د سبا اميد لپاره تاوانونه په ځان واړوم
زيار زحمت وباسم څه پورونه په ځان واړوم
هر طرف ته ګورم رقيبان مې سر سودا کړي
سخته مجبوري ده، بل اورونه په ځان واړوم
ژبه مې سوزيږي په خوله اخ ويستلې نشم
پټ رازونه ساتم،پيغورونه په ځان واړوم
پريږده چې مې بد ګنې،دنيا خلک په بده
ښه کالي په تن،ښه عطرونه په ځان واړوم
ستا په يو مسکا، بد نام زه حسن زی شومه
لاړ شم ميکدی ته،ډک جامونه په ځان واړوم
04.09.2026
- ع.شریف زاد
کتاب ناپوهي،جهالت، سرتمبګی، ناوړه سیالی او همچشمی ، دروغ او باټې د فکري سلامتيا ، شخصیت رڼا او بشري حقونو لپاره مهم ګواښونه ګڼي او زده کړه د دې ستونزود حل له بنسټونو څخه بولي. د لیکوال له نظره، زده کړه یوازې د لوستلو او لیکلو د وړتیا اوسواد ترلاسه کول نه دي؛ بلکې د انسان د شخصیت د ودې، خپلواک فکر، د حقونو د پېژندلو، متقابل درناوي او ټولنیز زغم، فرو تنی اوتواضع وسیلې دی دا د کتاب له مهمو نظریو څخه دی ځکه پوهه په کې د ټولو اصلاحاتو بنسټیزه سرچینه ګرځي. نو که جګړه د فکري سلامتيا لوی ګواښ وي، سول...