په اروپايي هېوادونو کې د چیني اېرکنډیشنونو ګرم بازار
په اروپا کې په دې وروستيو کې د ګرمۍ ډېره سخته څپه پورته شوې او د دې لويې وچې پر شاوخوا ۱۵۰ ميليونو خلکو يې سخته اغېزه کړې ده.
په تېرو وختونو کې به په اروپا کې دومره ګرمي نه وه او يوازې شل سلنه خلکو به یې له اېرکنډيشونو څخه ګټه اخیسته، خو اقليمي بدلون يې سږکال حالات بدل کړي دي.
د اروپا ډېری هېوادونه سږکال ډېره سخته ګرمي تجربه کوي او خلک یې د کورونو د سړولو لپاره د اېرکنډيشونونو لګولو ته اړ شوي دي. چيني اېرکنډيشونونو د اروپا مارکېټ نيولی او ځينو سیمو کې بېخي کم شوي، یعنې نه پيدا کېږي.
د جرمني په لویو پلورنځیو کې په درېيو اوونيو کې دننه د چين میډيا (midea) برانډ اېرکنډيشنونه ټول پلورل شوي او د دوهم لاس په بازار کې د زړو اېرکنډشنونو بيې هم لوړې شوې دي.
د فرانسې په يوه پلورنځي کې مشتریانو د چیني اېرکنډیشن د اخیستلو پرمهال جنجال کړی، چې دغه وېډيو اوس په ټولنیزو رسنيو کې ډېره لاس په لاس کېږي.
په دې ترڅ کې د پاملرنې وړ ده چې د چین برانډ ډېر ښه بازار موندلی، مګر د جاپان برانډونه چې پخوا ډېر مشهور وو، لکه(Mitsubishi)میتسوبیش، Panasonic پنیسونیک، دا ځل په اروپايي بازار کې ډېر لږ لیدل کېږي، بلکې د چین برانډونه، لکه میډیا، TCL او GREE ګري، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پلورل کېږي، دا د چیني کورني ماشینونو د پرمختګ ستره څرګندویي کوي.
د چین د کورني ماشین په چارو کې ستر ګامونه پورته شوي
لسګونه کاله دمخه د جاپان کورني ماشینونو په چین کې ډېر مینه وال درلودل، هغه وخت جاپاني تصدیو د ماشینونو تولید کلیدي تکنالوژۍ درلودې او د نورو لپاره یې تخنیکي خنډونه یې جوړ کړي دي. زما په یاد دي چې کله ماشومه وم پلار او مور مې په څو زرو یوانو د جاپاني برانډ فریج واخیست او دغه بیه یې د دوی د دوو کلونو له عاید سره برابره وه.
خو چیني تصدیو په خپلو کوښښونو د کورني ماشین تولید په برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي، دوی دوامدارې تخنیکي څېړنې کړې، په ګردې نړۍ کې یې د عرضې ځنځیر او ځیرکې جوړونې سیسټمونه جوړ کړي. په دې سره، اوسمهال د چیني برانډونو ماشنونو کیفیت تر ډېرې اندازې پورې د نورو هېوادونو د ځايي برانډونو په نسبت ښه دی.
تېر کال پر اروپايي ټولنې او بریټانیې د چیني اېرکنډیشنونو د پلور ارزښت یو میلیارډ، ۳۹۰ ملیونو ډالرو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله شل سلنه زیاتوالی ښيي.
د چین د تولید توان د اروپايي هېوادونو اړتیاوې پوره کولای شي
د اقلیمي بدلون له امله په اروپا کې د ګرمۍ رامنځته شوې څپې د چیني برانډ ماشینونو لپاره اقتصادي فرصت برابر کړی. چیني تصدیو د تولید پياوړي توان او ګردې نړۍ کې د حمل و نقل شبکې پر مټ، په نږدې وخت کې خپل محصولات اروپايي بازار ته لیږلي، د تولیداتو بیې یې مناسبې دي او اکمالات یې ثابت دي، چې د اروپايي بازار اړتیا یې پر وخت پوره کړی.
دا د چیني تصدیو د موثریت څرګنده نښه ده.
د عرضې او تقاضا د خواوو ګټې- ګټې
د چین د کورني ماشن تصدیو په دې وروستیو کلونو کې د جدي معیارونو مراعات کړی او د محصولاتومعیار یې د اروپا له لوړې کچې سره برابر دی. اروپايي مشتریان په مناسبې بیې ښه کیفیت اېرکنډیشنونه اخلي، په عین وخت کې یې د محصولاتو له کیفیته هم ګټې اخیستې دي.
د چین د کورني ماشن تصدیو په ګړندي پرمختګ سره، اروپايي عادي کورنۍ په مناسب لګښت له سخت هوايي حالت سره مبارزه کولای شي، ویلی شوو دا د اقلیمي بدلون په نړیواله مقابله کې د چین یو ډول خدمت هم دی.
په اروپايي هېوادونو کې د چیني اېرکنډیشنونو ګرم بازار د دې ښکارندويي کوي چې د چین کورني ماشنونه په نړیوالو بازارونو کې ځای خپل کړی، د چیني برانډونو د نړیوال کېدو جریان پیل شوی دی.
(翻译:徐晓勤 一审:唐诗玉 审核:陈重)