افغان وطن او انګریزان
دریمه برخه:
بېل یې کړه او اېل کړه (Divide and Rule ):
د روانې لړۍ په دې برخه کې به په کوز افغان وطن (پښتونخوا) کې هغه کسان په ګوته کړو چې د انګریزیانو په وړاندې یې په قصدي ډول د پښتنې مقاومت په ځپلو، د قبایلي ویش په جوړولو او یا د برتانوي پوځ لپاره یې د پښتنو په استعمالولو کې، ګډون کړی!
ارواښاد عبدالولي خان پخپل مشهور کتاب« رښتیا رښتیا دي» کې د سرجارج کننګم (۱) ډایري ترسرلیک لاندې خپله لیکنه کې یو شمېر داسې کسان په پوره وضاحت افشا کړی. دلته به د دې لیکنې یوه برخه چې زموږ د څیړنې موضوع سره اړه لري، رانقل کړم.
سرجارج کننګم د پخواني صوبه سرحد ( اوسنۍ پښتونخوا ) ایالت انګریزي ګورنر ( والي ) تېر شوی.
عبدالولی خان لیکي انګریزانو که یوخوا نوابان او جاګیرداران د اسلام په نامه په مسلم لیګ کښې راغونډول، بل اړخ ته يي بشپړه توجه ملایانو ته وه چې دلته په صوبه سرحد، قبایلې علاقې او ان تر افغانستان دننه پورې، د اسلام خپله دغه مورچه لا پسې وغځوي.
ولي خان زیاتوي: کننګم د ملایانو درې ډلې ټاکلې وې. واړه واړه ملایان يي د علاقو خانانو او د ځان اعتباري بهادرانو ته په حواله ورکړي وو. تر هغوی نه چې لږ د اوچتې درجې والا ول، نو هغوی سره يي رابطه د دیپټي کمیشنرانو ( د ضلعي انتظامي مشر بیروکراټ ) په ذریعه وه؛ او چې کوم ډېر کبرآ وو، نو هغوی ایغ په نیغه ګورنر سره خپله سلسله ټینګه کړې وه.
ولیخان ادامه ورکوي:
له انګریزۍ ترجمه: زه ( سرجارج کننګم ) یو هم وړوکي ملا سره په رابطه کې نه یم. ما دغه رابطه د لاندې ایجینټانو په ذریعه ساتلې ده. د هغوی رابطې زما سره عملآ ټولې زباني دي او پر کاغذ باندې ډېرې کمې لیکل شوې دي.
د شیرپاو غلام حیدر:
کننیګم وایې: د شیرپاو غلام حیدرخان ما ته وویل چې هغه د لاندې کلیو په ګډون، د نهو یا لسو ملایانو په ذریعه کارکولی شي: رزړ، کوټ، ترناو، تنګی، اتمانزي، عمرزی(وروستو پړانګ او چارسده)
ما د شیرپاو، خان ته ووی چې ته به هر یو ملا بېل بېل، او ځان ځان له راغواړي او د اسلام خدمت ته به يي تیاروې. څلویښت ( ۴۰ ) یا پنځوس( ۵۰) روپۍ به ورله ورکړې. ورته به ووايي چې بیا به څلور ( ۴ ) میاشتې پس راځي او خپله ټوله کارګذاري به بیانوې چې څه څه دې کړي دي. پیرنګی ( کننګم ) خان بهادر صاحب ته وايي چې داسې يي په اشارو کښې پوه کړه چې که کار دې تسلي بخش وکړ، نو نوره وظیفه به درته ملاو شي .خان بهادر صاحب په جواب کښې ګورنر ته وايي چې دا بعضې ملایان ډېر اعتباریان نه دي نو ښه به دا وي چې زه دوی میاشت په میاشت راغواړم. دا خیال به البته ساتلی شي چې رقم ( پيسې)هم مناسب ورکړی شي. یعني مطلب دا که د څلورو ( ۴ ) میاشتو دپاره څلویښت ( ۴۰ ) روپۍ وي. نو خو لس ( ۱۰ ) روپۍ میاشت شوه کنه . کننګم وايي چې ما د شیرپاو، خان له شپږ سوه ( ۶۰۰ ) روپۍ ورکړې.
دا شان د نوښار او پيښور تحصیل د ملایانو فهرست د ضلع دیپټي کمشنر سکندر میرزا ته په حواله وو چې د هغې فهرست موجود دی:
تر جمه: وزیر اعظم ما ته د ملایانو یو لیست راولیږه د چا په ذریعه چې هغه کار کوي. هغه ورته اوسطآ د میاشتې پنځلس ( ۱۵ ) روپۍ د سړي په سر ورکوي.( د B ضمینې نه)
د سوات، بونیر، مردان او راڼي زي ملایان د هغه وخت د سوات وزیر اعظم حضرت علي ته په حواله وو. کننګم وايي چې وزیر اعظم ماله د ملایانو مکمل فهرست رالیږلی دی چې هغوی له هغه، سړي سر پنځلس روپۍ د میاشتې ورکوي
د کوهاټ دغه ملایان د هغه ځای ډيپټي کمشنر شیخ محبوب علي ته په حواله وو.
د بنو د ضلعې دیپټي کمشنر ملایان دوو تنو ته حواله کړي؛ یو نواب ظفرخان او بل تاج علي خان(د خان بهادر غلام حیدرخان زوی).
د دیره اسماعیل خان دیپټي کمشنرمحمد اسلم ته، کننګم شپږ سوه ( ۶۰۰ ) روپۍ ورکړې چې هغه يي دري دیني مشرانو ته ورکړي: د اماخیلو فقیر، پیر موسی زی په حواله، دوه سوه ( ۲۰۰) روپۍ سړي پر سر. دا وعده ورسره وشوه چې که دهغوی کار تسلي بخش وي نو مال به نور هم ورکړی شی. د سیتاني د سید عبدالجبارشا په هکله کننګم لیکي چې د هغه رابطه د حیدراباد دکن سره وه .ده له د دغه ریاست وزیراعظم سراکبر حیدري رقم ورکړ. د کننګم دا خیال وو چې دا بچت به وکړي چې کار به پیرنګی په سید صاحب کوي او وظیفه به ورله حیدراباد نه راځي. کننګم وايي چې څو روځې پس ما ته عبدالجبارشا خبر راکړ چې ما په صوابۍ کښې انتظام برابر کړی دی او باجوړ ته مې هم خپل تربور ولیږه.
د خیبرد اپریدو ملایانو سره رابطه د پولیټکل ایجنټ بیکن Bacon په ذریعه وه.
ترجمه: تر اوسه پورې زما د هغه ( اسمار مولوي برکت الله ) سره ترتیب داسې پاتې شوی چې هغه کال کښې یو یا دوه ځله زما لیدو ته راځي. برکت الله وویل چې هغه د باجوړ او مهمندو علاقې په مختلفو ځایونو کښې شاید د لسو ( ۱۰ ) یا دولسو (۱۲ ) ملایانو په واسطه ډېر څّه کولی شي. ما هغه ته زر ( ۱۰۰۰ ) روپۍ ورکړې.
مولانا برکت الله د اسمار د ججې په جومات کې ملاو وو
د اسمار د مولوی برکت الله سره د کننګم رابطه لکه چې له کافی وخت څخه وه. کننګم لیکي چې بیا ما دوه درې میاشتې پس خبر کړي.
کننګم بیا د دې ملایانو د کار ګذارۍ او په خصوصیت سره د خان بهادر قلي خان د کار تفصیل بیان کړی دی. خان بهادر صاحب لکه چې خپل ټول کار د سرحد په جمعیت العلما ایستلی دی. کافي تفصیل شته چې هغوی څومره غونډې کړې دي؛ تجویزونه يي پاس کړي؛ پمفلیټونه يي چاپ کړي دي؛ دورې يي کړې دي او په مختلفو علاقو کښې يي رابطې قایمې کړې دي. د کننګم په دې دستاویز کښې په اول ځل د یورپ د جنګ نه علاوه د کانګرس په خلاف د تقریرونو ذکرهم راغلی دی:
ترجمه: مولانا محمد شعیب د مردان ضلعې دوره وکړه.
بل پکښې د مولانا مداد الله د پمفلټ ذکر دی چې د یورپ د جنګ په سلسله کښې يي د کانګرس خلاف هم لیکلی دی.
پیرنګی خو ډېر ویښ او بیدار وو. کننګم سره دا فکر شو چې رقم ( پيسې ) خو مونږ چاپیره په سمه او غر خپرې کړې. ملک مو د ملایانو په ذریعه ځان سره ملګری کړو، خو چې پته ولګوو چې دا ملایان واقعي د پيرنګي دپاره پروپيګنډه کوي او که نه؟ نو کننګم وايي چې مونږ خپل جاسوسان په ملایانو پسې جوماتونو ته ولیږل چې پته ولګوي چې ملایان دغه خپله وظیفه حلالوي، که هسې د سرکار پیسې خوري؟ چې رپوټونه راغلل نو کننګم مطمن او خوشحاله شو چې ملایان ډېر په ایماندارۍ او اخلاص لګیا دي. د پيرنګي خدمت د اسلام په جذبه او د میاشتې د لس ( ۱۰) پنځلس ( ۱۵ ) روپۍ په عوض کښې.
ترجمه: د سوات وزیر اعظم حضرت علي په سوات او بونیر کښې ډېر ښه کار کوي. هغه د دې مقصد دپاره د پيربابا زیارت استعمالوي. د شیرپاو غلام حیدر هم په خپله علاقه کښې ښه کار کوي حضرت علي اوس ټول سوات، بونیراو د مردان پوله کښې اړم( بوخت ) دی.
د دېره اسماعیل خان د اماخیلو د فقیر او د موسی زو له پیر نه کننګم خوشحاله دی او وايي چې دغه پیر خو زما ملاقات له پخپله پيښور ته تشریف راوړی وو. دوی سره رابطه د شیرعلي وه. هغه لکه چې د تجوړې پير هم برتي کړی وي. کننګم وايي چې شیرعلي د تونسي پير پوري هم ځان رسولی وو. خبره يي خلاصه کړې وه، خو بدبختي دا شوه چې دغه پير صاحب په اخلاقي مقدمه کښې ګیر دی.
په خیبر کښې پولیټیکل ایجینټ خپل ټول کار ملا عبدالباقي ته حواله کړی. دی وايي چې هغه ډېر زیات بې اعتباره دی، خو د کار سړی دی. وايي چې ملا صاحب ته مونږ زر ( ۱۰۰۰ ) روپۍ ورکړې.
کله چې په یورپ کښې جنګ ونښت او هټلر ټول یورپ راپه مخه کړو او پیرنګي په هره خوا ماتې خوړلې؛ نو پیرنګي سره دا فکر پیدا شو چې ممکنه ده شوروي اتحاد د دې موقع نه فایده واخلي او دې خوا د هندوستان طرف ته رامخه کړي. د دغې پیش بندۍ دپاره يي نور خو پریږده په جمعیت العلما پخپل سالانه اجلاس یا غونډه کښې دا تجویز پاس کړ، که چیري شوروي اتحاد په افغانستان راغی، نو دا به د ټولو مسلمانانو فرض وي چې هغه د شوروي اتحاد خلاف په جهاد کښې شریک شي. خو چې کله د پيرنګي تسله وشوله چې د شوروي اتحاد د طرفه خطره نه شته؛ نو بله فتوی کننګم صاحب جاري کړه.
ترجمه: ما قلي خان ته مشوره ورکړه چې بالشویک مخالفه پروپيګنډه اوس لږ غلې کړي او د جرمني او ایټاليي خلاف پروپيګنډه باندې زور واچوي.
دا شان چې څنګه دلته د کانګرس او پيرنګي تعلقات خرابیدل، خو همدغه ملایان پیرنګي بیا د کانګرس په خلاف استعمالول شروع کړل.»
د ۱۹۳۰ کلونو په سیاسي مبارزو کې د برتانویانو لخوا د پخواني محلي اشرافو د استعمال یوه څرګنده بېلګه همدا Khan Bahadur Quli Khan دی.
د موجودو تاریخي شواهدو له مخې هغه د برتانوي نظام له مهمو محلي ستنو څخه ګڼل شوی وو؛ د ۱۹۳۷ ټاکنو په جریان کې یې د خدایي خدمتګار محمد افضل خان لالا پر وړاندې ماتې وخوړه. یوې تاریخي څېړنې هغه په ښکاره ډول د برتانوي حکومت له ستنو «pillars» څخه بولي.
دا ټکی ډېر مهم دی، ځکه دلته موضوع یوازې د ۱۹مې پېړۍ پوځي عملیات نه دي؛ برتانویانو تر ۱۹۳۰ م پورې د پښتنو د سیاسي مقاومت پر وړاندې د خانانو، نوابانو او لقب لرونکو اشرافو شبکه کاروله.
دا لیکنه یوڅه اوږده ده، د موضوع سره د تړاو له کبله به يي روستۍ برخه هم راواخلم.
ولي خان زیاتوي« یوه دلچسپه واقعه په دې وخت کښې دا وشوه چې د یورپ د جنګ د شروع کېدو نه پس پیرنګیانو د افغانستان پر حکومت زور واچولو چې هغوی دې جرمنیان د خپل ملک نه وباسي. په افغانستان د زور راوړلو په خاطر یو شامي پير( عراقي ) پیرنګیانو راوست چې هغه په قبایلي علاقه کښې د افغانستان د حکمرانې کورنۍ په خلاف خلک راپورته کړي. پیرنګي چې کله د افغانستان د حکومت له طرفه مطمن شو، نو همدغه شامي پير يي په وزیرستان کښې د واڼې چوڼۍ ته راوبله او ورسره په پنځه ویشت زره پونډه ( ۲۵۰۰۰ ) فیصله وشوه. شامي پير چې څنګه یې له اوله سمه پته نه وو، داسې بیا غیب شو. کله چې دا کار وشو، نو په لندن کښې وزیر هند ته يي خوند ورکړ. وایسرای ته لیکي کوشش وکړه چې داسې یوه سودا د فقیر ایپي سره هم وشي د هغې په جواب کښې وایسرای په خپل خط کښې لیکي ۱۴ / ۷ / ۱۹۳۸
ترجمه : فقیر ایپي سره د شامي پير رنګې سودا نه کیږي؛ ولې چې هغه نه صرف زمونږ لارې له نه راځي، بلکې په هیڅ شان خرڅيږي نه ... ما به کله څوک له دې سرکش ملا څخه خلاص کړي»
د ۲۰۲۶ کال د سیپټمبر ۱۳ مه
سرلوڅ مرادزی