جهان د معرفت کهکشانونو ته لار پرانیزي او ورځ تر بله حیرت انګیزه کشفیات کوی.هغوي چې د علم او فن عاشقان او طرفداران دي د دي کشفیاتو پایلي او نتیجي په ډیر شوق سره تعقیبوي. مصنوعی بیړۍ په ستورو کښي خپل ورکړل شوي ماموریتونه تر سره کوی جهان د معرفت په ډیر بیړه د علم او معرفت نهایی هدف خواته روان دی.بشر یې هم دي ته هڅولي دي چې نور هم پسي وړاندی لاړ شي .او د عالم هستي پر اسرارو ځانونه خبر کړي .نو د علم او پوهی خاوندان ټول د مصنوعی سپوږمۍ د علمی کشف او نتایجو او پایلو ته ناست وي او له نوي کشفیاتو او څیړنو نه ځانونه خبروي .د بیدارۍ وخت دی ښايي په دي ډګر کښي ټول د علم او فن دنیا سره یو ځای شو .او د وحد ت لاسونه ورکړو او د دي شي د تحقق له پاره باید زده کړه وکړو. تر څو د علم او فن دنیا سره سیالان شو،په دي لار کې باید خپل هوش او فکرونه په کار واچوو ننۍ نړۍ په کهکشانونو کښي د بشر د راتلونکي له پاره د نوی دنیا ګانو څیړنې کوي او د بشر د راتلونکي ژوند او د ژوند د دوام له پاره په ستورو کښي د ژوند امکانات لټوي .مونږ ته هم څه په کار دي چې د راتلونکو له پاره یو څه خدمت وکړو.زمونږ زړونه د جهل، نادانۍ حسادت او تکبر په لومه کښي بند دي . دومره یې له علم او معرفته لیري کړي یو چې له ځانه هم خبر نه یو. یواځي دوي یاني غرب دنیا په دي اخرو څلور کالو کښي د دوي څیړنې دومره په زړه پوري دي چې حد نه لري ،چې ټول د علم او فن مینه وال یې په حیرت کښی پری ایښي او ډیر په زړه پوري دي .نړۍ په ډیر یو سر سام آور تګ سره د علم او معرفت خواته په حرکت کښي دی او مخ په وړاندی ځي. څلور کاله د مخه د بشر د لا زیاتو معلو ماتو له پاره د کهکشانونو په هکله یو حیرت انګیزه او پرمختللی او غښتلی تلسکوپ د جیمز وب په نامه فضا ته ولیږدول شو .چې د ځمکي نه لیري د ۲۴۰ ملیونه کیلومتره په اندازه یو داسی ځای کښی چې د ستورو د جاذبی د قدرت څخه په امان کښي وي ودرول شو. چې په دي باندی د لس ملیاده ډالرو څخه زیات مصرف ولګید چې د ۲۰۲۱ کال کښي دا د نړۍ په سطحه لوی مصرف وو .او دا ډیر په غټه پیمانه پیسي دي او یو حیرانوکی مصرف دی چې په دي تلسکوپ باندی وشو. چې د ۲۰۲۱ کال نه تر اوسه چې د نړۍ دا حیرانونکی تلسکوپ فضا ته لیږل شوی.حیرت انګیزه څیړنې یې کړي په همدغه زمان او عصر کښی د همدي عظیم بدلون اوتحول په وخت او زمان کښي ډیره د شرم خبر ده چې زمونږ د انجونو مکتبونه د طالبانو له خوا په افغانستان کښي بند شوي او انجونې د تعلیم او زده کړې څخه محروم شوي په انجونو باندی لوړ تعلیمات ، د بیان آزادی،د تګ او راتګ آزادی دا ټوله بند شوي د بشر د دومر عظیم تحول او پرمختګ سره مونږ هم یو عظیم په شاه تګ وکړ.