګ واشنګټن ته په رسېدو یو مهم پیغام ورکړ او ویې ویل ، چین او امریکا باید سیالان نه بلکې شریکان ووسي . بیجینګ ټینګار کوي چې د لویو قدرتونو ترمنځ اختلافات باید د تقابل او جګړې پر ځای د خبرو، متقابل درناوي او همکارۍ له لارې مدیریت شي. په دغه لیکنه کې به امریکا ته د چین د دولت رئیس شي جين پینګ پر ورورستي سفر او د امریکا د ولسمشر سره د هغه د لیدنې پر مهال د سوداګریزو، سیاسي او نړېوالو مسایلو په باب د خبرو پر ځینو جزیاتو، په دغه خبرو کې د چین پر ديپلوماتیک برلاسي رڼا واچوو.
له یوې لسیزې وروسته امریکا ته د چین د دولت د رئیس رسمي سفر
چین اوس مهال د نړۍ په مهمو اقتصادي، سوداګریزو او ټکنالوژیکو قدرت بدل شوی هېواد دی . د دغه هېواد اقتصادي وزن، په نړیواله سوداګرۍ کې پراخ حضور او له اسیا څخه تر اروپا، افریقا او منځني ختیځ پورې پراخې اړیکې داسې واقعیت دی چې دا روښانه کوي چې د چین او امریکا اړیکې یوازې دوه اړخیزه موضوع نده بلکې پر نړۍ هم اغېز لري. له یوې لسیزې وروسته امریکا ته د ښاغلي شي جین پینګ دولتی سفر او په امریکا کې له هغه څخه تود هرکلی دا ښکاره کوي چې امریکا هم اوس په دې پوهېدلې ده، چې له چین سره د تقابل پر ځای د ښو اړیکو جوړول د امریکا ، چین او نړۍ په ګټه دي. د واشنګټن او بېجینګ هره لویه پرېکړه د نړیوالو بازارونو، سوداګرۍ، پانګونې، تولید، ټکنالوژۍ او اکمالاتي ځنځیرونو پر وضعیت اغېز کوي. له همدې امله واشنګټن ته د شي جین پینګ سفر د چین لپاره دا فرصت هم و چې خپل مستقل دریځ په مستقیمه توګه وړاندې کړې او وښيي چې بېجینګ د نړیوالو مسئلو په اړه خپل لیدلوری، خپلې اندېښنې او خپلې حللارې لري.د سفر رسمي بڼه او د دواړو مشرانو ناسته د چین د نړیوال سیاسي وزن څرګندونه کوي. چین د داسې قدرت په توګه واشنګټن ته تللی چې د امریکا ترڅنګ د نړیوال اقتصاد او نړیوال سیاست له مهمو مرکزونو څخه دی؛ خو بیا هم د تقابل پر ځای د خبرو او همکارۍ دریځ غوره کوي. د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د شي جین پینګ د لیدنې له مهمو پیغامونو یو دا وو چې د چین او امریکا ترمنځ سیالي باید په دښمنۍ بدله نه شي ځکه چې د چین او امریکا په شان د دوو لویو اقتصادي او ستراتیژیکو قدرتونو تر منځ سیالي ، دوامداره اقتصادي فشار، بې باورۍ او ستراتیژیک تقابل زیان یوازې پر دواړو هېوادونو نه محدودېږي بلکې نړۍ هم ورسره اغېزمنه کیږي. د مصنوعي ځیرکتیا، نړیوال اقتصاد، اقلیمي بدلون، انرژۍ، نړیوالې سوداګرۍ او سیمهییز امنیت په څېر موضوعات داسې مسایل دي چې د یوه هېواد لخوا په یوازې ځان د حل وړ نه دي. له همدې امله د «سیالانو تر څنګ شریکانو» تصور یوازې د چین او امریکا لپاره نه، بلکې د نړیوال سیاست لپاره هم مهم پیغام دی ځکه چې د چین او امریکا په شان د دوو لویو اقتصادي او ستراتیژیکو قدرتونو مسؤلیت یوازې د خپل نفوذ ساتل نه دي بلکې د نړیوالو ستونزو د حل لپاره هم باید ګډ کار وکړي.
د چین او امریکا د سوداګریزو اړیکو ثبات او پر نړۍ یې اغېز
د چین او امریکا ترمنځ اقتصادي اړیکې د دواړو هېوادونو د اړیکو له مهمو محورونو څخه دي. تعرفې، صادرات، ټکنالوژي، صنعتي تولید او اکمالاتي ځنځیرونه په وروستیو کلونو کې د اختلاف مهمې سرچینې پاتې شوي دي.خو د شي جين پينګ او ټرمپ لیدنه دا څرګندوي چې اقتصادي اختلافات د خبرو له لارې د مدیریت وړ دي.د چین او امریکا تر منځ د دوه نورو میاشتو لپاره د سوداګریز اوربند غځول دواړو هېوادونو ته فرصت ورکوي چې د خپلو اختلافاتو د حل لپاره خبرو ته دوام ورکړي او د اقتصادي شخړې د لا پراخېدو مخه ونیسي.د چین لپاره د نړیوال تجارت ثبات ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه چین د نړۍ مهم تولیدي او سوداګریز مرکز دی ، د چین او امریکا د سوداګریزو اړیکو ثبات یوازې د بیجینګ په ګټه نه دی. امریکایي سوداګر، مصرفوونکي، نړیوال شرکتونه او د نړۍ ګڼ اقتصادونه هم د دې اړیکو له ثبات سره تړلي دي.له همدې امله د تعرفو د جګړې پر ځای خبرې او تفاهم د نړیوال اقتصاد لپاره د ثبات پیغام لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اختلافاتو مدیریت کولای شي د نړیوالو بازارونو لپاره د لا زیاتې بېثباتۍ مخه ونیسي او د دواړو اقتصادونو ترمنځ د اړیکو د دوام لپاره زمینه برابره کړي.
دتایوان په باب د بیجینګ ښکاره او روښانه دریځ
په دې مهمه او تاریخي لیدنه کې د خبرو بله موضوع د تایوان موضوع وه .تایوان د چین او امریکا ترمنځ یوه احساسه مسئله ده .چین په دې اړه خپل دریځ روښانه ساتلی او دا مسئله د خپل ملي حاکمیت او ملي یووالي له موضوع سره تړلې بولي او له امریکا غواړي چې د تایوان د مسلې په حل کې له جدي احتیاطه کار واخلي. د واشنګټن په خبرو کې د دې موضوع مطرح کېدل ښيي چې بیجینګ نه غواړي د ملي حاکمیت اړوند مسایل له نړیوالو بحثونو څخه څنډې ته شي. بلکې غواړي چې د هرې ستونزې د حل لپاره خبرې او مذاکره لومړی انتخاب ووسي . چین چې تل یې پر سوله ایز ژوند او ګډو ګټو ټینګار کړی د تایوان په مسئله کې هم په همدې دریځ ولاړ دی ، ځکه چې د داسې حساسو موضوعاتو په اړه د مستقیمو خبرو دوام د کړکېچ د کنټرول لپاره خورا ارزښت لري .
مصنوعي ځیرکتیا د چین او امریکا د مشرانو د خبرو بله موضوع
د چین او امریکا د مشرانو په مخامخ لیدنه کې د مصنوعي ځیرکتیا په باب هم خبرې وشوې، مصنوعي ځیرکتیا د چین او امریکا د راتلونکې ټکنالوژیکې سیالۍ مهم ډګر دی او چین په دې باور دی چې په دغه برخه کې ګډې همکارۍ ته اړتیا ده. AI د اقتصاد، صنعت، امنیت او د انسانانو ورځني ژوند د بدلون لپاره یو مهم عنصر بلل کیږي.چین ټینګار کوي چې ټکنالوژي باید د بشري پرمختګ لپاره وکارول شي، نه دا چې د نړیوال تقابل وسیله وګرځي. دا دریځ د چین د هغې پراخې هڅې برخه ده چې اقتصادي او ټکنالوژیک پرمختګ له نړیوالې همکارۍ او سوله ایز ژوند سره تړي.
نړیوال کړکیچ او د چین سوله ایز دریځ
شي جین پینګ له ټرمپ سره د خبرو یوه بله موضوع په نړۍ او په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې روان کړکیچ وه . شي جین پينګ یو ځل بیا د یوه سوله غوښتونکي هېواد په توګه خپل اقتصادي او ستراتیژیک ځواک د سولې او ډیپلوماسۍ له پیغام سره یوځای وړاندې کړ .هغه ټینګار وکړ چې نړیوالې شخړې باید د خبرو، سیاسي تفاهم او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي ، زور باید د حل لومړنۍ وسیله ونه ګرځي.په منځني ختیځ، ایران، اوکراین، سعودي عربستان، د کوریا ټاپووزمې او نورو کړکېچنو سیمو کې د نړیوالو بحرانونو له زیاتېدو سره دا دریځ ځانګړی اهمیت پیدا کوي. چین غواړي وښيي چې یو لوی قدرت کولای شي د نظامي فشار پر ځای د اقتصادي اړیکو، سیاسي خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې هم په نړیوال سیاست کې اغېز ولري.د چین نړیوال حضور له همدې امله یوازې په اقتصادي ځواک نه محدودېږي. بیجینګ هڅه کوي اقتصادي نفوذ، سیاسي اړیکې او ډیپلوماسي سره یوځای کړي او په نړیوالو شخړو کې د خبرو او سوله ایزو حللارو اهمیت زیات کړي.
په واشنګټن کې د چین ډیپلوماټیکه برلاسی؛ د دریځ ساتل او د اجنډا وړاندې کول
که واشنګټن ته د شي جین پینګ سفر د چین د ډیپلوماټیک دریځ له زاویې وکتل شي ، دا ښکاره کوي چې چین په دغه سفر کې مهمه برلاسي درلوده .په دغه سفر کې د چین برلاسي دا وه چې بیجینګ وکولای شول خپل اساسي دریځونه په لوړه کچه مطرح کړي، له امریکا سره مستقیمې خبرې وساتي او په عین وخت کې د سولې او همکارۍ په باب خپله اجنډا وړاندې کړي.دا باید روښانه کړو چې د چین د برلاسۍ معنا یوازې دا نه ده چې کوم لوري له بل څخه زیات امتیاز اخیستی؛ بلکې په دې کې ده چې چین د یوه داسې نړیوال قدرت په توګه راڅرګند شوی چې له واشنګټن سره د اختلاف پر مهال هم خپل دریځ ساتي، د خبرو توان لري او په نړیوالو مسئلو کې د خپل لیدلوري د وړاندې کولو ظرفیت لري.چین همدارنګه غواړي خپلې نړیوالې اړیکې یوازې له امریکا پورې محدودې نه کړي،له اسیا، اروپا، افریقا، منځني ختیځ او لاتینې امریکا سره د بیجینګ اقتصادي او سیاسي اړیکې د دې هېواد نړیوال حضور پراخوي.په همدې معنا، د واشنګټن سفر د چین لپاره د دې پیغام د تکرار فرصت و چې بیجینګ غواړي د نړیوالو مسئلو په اړه د یوه مستقل، اغېزناک او مسؤل قدرت په توګه حضور ولري.
پایله: له واشنګټنه د چین د سولې پیغام
واشنګټن ته د شي جین پینګ سفر د چین او امریکا ترمنځ ټول اختلافات نه دي ختم کړي او نه هم د ټولو حساسو مسئلو وروستی حل رامنځته شوی. د دې سفر سیاسي اهمیت په دې کې دی چې د نړۍ دوه ستر قدرتونه، سره له ژورو اختلافاتو، د خبرو مېز ته کښېناستل.چین په دې لیدنه کې خپل اساسي دریځونه وساتل، د اقتصادي او ستراتیژیکو موضوعاتو په اړه یې مستقیمې خبرې وکړې او په عین وخت کې یې د همکارۍ او سولې پیغام وړاندې کړ.د شي جين پينګ هغه پیغام چې ویې ویل ـ چین او امریکا باید یوازې سیالان نه، بلکې په ګډو مسئلو کې شریکان هم واوسي ـ د نننۍ نړۍ لپاره ځانګړی اهمیت لري. ځکه نړۍ د لویو قدرتونو له دایمي تقابل څخه نه، بلکې د هغوی له مسؤلانه همکارۍ څخه ګټه اخلي. چین په دغه سفر کې ښکاره کړه چې نړیوال ځواک یوازې د فشار او زور په معنا نه دی؛ ځواک هغه وخت نړیوال اعتبار پیدا کوي چې د ثبات، پرمختګ، خبرو او سولې لپاره وکارول شي. چین په واشنګټن وویل، سیالي دې د دښمنۍ بڼه نه تر سره کیږي ، اختلافات دې د خبرو له لارې مدیریت شي، لوی قدرتونه دې د ګډو ستونزو پر وړاندې شریکان شي او نړیوال امنیت دې د جګړې پر ځای د سولې او همکارۍ پر بنسټ ولاړ وي.