په نننۍ زمانه کې خلک د ژوند د بېلابېلو اړخونو، ښو او بدو چارو په اړه له پخوا ډېر پوهاوی لري، خو بیا هم د بې‌پامۍ او ناغېړۍ له امله ګڼ شمېر کسان د ژوند مهمو لومړیتوبونو ته هغه ډول پاملرنه نه کوي لکه څنګه، چې اړینه ده. د همدې بې‌غوریو پایله کله د فرد او کله هم د ټولنې په زیان تمامېږي.
اسلام د ژوند د ټولو اړخونو لپاره بشپړې او هر اړخیزې لارښوونې وړاندې کړې دي. زموږ دین د انسانانو د حقونو، د زیان د مخنیوي، نېکو اخلاقو او ټولنیز مسئولیت په اړه څرګندې سپارښتنې لري، خو په عملي ژوند کې لا هم د دغو ارزښتونو د پلي کولو په برخه کې نیمګړتیاوې لیدل کېږي. که د اسلام لارښوونې په رښتینې مانا عملي شي، نه یوازې به د افرادو ژوند ښه شي؛ بلکې ټولنه به هم د سوکالۍ، یووالي او پرمختګ پر لور ګامونه واخلي.
یو مسلمان ته هېڅکله نه ښايي، چې د نورو خلکو د ځورونې او اذیت سبب شي. د مسلمانۍ راز په عباداتو، ښو اخلاقو، رښتینولۍ، امانتدارۍ، د خلکو په خدمت او د اسلامي ارزښتونو په عملي کولو کې نغښتی دی. کله، چې زموږ کړنې د اسلام رښتینی انځور وړاندې کړي، نور خلک به هم ورڅخه ګټه واخلي او ښه بېلګه به ترې زده کړي.
له بده مرغه، ځینو کسانو د نورو د ځورولو او زیان ور رسولو عادت خپل کړی وي، خو موږ باید هېڅکله دا ډول ناسمې کړنې خپلې نه کړو. پر ځای یې د مشرانو درناوی، د ګاونډیانو د حقونو رعایت، له بېوزلو سره مرسته، رښتینولي، همکاري او ټولنیز مسئولیت د خپل ژوند لومړیتوبونه وګرځوو. همدارنګه د اسلامي لارښوونو او خپل افغاني فرهنګ د ښو ارزښتونو په رڼا کې د عامه پوهاوي د پراختیا لپاره ګډ کار وکړو.
بې له ‌شکه د ژوند نور ډېر مهم لومړیتوبونه هم شته، چې باید ورته پاملرنه وشي. که په ټولنه کې ناسمې کړنې ترسره کېږي، نو باید خلکو ته په نرمۍ او حکمت لارښوونه وشي او د ښو کړنو د دودولو لپاره هڅې وشي، ترڅو بد عادتونه کم او نېکې چارې زیاتې شي.
نوی نسل، چې د ټولنې راتلونکی جوړوي ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. کورنۍ د خپلو ماشومانو او ځوانانو په سالمه روزنه کې ستر مسئولیت لري. که والدین خپلو اولادونو ته ښه اخلاق، سالمه روزنه او د ژوند ارزښتونه وروښيي، نو د یوې روښانه او بریالۍ ټولنې بنسټ به نور هم پیاوړی شي.
هر انسان باید د هر کار له ترسره کولو مخکې له ځانه وپوښتي، چې دا کړنه زما، د نورو خلکو او ټولنې په ګټه ده که په زیان؟ که ګټه لري، ترسره یې کړي او که زیان لري، ډډه دې ورڅخه وکړي. همدا ساده فکر کولی شي د ډېرو ستونزو مخه ونیسي او د ټولنې د اصلاح لپاره اغېزمن ګام ثابتېدلای شي.
د ژوند د مهمو ټولنیزو لومړیتوبونو رعایت نه یوازې د خلکو د خوښۍ، هوساینې او یووالي لامل ګرځي؛ بلکې د الله تعالی د رضا، د رسول الله (ص) د لارښوونو د عملي کولو او د اخروي ثوابونو د ترلاسه کولو وسیله هم ده.
له همدې امله، راځئ چې د ډېرو خبرو پر ځای عملي خدمت ته لومړیتوب ورکړو، له خپل ځان څخه د بدلون پیل وکړو او د خپلې ټولنې د پرمختګ لپاره په اخلاص او ژمنتیا کار وکړو. که هر څوک خپله دنده په ښه ډول ترسره کړي، نو د یوې بریالۍ، بااخلاقه او پرمختللې ټولنې هیله به په حقیقت بدله شي، ځکه د هرې ښې ټولنې بدلون له هر فرد څخه پیلېږي او د هر ښه عمل اغېزې له هغو ډېرې وي، چې موږ یې اټکل کوو.