د ژوندون له پرمخـتګ نه مــو وباسي
له کاروان د مدنـــيت نه مــو وباســي
سـوکالۍ لارې یې ټـــولي بــندې کړي
له آرامــه ســـکونت نه مـــو وباســـي
خـــوروي راته ،هــر لوري نـــفرتـــونه
دوي له ميني محـــبت نه مــو وباسي
راته وتړي د انـــجــونــــــو، مکـــتبونه
له باغــو د معــــــرفت نه مــو وباسي
ټيـــټوي راته تعلیــم او ســـــواد کچه
علمـیت له کيـــفـیت نه مـــو ،وباسي
نه پوهیږم دوي په کومه لار روان دي
چې مــدار د انسانیت نه مــو،وباسي
سید عبيدالله نادر
21.06.2026
- ع.شریف زاد
اوخپل نعمت مې پر تاسې بشپړ کړی دی . امام ترمذی وایی: که یوڅوک ٌپه وجود روغ اود یوې ورځې خواړه ولری، نوداسې یې وګڼی چې دټولې نړۍ شیان او ښکلاوې ورسره دی . الله تعالی خپل پیغمبر ص ته داسې فرمایلی : «واتممت علیکم نعمتی» هغه کومه لورونه وه چې دپیغمبر ص په اړه بشپړه شوې وه ؟ ایا هغه ماده او که کوم بل شی؟ماڼۍ وې او که کورونه ؟ سره زر وه او که سپین زر؟ قومندانی وه او که مجهوله امیرتوب؟ پاچایی وه او که کوټوالی؟ بهرنی جاسوسان وه او که وطن پال؟ پردی اسعاروه او که رنګه سره اوزرغون کاغذونه ....
23.06.2026
- نور محمد غفوري
دا لیکنه مې د ۲۰۱۶م کال د جون په ۲۱مه، د هغه وخت له سیاسي او ټولنیزو شرایطو سره سمه لیکلې او (دموکراسي اړینه ده) تر سرلیک لاندې خپره کړې وه. نن، لس کاله وروسته، که څه هم حالات په ډېرو برخو کې بدل شوي، خو د دې لیکنې اساسي مفاهیم او پوښتنې لا هم خپل اهمیت لري. له درنو لوستونکو او ځوانو سیاسي فعالینو څخه هیله لرم چې دا او زما نورې تیوریکي او عملي لارښوونکې لیکنې په دقت ولولي، ورباندې فکر وکړي او خپل علمي او رغنده نظرونه شریک کړي. دا لیکنه د دموکراسۍ د ماهیت، ارزښت او اړتیا په اړه د...