د سرو زور ديار کې امن نشته
د ګلونو په ګلزار کې امن نشته
وطنونه په جنګونو کې ورانيږي
د باروتو په غبار کې امن نشته
د بلبلو په نغمو کې ژړا اورم
د ربابو په تارو کې امن نشته
که هزار ځلي ګفتار د امن وکړې
کاڼي بوټي د اقرار کړي امن نشته
تجلا د خپل مال و دارایي کړې
د مظلومو په آزار کې امن نشته
سلسله د آفتو کې به را ګير شي
د ظالم په اقتدار کې امن نشته
په صحيح لاره روان شه حسن زيه
د کږو لارو په تلو کې امن نشته
10.09.2026
- سید عبیدالله نادر
د ارواپوهنې او ټولنیزو برخو کښي مطالب ادبی مضمون سيد عبيدالله نادر رنګین افکار! که تاسي د پوهنې او علم و فن په جامه سمبال اوسئ ،او په ترڅ کې د خپل مسلک نه په غیر ،آفاقی او اضافی معلو مات او مطالعه د ځانه سره ولرئ ، او هم په خپل طبیعی هوش سره د دنیا د ډیرو مسایلو درک وکړای شئ ،که د ګرځیدنې سیر او سیاحت له لارې د یو طبیعی هوش ته وده ورکړئ،نو تاسي یقین ولرئ ،چې تاسي کله یواځي یاست ،او یا ګوښه یاست ،نو ستاسي خیالات ډیر رنګین وي ،او تاسي هیڅکله یواځي نه پریږدي. نو تاسي په ا...