یوولسمه برخه
.....په تیر پسي
1377 کال کي چي د فاکولتی اول صنف کي وم په مناسبتي ورځو رخصتي کي کورته تلم او بیا ژمني رخصتیاني به مي هم ننګرهار کي تیري کړي، خو پوهنتون کي دا یو کال تیرولو کي زما ذهن او فکر ډير بدل شوی وو، ما په ځان کي د تغیر احساس کوه او مسایلو ته مي نور د ښوونځي د دوري سره په ښکاره تفاوت لیده.
د ژمي په رخصتي کي زه د مکتب د دوري هغه ټولګیوالو لیدو ته ورتلم چي ځای او آدرسونه يي ماته معلوم وو، خصوصا د ننګرهار د طب پوهنځي کي شامل زما ټولګیوال، یوه ورځ مازدیګر زه خپل د یو هم صنفي چي داکتر کفایت الله نصیري نومیږي لیدو ته ورغلم هغه ماته وویلي چي سبا ډرونټي پوهنتون کي غونډه ده،محصلین ټول بلل شوي یو، ته به هم راسره ولاړ شي اکثره ټولګیوال هملته راټولیږي ورسره به مو لیدنه وشي د حال احوال نه به يی هم خبر شو او ګب شب به هم وکړو، ما هم ورسره ومنله او په سبا سهار ورسره ډرونټي پوهنتون ته لاړم، غونډه د طالبانو د امارت حکومتي مقامات او د هغه وخت د لوړو زده کړو وزارت پلان کړی وه، هغه وخت د ننګرهار والی مولوي عبدالکبیر، د لوړو زده کړو وزیر حمدالله نعماني او یو شمیر نور حکومتي چارواکي غونډی ته ویناوی وکړي. ما هم زیادتره د ښوونځي د دوري ټولګیوال مي د نږدي نه ولیده او دیو بل حال احوال نه خبر شولو.
د ژمي د رخصتیو په دوران کي ما خپل هماغه د دوا کوچني تجارت ته ادامه ورکړه او تر څنګ يي به کله کله د پوهنتون څخه ترلاسه شوي درسي مواد مي لوسته.
1378 کال د حمل په دویمه نیټه بیا ځلي درسونو ته راغلم او خپلو ملګرو سره یوځآی شوم، په دي کال د خوښي خبر دا وو چي د لیلي د برق سیستمونه چي کارونه يي تیر کال پیل شوی وو اوس په بشپړ ډول رغول شوي وو او نور مونږ لیلیه کي دوامداره برق درلوده خو د برق په استفادي باندي محدودیتونه ځکه وو چي د نورو امکانانو د نشتون په وجه یواځي د برقي وسایطو د استفادي په وجه ډير بار او فشار له وجي فیوسونه تاب نه راوړه او سوځیده.
همدا وخت کي د پولي تخنیک عمومي ریئس د محب الله صمیم په نامه کس ټاکل شوی وو چي وروسته بیا د جمهوریت دوره کي د غزني والي په حیث مقرر شو.
هغه وخت د پولي تخنیک پوهنتون سیستم داسي وو چي تخصصي رشته بندي به په دویم کال لمړي سمستر کي تر سره کیده، زه چي کله تدریسي ته ولاړم امور محصلان شعبي ته نږدي یو وترین کي لستونه ځوړند، او زه یی هایدروتخیکي ساختمانونو دیپارتمنت ته معرفي کړی ووم، له هغو 30 تنو نه چي لمړی سر کی دغه رشتي ته معرفي وو مونږ یواځي پنځه کسه تري فارغ شوو باقي زیادتره بل دیپارتمنت خاص بیا صنعتي او مدني یا هم مهندسي دیپارتمنتو ته يي تبدیلي واخیسته، یا هم نور پوهنتون درسونو ته يي ادامه ورنکړه، دغو کلنو کي د اکثره محصلینو هڅه دا وه چي د صنعتي او مدني ساختمانو دیپارتمنت څخه فارغ شي تر څو موسسات یا انجوګانو کي دنده پیدا کړي،ځکه خو دغه رشته کي نږدي 70 کسه محصلین ووچي نظر نور دیپارتمنتو ته دا تر ټولو زیاد تعداد وو، ورپسي دویمه رشته مهندسي وه چي هلته هم نسبتا زیاد تعداد محصلین ورته جذب شول، زه سره د نورو 4 همصنفیانو تصمیم مو ونیوه چي همدا د هایدروتخنيکی ساختمانو رشته کي به خپل د زده کړي دوره بشپروو. هغه وخت کي د هایدروتخنیک د یپارتمنت آمر داکتر محمد آصف وو چي همدی رشته کي د شوروي څخه يی دوکتورا تر کچي لوړي زده کړي درلودي. مګر د پولي تخنیک اکثر مسلکي دییارتمنتونه داسي هم وي چي یا یو دوه کسه یا هم هیڅ محصل يي نه درلوده او دي دوره کي د فارغینو تعداد يی صفر وو.
د طالبانو د امارت چي څومره پښي ټینګیدلي او د جنګ په ډګر کي خپل سیاسي او نظامي مخالفین يي ځپه هماغه اندازه به يی د افغانستان د عامو خلکو سره يی چلند سختیده او د خلکو د کنترول دپاره يي لا سخت مقررات وضع کوه. د ملا عمر تر مشري د طالبانو امارت اصول سخت ګیرانه او له تشدد څخه ډک وو، د سرک او بازار نه علاوه د امر بالمعروف محتسبین د پوهنتون په لیلیه او تدریسي کي د ځوانانو دوامداره څآر او پلټنه کوله، په معمولي بهانه (خوله دي نشته، ږیره دې کمه ده، ویښتان دي په سنت طریقه نه دي، پتلون دي ولي اغوستي، کمیس دي لنډ دی، د کمیس یخن کي دې ولي ګلدوزي کړي، چرمي جمبر دي ولی اغوستي) به يی ځوان محصلین تحقیر او یا زندان ته يي اچوه. د لیلي مدیریت د ډوډی د ویش کارت خو به يي محصل ته صادر کړ مګر ډير وخت به داسي وشو چي د لیلي ډوډی ورکول په جومات کي د لمونځ کولو پوري به وتړل شو، میاشت کي دوه ځلي یا یو ځل به حتمي په ناڅاپی ډول د پوهنتون طالب مسولین او یا د امربالمعروف محتسبین به د پولي تخنیک پوهنتون جومات ته راغلل هلته به د محصلینو په کارتونو کي يي نښه وکړه بیا به بیرته طعام خانه کي دلیليي مدیر ته يي دنده سپآرله چي که د کوم محصل د ډوډی کارت نښه شوی نه وي معنا يي داده چي لمانځه کي نه وو بنا ډوډی به نه ورته توضیع کوي، بله موضوع دا وه چي امر بالمعروف محتسبین او د لیليی مسولین په ګډه لیلیه کي د صلوت کمیټه د محصلینو د منځه جوړه کړه، ددي کار بدي دا شوه چي ځیني محصلین خپل منځ کي سره رقیبان شول هغه کسان چي د صلوت کیمټي یا ټول امارت څخه ناراضه وو همدا دکمیټي غړي يی متهم کول چي دوي ورته ستونځي جوړوي.
که څه هم د ملا عمر د واکمني په ټوله دوره کي امر بالمعروف محتسبینو د خوا زه زندانی شوی نه وم او نه يی زما ویښته قیچي کړه، خو ددوي له خوا څو ځلي د تحقیر آمیزه او لفظي بد رد ویلو سره مخ شوی وم. چي دا ډول برخورد زما په روحیاتو ډیر بد اثر پریښي دی.
یوه ورځ زه د یو بل ملګري سره چي رشید شریف نومیده خوشحال خان کي يي کور وو بیا تر فراغت وروسته معارف وزارت انجنیري برخه کي دنده ترلاسه کړه ماښام وخت ته نږدي د لیلي صحن کي مو سره ولیده سلام کلام نه بعد رشید ماته وویلي: که د لیليی نه بیرون ځي راځه دواړه به ولاړ شو زه هم کورته ځم لاره کي به یو څو قدمه چکر ووهو ماښآم لمونځ باغ بالا جومات کي وکړو ته بیا راځه زه کورته ځم ،زه چي اوبو پسي راښکته شوی وم د صبر کولو مي وویلي تر څو نورو ملګرو ته اوبه ورسوم بالاخره په توافق دواړه د باغ بالا طرف ته قدم وهلو ته راووتلو، دا لحظه لاره کي دوه کسه ببر سري، لنګي په سر او یو کس چي په تمانچه مسلح او یوه قیچي يی لاس کي وه، مونږ دواړو ته د ودریدو وویلي او راته نږدي شول، رشید شریف د کابل دری ژبی وو، دي دوه طالبانو نوموړي ته يی په پښتو ژبه لګیا شول چي ستا ویښتان په سنت نه دي برابر باید قیچي شي مونږ يي قیچي کوو، ددوي دا خیره زه په غصه کړم، ما ورته وویلي چي تاسي په کوم واک دا کار کوئ، زه خو اجازه نه ورکوم چي زما د ملګري یو تار ویښته ته څوک بي ځآیه کړي، ته يي د قیچي خبره کوي، طالب ګؤټۍ ماته وویلي: دي کي ستا کار نشته، زه د رشید مخته ودریدم ما طالب ته وویلي ته څوک يي په کوم صلاحیت او واک خلک لاره کي دروي، لمړي کارت مو ماته وښآیاست چي تاسي دا صلاحیت چا درکړي چي سرک په سر د خلکو ویښته قیچي کړی، دي وخت کي مسلح طالب ماته وویلي ته کار مه لره زه کارت هم لرم او صلاحیت هم، خو ما مخالفت او مزاحمت وکړ، له دوي نه وسله وال کس کارت راوښوده خو کارت يی د داخلی وزارت اړوند د کوم قراول د دروازي وو، ، ما ځواب ورکړ ته داخلي وزارت مربوط يي د امربالمعروف محتسب نه يي، د سر او ګیري کنترول او اصلاح د محتسینیو کار دی بنا زه به په هیڅ صورت دا اجازه ورنکړم چي ته زما د ملګري ویښته زما مخ کي قبیچي کړي او بله خبره دا چي ته د امارت دښمن يی ځکه ته غواړي امارت بد نامه کړي، زما دغه لفظي کمشمکش کي یو شمیر خلک په مونږ راټول شول، یوه لاروي چي سن و سال کي محسن سړی وو ماته يي مخ واړوه په دري ژبه يي راته وویل: با اینها درګیر نشو مردمهای خوب نیستند( دوي سره جنجال مه کوه دا سم خلک نه دي)، ما هلته په جګ غږ وویلي که دا خلک مربوطه ارګانو ته ونه سپارو دوي به نور غلط کارونه وکړي دا کیداي شي غله واوسي زه غواړم مسولین خبر کړم خو که له دي ځآیه ځم دوي تښتي او چي نور کسان نه وي راسره یواځي ځان دا بیولي نشم، بنا معطل یم چی نور ملګري راورسیږي تر څو دا اړونده ادارو ته وسپآرو، اوس نو زه تیز طالب وسله وال سست راغلل، طالب له ما پوښتنه وکړه ته څوک یي څه کاره يي چي دومره تیز تیر کیږي، ما ځواب ورکړ زه د ملا اخند نفر یم، اصلا د ملا اخند په نامه ما څوک نه پیژنده دا خبره مي د دوي د ډارولو دپاره وکړه، بالاخره د لاروي خلکو د منځګړتوب په وجه دوي د ویښتو تر قیچي کولو تیر شول او هر څوک په خپل کار پسي روان شولو، لاره کي رشید شریف ماته وویلي: که ته نه وي راسره دا خلک به زما ویښته ښه په اسانه قیچي کولی شوه.
طالب جنګیالي دا ډول چلند یواځي د محصلینو سره نه کوه بلکه د ټولني د هر قشر او هر طبقي خلکو سره هم همدا ډول خشن او بي ادبانه چلند کیده، په همدي علت وو چي هغه وخت کي زیادتره مسلکي او کار فهمه خلکو دندي پریښي وي اودولتي دندو ته نه حاضریدل یا هم د طالبانو د ډلي د ناوړه چلند له امله حتا ګاونډي هیوادونو ته مهاجر شوي وو.
2000 زیږدیز کال کي چي زمونږ د دوري محصلین د عمومیاتو څخه تخصصي اومسلکي مضامینو ته باید ګرځیدلي واي ځکه د پوهنتون دریم صنف کي معمولا عمومي مضامین مسلکي برخي تخصصي مضامینو ته بشپړ ځاي خالی کوي، متاسفانه زمونږه دوره یو بل طرف ته سوق کړلی شو، دي کال کي د پوهنتون نصاب کي اساسی بدلونونه عملي شول په دې کي د اسلامي ثقافت مضامینو ساعتونه تر مسلکي ساعتونو دوه چنده شول، یعني مونږ به په ټول 18 اونیزه سمستر کي مجموعا 16 مضمونه لوسته پدي کي به 5 یا 6 مضمونه مسلکي 10- 11 مضمونه اسلامي ثقافت او دیني مضامین شامل وو، درسي ساعت هم د 90 دقیقو نه 60 او 45 دقیقي ته تغیر شو، مګر د ثقافت دیپارتمنت کي د استادانو د کمښت په وجه چي لا مقرر شوی نه وو یا مقرر وو دندي ته نه حاضریدل اکثره درسي ساعتونه به خالي وو، د طالبانو د لمړی دوري تر سقوط او د جمهوریت تر راتګه همدا سیستم دوام درلوده.
د محصلي په دوران کي دا چي زما کور لیري ولایت کي وو او هغه وخت لوي لاري هم د تګ راتګ دپاره مناسبي نه وي ځکه نو زه دوامداره لیلیه کي پاتي کیدم مګر د نږدي ولایتونو لکه میدان شهر، لوګر، پروان یا د کابل د ولسوالیو محصلین اکثره پنچشنبي ورځ کورته تلل، بنا د جمعي ورځ یا کله د پنچشنبي ورځ به زه د چکر یا ساعتیري په خاطر ښار کي یو تفریحي ځآی ته تلم، دي ځایونو کي تر ټولو نږدي او هغه وخت د تفریح مناسب ځاي مونږ ته د سینما بهارستان سیمه وه، بهارستان کي یواځي د آیسکریم او ژاله پلورنځي څو دوکانه وو او همدغه دکانو ته مخامخ یو د لوبو میدان وو چي اکثره به د سیمي ځوانان پکي د والیبال لوبه کوله مونږ به هم کله کله دي ځآی ته تللو، دلته نو مونږ ځیني وخت د هغو کسانو سره مخ کیدلو چي افغانستان اتباع نه وو، دوي کي اکثره عرب، چیچن، تاجک، ازبک یا د نورو هیوادونو هغه بهرني جنیګالي وو چي د کابل په دي سیمه کي میشت شوي وو یا يي کورني وي یا هم څو نارینه یو ځاي اوسیدل، دغه خلکو ژبه، ، قیافه او لباس د افغانانو یا حتا همدغه افغان طالبانو سره خاص توپیر درلوده، موږ به د نړیوالو رسنیو نه اوریده چي ځیني دولتونه لکه د امریکي متحده ایالات مدعي وو چي افغانستان کي د نړیوالو تروریستي سازمانو غړي شتون لري، مګر طالبانو ددي خبري څخه په رسمي شکل انکار کوله، خو هغه وخت ددي ډول اشخاصو په لیدو سره د طالبانو د امارت دریځ درواغ او د نړیوالي ټولني ادعا مونږ ته ریښتیا معلومیده.
مونږ غوندي خلکو (چي لا ځوانان وو) سره ددغو جنګیالیو برخورد ډیر متکبرانه او ناوړه وو، دوي دا انګیزه اخیستي وه چي د افغانستان او حتا د ټولی سیمي راتلونکي د دوي دی او همدوي به په ټوله سیمه واک چلوي، یوه ورځ زه او زما یو ملګري انجنیر میرویس سنجر(1) چي د هغه کور کندز کي وه او ماسره یوځآی دوامداره لیلیه کي اوسیده، دواړه قدم وهلو ته وتلی وو او سینما بهارستان مخکي د شیریخ پلورنځي دکان دننه څلور نفري میز کي ایسکریم خوړلو ته ناست وو چي پنځه یا شپږ کسه بهرني اتباع راننوتل چون هلته د بل خالی لوي میز ځآی نه وو دوي مونږ ته وویلي تاسي جګ شئ او دا ځآي مونږ ته پریږدئ زه چي ددوي په ژبه نه پوهیدم یواځی په اشاره پوه شوم چي غوښټنه يي څه ده، ما هم ورته اشاره وکړه چي هلته بل میز ایښي تاسي هلته کیني خو یو کس پکي عصباني شو په ما يي چغي ووهلي ما له ځایه ټکان ونه خوړ، مخکی له دې چي دوي ما سره فزیکي برخورد وکړي د دوکان مسول مداخله وکړه له ما نه يي هیله وکړه چي دا بهرني میلمانه دي باید سپکاوی ونکړو، ما بیا هم ورته اشاره وکړه ما ویل هلته میز خالي دی هملته يي رهنمايی کړه، زه ورته نه جګیږم، دا اجنبیان(بیګانه) دي، زما دخبری په اوریدو دکاندار وضیعت هم تغیر او رنګ يي سور شو، دکاندار په انګلیسي دوي ته څّه وویلي او خلک يي بل میز ته ویوړه زه پوه نشوم چي د دوکان مسول څنګه دوي ته قناعت ورکړ خو دا ماته جالبه شوه چي د دکاندار د لنډو جملو په اوریدو دوي خپل فکر او تصمیم بدل کړ. د دخل په سر د پیسو د پرداخت وخت کي دکاندار ماته په غصه ناک انداز کي وویل:
افغاني فرهنګ باید هیر نکړو دا خلک میلمانه دي تا ډیره تیزه خبره وکړه، ما نه غوښټل زما دکان کي جنجال جوړشي، ځکه ستا خبره مي ورته ترجمه نکړه بل دا خلک قوي او امارت هم ددوي په پلوي دی که جنجال جوړ شي ستا غږ څوک نه اوري، دوام یی ورکړ: مونږ هم ددوي ملکونو کي مهاجر لرو زما کورنی کي زما ورونه اکثر بهر اوسیږي دوي څنګه خپلو هیوادنو کي افغانان تحمل کوي.
زه دکاندار ته مسک شوم په خندا مي ورته وویلي:
زمونږ خلک هلته مهاجر دي د مهاجر په شکل اوسیږي دوي دلته مونږ ته جنګونه راوړي او په مونږه د باداري خوبونه ویني، ته نه يي تري خبر! خبري اخر کولو سره غوښتل مي موضوع بدل کړم ما ورته خندا کي وویل:
ټوکه مي وکړه ایسګریم مي لاس کي وو که جګ شوی وای چپه کیده ځکه جګ نشولم. دکاندار د انجینر میرویس سنجر باقی پیسي ورکړي بل مشتری سره بوخت شو مونږ تري راووتو. لاره کي میرویس ماته وویلی:
غټ جرئت دي وکړ، ناحقه ورسره ښکیل شوي ځآن وباسه چي ګیرم نکړي، شپږ نفره غټ غټ دي زور يي هم نلرو، مونږه دواړه ټوکه ټکاله کي لیلیي ته ځآن راورسوه.
دا یواځي د کابل بهارستان سیمه نه وه چي بهرني جنګیالي پکي میشت وو بلکي زما د سترګو لیدلي حال په اساس د کابل شهر نو، وزیر اکبرخان او د ننګرهار قول اردو فامیلي او جلال آباد ښار حضرتانو کوڅه کي هم اکثره بهرني اتباع چي نړیوالو تندلارو ډلو سره يي اړیکي یا ددغو ډلو غړیتوب یی درلوده میشت شوي وو. البته د هیواد په نورو سیمو کي هم اوسیدل خو دا دوه ولایتونو کي ما عملا لیدل.
عام ښاري افغانان نه یواځي د طالبانو د امارت د سختګیرانه مقررات او ددوي د جنګیالیو د ناوړه چلند څخه په تنګ وو بلکه د بهرنیو تندلاروجنګیالیو شتون یوه بله سر خوږي ځکه وه چي دغه بهرني جنګیالي اکثره زمونږ د خلکو د عغنات او کلتور سره نابلده او د مخامخ کیدو وخت کي ډير بي باکه انداز کي برخورد کوه. د طالبانو د وسله والو یا د امربالمعروف محتسبینو سره خو زه هر ورځ مخ کیدلم مګر د بهرنیو تندلارو ډلو سره ځیني وخت په خاص ځایونو کي مخ کیدلو، یو ځلي زه د سمستر په منځ کي ننګرهار ته تللی ووم د بیرته راستنیدو په وخت کي د کابل جلال آباد لویه لاره وریښمنو تنګي کي یو هوتل وو چي د قلم او چمن(2) د هوتل په نامه مشهور وو زه په یو فلاینکوچ ډوله موتر کي ناست ووم چي همدي سیمي ته په رارسیدو ډریور موټر د هوتل مخیته ودراوه او غږ يي کړ چي د ډوډی او لمانځه وخت دي همدلته جومات هم شته او د اوداسه ځایونه هم لري، لاس خوځوئ چي ناوخته نشي، زه هم لکه د نور سورلي موټر نه ښکته شولم، اودس او لمونځ به بعد ډوډي ځآی ته ورغلم، د هوټل د دخل په سر چي کوم کس ناست وو ماسره يي سلام کلام پدي پیدا او بلد شوی وو چي د دوا د کار وبار وخت کي به اکثر ما همدي هوټل کي ډوډي خوړله، تر روغبړ پس د دود سره سم دهوټل مدیر ماته وویلي: میلمه شه! ما مننه وکړه او خپل د ډوډي پیسي می ورکړي چي راووتلم د هوټل څنګ ته یو د خوراکي توکو پلورنځي وو هلته ورغلم ما فکر وکړ تر څو نوره سورلي اماده کیږي زه به دلته دمه جوړه کړم، همدي خاطر هلته په یو محلي کټ چي دکان مخي ته ایښی وو کیناستم، دې وخت کي متوجه شوم چي د هوتل مخیته زمونږ د سورلی د فلنکوچ نه علاوه څلور عراده نور فلاینکوچونه هم ولاړ دي او ګورم چي طالبانو قیافو ته ورته لسګونه خلک د دکان مخکي او یا دننه هوتل ګرځي راګرځي ما په پیل کي فکر وکړ چي افغان طالبان دي خو ددوي د خبري د لهجي نه چي خپل منځي کي سره خبري کولي پوه شوم چي دا افغانان نه بلکي د پاکستان اتباع دي ځکه دوي پښتو، اردو او انګلیسي سره ګډه وډه کړي وه او خبري کولي، یو کس خو بیخي پښتو نه پوهیده او اردو خبري کولي دا نور چي پښتانه وو بیا دې سره په اردو غږیدل، دوي چي دوه کسه يي زما څنګ ته او دري نور يي ماته مخامخ کټ کي ناست وو ما نه يي پوښتنه وکړه چي کابله پوري څو ګینټي لاره پاتي ده ما ورته وویل که لاره خلاصه وي 3 ساعته یو پکي وویل ډیره لاره پاتي، همدا وخت ما هم تري پوښتنه وکړه لکه چي اول ځل مو دی چي کابل ته ځئ، ماته مخاخ کټ کي ناست یو کس وویل: هو ځو چي د کابل منظره وکړو، ما ورته وویل:
سیل او چکر ته راغلي یاست که بل کوم کار هم لرئ؟
ماته يي ځواب راکړ:
کابل هم ګورو او شمال خواته پلان لرو چي ولاړ شو.
دي وخت کي ما وویلي: شمال ته مه ځئ! چي جنګونه دي، زما څنګ ته ناست کس ځواب راکړ:
مونږه هم ځو چي جهاد کي برخه واخلو د مسعود او ګلم جم سره زور معلوم کړو ما په خندا ورته وویل:
ښه آفرین ولا، کله مخکي هم جنګ ته تللي ياست که اول ځل مو دی؟ جنګ سره بلد يي که مستقیم راخوشي يي؟ دوي کي یو وویل: هو مجاهدین یاستو ضرور به جنګونو کي بلد یو، اوس نو لحظه په لحظه زما روحیات خرابیږي او احساسات نشم کنترول کولي خو بل خوا بیا زړه کي تري ډاریږم هم چي دا خو وسله وال دي کوم زیان راونه رسوي، دي وخت کي نور مي خوله کنترول نشوه کړلي ورته مي مخامخ وویلي چي پاکستان کي چرته د جهاد سنګر نشته چي دلته راغلي یاست؟ د پاکستان دولت خو هم چپه کول غواړي کنه غلطه وایم، یو چی له ما هم تیز وو راته يی وویل اول به د ګلم جم سره تصفیه کوو بیا د پاکستان چاره اسانه ده، ما ورته وویل:
اوس افغانستان کي 90 فیصده شرعیت تطبیق دی، تاسي پاکستان کي هم تر دي نیمايي اسلام تطبیق کړئ بیا دلته راشئ،!
زما دي خبري سره نوره فضا کړکیچنه شوه یو طالبګوټۍ دومره پکي احساساتي شو چي ماته یی وویل:
د چا په رګو کي چي د روس وینه وي همدا تا غوندي خبري کوي مونږ کي د اسلام وینه ده، دي خبري سره نور زه له کټه (چپرکټه) په ځآي ودریدم او ورته مي وویلي:
د چا په هډوکي کي چی د پرنګي (انګلیس) نطفه ګډه وي همداسي وي خپل ځان او کلی نه ویني زما په کور کي لانجي جوړولو ته راځی. (هغه وخت د پرنګي لفظ ما د ډیري غوصي نه کارولي وه د خبري په ریښه لا نه وم پوه، مګر وروسته بیا پوه شوم چي ما خو لفظ په سم ځآی او سم وخت کي کارولي وه).
دي وخت کي نو د هوټل مدیر چي پیپسي اخیستلو پسی دکان ته راوتلی وو زما ددي مباحثي منځ کي رارسیدلي وو، ماته په ډيره غصه ناکه لهجه وویلي، دلته څه کوي؟
په آمرانه لهجه :
ننوځه هوټل ته! چابک ننوځه! تا سره مي کار دی.
لاس نه يي کش کړم هوتل کی د ډریورانو د ډوډی خونی ته بوتلم، پرده يي راپسی کش کړه ویل يي زه درځم ته دلته کینه، زه څو دقیقي ناست ووم چي هوتل مدیر راغئ ما ته يي وویل:
د سر ماغزه دي خراب دي په ځآن يي، کنه يي؟ هر چا سره څه کار لري؟ زه ورته غلی ووم، ځواب مي نه ورکوه، هغه چي خبري خلاصي کړي ما ورته وویلی: ډریور او سورلي به ما لټوي باید ووځم، مدیر ځواب راکړ کینه څو دقی، کوم فلاینګوچ کي یي؟ ما وویل:
سپین فلاینکوچ کي, د مدیر غصه لا نه وه سړه کوم سپین کي؟ دوه دري هلته سپین دي، ما وویلي:
هغه وچکي ډریور سره، ویل يي کینه زه يی ګورم دي شیبه کي ډریوار راننوته غږ يي کړ چي ماسره ناست سورلی دي راووځي چي خلک وارخطا دي، پردي شا نه مي وکته همدا مونږ پوري اړوند ډریور وو ما مدیر ته وویلی همدغه دی ما لټوي، مدیر ډریور ته غږ وکړ راځه دلته راشه ډریور چي ننوته په ما يي سترګي ولګیدي ماته يي وکته او ګویا شو: ته خو به ماسره نه يي؟ ځواب مي ورکړ: یم تاسره یم، ویل يي تا خو ځآنته هم لانجه کتلي وه او ماته هم، استاذ (هدف يي د هوتل مدیر وو) دي خیر ویسي چي لانجه يي غوڅه کړه، اوس باید حرکت وکړو د هوتل د دخل مسول ورته وویل: لږ صبر چي دوي (طالبان) تر تاسي مخکي لاړ شي د سورلي غوصه وزغمه څنګه چل کوي اوس تنګي کي درته کومه لانجه جوړه نشي دا پاکستاني د سړي زامن نه دي، ډریور څو شیبي نور هم معطل شو نور يي د هوتل د مدیر نه یی اجازه واخسته، هوتل مسول ډریوته وویلي:
په ځآن او په دی هلک پام کوه دا خوشي لیونی دی.
ماته يي وویلي: ورځه لانجي مه جوړوه، په ځان پام کوه.
اوس نو د موتر سورلي هم ټول ښه په قهر دي خاص زما د څنګ هملاري، چرته تللي وي؟ څه دي کول؟ چکر ته خو نه يی راوتی، دي لاري ته ګوره ستا کار ته ګوره! زه نو د هیچا ځواب نه ورکوم، ډریور غږ وکړ:
ماما د خداي نه خیر غواړئ، خداي دي پکي خیر واچوي انسان په خپل خیر او شر نه پوهیږي، یو دعا د خیر او نور مو حرکت وکړ، زه نو د ډیره قهره خبري نکوم او خپل چرت او فکر کي ډوب یم، شپه مي لیلی ته ورسوه د اطاق ملګرو نه انجینر جلیل احمدزي او انجنیر میرویس سنجر ته مي خپله کیسه وکړه دواړو راپوري خندل جلیل خو راته وویلي ډیر مه غږیږه څمله چی ستړی يي، داسي مي احساس کړ چي زما دا دومره کشمکش او زما دا جذبات زما ملګري هم نشي درک کولي یا نه غواړي زما احساسات درک کړي بنا نا امیده ویده شوم او ځان سره مي ویل دا خلک ولي زما احساسات نشي درک کولي. حتا زما خپل د دستر خوان دري کلن ملګري مي هم نه غواړي زما په روحیاتو پوه شي. همدي فکر کی ویده شوی وم سهار انجنیر جلیل احمدزي لمانځه ته پاڅولم...... نور بیا