ما د اضطراب ، غم اوغوسې اندېښنې او وېرې ، سوچ او فکر ، حکومتولی او پالیسی په اړه دهر لیکوال او ادیب. سیاست پوه او تاریخ پوه ، ښوونکو او روزنکو ، ختیځ والو او لویدیځ والو ، اعرانو او مشاهیرو ، بزګرانو او شپنو، ملا یانو او چړیانو کمې اوزیاتې لیکنې او څېړنې له خپل نظره تېرې کړی نو دې پایلې ته ورسېدم چې ټول پردې خبره سره متفق دی چې دسینې پراختیاء[صبر] ،شفاء اوروغتیاء دلاس ته راوړلو بنسټ پر درې شیانو کېښودل کیږی :
۱- الله سبحان وتعالی سره اړیکی ټینګول او دهغه عبادت ته چمتو کېدل : « فاعبده واصطبر لعبادته»
ژباړه: نوته دهغه بندګی وکړه او دهمغه په بندګی باندېې کلک اوسه.
۲- دتېرې یا ماضی دوسیه بنده کړه اوله سره نوی ژوند پیل کړه.
۳- دیوه نامعلو [ مجهول] او غایب مستقبل په لور خپلې هیلې اوتمې شاته وغورځوه او نن راټینګ کړه!
په درنښت