تازه شعر
تنهايي راسره خاندي
اوبيخي راسره خاندي
ديوالونه راته ګوري
شپه او ورځ زماپر لوري
راته غوږ وي ديوالونه
ددوي هم شته دي غوږونه
تنهايي زماملګری
اوبيخي زماملګری
په ماوايي کتابونه
هم خواږه خواږه شعرونه
مهربانه تنهايي ده
هره برخه کې سخي ده
پرتندي راکړي موچکه
راته ووهی چکچکه
اوس دشپې يوه بجه ده
تنهايي راسره مله ده
راته وايي ځه ويده سه
زماپه غېږه کې دمه سه
ځنګوم دې ځنګوم دې
ښکلوم دې ښکلوم دې
راته وايي زماياره
خداي دې ساته له ازاره
اوس ويده للوللو سه
عمري زما کوکو سه
#عمري
#شاعر
#مسلم باغ
2026
26 August
25.08.2026
- نور محمد غفوری
لنډیز سیاسي ګوندونه د معاصرو سیاسي نظامونو له مهمو سازماني بنسټونو څخه ګڼل کېږي. دوی د ټولنې د بېلابېلو طبقو او ټولنیزو قشرونو د سیاسي غوښتنو د تنظیم، استازیتوب او انتقال په برخه کې مهم رول لري. په دموکراتیکو نظامونو کې سیاسي ګوندونه د دولت او ټولنې ترمنځ د ارتباطي پله په توګه عمل کوي او د سیاسي مشارکت، سیاسي شعور، مدني ټولنې او د دموکراتیک فرهنګ په پیاوړتیا کې رول لوبوي. د ورکړل شوې سرچینې پر بنسټ، د یوه منظم او اغېزمن سیاسي ګوند اساسي جوړښتي عناصر مرامنامه، اساسنامه او د رهبرۍ مرکزي ارګ...
27.08.2026
- حميدالله بسيا
په اوکراین کې د واک او فساد نوې لانجې
له نړیوالو سرچینو ژباړه: حميدالله بسيا
د اوکراین په سیاسي صحنه کې وروستۍ پېښې ددې څرګندونه کوي چې د اوکراین د واکمنۍ په مهمو څوکیو کې د اشخاصو تر منځ اختلاف علني شوي دي او یو له بل سره تړلي فشارونه او ناندرۍ مخ په زیاتېدو دي. له یوې خوا د اوکراین د فساد ضد ادارو د لوړو دولتي کړیو کې د مالي درغلیو د قضيو د افشا کېدلو خبر ورکړی، او له بلې خوا د اوکراين د ولسمشر زیلینسکي پر وړاندې د اوکراين د دفاع وزارت د پخواني وزير میخایلو فیدوروف علني دریځ...